پښتو (افغانستان)

د ازهر د ژباړي مرکز
/ Categories: Main_Category, About ACT

د ازهر د ژباړي مرکز

د ازهر د ژباړي مرکز

ازهرشریف هغه لوی اسلامي علمي اداره ده چې د اسلامي تراثو ساتنه، څیړنه او خپرونې، او ټولو ملتونو ته د اسلام پیغام په امانت سره  رسوی، د تمدن په جوړولو کښې مرسته کوي د امن او آرامۍ لپاره کار کوي ترڅو په دنیا او آخرت کښې نفسونو ته راحت ور په برخه کړي، همدا ډول د عربي تمدن بیا راژوندی کولو او د عربی ملت علمي او فکري میراث ساتلو لپاره کار کوي، او په انسانی پرمختګ کښې د عربو اغیزه څرګندوي، د علم او ادب د پرمختګ او ودی لپاره کار کوي همدا رنګه د ټولنې لپاره خدمت ملي او انساني موخو او د روحي ارزښتونو لپاره کار کوي، او د اسلامی او عربي نړۍ لپاره د اسلامی شریعت متخصصین او د فکر خاوندان وړندی کوي، همدا ډول د دینې کلتور او د عربي ژبی چې د قرآن ژبه ده کدرونه روزي.

د ازهر د ژباړی مرکز جوړول:

د ازهر شریف د پرمختګ په چوکاټ کښې د ازهر شریف شیخ لوی امام استاذ او دکتور احمد محمد الطیب د ژباړی مرکز جوړولو امر وکړ چې د بهرنیو ژبو ګڼې څانګې ولري، او د دی مرکز جوړول د ازهر شریف شیخ د 2016 م کال (49) پریکړې مطابق " د ازهر د ژباړی مرکز" د نوم لاندی جوړ شو، چې د ازهر شریف ټولو څانګو او ادارو: د ازهر مشیخه، رواق، د ازهر پوهنتون، د اسلامي څیړنو مرکز او د ازهر مکتبونو لپاره په ټولو برخو کښې ګڼو ژبو ته، سمه او پیاوړی ترجمه وړاندی کړي، ترڅو لاندی موخی ترلاسه کړو:

  1. د غوره کتابونو، څیړنو او لیکنو بهرنیو ژبو ته ژباړل، چې عامه ګټې لري، او دا کتابونه او لیکنې د علماء کرامو د کمیټې له خوا په ګوته کیږي.
  2. د هغه مهمو کتابونو او لیکنو عربی ته ژباړل چې په بهر کښې په بهرنیو ژبو لیکل کیږي.
  3. د کنفرانسونو او سیمینارونو فوری ژباړه چې د ازهرشریف له خوا جوړیږي.
  4. ګڼو ژبو ته د قرآن کریم د معناګانو نوي او معصری ترجمی او څیړنې او د هغوی څخه د غوره معناګانو انتخابول، ترڅو د مسلمانانو پام ورته راوګرځې، او خپری شي.
  5. ګڼو ژبو ته د نبوي آحادیثو ترجمه او د هغوی معناګانې، او د هغه ژباړو څیړنه چې پدی برخه کښې ترسره شوی او د هغي تصحیح یا سمول، او په همغه ژبه یې خپرول ترڅو د مسلمانانو مخ ورواوړي او ګټه تري پورته شي.
  6. د مونوګرافونو او علمې څیړنو ژباړه، چې د غیر عربي مسلمانانو د ټولنو مشکلاتو ته حل لاره لټوي او مهم موضوعات یې څیړي.
  7. د هغه خطبو او ویناوو ژباړل، چې د غیر عربي ټولنو د ستونځو حل لاره وړاندي کوی، چې د ازهرشیف لخوا د همدی مقصد لپاره وړاندی شوي وي.
  8. د هغه فیلمی توکو ژباړه چې اسلام په زړه راښکونکې ډول معرفی کوي چې د ازهرشیف لخوا د همدی مقصد لپاره جوړ شوي وي.
  9. د تحریری ژباړی لپاره د با صلاحیته اداری سره په همکاری د کورسونو جوړول.
  10. د فوری ژباړی لپاره د با صلاحیته اداری سره په همکاری د کورسونو جوړول.

د ازهر شریف د ټولو ادارو لخوا د ژباړل شوي کتابونو او څیړنو یو لیست چمتو کول او د هغي طبقه بندی کول، چې د نړیولو او انساني مهمو موضوعاتو په هکله ورڅخه ګټه واخیستل شي، او دا کتابونه او لیکنې د سره ترتیب، بیاکتنه يې وشي ترڅو دروانو ستونځو حل لاره په ګوته کړي او خپاره شي.

  1. د علمي ژورنال خپرول چې په دقیق ډول د ژباړي د مرکز د وظایفو لایحې په ګوته کړي.
  2. د دی مرکز د کارکوونکو د مهارتونو لوړولو لپاره د مسلکي کلتوري او علمي کورسونو جوړول، ترو څود دوي مهارتونه لوړ کړي.

ژبي: انګریزي، فرانسوي، جرمني، اسپانوي، اندونیسي، اردو فارسی، ترکي یوناني، پښتو او عبراني. همدا ډول اوس د (چینایې، ایټالیایې، سواحیلي او جاپاني ژبو کاري ګروپونه جوړیږي.)

د ازهر د ژباړي مرکز د "ریښتینې اسلام " د لړۍ لومړنۍ ژباړه وړاندي کوي چې پدی ژباړل شوي کتابونو کښې د اسلامي اساساتو پیژندنه، په اسلام کښې د انسان ارزښت، د ارزښتونو په ساتنه باندی ټینګار، چې د انسان، حیوان، نباتاتو او جماداتو ارزښت لوړوي. همدا ډول هغه اصولو باندی رڼا اچوي که چیرته  مسلمان د خطر، یا حملي او تیري سره مخامخ کیږي څنګه د خپل ځان څخه دفاع وکړي، چې باید انسانې اصولو ته ژمن ووسي، او د کایناتو ودانولو ته ژمن ووسي نه ورانولوته.

د دی لړۍ مهم کتابونه: "مقومات الإسلام" یا "د اسلام بنسټیز عناصر" چې د ازهر شریف شیخ لوی امام استاذ او دکتور احمد الطیب لیکلی، "الإنسان والقيم في التصور الإسلامي" یا "په اسلامي فکر کي دانسان ارزښت" چې د مصر د اوقافو پخواني وزیر ښاغلي اوستاذ او دکتور محمود حمدی زقزوق لیکلی، او "نظرية الحرب في الإسلام" یا " په اسلام کښې د جنګ نظریه" چې شیخ ابو زهرة لیکلی او "نبي الإسلام في مرآة الفكر الغربي" یا "د اسلام پیغمبر د غربي فکر په آینه ښې" كتاب چې استاذ او دکتور عزالدین فراج لیکلی.

د ازهر د ژباړی مرکز د ټولو لوستونکو تبصرو او اندونو ته چې د لغوي او یا هم چاپي او دی ته ورته تیروتنو په هکله وی مرکز سره د خپلو معلوماتو شریکولوته ښه راغلاست وایې. او دا دعا کوو چې الله تعالی دی د ژباړی دا لړۍ د انسان د ژوند او د ټول بشریت د مثبت بدلون لپاره یو نیک پیل وګرځوي، چې په هر ځای او هر وخت کښې په سم ډول د بشریت لپاره د ځمکې آبادولو سبب وګرځي.

د مرکز رئیس

یوسف عامر

 

 

 

 

Previous Article په اسلامي فکر کښي  انسان او ارزښتونه
Next Article ازهر شریف د فرانسې په پلازمني پاریس کې پر پوځیانو خیژول شوي موټر پیښه غندي.
Print
7658 Rate this article:
.8

Please login or register to post comments.