پښتو (افغانستان)

لوی امام د حلوان په کلیساباندي برید غندلی او د مسلمانانو څخه يي غوښتنه كةي چي د عیسی علیه السلام د زوکړي د ورځي په یاد غونډو کښي د خپلو قبطي وروڼو سره یوځای ګډون وکړي
/ Categories: Main_Category

د ازهرشریف شیخ لوی امام استاذ دکتور احمد الطیب په ډیرو سختو ټکو سره هغه ترهګریز برید غندلی چي د جمعي په ورځ سهار يي په حلوان کښي د مرمینا کلیسا په نښه کړه چي له کبله يي یو شمیر پولیس او قبطي ورونه مړه او ژوبل شول.

لوی امام ټینګار وکړ چي ددغه ترهګریزو ناوړه بریدونو موخي چي د اختر په ورځو کښي قبطي ورونه په نښه کوي ټولوته څرګند شوي چي د دوی لویه موخه په هیواد کښي د ملي یووالي له منځه وړل دي چي له کبله يي د یو او د بل دین پیروان په نښه کوي، نو ددي ښه او مناسب ځواب دا دی چي د دوی موخي شنډ کړای شي مسلمانان او عیسویان په ګډه د میني او محبت په فضا کښي ژوند وکړي.

لوی امام د ټول مصري ولس څخه غوښتنه وکړه چي ددغه ناوړه پلانونو په ګډه سره مخنیوی وکړي او پدغه ښکلو ورځو کښي د فرصت څخه ګټه پورته کړي او د عیسی علیه السلام د زوکړي د ورځي په ویاړ غونډو کښي د خپلو قبطي ورونو سره یوځای ګډون وکړي.

لوی امام د قربانیانو کورنیوته د تسلیت ځانګړي مراتب وړاندي کوي د الله جل جلاله څخه هغوى ته صبرغواړي او ټپیانوته د بیړنۍ شفا غوښتنه کوي.

Previous Article د ازهرشریف د لویو علماؤ د هیئت بیانیه
Next Article لوی امام هیله ښودلي ده چي د 2018م کال به د ښیګڼي سولي عدالت او د زغم کال وي ترڅو د بی وزلو او محرومو خلکو د دردونو لپاره دوا شي
Print
5628 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.