پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

تجريبي
Anonym
/ Categories: Main_Category

تجريبي

لوي امام په ابوظبۍ کښې د شرق اوغرب د حکماؤ ترمنځ د خبرو اترو څلورم پړاو د پیل وینا کښې وویل:

ـــ عربی امارات د ډېر ښه مشرتابه د واک لاندی د نورو لپاره د روڼتيا او د متوازن پرمختګ په برخه کښې نمونه ګرځیدلی

ـــ زمونږ د ننۍ غونډي څخه ډېره تمه کیږي، ترڅو داسی نړۍ ولرو چې په بشپړ تفاهم سره د خلکو هغه ستونځې حل کړو چې د فقر، وینو بوهیدل او د جنګونو ستونځه پای ته ورسیږي

ـــ د بشریت ډيری ستونځي د هغه مادی فکر او الحادی فلسفو او یا د هغه زورواکو سیاستونو له امله ده چې الهي ادیانو ته یې شا اړولي

ـــ په ننۍ نړۍ کښې اوسنۍ علمي پرمختګ بدبختانه د اخلاقو او ارزښتونو سره متوازن ندی راغلۍ

ـــ که چیرته د دین علماء کرام سوله غواړي او د خلکو د آرمانونو پوره کیدل او متحده نړۍ غواړي، لومړۍ باید د دوي ترمنځ سوله او تفاهم رامنځ ته شي

ـــ ازهر شریف د دین د علماء کرامو ترمنځ د سولي راوستلو لپاره لومړي ګامونه پورته کړي چې د کانتربیری کنیسه څخه لیدنه د پاپ فرانسیس او د کنیساؤ نړیوالی شوره سره یې لیدلي

ـــ په ابوظبۍ کښې زمونږ غونډه د ورورولۍ او مینې غونډه ده ترڅو انسانیت د ګمراهۍ څخه وژغورو او په داسی لار یې برابر کړو چې په دنیا او آخرت کښې نیکبخته شي

هغه اسلام چې زه پری ایمان لرم د هری هغه هڅي هرکلۍ کوي چې انسان ته نیکمرغي یا په حیوان رحم او یا د نباتاتو او جماداتو ساتنه کوي

په ابوظبي کي د ختیځو او لویدیځو حکماؤ ترمنځ د خبرو اترو د څلورم پړاو په پرانست غونډه کي دالازهر شریف د شیخ او لوی امام استاذ دکتور احمد الطیب دوینا بشپړمتن

بسم الله الرحمن الرحيم

ډیر قدرمند د اسقفانو مشر جستون ویلبي .

د ختیځو او لویدیځو ښاغلو حکماؤ.

او ډیرو درنو حاضرینو :

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته... وبعد،

ښائي زمونږ د نن ورځي غونډه په ختیځه عربي نړۍ کي دا ډول لومړنۍ غونډه وي چي ترسره کیږي ، په ځانګړي توګه د عربي اماراتو په هیواد کي ، هغه هیواد چي د ښې مشرۍ په برکت، او دچارو د پرمخ وړونکو په حکمت سره او د متوازن پرمختګ په برخه کښې نمونه ګرځیدلی، او په دقت سره په معلوم پرمختګ کي ئي مشري ترلاسه کړي ده، همدارنګه د پخوانۍ او د نویو، د اصل او د اوسنیو، د تراث او د نوښت ترمنځ ئي په ډیر دقت سره جمع والی او انسجام رامنځته کړی، او ښائي سیال به ئي هم د نورو هیوادونو په نمونو کي کم وي چي هڅه کوي ددوی په څیر د پرمختګ او ترقۍ لاره ونیسي.

  زه فکر نه کوم چي زمونږ دعربي نړۍ په اوسني تاریخ کي د مسلمانانو دحکماؤ او د انجیلي کلیسي مسییحیانو د حکماؤ ترمنځ داسي غونډه ترسره شوی وي لکه نن چي مونږ را ټول شوي یو چي معلومي موخي او اهداف لري، او دالله جل جلالهڅخه وروسته دوهم مونږ په دي غونډه باندي ډیره تکیه کوو چي د یوي معلومي او بشپړي نړۍ د جوړښت په لاره کي یو نوی ګام واخلي، ترڅو په ګډه سره ددي لپاره کار وشي چي د خلکو څخه ویره، درد، ویني، او جګړي لري کړای شي چي نن ورځ ورسره لاس او ګریوان دي.

ډیرو درنو حکماؤ فکر کوم تاسو به هم له ماسره په همدي فکر یاست هغه ټولي بدبختۍ چي نن ورځ ورسره بشریت لاس او ګریوان دی لامل ئي د مادي فکر، او دالحاد فلسفو، همدارنګه د ظالمو سیاستونو خپریدل دي چي په ترڅ کي ئي خلکو اسماني ادیانو ته شا کړي ده، چی دهغي لارښونوپوري ملنډي وهي، مګردوی له دین پرته بل څه د هغه پرځای راوستلی او برابرولی نشي نو له همدي لپاره د لويي ناکامۍ سره مخامخ کیږي، ځکه دین انسان ته خوښي وربخي، او په ژوند کي ورته د موخو لپاره هیلي پیدا کوي، او دهغه حقونو ضمانت ورته کوي چي په الهي ادیانو کي راغلي چي په سرکي هم : د عدالت او دبرابرۍ حق، او همدارنګه د آزادۍ حق او د اختلاف حق راځي.

ښاغلو او آغلو : زه په دي کي هیڅ شک نلرم چي نن ورځ بشریت پدي پوه شوی او په ډیر شوق سره غواړي چی د الهي ادیانو اساس ته وګرځي، همدارنګه دهغوی د انساني او اخلاقي لارښوونو تابعداري وکړي، دا وروسته لدي چي ډیر داسي تجربي سرته ورسیدلی چي نږدي وه هلاکت او بشپړه ویجاړتیا رامنځته شي، همدارنګه ددغه تجربو له امله د ولسونو تګلاري، حقونه، او برخي له منځه یوړل شی، او داټول ئي د زور ، او د پراختيا فلسفي، دبرلاسۍ شهوت، او دځان ځانۍ سیاست له لاري پخپل لاس کي ونیول.

په تیرو دؤو پیړیو کي خلکو دا فکر کولو چي علمي پرمختګ، همدارنګه ټکنالوژي او فلسفي ودي په ژوند کي د ادیانو رول پای ته رسولی، او هغه ېي د تاریخ موزیم ته لیږلی، او په دغه ټولو ډګرونو کي پرمختګ ددي وړ ګرځیدلی چي د انسان قیادت وکړي، او دهغه د تهذیب او د احساس د ترقۍ مسؤلیت په غاړه واخلي، همدارنګه د شر غوښتني له هغه څخه لري کړي، خو په حقیقت او واقعت کي دغه ټول نوي خوبونه غلط ثابت شول او پرله پسي دغه وهمونه له منځه ولاړل.

مونږ دهغوی په ډیرو کتابونو کي لوستي چي نولسمه پیړۍ که څه هم دعلمي څیړنواو دفلسفو د پرمختګ پیړۍ وه خو په دغه پیړۍ کي د اشغال پراختیا هم رامنځته شوي ده، او علم د اشغالګرو د ګټو او د سیاسي غوښتنو لپاره کارول شوی، تردي چي ددغه پیړۍ علماؤ او مفکرینو دا ګومان هم کړی چي د بشریت جنس یو انساني اصلیت ته نه ګرځي لکه څنګه چي سپیڅلي ادیان دا واېي، بلکه دا بیلابیلو اصلیتونو ته ګرځي اودغه اصلیت ئي په بیزوګانو او نورو حیواناتو کي لټولي، بیا په دغه ګومانونو باندي نوری نظرئي رامنځته کړي چي دخلکو ترمنځ توپیر وکړي، او دهغوی تقسیم بندي يې د رنګ او د نژاد په اساس ترسره کړی، او په دي ترڅ کي د آري د جنس نظریه را برسیره شوه چي په نورو ټولو اجناسو باندي پر غوراوي ئي ټینګار کولو، او ویل ئي چي یواځي دوی د ټولو علمي، کلتوري، او تمدني پرمختګونو خاوندان دي.

تاسو قدرمنو ددي نظریاتو له تاریخ څخه به څه زده کړۍ چي علم ته  به ئي نسبت ورکولو، او څه به ئي چي جوړ کړل هغه به ئي بیا د اشغال د سیاست د رامنځته کولو او په نورو باندي د برلاسۍ لپاره کارول، او هغه دیوال به ئي له منځ وړلو چي اسماني ادیانو د انسان د پیدایښت په مسئله کي پري اتفاق کړی دی چي دا مستقل پیداشوی، او هغه چي ددوی په سپیڅلي متنونو کي راغلي چي د پیدایښت د پیل مسئله هرڅومره که علم پرمختګ وکړي بیا هم یوه میتافیزیقي مسئله ده، چي علم، تجربه، ماشینونه، او لابراتوار ورته لاس رسئ نشي لرلی، او الله جل جلاله رښتیا ویلي چي فرمائي).

شلمه پیړۍ هم د پخوا په څیر په ښه حالت باندي نه وه، په دي کي دوه نړیوال جنګونه رامنځته شول چي د اویا میلیونو څخه زیات انسانان قربانیان شول، او دي دواړو جګړو سره دین نه اړیکه لرله او نه ئي لامل ؤ، بلکه په اروپا کي د نژاد پرستۍ او دعنصري برلاسي ئي مهم لاملونه ؤ، ددغه دوو جګړو وروسته سمدلاسه اټومي سلا را برسيره شوه چي دنړۍ لپاره ستره ویره وګرځیده چۍ سهار ماښام بشریت تهدیدوي.

بیا یو ویشتمه پیړۍ پداسي حال کي راغله چي د اشغال لپاره نوی سیاست رامنځته شو، چي ډیر تاوتریخوالی او سختي پکي لیدل کیږي، تاسوته چي په لویدیځ کي څه ؤ هغه در رسیدلي ؤ، خو مونږه عرب او مسلمانان دلته په ختیځ کي د هغي سره په واقعیت او په ژوندۍ بڼه شپي ورځي سبا کوو چي په هره ګړۍ کی د خاورو، وینو، اوښکو، او د ویجاړۍ سره مخامخ یو، او ددغه نوي اشغال دسیاستونو سپیناوی ځیني نظریات کوي لکه د تمدنونو د تضاد، دتاریخ د پای، د ګډوډۍ، همدارنګه دمرکزاو د اطرافو نظرېي.

او هغه څه چي زه غواړم دلته په لنډ ډول ووایم ترڅو خبري مي ډیري اوږدي نه شي هغه دادی چي له بده مرغه د بي ساری علمي پرمختګ سره یوځای په اخلاقو کي پرمختګ ندی رامنځته شوی، او د ټکنالوجۍ پرمختګ په ځانګړي توګه د ویجاړوونکو وسلو د جوړښت په برخه کي ټول ارزښتونه په نظر کي ندي نیول شي چي د انسان ټول ګامونه سم لوري ته برابروي، او دا مونږ لیدلي دي چي څومره علم پرمختګ کړی هماغومره جګړي ورسره اور آخیستی، تردي چي د علم پرمختګ او دجګړو رامنځته کیدل یوله بل سره تړل شوی چي یو له بل سره مرستي کوي اویو بل پیاوړی کوي، او دهمدغه پرمختګ او ودي په څیر په نورو ډګرونو کي هم همدا رامنځته شوي لکه د فلسفي، ادب، ټولنیز، او هنري علوم چي دي  ټولو د دین د فلسفي څخه لري پرمختګ کړی، او د اخلاقو قواعد پکي نه لیدل کیږي، د عقلي نظریو او میتافیزیق څخه لري دي،  او همدارنګه د انساني تراث دینی او فلسفي خزانو څخه په واټن کي واقع دي، نو دا ټول اوسني نظریات داسي راغلي چي له ګټي څخه يي تاوان زیات دی.

ګرانو وروڼو!

نن د پرون سره څومره ورته ورځ ده! زمونږ ننۍ کنفرانس د ادیانو هغه نړیوال کنفرانس ته ډېر ورته دی چې په 1936م کال کښې په لندن کښې جوړ شوی ؤ، په هغه وخت کښې د ازهر شیخ «شیخ محمد مصطفی المراغی» د یوه لیک په استولو سره پدی کنفرانس کښې برخه اخیستي وه، هغه کنفرانس د «بشري ورورولۍ او نړیوالی ملګرتیا» ترعنوان لاندی جوړ شوی ؤ، زه دی مشابهت ته هیران یم لومړۍ دا چې په هغه وخت کښې اروپا کښې پریشاني او کشمکش ؤ، همغه پریشانۍ او کشمکش سره نن نړۍ مخامخ ده، دویم: د هغه پیغام او ننیو پیغامونو د عنوانونو ترمنځ مشابهت چې د شیخ الازهر پیغام او لیک د بشري وروروالۍ او نړیوالۍ سولي غوښتنه کوله، چې همغه پیغام زمونږ د نن ورځی غوښتنه ده، هغه هم دا چې متحده او د بشپړ تفاهم نړۍ ولرو.. زما په ګمان د ازهر شریف هغه پیغام چې د لندن په کنفرانس کښې کومه غوښتنه لرله مونږ ته د روښنایې لار پرانیزي چې د ابوظبۍ کنفرانس به همدی پریکړي ته رسیږي.

دغه پیغام په هغه وخت کښې لیږل شوی ؤ چې په غرب کښې به چا چې د سهار د دین عالم ولید هغه به یې په بد پال نیولو، دی پیغام په هغه وخت کښې د اروپا په زړه کښې اعلان وکړ چې نړۍ د ورپیښ حالت څخه نه شی وتلی ترڅو متدینه او دین ته مخه نه کړي.. او د علم په زمانه کښې د تمدن له منځه تللو سبب دین نه دی، بلکه الحاد او مادی فلسفی د تمدن د منځه تلو سبب دي، چې پدی ډول نقدی نظر د وړاندی کولو جرئت د اصلاحي فکر خاوندانو نه شو کولای، ـ بلکه په هغه وخت کښې دا ډېره سخته خبره وه ـ چې د نقد کول، د علم د غوړېدا په زمانه کښې د ډېرو لوړو اخلاقو څخه ګڼل ګیږي، همدا ډول دا هم اسانه کار نه ؤ چې وضعي فلسفو باندی نیوکه وکړی، او پدی فتنه د عقلونو د اخته کیدلو په هکله خبردارۍ ورکړی، او هغه سیاسي او ټولنیز نظریات د خپلی ولکې لاندی راولی، بلکه آن دیني تفکیر هم د ولکې څخه وتلی ؤ، تر دی چې د مسیحي دین ځینې علماء او مسلمانان علماء کراهم دی ته اړ شول چې پدی لټه کښې شي چې د دیني مقدسو نصوصو او د فلاسفاؤ او علماؤ د نظریو ترمنځ توفيق أو تلفيق یا مصالحې او جوړونې وکړي، آن که دا نظریې یوازی احتمالي وي علمي قانون او ثبوت یا یقین ته هم لا نوي رسیدلي، تر دی چې د مصالحې او جوړونې په فلسفه کښې مقدس نصوص د واضح دلالت څخه واړول شول، او ډېر خلک پدی نظر شول چې دین نور پای ته ورسیدو او وروستۍ سلګۍ کوي..

په هغه زمانه کښې د ازهر شیخ ددی پیغام په اعلانولو کښې ورخطا نه شو بلکه وویې ویل چې ددی سقوط دواء یوازي په«تدین او دیني شعور» کښې ده، چې دین د انسان فطری غریزه ده او انسان د سولي، عدل او مساوات ته راوستلو کښې ژور رول لري، چې په انساني ټولنه کښې د الحاد د فساد مخنیوی کوي، شیخ دا توقع درلودله چې د ملحدینو او ددوي په شان نورو خلکو نیوکو سره به مخامخ کیږي چې: تاریخ د نا امیدیو او بشري نورینونو ډک دي، «چې دین د خلکو په شعور کښې د اورپکۍ، ورانولو او ډار اچول ترسره کوي» دا خواشینوونکی حقیقت – شیخ – په صحیح ډول ارزولو، ولي شیخ دا څرګنده کړه چې د موجوده ناحوالو سبب دین نه دی ځکه چې هیڅ الهي دین په طبیعی ډول ددی ناخوالو غوښتنه نه کوي، بلکه ددی ناحواولو ریښتینۍ سبب ددینې شعور استغلالول دی چې په غلط ډول ورڅخه کار اخیستل کیږي، ځکه د دی ډول ناحوالو رامنځ ته کیدل دین نه مني، بلکه په ډېر شدت ورڅخه انکار کوي.

  له دی ځایه څخه وروڼو او خویندو هغه خطرناک مسئولیت څرګندیږي چي له نورو نه مخکی زمونږ دینی علماوو او دینی کسانو په غاړه اچول شوی دی، تر څو ددغه کړکیچ حل ته ورسیږو چي نن ورځ نړۍ ورسره لاس او ګریوان ده، ددی کړکیچ حل لاره نړیواله ورورولی ده، چي دتیری پیړۍ په دیرشمو کلونو کښې د ازهر ارمان ؤ او لا تراوسه دا ارمان ور سره دی، چي هغه اول د دینی کسانو ترمنځ په ورورولۍ باندی پیل کیږی، لکه څرنګه چي لوی لاهوتی /هانزکینګ وایې چي بی له دینی سولي څخه نړۍ کښې سوله نشته، په دی اساس نن که د ادیانو علماء نړیوالی سولی ته ژمن وي او د خپل رول د اداء کولو نیت لری او دجګړی په ځای مفاهمه راولی او په داسی عالم کی دخلکو هیلی تر سره  کړی چي یو له بل سره تفاهم او تکامل ولری نو هغوی ته ښایې چي اول پخپل منځکې سوله او مفاهمه راولی، تر څو وکولی شی چي خلک هغه ته راوبولی او ازهر پدی چوکاټ کښې د خوځښت قصد کړی، کله چي یې په دغی اوږده لارکی لمړی عملی ګامونه ستاسی له درنی کلیسی کنترپری څخه په رسمی کتنه پیل کړل او مونږ محترم الآرش بيشوب د ستاسو ښې میلمه پالنۍ خوښ شو چې د لامبث په ماڼۍ کښې مو د ازهر دهیئت د 2015 کال د جون له 9 تر 12 نیټې پوری وکړه، بیا دازهر دویم ګام د 2016 م کال د می په 23 نیټه د وتیکان له مرکز او دپاپ فرانسیس کتنه راغله، بیا د ازهر دریم مسافرت د 2016م کال د سبټمبر میاشتې له 30 د اکتوبر تر دویمی نیټې پوری په جنیف کی د کلیسو د نړیوالی شورا څخه لیدنه وکړه، او زه دالله تعالی په اراده توقع لرم چي دا کتنی به دفقیرانو، بې وزلو او بې وسه خلکو او دعبثی جنګو او د دین او اخلاقو او دله ضمیر له جادی څخه دکږو پالیسیو په اورو باندی دسوو کسانو د دردو په کمولوکی ونډه واخلی.

او دا دی مونږ نن د ابوظبی په ښارکی د حکمت ورورولی او مینی په غونډه کی را غونډیږو او له الله تعالی څخه کمک غواړو او په خدای باندی په اتکاء کی او په دی کی دنبیانو او پیغمبرانو پیروی وکړو چي له بی لاریتوب څخه دانسانی ټولنی د ژغورولو او په دنیا او اخرت کی دنیکمرغۍ په لار دهغی دښودلو دپاره یې دومره تحمل کړی چي جګ غرونه دهغه تحمل نه کوی.

ګرانو میلمنو: که چیری زه زمونږ له دغی غونډی څخه هیله لرم نو هغه دا ارزو ده چي مونږ تیر وخت او د تیرو وختونو کینی او بدبینی هیری کړو چي د تیر وخت څخه سرچینه اخلي او مونږ مخامخ مخی ته وګورو او په دی یقین ولرو چي مونږ دالله تعالی په مخکی له تیرو شیانو څخه مسئول نه یو بلکه په پوره تاکید سره په الله تعالی مونږ له دغی زمانی څخه چي په هغه کی اوسو او دهغی په برابرکی زمونږ له وجیبو او زمونږ له هغو امانتو څخه پوښتنه وکړی چي د خدای د مخلوقاتو او دهغه دعیال او او اړوکسانو په برابرکی زمونږ په غاړو ایښودل شوی دی، او زه پوره یقین لرم چي مونږ هر یو په خپلو زړوکی کلک عزم او ثابت یقینی او په دی کی نا محدودی هیلی لرو چي زمونږ ګډ زیارونه د خدای په اراده په نژدی راتلونکی ثمره او نتیجه ورکړي.

او زه خپله وینا په دی باندی ختموم چي هغه اسلام چي زه ددین په ډول په هغه باندی ایمان لرم هر هغه زیار ته پراخ هرکلی وایې چي دانسان دنیکمرغۍ او یا په حیوان باندی درحمت او دنباتاتو او جمادو ساتنی دپاره ایستل کیږی.

ستاسی له خوا دښو اوریدو مننه کوم

    والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

Print
5053 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.