پښتو (افغانستان)

سباته د ازهرشریف لوی امام د آزادۍ هیوادوالۍ تنوع او د بشپړتیا ترنامه لاندي نړیوال کانفرانس کښې چي د پنځوسو څخه زیات هیوادونه پکښي ګډون کوې خپله تاریخي وینا وړاندي کوي
/ Categories: Main_Category

سباته د ازهرشریف لوی امام د آزادۍ هیوادوالۍ تنوع او د بشپړتیا ترنامه لاندي نړیوال کانفرانس کښې چي د پنځوسو څخه زیات هیوادونه پکښي ګډون کوې خپله تاریخي وینا وړاندي کوي

سباته د ازهرشریف لوی امام د آزادۍ هیوادوالۍ تنوع او د بشپړتیا ترنامه لاندي نړیوال کانفرانس کښې چي د پنځوسو څخه زیات هیوادونه پکښي ګډون کوې خپله تاریخي وینا وړاندي کوي

د ازهر شریف شیخ لوی امام او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا رئیس استاذ او دکتور احمد الطیب سباته د سه شنبي په ورځ په هغه نړیوال کانفرانس کښې تاریخي وینا کوي چي د آزادۍ هیوادوالۍ تنوع او د بشپړتیا ترنامه لاندي ترسره کیږي، دغه کانفرانس د ولسمشر عبدالفتاح السیسي تر سرپرستۍ لاندي د ازهر شریف او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا له خوا سرته رسیږي چي د پنځوسو څخه زیات عربي او نړیوال هیوادونو پلاوې پکښي ګډون کوې.

په دغه کانفرانس کښي پاپ دوهم تواضروس ترڅنګ د ختیځي کلیساګانو مشران دیني علماء کرام مفکرین پوهان ولسي شخصیتونه مدني فعالان او مشران همدارنګه د مسلمانانو او دمسیحیانو د فکر او د رايي خاوندان ګډون کوي، ترڅو د هیوادوالۍ آزادیو همدارنګه د ټولنیزو او کلتوري توپیرونو موضوعات وڅيړي، همدا ډول به پدی کنفرانس کښې د ختیځ او د نړۍ په کچه د عربي، اسلامي او مسیحي تجربی څیړنه چې په مشترکو ټولنو کښې د ګډ ژوند کولو او ورسره تړلی مشکلاتو او ننګونو باندی خبری وکړي، چې په اوسنۍ او راتلونکي زمانه کښې د نوي امکاناتو څخه کار واخیستل شي، ترڅو پداسی ډول سره ګډ فکر او په توافقی شکل د آزادیو مسؤلیتونو د هرډول تړاو درلودلو واک ولري، ترڅو خپل اساسي حقوق، او د ښه راتلونکي لپاره پلان جوړ کړی شي.

ټاکل شوي ده د دغه کانفرانس څخه چي د 2017م کال د فبرورۍ د میاشتي په 28 او د مارچ په 1 نیټه سرته ورسیږي د اسلام او مسیحیت ترمنځ د ګډ ژوند لپاره د ازهر شریف اعلان صادرشي چي په ترڅ کښي به د ګډ ژوند په ترسره کولو باندي چي د آزادۍ هیوادوالۍ تنوع او بشپړتیا باندي ولاړ وي ټینګار وشي، او همدغه پیغام به ازهرشریف او د مسلمانانو د حکماؤ شورا، د ختیځي کلیساګانو مشران، دیني علماء کرام، همدارنګه د پوهي رايي او د مسؤلیت خاوندان به د نړۍ ټولو ولسونو او د پریکړي خاوندانو ته ولیږي.

Previous Article المعجزة ( من كتاب مقومات الإسلام- لفضيلة الإمام الأكبر أ. د أحمد الطيب)
Next Article الإمام الأكبر يصل كازاخستان في مستهل جولته الخارجية
Print
6048 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.