پښتو (افغانستان)

په دویمه ورځ د روهنګیا مسلمانانو سره مرستي.. لوي امام د ازهر مرستندویه پلاوي ته لارښوونه کړي چې د مرستو د ویش په وخت کې د خلکو ترمنځ ووسي.
/ Categories: Main_Category

په دویمه ورځ د روهنګیا مسلمانانو سره مرستي.. لوي امام د ازهر مرستندویه پلاوي ته لارښوونه کړي چې د مرستو د ویش په وخت کې د خلکو ترمنځ ووسي.

نن پنج شنبی هم د ازهر شریف پلاوی په بنګلادیش کې د روهنګیا مسلمانانو سره مرستې کوي، چې د بورما پولي ته نږدی د کوکس بازاد په پنډغالي کې میشت دی.

پلاوی په درو برخو ویشل شوی، چې هره ډله بیل بیل پنډغالی ته تللی، ترڅو ډېر شمیر کډوالو ته مرستي ورسول شي، چې دا چارو د بنګلادیشي چارواکو سره په همکاری ترسره کیږي، چې د ټاکل شوي نظام سره سم کډوالو ته مرستې رسول کیږي، ترڅو په عادل او دوامداره توګه کډوالو ته مرستي ورکړل شي.

د ازهرشریف شیخ لوي امام استاد او دکتور احمد الطیب د مسلمانانو د حکماوو شورا مشر لیږل شوي پلاوي ته لارښوونه کړی، چې د مرستو د ویش په وخت کې د کډوالو سره په پڼغالي کې ووسیږي، او پدي ټینګار کړی، چې د کډوالو سره احساساتو شریکول او د انساني وروروالی څرګندول د نغدی مرستو څخه کم اهمیت نلري.

همدا ډول لوي امام پدی ټینګار کړی، چې د ازهرشریف په پلاوي کې ښځې هم باید ګډون ولري، ترڅو په هغه څه ټینګار وکړي، چې په نړۍ کې د ترټولو لوي اسلامي مؤسسی لخوا د روهنګیا وروڼو سره د همدردی او همکاری پیغام ورکوي.

ټاکل شوی چې دا مرستې ترپنځو ورځو ویشل کیږي، او د دی وروسته به انساني او طبي مرستې د مسلمانانو د حکماوو شورا لخوا، د لوي امام په لارښوونه ورکول کیږي، چې د مسمانانو د حکماوو شورا مشر دی.

Previous Article بدء توزيع المساعدات المقدمة من الأزهر الشريف للاجئين الروهينجا في بنجلاديش
Next Article د جمعي په ورځ په سینا کښي د ترهګریز برید له کبله مصري ولس ته د ازهرشریف د شیخ لوی امام استاذ دکتور احمد الطیب د وینا متن
Print
4973 Rate this article:
2.0

Please login or register to post comments.