پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د سولي لپاره د بورما د ځوانانو د خبرو اترو د لومړني پړاو په پرانست غونډه کي د ازهر دلوی امام اوشیخ وینا
Anonym
/ Categories: Main_Category

د سولي لپاره د بورما د ځوانانو د خبرو اترو د لومړني پړاو په پرانست غونډه کي د ازهر دلوی امام اوشیخ وینا

د سولي لپاره د بورما د ځوانانو د خبرو اترو د لومړني پړاو په پرانست غونډه کي د ازهر دلوی امام اوشیخ وینا:

د «راخین» کړکیچ د میانمار لپاره یو جدي ګواښ او خطر دی

د خلکو لپاره د دین او د نژاد تر نامه لاندي د جګړي او د وژني څخه زیات زیان رسوونکی فتنه بله نشته

د الله جل جلاله اراده همدا ده چي خلک يي  پخپلو رنګونو ادیانو ژبو او نژادونو کي یو له بل سره توپیر لرونکي اوډول ډول پیدا کړي

د بدمرغه او ځوریدلي لږکیو مفهوم پایله همیشه د وینو بهیدنه او د بي ګناه خلکو بي ځایه کول دي

د میانمار د هیوادوالو ترمنځ دتوپیر چاري نور هم سختوي  چي د ودي او پرمختګ ټولو هیلو ته خنډ جوړیږي

په میانمار کي د کرکي او د کیني د ریښي د له منځه وړلو لپاره د یو ولس د بچیانو ترمنځ بغیر له دي چي د هغوی دین او نژاد ته ولیدل شي د هیوادوالۍ د بنسټ د پلي کولو پرته بله لارنشته

هیله لرو چي میانمار به د مصري کورنۍ ماڼۍ له تجربي څخه ګټه پورته کړي چي په لنډه موده کي يي د بشپړي هیوادوالۍ او د ګډ ژوند کولو مفهوم یي پیاوړی کړی.

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د میانمار په هکله غونډي ته وینا

درنو ګډونوالو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

خپلي خبري د نوي کال د رارسیدو په مناسبت په مبارکۍ پیلوم او د الله تعالی څخه غواړم چي دغه کال د ټولي نړۍ لپاره د سولي امن او د خوښۍ څخه ډک کال وګرځوي، همدارنګه داسي کال وګرځوي چي د وینو بهیدل ودریږی او د هغو جګړو لمبي مړي شي چي د یو هیواد دین او د انسانیت د ورونو ترمنځ بلیږي.

د مسلمانانو د حکماؤ شورا ویاړي چي د میانمار هیواد څخه يي یو شمیر غوره ځوانان او پیغلي رابللي چي د بیلابیلو ادیانو او نژادونو پوري اړه لري ترڅو ستاسو په دوهم کور مصر کي په خوښۍ سره تاسوته ښه راغلاست ووایي، په هغه ښکلي هیواد کي چي بیلابیل ادیان پکي دي او د دوی لويي په یو هیواد کي د هیوادوالۍ په ژوند کي ګډ شوی، او د فولادو د تږي په څیر يي شکل غوره کړی، چي پکي د مجرمانو او ورانکارو خلکو هیلي او آرزوګاني ماتي شوي چي خلکو ته یي د شر ویجاړي اود ورانۍ رسول غوښتل.

د میانمار د ولس بچیانو او وروڼو تاسو له دي څخه زیات وضاحت ته اړتیا نلرۍ چي درته وویل شي چي د «راخین» په ولایت کی د رامنځته شوي کړکیچ له امله ستاسو ټول هیواد ته ډیر جدي خطر او ګواښ مخامخ دی، دا داسي کړکیچ دی چي هیڅ ډول دیني انساني او تمدني سببونه نلري، همدارنګه د میانمار د ولس لپاره دا یو نا آشنا کړکیچ دی ځکه دوی د پخوا زماني څخه را پدیخوا د دین حکمت او دسولي د تاریخ په اوږدو کي ډیري ژوري ریښي لري او په د غه ډګر کي خلکو له دوی څخه ډیر څه زده کړي، همدارنګه د دوی تمدن او ادیان د ټول انسانیت لپاره یو څراغ ؤ.

زه په خلکو کي کله د دین او کله د نژاد په نامه جګړي او د وژني څخه چي د دوی د ویني تویونکی اود بدنونو هلاکوونکی وي ډیر زیان رسوونکی فتنه نه پیژنم ، پیغمبران رسولان حکماء او دیني علماء د وژني ظلم او د خلکو د خپلو کورونو څخه د ویستلو لپاره ندي رالیږلی.

او داسي به څنګه نه وي! ځکه په ټولو الهي ادیانو او د هغوی په سپیڅلو کتابونو او لارښونو کي دا ځای پرځای شوي چي د الله تعالی د لوړي او سپڅلي ارادي خوښه دا وه چي خلک په خپلو ادیانو رنګونو ژبو او نژادونو کي بیلابیل پیدا کړي، که چیرته الله تعالی غوښتلی چي ټول خلک په یو دین باندي پیدا کړي او یا داچي دوی په یو رنګ په یوي ژبي او په یو جنس وګرځوي نو دابه يي کړي ؤ خو داسي ندي شوي، او ټولو ادیانو د پیدایښت او د جوړښت په فلسفه کي په دغه بنسټیز حقیقت باندي ټینګارکړی لکه چي الله تعالی فرمايي: ﴿وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ﴾ [الروم:22] ژباړه "د الله پاک له نښو څخه د آسمانونو او د ځمکي پیدایښت او ستاسو دژبو او رنګونو توپیروالی دی، په باوري توګه په دي کي د پوهانو لپاره ډیري لويي نښي دي".

د دیني ورورولۍ په څیر يي مونږ ته د انسانیت ورورولي هم راښودلي ده، او د خلکو په وړاندي مومن یا په دین کي د هغوی ورور دی او یاهم په انسانیت کي يي سیال دی، او پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هرلمانځه وروسته د خپل رب په وړاندي دا دعا ویله: «أنَا شَهِيدٌ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُكَ وَرَسُولُكَ، رَبَّنَا وَرَبَّ كُلِّ شَيْءٍ أَنَا شَهِيدٌ أَنَّ الْعِبَادَ كُلَّهُمْ إِخْوَةٌ» ژباړه (زه ګواهي ورکوم چي یقینا محمد صلی الله علیه وسلم ستا بنده او رسول دی ای زمونږربه ای دهرڅه ربه زه ګواهي ورکوم چي ټول خلک پخپلو کي سره وروڼه دي).  

له دغه ګواهۍ څخه بل لوی دلیل نشته چي دا پخپله د همیش لپاره د خلکو ترمنځ د انساني ورورولۍ دروازه پرانیزي بغیر له دي چي د هغوی جنس رنګ نژاد او دین ته وکتل شي، مونږته ادیانو دا راښودلي چي الله تعالی لکه څنګه چي مومن پیدا کړی همداسي يي کافر هم پیدا کړی، مونږ مسلمانان په قرآن کریم کي د الله تعالی دغه وینا لولو چي فرمايي: ﴿هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ فَمِنكُمْ كَافِرٌ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ﴾ {التغابن: 2} ژباړه  "الله تعالی هغه ذات دی چي تاسي يي پیداکړي یاست په تاسو کي ځیني کافران دي او ځیني مومنان او الله تعالی د هغه څه چي تاسو يي کوۍ لیدونکی دی".

د قرآن کریم او دتفسیر علماء وايي په دغه آیات کي په مومن باندي دکافر مخکي والی ددي ښودنه کوي چي په خلکو کي کفر غالبه او زیات دی، لازمه ده چي مونږ پوه شو چي الهي حکمت له دي څخه ډیر لوړ او پورته دی چي الله تعالی کافران پیدا کړي بیا مومنانوته د هغوی د وژني او دله منځه وړلو امر وکړي دا بي ګټي خبري دي چي د مخلوق او د خالق حکمت ته په سپکه نظر کتل دي ځکه ټول الله تعالی پیدا کړي او رامنځته کړي دي، په حدیث کي راغلي: «الْخَلْقُ كُلُّهُمْ عِيَالُ اللَّهِ، وَأَحَبُّ خَلْقِهِ إِلَيْهِ أَنْفَعُهُمْ لِعِيَالِهِ» ژباړه ((ټول خلک د الله په وړاندي پی وزله او فقیران دي، او په خلکو کي الله تعالی ته هغه څوک ډیر خوښ دی چي خپل عیال ته ګټه رسوونکی وي)).

د مومن او د کافر ترمنځ په حکمت سره دبلني ښه طریقي سره د وعظ او د ښه خبري کولو پرته بل څه نشته، بیا  ددي وروسته د هرچا کار پخپله غاړه دی چي څه کوي، د یمن خلکوته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لیک کي راغلي ؤ: «مَنْ كَرِهَ الإِسْلامَ مِنْ يَهُودِيٍّ أو نَصْرَانِيٍّ، فَإِنَّهُ لا يُحَوَّلُ عَنْ دِينِهِ» ژباړه ((که له یهودو او نصرانیانو څخه څوک په زوره سره اسلام ته اړ کړای شول نو هغوی له خپل دین څخه نه ګرځي))، همدارنګه په قرآن کریم کي راغلي: ((وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ))[الکهف:29] ژباړه " ورته ووايه اي پیغمبره! حق ستاسو د رب له لوري دی هرڅوک چي اراده د ایمان وکړي نو ایمان دي راوړي، او هرڅوک چي اراده د کفر وکړي نو کافر دي شي".

هرکله چي ټولو ادیانو دمومن او د غیر مومن ترمنځ په اړیکه کي د غه لوړ انساني ادب په پام کي نیولي نو آیا دا عقل مني چي د ادیانو دغه لارښووني هیر کړای شي او د ادیانو ترمنځ ورورولي له منځه یوړل شي چي له امله يي بشري حقوق او اخلاقي واجبات رامنځته کیږي!

 

د بورما د ټولو ادیانو او نژادونو پوري تړلو ځوانانو!

د بودائیزم هندوئیزم مسیحت او د اسلام حکمت چي ستاسو په خاوره کي شتون لري دا ټول تاسوته سهار ماښام غږ کوي چي وژنه، غلا، او دروغ بند کړۍ خپل ابرو وساتۍ اونشه لرونکي شیان مه څکۍ، مونږ د ازهر شریف په اصول دین فاکولته کي د ختيځ د حکماؤ په درس کي دا زده کړي چي بودائیزم په لومړۍ مقام کي انساني او اخلاقي ارزښتونه دي، او بوذا چي یولوی قوی حکیم ؤ دبشریت په تاریخ کي یو له سترو شخصیتونو څخه شمیرل کیږي، او د هغه لوی صفتونه دا ؤ چي له آرامۍ، عقل، زیاتي میني او مهربانۍ څخه به يي کار آخستلو په نړۍ کي د ادیانو لوی تاریخ پوهانو د هغه لارښونو ته د بي پایه رحمت لارښونو صفت ورکړی دی، او د دغه لارښونو سختن ډیر عاجز سوله خوښونکی او د لويۍ او دتکبر څخه لری ؤ او ډیر نرمښت يي لرلو چي خلکوته ډیر نږدی ؤ، او د هغه وصیتونه په دي راڅرخي چي له نورو سره مینه او ښیګڼه وکړۍ.

ددغه خبرو د بیانولو څخه مي موخه داده چي د حکماؤ شورا تاسو ځوانانو او پیغلو څخه دا هیلي او آرزوګاني لري چي د سولي د وني په کرلو پیل وکړۍ ترڅو د «راخین» او د بورما ټول اوسیدونکي د هغي له سیوري څخه ګټه پورته کړي، همدارنګه د هیوادوالۍ د کلتور په خپرولو پیل وکړۍ ترڅو د لږکیو مفهوم له منځه یوړل شي چي د دغه ناوړه مفهوم له کبله شړل او ګوښه کول رامنځته کیږي چي په پایله کي همیشه ویني توییږي او د بي ګناه خلکو بي ځایه کول راځي.

مونږ باید دا درک کړو چي دغه بد انځور چي د رسنیو له لاري مونږ ته را رسیږي چي هغه د وژني  ظلم او د خلکو پسي د اخستني انځور دی د بورما د ولس په څیر د یو ژور تاریخ او تمدن لرونکي ولس سره نه ښائي، د هیوادوالو ترمنځ دغه ډول توپیر چاري نور هم سختوي  چي په دغه هیواد کي  د ودي او پرمختګ ټولو هیلو ته خنډ جوړیږي، هغه چي زه يي هیله لرم او له ماسره د حکماؤ شورا او د مصر څخه دغه غوره علماء پوهان او د رسنیو کارکوونکي دا هیله لري چي دغه بد انځور د همیش لپاره بند شي چي له امله يي په ختیځ او لویدیځ کي د بشریت احساسات را پاروي او ورته زیان رسوي، مونږ دلته د حکماؤ په شورا او په ازهر شریف کي د میانمار له ولس څخه غوښتنه کوو چي د کرکي او د کیني ریښي وباسي او مونږ په دي ټینګار کوو چي ددغه  کرکي او د کیني د ریښي د له منځه وړلو لپاره د یو ولس د بچیانو ترمنځ بغیر له دي چي د هغوی دین او نژاد ته کتنه وشي د هیوادوالۍ د بنسټ د پلي کولو پرته بله لارنشته، د مسلمانانو د حکماؤ شورا همیشه چمتو دی چي ددغه بنسټونو د ټینکولو لپاره هرډول مرستي وکړي، هیله لرو چي تاسو هم  د مصري کورنۍ ماڼۍ له تجربي څخه ګټه پورته کړۍ چي د مصري ولس مسلمانان او مسیحیان يي یو کړي دي او په لنډه موده کي يي د بشپړي هیوادوالۍ او د ګډ ژوند کولو مفهوم یي پیاوړی کړی.

درنو ځوانانو! له تاسو دي پټه نه وي چي مونږ د حکماؤ په شورا کي د اوږدي مودي راهیسي په میانمارکي د سولي د مسئلي په اړه مصروف ؤ چي د ژور فکر او ګټوري څیړني وروسته مو وپتیله چي د دغه مسئلی په اړوند دتفاهم او د خبرو اترو لپاره ښه لاره داده چي  د بورما د هیواد د ځوانو عقلونو څخه ګټه پورته کړو، ځکه دوی د دي توان لري چي دغه کړکیچ ته د پای ټکی کیږدی ځکه که چیرته همداسي پاتي شي نو وچ او لامده ټول به له ځانه سره وسوځوي، او همدغه ځوانان دي چي پراخه فکر پاک نیت ویښ ضمیر لري او دسولي لپاره هم ډیره لیوالتیا لري.

په پای کي هیله لرم چي زمونږ دغه ناسته که د الله تعالی خوښه وي  د راتلونکو ناستو لپاره یو ګام شي ترڅو په میانمار کي همیشه سوله او عدالت رامنځته شي، مونږ ټول او د حکماؤ عالی شورا به ستاسو خبري واوري او ستاسو له دردونو او هیلو څخه به ځان خبرکړي ترڅو څه چي ممکن وي مونږ به ستاسو د دردونو په کمولو او هیلوته د رسیدو په برخه کي زیار وباسو.

له تاسو ټولو څخه مننه کوم همدارنګه له هرهغه چا څخه مننه کوم چي ستاسو د مسئلي د ملاتړ په خاطر يي دلته ګډون کړی.

 والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

Print
4591 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.