پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

تجريبي
Anonym
/ Categories: Main_Category

تجريبي

د مکی مکرمی خوا ته د حوثي ملیشو لخوا دیوه توغندي توغولو په هکله 

لوی امام وایې چي دا یو احمقانه جرم دی.. او د طائفی اجنډي خاوندانو لخوا روسوا ګواښ دی چي چټک او پریکندی دریز غواړي.

د ازهر شریف شیخ لوی امام استاذ او دکتور احمد الطیب څرګنده کړه چي د حوثي ملیشو لخوا د مکی مکرمی خواته دیوه توغندي توغول احمقانه جرم دی، چي د ځمکي په بیلا بیلو برخوکی څه دپاسه یونیم ملیارد مسلمانانو احساسات پاروي، لوي امام وویل: څه چي پیښ شول روسوا او مجرمانه پیښه وه، او خطرناکه بي ساری پیښه وه، او دطائفي اجنډی خاوندانو لخوا هغه روسوا ګواښ دی چي په عربی نړی باندی د ولکي ټینګولو دپاره هلی ځلی کوي.

لوی امام په عربی او اسلامي نړۍ کښې له ټولو هغه سازمانونو څخه ووغوښتل چي ددی پیښه په هکله اندیښنه لري چي ددغه بي ساری تیري په مقابل کښې چي له ټولو دینې، اخلاقي او انساني پولو څخه تیرۍ ګڼل کیږي، باید بیړنۍ پریکړه او چټک غبرګون وښایې.

د ازهر شیخ په دی خبرداري سره خپله وینا ختمه کړه چي: په نړۍ کښې ټولو واکمنانو او اړوندو سازمانونو ته دا ور په یادوم چي مقدساتو ته زیان رسول او دهغوی په حرمت باندی تیرۍ هغه نړیواله سوله تهدیده وی چي مونږ ټول یې غواړو او دهغي د راوستلو او د خلکوترمنځ د هغه سولي ټینګولو دپاره شپه او روځ کار کوو.

Print
4915 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.