لوی امام او د ازهر شیخ د امریکي د مرستیال ولسمشر سره د لیدني غوښتنه رد کړي ده او ټینګار يي کړی دی چي د بیت المقدس په هکله دي ټولي غیر قانوني او ناوړه پریکړي په فوري ډول بیرته واخیستل شي.
لوی امام او د ازهر شیخ د امریکي د مرستیال ولسمشر سره د لیدني غوښتنه رد کړي ده او ټینګار يي کړی دی چي د بیت المقدس په هکله دي ټولي غیر قانوني او ناوړه پریکړي په فوري ډول بیرته واخیستل شي.
د امریکايي اداري دهغه ناوړه پریکړي په وړاندي چي په ترڅ کښي يی بیت المقدس د اشغالګر صهیونیزم د پلازمیني په توګه اعلان کړه او بیت المقدس ته د امریکي دسفارت دليږدولو پریکړه وکړه او د نړۍ په کچه يي د مسلمانانو احساسات را وپارول د ازهرشریف شیخ لوی امام استاذ دکتور احمد الطیب د جمعي په ورځ اعلان وکړ چي د امریکي د مرستیال ولسمشر سره د لیدني غوښتنه ردوي چي ټاکل شوي وه د رواني ډیسمبر د میاشتي په شلمه نیټه سرته ورسیږي.
په قاهره کښي د امریکا سفارت یوه اونۍ مخکښي رسمي غوښتنه کړي وه چي د امریکي مرستیال ولسمشر به د سیمي د هیوادونو د لیدني په ترڅ کښي د لوی امام سره د ازهرشریف په مشیخه کښي وګوري په هغه وخت کښي لوی امام هم موافقه کړي وه خو د بیت المقدس په هکله د امریکي د ظالم او ناوړه پریکړي څخه وروسته لوی امام ددغه لیدني غوښتنه په قطعي ډول ردوي او ټینګار کوي چي ازهر امکان نلري د هغه چا سره کیني چي تاریخ بدلوي د ولسونو حقونه پایمالوي او د هغوی په سپیڅلو ځایونو باندي تیری کوي.
د ازهرشیخ زیاته کړه: څنګه زه د هغه چا سره کینم هغه چاته چي مستحقي یې ندي هغه څه ورکوي چي دوی يي مالکان ندي او د امریکي ولسمشر باید دغه خپله غیر قانوني او غیر شرعي ناوړه پریکړه په فوري ډول بیرته واخلي.
نوموړي دامریکي ولسمشر او اداره يي د مسلمانانو او په نړۍ کښي د سولي خوښونکو په زړونو کښي د کرکي د رامنځته کیدو مسؤله وګڼله او ټينګار يي وکړ چي پدي سره دوی د دیموکراسۍ ټول ارزښتونه او بنسټونه تر پښو لاندي کړي چي د امریکي او د نړۍ ټول سوله خوښونکي ولسونه د هغي د ساتني غوښتنه کوي همدرانګه د امریکي ولسمشر يي د کرکي د خپراوي مسؤل ګڼلی چي ازهرشریف شپه او ورځ د هغي د له منځه وړلو لپاره کار کوي او هڅه کوي ترڅو د ټولو خلکو ترمنځ په ځانګړي توګه د امریکا د ولس په وړاندي زغم او سولي سیاست خپور کړي.
د جمعي د لمانځه څخه وروسته په یو عاجل بیان کښي د ازهرشیخ لوی امام د بیت المقدس خلکوته وویل: ستاسو مبارزه او پاڅون ستاسو په دغه مسألي باندي د ایمان او هیواد سره د میني په اندازه به وي مونږ له تاسو سره یو او تاسوبه یواځي پري نږدو.
د امریکايي اداري دهغه ناوړه او غیر قاتوني پریکړي په وړاندي چي په ترڅ کښي يی بیت المقدس د اشغالګر صهیونیزم د پلازمیني په توګه اعلان کړه او بیت المقدس ته د امریکي دسفارت دليږدولو پریکړه وکړه ازهرشریف له پیل څخه قاطع دریځ نیولی او په وار وار يي څو څو کرته خبرداری ورکړی چي دغه پریکړه به د نړیوال امنیت او ټیکاو له ننګوني سره مخامخ کړي.
Documents to download
-
227(.jpg, 45.19 KB) - 487 download(s)