پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

Anonym

«د غربي فکر په أینه کښې د اسلام پیغمبر» (کتاب)

«د غربي فکر په أینه کښې د اسلام پیغمبر» (کتاب)

الله تعالی خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په هدایت او حق دین سره ټول بشریت، عربو او عجمو، لوستو او نا لستو، ټولو ته استولی، او هغه څه چې پری رانازل شوی د حق او باطل ترمنځ د توپیر لپاره دی ترڅو خلک هغه نیکې لاری ته راوبولي چې جنت ته پری داخل شي، چې مسلمانان او غیر مسلمانان ټول ددی شاهدی ورکوي.

پدی پاڼو کښې چې «د غربي فکر په أینه کښې د اسلام پیغمبر» تر عنوان لاندی راځې، د لیکوال استاذ او دکتور/ عز الدین فراج لیکنه ده چې د غربي نړۍ د ځینې فیلسوفانو، دینې علماؤ او د سیاست پوهانو نظرونه او اقرارونه دی چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د اسلام په هکله یې کړی دی، چې په اسلام باندی د غربي رسنیو د دروغو په خلاف یې هغه څه راټول کړي چې د اسلام او اسلامی مقدساتو د سپکاوی جواب او تورونه ردوي، او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه کړنو یادونه کوي چې د ټول بشریت د ژغورني لپاره یې د ټولې نړۍ ستونځو ته حل لاری وړاندی کړي.

ددی ګواهیو او اقرارونو په لړ کښې انکریز لیکوال "پوسورټ سمیت" وایې چې محمد صلی الله علیه وسلم په کامله توګه کامیاب و، چې په تاریخ کښې ساری نه لری" درې ډوله مشری کولې د ملت مشري، د دین مشري، او سلطانت یا واک یې هم په لاس کښې و... دا پداسی حال کښې چې محمد نالوستی یعنې لیک او لوست یې نه شو کولای، د دی سره یې هغه کتاب راوړی چې بلاغت، تشریع او عبادت یې پکې راټول کړي او د نړۍ شپږمه برخه خلک پری ایمان لري.

همدا رنګه انګریز لیکوال "توماس کارلیل" په خپل کتاب (الابطال) یا (اتلان کښې لیکې هغه رسالت چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته بلنه کوله څورلس پیړۍ وځلیدو چې په میلیونونو پیرویان لري، آیا دا عقل مني چې پدی رسالت په میلیونونو خلک ایمان ولري او په همدی ایمان مړه شي او دا راسالت دی دروغ وي؟ او د اسلام دین هغه مستقیم ین دی چې د نړۍ شپږمه برخه خلک پری ایمان لري... او فکر نه کوم چې د مسلمانانو په شان دی بل ملت دینداره وي...".

همدا ډول د « کونټ هنری ډی کاسټری» نظر یې راخیستی چې هغه پدی اقرار کوي چې اسلام په عقل، منطق او حکمت خپور شوی، داسی یوه پیښه هم نده شوی چې ورڅخه څرګنده شی چې ګنې اسلام دی په زور خپور شوی وی، مسلمانانو د هیڅ قوم سره د دین په منلو جنګ ندی کړی.

ولی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دوښمانانو سره د چلند په هکله "سیر ولیم میور" داسی وایې: ... محمد صلی الله علیه وسلم په مطلق ډول عادل و، د خپل دښمن سره یې هم تیری ندی کړی پدی شرط چې سرکشي یې نه کوله... خپلو دښمانانو سره یې ډېر په کرامت او سخاوت سره چلند کولو.

د بندیانو سره د چلند په هکله مسټر"لین پول" په خپل پیغام کښې وایې: ... محمد صلی الله علیه وسلم د ټولې نړۍ او په خاصه توګه د دښمانانو له خوا ستایل شوی، د ښو اخلاقو په درلودلو سره د خلکو لپاره نمونه و، په لسګونو زره هغه بندیان یې خوشي کړی چې د محمد صلی الله علیه وسلم او د ده د اصحابو کرامو د وژنی او وینې تویولو او ددوي د منځ وړلو پسی ګرځیدل... " .

د فرانسې لوي شاعر "لامرټین" وایې: «محمد صلی الله علیه وسلم په ریښتینې توګه فیلسوف، قانون جوړوونکی، مشر او د فکر ګټونکې داسی عقیده یې خپره کړه چې د عقل سره موافقه ده، او په ځمکه یې شل هېوادونه جوړ کړي،... کوم قسیس ددی ټولو یادو معیارونو په نظر کښې نیولو سره چې د انسانیت د درنښت لپاره رامنځ ته شوی دده څخه لوی و؟.

امریکه یې "الکولوتی ر.ف. بودلي" وایې: محمد صلی الله علیه وسلم د نورو پخوانیو پیغمبرانو سره توپیر درلود، هغه یوازي په الهی مسائلو اکتفا نده کړی، بلکه دنیا او ستونزې هم ورته معلومی وی، په دینې چارو کښې د دنیاوي چارو غفلت ندی کړی، د خلکو د دین او دنیا ترمنځ یې توافق راوستلی و، چې پداسی کولو سره یې د پخوانیو اصلاح کوونکو د اخطاؤ څخه ډډه وکړه... ".

د هندوستان لوی مفکر "ګاندی" هم د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند په هکله څیړنه کړی، ګاندي وایې: محمد صلی الله علیه وسلم د دنیا په چارو کښې هغه لوی زاهد و چې په هغه وخت کښې کولای شول ډېر بډایه شي، که چیرته یې غوښتي وای.

ګاندی وایې: کله می چې د دی لوی شخصیت تاریخ ولوست زما د سترګو څخه اوښکي لاړی، ځکه څنګه زما غوندي د حقیقت څیړونکی داسی شخصیت ته سر نشی ښکته کولی، هغه څوک چې فقط د بشریت د ښیګڼې لپاره کار کوي... ".

ولی د ښځو لپاره د اسلام پاملرنه، چې د غلامي څخه یې آزادی کړی او خپل حقوق یې ورکړل، او د ښځو په هکله یې په ډېر احترام او نرمې او ادب څرګندوني کړي، فرانسوي مستشرق او یا هم ختیځ پوه "اندریه سرویه" د دی خبری یادونه کوي.

دا کتاب ټول خلک د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سیرت ته رابولي ترڅو هغه حقیقت وګوري چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندی نازل شوی.

د ازهر د ژباړی مرکز مدیر

دکتور یوسف عامر

 

 

Print
7350 Rate this article:
1.0

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.