پښتو (افغانستان)

د نړیوالي سولي او د ګډ ژوند د ټینګښت لپاره  د انساني ورورولۍ وثیقه
/ Categories: مقالات

د نړیوالي سولي او د ګډ ژوند د ټینګښت لپاره د انساني ورورولۍ وثیقه

الوصف: شعر الفاتيكا1الوصف: شعار الأزه1

 

 

ازهر شریف                                              کاتولیک کلیسا

 

 

 

د نړیوالي سولي او د ګډ ژوند د ټینګښت لپاره

د انساني ورورولۍ وثیقه

 

 

 

 

 

 

 

سریزه

هر مومن چې ایمان او باور ولري هغه بل انسان خپل ورور بولي د هغه سره مرسته او مینه کوي او د الله جل جلاله سره د ایمان په ترڅ کې چې هغه ټول پیدا کړي دي او د هغه په امر ټول مخلوقات پیدا شوي دي او د هغوی ترمنځ يي خپل رحمت په یو ډول نازل کړی دی، هر مومن چې په الله باندي باور او ایمان ولري نو باید د انساني ورورولۍ د رامنځته کیدو لپاره په ټولو مخلوقاتو باندي پاملرنه وکړي او هر انسان ته  مرسته وړاندي کړي په ځانګړي هغه چا سره مرسته وکړي چي ډیر اړمن وي.

ددغه لوړي معنی سره سم بیلابیلي ناستي د ورورولۍ او د ملګرتیا په فضا کي سرته ورسیدل چې پکي مونږ د نړۍ خوښۍ ویجاړۍ او کړکیچونه وڅیړل برابره ده چې دا د علمي او تکنالوجۍ پرمختګ په برخه کښی وي که د روغتیا د لاسته راوړنو او یا هم د اوسني رسنیو په برخه کې پرمختګ او یا هم نور پرمختګونه چې اوس سرته رسیدلي، نو مونږ د نړۍ په کچه د بي وزلۍ جګړي او د دردونو څخه چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې زمونږ ورونه او خویندی ورسره لاس او ګریوان دې هغه مو وڅیړل چې دغه کړاوونه د وسلو  تولید ټولنيزظلم فساد نه برابری د اخلاقو  نه شتون ترهګرې نژاد پرستی تندروې او داسي نورو لاملونو له کبله رامنځته شوي.

ددغه ریښتینو او د وروولۍ په فضاء کې د خبرو په ترڅ چې زمونږ ترمنځ سرته ورسیدل او بیلابیلي ناستي مو ترسره کړل چې د هر انسان لپاره د یو ښه او روښانه راتلونکي هیله پکې رامنځته کیدلای شي د انساني ورورولۍ د وثیقی فکر او طرحه رامنځته شوه او د هغي په رامنځته کولو کې په ډیر اخلاص او جدي توګه سره کار ترسره شو ترڅو یو ګډ اعلان شې چې د ښه او د ریښتینی نیتونو ښودنه وکړي ترڅو د هر هغه چا لپاره چې د هغوی په زړونو کې د الله جل جلاله  او د انساني ورورولۍ لپاره ایمان او باور موجود وي یو ځای شې او په ګډه سره کار وکړي، او دغه وثیقه د راتلونکي نسلونو لپاره یو ښه دلیل او رهنما شې چې په ترڅ کې یو د بل د احترام او درناوی کلتور خپور شي او د الله  دغه لوي نعمت درک کړی چې ټول مخلوقات یي سره ورونه پیدا کړي.

 

 

 

 

 

 

وثیقه

د هغه الله په نامه  پیل کوو چې ټول انسانان یي په کرامت حقوق او واجباتو کې برابر پیدا کړي دي او له هغوی یي غوښتي دي چې پخپلو کې د ورونو په څیر ژوند وکړې ترڅو ځمکه اباده کړې او د هغوې ترمنځ د خیر ښیګڼي میني سلامتیا او د سولي ارزښتونه خپاره کړې، د هغه پاک بشرې نفس په نامه پیل کوو چې الله جل جلاله د هغه د وینی تویول حرام کړې دي او ټینګار یي کړی چې څوک په یو نفس باندي جنایت ترسره کړی دا ګویا داسي دی چې په ټول بشریت باندي یي جنایت کړی وي او څوک چې یو نفس را ژوندی کړی دا ګویا داسي دی چې ټول خلک یي راژوندي کړې وي.

د هغو اړمنو بی وزلو او محرومو کسانو په نامه پیل کوو چې الله جل جلاله هغوی سره د نیکۍ کولو امر کړی دی ترڅو د مرستي لاس ور اوږد کړای شي او د هغوی څخه دا بی وزلي راکمه کړی شي او دا یي په هر انسان باندي لازمي او فرض کړې دي په ځانګړی توګه په هغه چا باندي چې يي توان ولري.

د هغو یتیمانو کونډو او د خپلو کورونو او هیوادونو څخه بی ځایه شویو کډوالو او د جګړو د ظلم او د تیري د ټولو قربانیانو او همدارنګه د کمزورو ویریدونکو بندیانو پیل کوو، همدارنګه د هغه چا په نامه پیل کوو چې په ځمکه کې د کړاونو سره مخامخ دي بغیر د کوم توپیر څخه چې د هغوی ترمنځ ترسره شې.

د هغو ولسونو په نامه پيل کوو چې امنیت سوله برقراري او ګډ ژوند یي له لاسه ورکړی دی او د ویجاړۍ ظلم او کړاونو سره لاس او ګریوان دي، د هغه انساني ورورولی په نامه پیل کوو چې ټول انسانان پکې راټولیږې او هغوی یو ځای کوي او ترمنځ یي برابري راولي د هغه ورورولۍ په نامه پیل کوو چې د تعصب او بی اتفاقۍ سیاستونه له منځه وړي چې د ولسونو په برخلیک او د هغوی په ارزښتونو باندي لوبی کوې او همدارنګه هغه نظامونه او غلط ایدیولوجي لیدلوری له منځه وړي چې رامنځته شوې دې.

د هغه آزادۍ په نامه پیل کوو چې الله جل جلاله هر انسان ته ورکړی ده او په آزادۍ باندي پیدا کړی دی او د نورو مخلوقاتو سره یي پدي باندي جلا کړی، د هغه عدالت او رحمت په نامه پیل کوو چې د ځمکي په هره برخه کې د بادشاهۍ او د اصلاح د رامنځته کیدو بنسټ دی، د هر هغه شخص په نامه پيل کوو چې نیکه اراده ولري.

 د الله جل جلاله او د هر هغه چا په نامه پیل کووچې مخکي مونږ یاد کړل ازهر شریف چې په ختیځ او لویدځ کې يي مسلمانان تر شا دې او د کاتولیک کلیسا چې ترشا یي په ختیځ او لویدیځ کې کاتولیک عیسویان دې د دیالوګ او د خبرو اترو کلتور خپله تګلاره ګدی همکاری یو د بل لاره او یو د بل پیژندل خپل روش اعلانوې مونږ چې ټول په الله او د هغه سره د ملاقات او په حساب او  کتاب ایمان او باور لرو او زمونږ د دینی او ادبی مسؤلیت په ترڅ کې ددغه وثیقی له لاری مونږ خپلو ځانونواو د نړی له مشرانو او د نړیوال سیاست او د اقتصاد د جوړونکو څخه غوښتنه کوو چې په جدی ډول د زغم د ګډ ژوند او د سولي د کلتور په خپراوې کې کار وکړي او په بیړنۍ ډول د بیګناه وینو د تویدو مخنیوي وکړي او همدارنګه هر هغه څه ودروي چې په نړۍ کې اوس روان دي چې پدي کې جکړي کړکیچونه راځې چې له کبله یي کلتوری او اخلاقی ستونزی راولاړي شوي دي.

مونږ له ټولو مفکرینو فیلسوفانو دینی علماؤ هنرمندانو د رسینو کارکونکو او د ابتکار له خاوندانو سره په هر ځای کې چې وې غوښتنه کوو چې د سولي عدالت ښیګني او د ښایست  او د انساني ژوند د ورورولۍ او د ګډ ژوند د ارزښتونو د ټینګښت لپاره کار وکړي، او پدي باندي ټینګار وکړي چې دا د ټولو لپاره د ژغورني کړۍ ده، او په هر ځای کې د خلکو ترمنځ د دغه ارزښتونو د خپراوي لپاره هڅي وکړي دغه وثیقه او اعلان چې زمونږ د اوسنی نړۍ په واقعیتونو باندي د ژور فکر او د نړۍ د کامیابیو اود ناکامیو دردونو کړاونو او ستونزو ته په لیدو سره رامنځته شوي ده په قطعی ډول سره پدي باندي باور لري چې د اوسني نړۍ د کړکیچ مهم لامل د انساني ضمیر او د دینی اخلاقو نه شتون ته را ګرځي او همدارنګه هغه فردي او مادي فلسفی غوښتنو ته ګرځي چې انسان په هغي باندي تکیه کوي او پدي ترڅ کې په هغه باندي دنیاوي مادي ارزښتونه یي د لوړو بنسټیزو ارزښتونو په ځای مخکې کړي دي.

که څه هم مونږ د اوسني تمدن مثبتونو اړخونو څخه قدرداني کوو چې د علم ټکنالوجۍ طب صنعت ودي او پرمختګ په برخه کې چې په ځانګړی توګه په پرمختللو هیوادونو کې دا رامنځته شوی خو مونږ لدي سره بیا دا خبره کوو چې ددغه لوی  تاریخي ودي په ترڅ کې د اخلاقو کچه راټیټه شوي ده چې ددغه نړیوالو چارو لپاره یوه اساسی قاعده ده همدارنګه ترڅنګ یي روحی او د مسؤلیت د احساس ارزښتونه راکم شوې دې چې په ترڅ کې د خلکو ترمنځ د ناکامۍ جدایۍ او د مایوسۍ احساس رامنځته شوی چې له کبله  زیاتره خلک دیته هڅول شوي دي چې الحاد او بي دیني اړخ ته رجوع وکړي او یا هم دینی اړخ ته رجوع وکړي چې د تندروی او د تعصب او حد څخه تیری ورسره مل وي او همدارنګه ځینی دیته هڅولي دي چې ذاتي او ټولنيز ویجاړي رامنځته کړي.

تاریخ پدي باندي ټینګار کوي چې دیني قومي تندروی او تعصب په ټوله نړۍ کې خپله ګټه لاسته راوړي ده برابره خبره ده چې په ختیځ کې وي او که په لویدیځ کې ځکه چې مونږ اوس ویلای شو د دریمي نړیوالی جګړي لپاره بیلابیل کارونه سرته رسیدلي دي چې خپل بدمخ یي په بیلابیلو ځایونو کي رابرڅیره کړی دی او د ویجاړی حالات یي رامنځته کړي چې په دقت سره مونږ د وژل شویو کسانو کونډو رنډو او د یتیمانو شمیر هم مونږ ته ندی معلوم همدارنګه ځیني نوري سیمي شته چې د ویجاړولو او د وسلو د وړلو لپاره یي تیاری نیول کیږي چې په ترڅ کې په ټوله نړۍ کې داسي وضعیت خپور شوی دی چې د راتلونکي لپاره ویره رامنځته شوی ده او په ټوله نړۍ کې تنګ مادي ګټي برلاسه شوي دي همدارنګه مونږ پدي باندي ټینګار کوو چې اوسنی سیاسی کړکیچونه همدارنګه ظلم او د عدالت نه شتون چې د طبعي شتمنیو په ویش کې هیڅ ډول عدالت ندی مراعت شوی ځکه چې د بډایانو یوه وړه ډله په طبعی شتمنیو واکمنه ده او دځمکي  زیاتره ولسونه ددي څخه محروم پاتي دي چې په ترڅ کې لوی شمیر ناروغان بی وزله خلک رامنځته شوي دي او ورځ تربلي خلک وژل کیږي همدارنګه بیلابیل کړکیچونه رامنځته شوي دي چې په زیاتره هیوادونو کې یي بیلګی شته دي سره لدي چې پدغو هیوادونو کې بیلابیل خزانی او شتمنۍ شته او همدارنګه بیلابیل پیاوړی ځوانان او مرسته کوونکی شته، ددغه کړکیچونو له امله چې له کبله یي په میلیونونه ماشومان له لوږی مړه کیږي او د هغوی جسدونه د زیاتي بی وزلۍ او د لوږی له کبله د نا اشنا شکلونو سره مشابه کیږي خو بیا هم ټوله نړۍ پدي باندي چپه خوله پاتی ده چې په هیڅ ډول دا د منلو وړ نده.

نو له همدی لپاره د کورنۍ ضرورت دلته رامنځته کیږي او دا یو داسي بنسټ دی چې ټولنه او بشریت د هغه پرته نشي رامنځته کیدلی، نو ماشومان باید په ښه ډول سره وزیږول شی د هغوی روزنه وشې او هغوی ته د ښونی زمینه برابره کړی شي او هغوی ته ښه اخلاق او کورنی پاملرنه وشی د کورنیو د پاملرنی په ادارو باندي برید او هغي ته په سپکه او په کم نظر کتل او د هغي اهمیت ته د شک په نظر کتل زمونږ د اوسنی نړۍ او د زمانی د خطرناکو ناروغیو څخه ګڼل کیږي همدارنګه مونږ ټینګار کوو چې دیني احساس باید یو واري بیا راژوندی شی او د نویو نسلونو په نفسونو کې یو واري بیا دا رامنځته شي او دا د ښووني او روزني او د سمي تربیی او د اخلاقو او د دینی لارښونو له لاري چې برابر وې ترڅو د فردی او د کړکیچ د رامنځته کیدو غوښتونو په وړاندی را ودریږي او همدارنګه تندروی تعصب او د ټولو اړخونو او په شکلونو باندي له منځه یوسي.

د ادیانو لومړنۍ موخه او هدف په الله جل جلاله باندي ایمان او د هغه په بندګانو باندي باور لرل دې چې ټول بشریت یي دیته هڅولی  ترڅو پدي باندي باور ولري چې د نړۍ په یو ا‌‌له باندي اعتماد کوي چې په ټولی نړۍ باندي برلاسی دی او هغه د ټولو پیدا کوونکی دی چې د خپل الهی حکمت سره یي مونږ رامنځته کړی یو او  ژوند یي مونږ ته را بخښلی ترڅو د هغی ساتنه وکړو پداسي ډول یي رابخښلی چې هیڅ انسان ته یي دا حق ندی ورکړی چې د بل چا ژوند واخلي او یا هم څوک چاته ننګونه وکړي او یا هم داسي تصرف پری وکړي لکه څرنګه یي چې خوښه وې بلکه ټول یي دیته هڅولي چې د لومړی څخه تر اخری وخته پوری د ژوند ساتنه وکړي، نو له همدی لپاره مونږ ټول هغه کارونه غندو چې ژوند ننګوي لکه ټول وژنه ترهګریز بریدونه د کورونو څخه په زوره څوک ویستل او د بشریت د بدن په غړو باندي سوداګری د ماشوم غورځول چې دیته بی رحمه مرګ هم وایي او هغه سیاستونه چې دغه کارونه تشجیع کوي دغه ټول کارونه مونږ غندو.

همدارنګه مونږ په قطعی ډول سره اعلان کوو چې ادیان هیڅکله هم د جګړي او د کرکي د احساس د رامنځته کولو او د دښمنۍ او د تعصب او د ویني تویول او د تاوتریخوالی لپاره لامل او سبب نه دی، دغه ویجاړۍ ناورینونه او ستونزی د دیني لارښونو څخه د لري والی له کبله رامنځته شوي دي او په سیاست کې د ادیانو څخه د ناوړه استفادی له کبله رامنځته شوي دی او همدارنګه د ځینی دینی ټیکه دارانو له لوري د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې بیلابیل تاویلات په دینی نصوصو کې رامنځته شوی دي چې دینی احساس یي ددي لپاره کارولی ترڅو خلک وهڅوی چې بیلابیل کارونه رامنځته کړی چې هغه کارونه د دین سره هیڅ ډول اړیکه نلري او دوی پري خپل سیاسي اقتصادي او تنګ دنیاوی موخی ترلاسه کړی، نو له همدی لپاره مونږ د ټولو څخه غوښتنه کوو چې د کرکي تاوتریخوالی تندروۍ او د تعصب په رامنځته کولو کې د ادیانو څخه ګټه پورته نکړی او د الله جل جلاله نوم په هغه ځایونو کې استعمال نکړی چې په هغه کې وژل د خلکو په زوره سره له کورونو ویستل ترهګري او ظلم موجود وې ځکه چې مونږ ټول په ګډه سره پدي ایمان او باور لرو چې الله جل جلاله خلک ددي لپاره ندي پیدا کړي چې دوی ووژنی او یا دا چې یو له بل سره جګړي وکړي او یا دا چې یو بل ته عذاب ورکړی او یا دا چې د هغوی ژوند تنګ کړی بلکه الله جل جلاله ددي هر څه څخه غنی ذات دی چې څوک د هغه څخه دفاع وکړي او یا د هغه په نامه څوک ویروي دغه وثیقه چې په ټولو مخکینیو وثایقو باندي یي تکیه کړی ده چې د نړۍ په کچه صادري شویدی، او پدغه وثایقو کې د نړیوالي سولي په جوړښت کې د ادیانو د رول په اهمیت باندي ټینګار کړی دی نو له همدی لپاره پدغه وثیقه کې په لاندي ټکو باندي ټینګار شوی دی:

  • پدي باندي باید قناعت ولرو چې د ادیانو سمي لارښوني د سولي او د یو د بل د پیژندني او د انساني ورورولۍ او د ګډ ژوند د ارزښتونو ساتنه کوي او همدارنګه د حکمت عدالت او د نیکۍ رامنځته کوونکي  دي او په ځوانانو کې د دیندارۍ رامنځته کوونکي دي او همدا دین دی چې نوي نسلونه د مادیاتو د فکر د برلاسۍ څخه ساتي او همدارنګه د غلطو سیاستونو او هغو بی باکه کارونو څخه ساتی چې د قوت په قانون باندي ولاړ وی نه د قانون د قوت په زور.
  • آزادي د هر انسان حق دی چې په عقیده فکر او کړنو کې د هغي څخه تعبیر وکړي ډول ډول والی او په دین رنګ نژاد ژبه او په نورو برخو کې اختلاف او توپیر د الله جل جلاله د حکمت او د خوښي پر بنسټ رامنځته شوی دی چې الله ټول بشر په هغه باندي پیدا کړی دی او دا یي یو اساسی بنسټ ګرځولی دی چې لدی څخه د عقیدی د آزادۍ حقوق  یو له بل سره د اختلاف او د ډول ډول والی حقوق او همدارنګه د دي ښودنه کوي چې په خلکو باندي باید زور رانوستل شې چې یو دین قبو ل کړی او یاهم په معلوم کلتور باندي پرمخ ولاړ شي یا هم پداسي تمدني روش باندي پرمخ ولاړ شي چې د نورو لپاره پکي ځای نه وي.
  • هغه عدالت چې په رحمت باندي ولاړ وي یواځینی لاره ددي ده چې یو ښه ژوند ته زمینه برابره کړي ترڅو هر انسان وکولای شی چې د هغی په سیوری کې ژوند ترسره کړي.
  • یو له بل سره خبري اتري تفاهم او د زغم د کلتور خپرول او د بل قبلول او خلکو ترمنځ ګډ ژوند کول ددي لامل کیدلای شی چې بیلابیل ټولنيز سیاسی اقتصادي او د چاپیریال په برخه کې ستونزی حل کړي چې په لوړه پیمانه کې بشریت د هغه سره لاس او ګریوان دی، د مومنانو ترمنځ د خبرو اترو او د ډیالوګ مقصد دا دی چې دوی په روحی انساني او ګډو ټولنيزو ارزښتونو کې یو له بل سره لوی ډګر لري چې کولای شی ددي پانګونه وکړي او پدي ترڅ کې اخلاق او لوړ فضیلتونه ښکاره کړي چې ټولو ادیانو د هغي غوښتنه کړي ده او هغه جګړي او ستونزی له منځه یوسي چې رامنځته شوي دي.
  • د عبادت ځایونو ساتنه چې پدي کې معبدونه کلیساوي او جوماتونه راخي واجب او لازمي دي چې ټولو ادیانو او انساني ارزښتونو او نړیوالو میثاقونو او دودونو پدي باندي ټینګار کړی دی او هره هڅه چې د عبادت د ځای د ویجاړی او یا هم په هغي باندي د برید چاودنی او یا د لمنځه وړل ترسره شی دا پخپله د ادیانو د لارښونو څخه په ښکاره سرغړونه ده او همدارنګه د نړیوالو  قوانینو څخه هم ښکاره سرغړونه ده.
  • هغه ترهګري چې د خلکو امنیت یي ننګولی دی برابره خبره ده چې په ختیځ کې وي او که په لویدیځ کې په شمال کې وي او که په جنوب کې او خلکو ته یي ویره او همدارنګه رعب يي رامنځته کړی دی او هغوی یي بد لوري ته برابر کړي دي دا د دین څخه ندی رامنځته شوی اګر که ترهګر د دین په نامه کارونه سرته رسوي او د دین بیرغونه پورته کوي بلکی دا دهغو غلطو مفهومونو نتیجه ده چې د ادیانو د نصوصو څخه اخیستل کیږي همدارنګه د لوږی بی وزلۍ ظلم او د تکبر د سیاستونو نتیجه ده چې دا رامنځته شوی ده، نو له همدی لپاره لازمه ده چې د ترهګریزو غورځنګونو ملاتړ هغه که په وسلو سره وی که په پیسو سره وي او که په پلان او یاهم د رسنیو له لاري وي مخه یي ونیولای شي او دا نړیوال جرمونه وګڼل شی چې د نړۍ امنیت او سوله ننګوي او ترهګري په ټولو اشکالو سره باید وغندلی شي، د هیوادوالۍ مفهوم باید په واجباتو او حقوقو کې په برابروالی باندي ولاړ وي چې د هغه تر سیوري لاندي ټول وکولای شي چې په عدالت کې ژوند وکړي نو د همدی لپاره لازمه ده چې زمونږ په ټولنو کې د هیوادوالۍ د مفهوم د ټینګښت لپاره کار وکړي شی ترڅو په بشپړه توګه سره قایم شی او د لږکیو د اصطلاح کاروني څخه باید ډډه وشي ځکه چې ددي په ترڅ کې د جلاوالی او د ټیټوالي احساس رامنځته کیږي او د فتنو او د بی اتفاقۍ لامل کیدلای شی چې په ترڅ کي ځینی هیوادوال د دینی او مدنی حقوقو څخه محرومیږی او دا پخپله ددي لامل ګرځي چې د هغوی په ضد باندي د نژاد پرستۍ کارونه ترسره شی.
  • د ختيځ او لویدیځ ترمنځ اړیکه لازمه ده چې پياوړی ووسي ځکه دا دواړو لپاره اړینه ده او ددی امکان نشته چې دا رامنځته نشي ځکه چې پدي سره دواړه کولای شي چې  یو د بل د تمدنونو څخه ګټه پورته کړي او د خبرو اترو د کلتور له لاري یو له بل څخه ګټه وکړي لویدیځ کولای شی چې د ختیځ په تمدن کې هغه څه ترلاسه کړي چې د خپلو ځینو ناروغیو چې دینی ناروغۍ دي درملنه پری وکړي چې د مادیاتو او د ظلم څخه رامنځته شوي دي او ختیځ کولای شي چې د لویدیځ په تمدن کې بیلابیل شیان وګوري او ترلاسه کړي ترڅو دوی د کمزورۍ د بی اتفاقۍ علمی ټکنالوجۍ او کلتوری شاته پاتی والي څخه ځان وژغوري او پرمختګ پکې وکړي او دا مهمه ده چې پدي باندي باید ټینګار وکړو چې د خلکو ترمنځ په دینی کلتوری او تاریخی اختلافاتو کې نظر وکړای شي چې دا پخپله په ختیځ کې د انسان د شخصیت په جوړونه کې یو بنسټیز عنصر ګڼل کیږي ترڅو خپل تمدن پری رامنځته کړی، او همدارنګه پدی باندي ټینګار کوو چې د ګډو انساني حقونو د ټینګښت لپاره کار وکړای شی ترڅو په ختیځ او لویدیځ کې د ټولو ولسونو لپاره یو ښه ژوند برابر شی او په یوه تله باندي د دوه ډول تللو څخه خوندي شي.
  •  په تعلیم کار او سیاسی حقوقو کې د ښځو په حق باندي اعتراف باید وکړای شي چې دا یو ډیر ضروری کار دی او همدارنګه لازمه ده چې پدي باندي کار وکړای شي چې د تاریخي او ټولنيزو فشارونو څخه آزاد کړای شي چې د عقیدي او د کرامت د بنسټونو سره په ټکر کې ده او همدارنګه هغوی باید د جنسی ځوروني او تیری څخه وژغورل شی او ددي څخه خوندي کړی شی چې دا یو د توکی په څیر استعمال نکړي نو له همدی لپاره لازمه ده چې ټول غیر انساني کړنی او هغه دودونه چې د ښځي د عزت او کرامت لپاره سپکاوی وي له منځه یوړل شي او په هغه قوانینو کې تعدیلات راوړل شی چې په هغو کې ښځو ته بشپړ حقوق ندي ورکړل شوی.
  • د ماشومانو بنسټیز حقونه چې په کورنۍ کې د هغوی لویول هغوی ته غذا تعلیم او پاملرنه کول په هره ټولنه او کورنۍ باندي لازم دي او لازمه ده چې هغوی ته دا زمینه برابر کړای شی او د هغوی څخه دفاع وکړای شی او هیڅ یو ماشوم په هیڅ ځای کې ددي څخه محروم نکړای شی او ټول هغه  کړنی باید وغندلی شی چې د هغوی کرامت او یاهم د هغوی حقونو ته نظر نکوي نو له همدی لپاره لازمه ده چې ټول هغه خطرونه له منځه یوړل شې په ځانګړی توګه په هغه چاپیریال کې چې ټکنالوجی پکې زیاته ده او د ماشومانو په ماشوموالیتوب باندي سوداګری جرم وګڼلی شی او د هغه څخه سرغړونه چې په هر ډول وی له منځه یوړل شی.
  • د سپین ږیرو او د کمزورو او د اړتیاو لرونکو حقونه باید خوندی کړی شی او دا یوه دینی فریضه او همدارنګه د ټولني د ساتنی لپاره لازمی ده نو لازمه ده چې دا رامنځته کړی شی او د هغي ساتنه په داسي قطعی قوانینو او نړیوالو میثاقونو باندي وکړای شی چې څوک سرغړونه تري ونکړي.

نو پدي لاره کې د کاتولیک د کلیسا او د ازهر شریف ترمنځ د ګډي همکارۍ په ترڅ کې مونږ عهد او اعلان کوو چې دغه وثیقه به د نړیوالو پریکړو جوړونکو ته او همدارنګه اغیز لرونکی مشرانو او په نړۍ کې دینی علماؤ ته او همدارنګه سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو او مدنی ټولنو استازو او دینی فکر او د رایي مشرانو ته رسوو او مونږ به هڅه کوو ترڅو هغه بنسټونه او مبادی چې پدي کې راغلي دي په سیمه اییزه او نړیواله کچه باندي خپاره کړو او مونږ له ټولو اړخونو څخه غوښتنه کوو چې پخپلو سیاستونو پریکړو او قوانینو کې دا عملي کړي او همدارنګه پخپلو تعلیمی نصابونو او د رسنیو له لاری دا خپاره کړي، همدارنګه مونږ ددي غوښتنه کوو چې دغه وثیقه په ټولو مکتبونو پوهنتونونو او تعلیمي او روزنی انستیتونو کې د فکر او د څیړنی ځای وګرځی ترڅو د داسي یو نوی نسل په رامنځته کیدو کې مرسته وکړي چې خیر ښیګڼه او سوله له ځانه سره ولري او همدارنګه دهغه چا د حقونو څخه دفاع وکړي چې په هغوی باندي ظلم شوی اوناورین يي رامنځته کړی.

په پای کې مونږ پدي ټینګار کوو چې دغه وثیقه د روغي جوړي او په ادیانو باندي د ایمان لرونکواو باور لرونکو ترمنځ یوه بلنه ده بلکه د مومنانو او د هغه چا ترمنځ چې ایمان نلري هم یوه بلنه ده او د هر هغه چا لپاره چې نیکه اراده ولري د هغه لپاره د جوړجاړۍ بلنه ده ترڅو زمونږ دغه وثیقه دهر ویښ ضمیر لپاره یو غږ شی چې تاوتریخوالی او تندروی له منځه یوسي او همدارنګه د هر هغه چا لپاره چې د زغم او د ورورلۍ بنسټونو خوښونکی وي د هغه لپاره غږ شی ترڅو هغه پری خپل غږ پورته کړي چې ددي غوښتنه ټولو ادیانو کړی ده او پدي هڅونه کوي همدارنګه زمونږ وثیقه د هغه چا لپاره ګواهی شی چې په الله جل جلاله باندي ایمان او باور لري ترڅو جلا شوی زړونه سره یو کړي او انسانيت پري پورته ولاړ شي همدارنګه د ختیځ لویدیځ د شمال او د جنوب ترمنځ د غاړی ویستلو یوه نښه شي او د هر هغه چا ترمنځ جوړجاړۍ لامل شي چې پدي باندي باور لري چې الله مونږ پیدا کړي یو چې یو بل وپیژنو یو له بل سره مرسته وکړو او یو له بل سره د ورونو په څیر ګډ ژوند وکړو.

ددی هیله او امید لرو او ددي ثابتولو لپاره هڅه کوو ترڅو دا ددي لامل شې چې نړیواله سوله رامنځته شي چې ټول پکې ښه ژوند ترسره کړي.

احمد الطیب                                        پاپ فرانسیس

د ازهر شیخ                                  د کاتولیک کلیسا مشر

Previous Article د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د انساني ورورولۍ په نړیواله ناسته کې د ازهر د شیخ لوی امام او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا مشر استاذ دکتور احمد الطیب وینا
Next Article مشروعات تمت
Print
11035 Rate this article:
1.7

Please login or register to post comments.