پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د مصر دارلإفتاء په کنفرانس کښې د ازهرشریف د شیخ لوي امام د وینا مهم ټکې
Anonym
/ Categories: Main_Category

د مصر دارلإفتاء په کنفرانس کښې د ازهرشریف د شیخ لوي امام د وینا مهم ټکې

 د ازهرشریف شیخ لوي امام "د مصر دارلإفتاء له خوا د مسلمانانو لږه کیو امامنو د علمي جوړښت او د فتوا لپاره د روزنی په کنفرانس کښې" د وینا مهم ټکې:

  • هر هغه قانون چې د قرآن او نبوي سنتو د قوانیونو سره په ټکر کښې وي، او یاهم قرآن او نبوي سنتو ته لږ او ډېر زیان رسوي په کلکه ردوم.
  • د فتواؤ په ټپه ودرول، او د اجتهاد څخه ویرېدل اسلامی امت ته  زیان اړولی، او د کړاؤنو سره یې مخ کړی
  • د واده قوانین د کورنۍ او ټولنې د مصلحت لپاره فرض شوي
  • د کوڅو ماشومان د واده او طلاق د ګډوډيو قرباني دي
  • د خلکو ضروریتونو سره تړلي موضوعاتو او احکامو د نوي کولو، او اجتهاد کولو په برخه کښې د نن ورځي علماؤ څخه، د تیري پیړۍ علماء کرامو ډېر جرأت درلودو
  • د اجتهاد څخه د فقهاؤ منع کول به اسلامي ټولنۍ داسی چاته پریږدې، چې څه یې خوښه وي هغه به پری وتپې
  • د مسلمانو لږه کیو اصطلاح زمونږ اسلامي ټولنو ته نوي راغلی، چې الأزهر يې په هره بیانیه کښې ردوي
  • د مسلمانو لږه کیو کلمه د ځان سره د ګوښه والي او تحقیر احساس لیږدوي
  • اسلامي تمدن د لږه کې کلمه ردوي او په مقابل کښې ورته د مکمل طبیعت درلودلو کلمه لري
  • د تابعيت په هکله پوهه، د نوي ډول ښکيلاک او تیري کولو د مخنیوي لپاره ښه ذریعه ده
  • په اروپا کښې د مسلمانانو لپاره د تابعیت پوهه ضروري چاره بلل کیږې، ترڅو په هغه ټولنو کښې په مثبت ډول جزب شي، او خپل هویت هم وساتي
  • نوی ښکیلاک د هېوادونو د د ټوټه کولو لپاره د لږه کیو موضوع د جنګ د لومړۍ کرښې په توګه استعمالوي

 

 

                              بسم الله الرحمن الرحيم     

الحمد لله والصلاة والسلام علی سیدنا رسول الله  وعلی آله وصحبه

ښاغلو علماء کرامو دفتوا،علم او مفکوری خاوندانو:

                                      السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ستاسې خپل کور مصر ته ښه راغلاست، همدا ډول د ازهرشریف ټولو دعوتي او علمي مؤسیسو ته ښه راغلاست، او هلیه لرم چې دا کنفراس به د هغه هیلو تر سره کولو کې بریالې شی چې مسلمانان د هغی په انتظار دي، چې دفتوا د خاوندانو او د فتوا ورکولو مرکزونو څخه په دي برخه کښې ډیري غټي هېلي لري، چې هغه بیل والي کم شي، چې ورځ په ورځ دهغو د اوسني ژوند اودهغه د اړتیاوو او ضرورتونو ترمنځ او دغې عبثي فقه له بیابانه څخه که چیري دا نوم صحیح وي خپیریږی، دغه فقه چې شپه اوورځ دخلکو غوږنوته ډنګیږي او هر چیری چې وی ورپسې وی ترڅو يې دقرآن کریم او حدیثو له رحمت او شریعت له اسانتیا څخه لري او تندو ګډوډو رایو ته بوځې کومې رايې چې په ځانګړی مناسبتوکې او داضطراری شرایطو تر فشار لاندی ویل شوي دي، او د دغو خلکو او د واقعیت ترمنځ اوس هیڅ کومه رابطه اومناسبت نشته، دغه د عبثي فقه دا ډول مفتیانو ډلي موندلي دي چې متاسفانه په دیکې بریالې شوي دي، چې زمونږ په عربې نړي کې په ډیرو دار افتا ګانو باندي برلاسی شوی، او نژدی ده چې ووایم: چې دفقه اوتشریع په ټولو ټولنو باندي برشوي چې دهغو په سرکې دازهر داسلامي څیړنو ټولنه راځې، او دا بریالیتوب او دا برۍ ددغې فقه له عقلاني توب یا اسانتیا، یا دژوند په اسانولو باندي دهغه دقدرت له کبله نه وو، اودا بریالیتوب او خلکو ته په ورسیدو او خوځښت باندي د نارینه وو او ښځینه واعیظانو په قدرت باندي او په دي باندی رسیدلی دي چې په کلیو او بانډو کې کورونوته ننوتلې، او په دي برسیره ځینو ممبروته ورختلي، او خلکوته هغه څه ووایې چې دويې غواړي په داسي وخت کي چې په هغه کې دار افتا ګانو او دفتوا ګانو دټولنو اود فقه څیړنو د کمیټو فتوا ګاني فردي اوولاړي دي، او یواځې په فتوا غوښتونکې باندي قاصري فتوا ګانې دي، او یا په علمی کتابوکې بندي دي چې له هغو څخه په ملیونونو مسلمانانو ته ګټه نه رسېږي، او یا په داسي کنفراسو پوري تړلی دي چې په هغو کې مونږ یو بل سره غږیږو او دهغو په پاي کې دخپلو هیلو او آرمانو په اړه سپارښتنی کوو، او هغه د واکمنانو څخه داسي څوک نه مومی چې دهغی د پالنې تعقیب وکړي، او یا په واقعي ډولو دهغو عملي کولو هلي ځلي وکړي.

ښاغلو علماء کرامو اجازه راکړي چې په څرګند ډول سره وغږیږم او هیله لرم بلکه په خپله هیله کښي اصرار لرم چې ستاسي زهننوته دا درنه سي چې زه ستاسي په برابر کې غرزیې یا انتقادي دریز نیسم، له خداي څخه پناه غواړم چې همدا دول ووسم، او له خداي څخه پناه غواړم چې زما په نفس کې همدا راګرځي زه په دي ښه پوهیږم چې زمونږ په عربي او اسلامي نړي دعلم او پوهي خاوندانو څخه غوره ډلوته غږیږم، او زه له تاسي نه مخکې لمړۍ هغه څوک یم چې دخداي په مخکي او بیا دمسلمانانو په مخکي د خپل مسئوليت برخه په غاړه اخلم، خو ګوندي زه  له تاسي څخه له خلکو او له ځپلو کسانو سره ډیر زیات تماس لرم، او په هغو کورنیو ستونزو ښه خبر یم چې له دی کبله د کورنیو دخرابۍ او دبې کوره کیدو ترحد رسیږي، چې فتوا ګانې یې په ټپه دریدلي ، او له اجتهاد څخه ویره ده، او دنوښت څخه د ډار دپردي د ماتولو څخه ناتوانې ده، تردي چې زه ګمان کووم چې مونږ دعلم اوفتوا ورکولو دخاوندانو په ډول اګر که د دفتوا متنونو په ورکولوکې دقیق علم لرو خو مونږ لږ او ډیر د متن او دهغه واقعیت څخه لري یو چې په هغه باندي دغه متن عملی کیږي، او دغه متن سره نه دریږو او نه د هغه په شرایطو او نه دهغه ضرر په اندازه کې فکر نه کوو، چې په دغه متن باندی رامنځ ته کیږي اونه هغه اجتماعي او روحي اندازي ته ګورو چې دهغه سره خلک لاس او ګریوان دي، او تاسي ته د یوي ژوندۍ ستونزي مثال راوړم چه هغه د څو وادونو کولو د ګډوډۍ له امله اوهم د طلاق د ګډوډۍ له امله او هغه څه پوري اړه لري چې ددی سخت حالت سره  ښځي او زمونږ کورنی مخا مخیږي، اوداسي بي کوري رامنځ ته کیږي چې دماشومانو ژوند ورانه وی، اوداسي بې لاري توب ته یې سبب ګرځّي چې یاغیتوب اوجرمونوته یې سپاري، اودلته دا خبره کوم چې زه داسي قوانینوته بلنه نه ورکوم چې د یوی نه دزیاتو ښځو کولو حق لغوه کړي، بلکه زه هر ډول قانون رده ووم چې دقرآن کریم او یا د پاکو حدیثو له قوانینوسره ټکر وکړي،او یا یې ړنګ کړي اویا یې له نژدی اولری څخه هغو ته ډکه ورکړي، دا ددي دپاره چې دهغو کسانو په مخکې لار پری کړي، چې هغوۍ له دي ځایه اوله هغه ځایه یوه یوه خبره را اخلي او دخیر له لړي څخه یې را پری کړی، تر څو له هغي څخه ګټه  او فایده تر لاسه کړي، زه دلته دا پوښتنه کوم چې څه شي یو فقیر او اړ مسلمان دی ته را پوري وهي چې مثلاً دویم واده وکړي اولمړۍ ښځه او دهغي ځامن او لوړنې پریږدي چې له نسمندۍ څخه وګالې اوپه خپل زړه کې داسي باعث ونه مومي چې ددغه شرعي حق په استعمالولوکې له سر زوري اوشریعت له مقاصدو له راوتلو څخه یې راوګرځوي، زما په نظر جواب دا دي: چې په دی موضوع کې داسلام شریعت ته بلنه دغوکسانوته په سم ډول نه ده رسیدلي اوپه دي موضوع کې فتوا ګاني په هغه مشروط باندی راټولي شوي دي چې هغه د څو ودونو د کولو رواتوب دي او بس، او د څو وادونو له شرط څخه غلي شوي دي چې هغه عدالت اوښځي ته دضرر نه رسول دي، او  دا خومعلومه ده چې دشرط نشتوالۍ دمشروط نشتوالۍ لازمه وي، ځکه چې شرط هغه دي چې دهغه له نشتوالي څخه د مشروط نشتوالۍ لازمیږي، اودهغه له موجودیت څخه نه وجود لازمیږي اونه نشتوالۍ او دا فهم دومره قوي شوي چې عام خلک ددي تصور کوی چې دا تعدد بي له قید او شرط څخه روا حق دي،اودهغو په وجدان کې دی خبري ځاي نیولي چې د دوی د رغبتو او خواهشاتو په لارکې شرعي مسئولیت نه دریږي، ترڅو چې کله دوی وایې چې تعدد حلال دي، او دشریعت هغه حکمونه چې مونږ زده کړي او لا تراوسه یې دفقه کتابو دنکاح دباب په اول کې زده کوو دا وایو چې واده پنځه حکمونه لري چه له هغو څخه مکروه او حرام وادونه دي او احناف د واده ځیني ډولونه حرامه وي، که چیری میړه په دي یقین درلود چې دي به په خپله ښځه ظلم وکړي ځکه چي په اسلام کې د واده حکمت دا دي چي واده دمصلحت تر لاسه کولو دپاره رواه شوي دي، او هغه له نا رواوو څخه دنفس ساتل او د اولاد دغوښتلو سره ثواب ترلاسه کول دي، چې هغه به دخداي عبادت وکړي، که چیری له مصلحت سره ظلم یا ضرر ګډ شي، نو میړه ګناه ګاریږي او حرام کار یې وکړ اوپه دي حالت دی قاعدي لاندي راځي (چې دفساد  لري کول د ګټي راجذبولوته مخکي دي) سره له دي چې ټول په دی اتفاق لري چې په زناکې د ولیدو د ډار په حالت کې واده واجب دي خو هغوي له دي سره دا شرط ږدي چې له دي سره دضرر ډار نوي، تر دی چې احنافو ویلې: که چیری يې واده ونه کړه نوپه زناکې د ولیدو ډار ښځي ته د ضرر رسولو او ظلم ډار سره ټکر وکړي، نوله ضرر څخه مخکې کیږي او واده حرامیږي هغوي ویلې چې ظلم داسي ګناه ده چې منع کیدل یې دالله تعالی له حقوقو څخه یو حق دي اودبنده حق دټکر په حالت کې مخکی دي، ځکه چې بنده احتیاج لری او الله تعالی غني ذات دي او دمالکیانو او شافعیانو په فقه کښی عین شي وینو.

 

له دي ځای څخه څومره چي زه پوهیږم دا درس اخستل کیږي چي په ښځه باندي ظلم کول د زنا کولو له جرم څخه غټ جرم دی ، او د زنا کولو ضرر که په ښځه باندي د ظلم کولو له ضررسره مقایسه کړای شي نو د زنا ضرر نسبت ظلم ته ډیر کم دی ، ځکه هغه لوي ضرر دی ، او دا ضررد لومړي واده او د یوي ښځی په نسبت باندی بیان شوی دی ، نو دوهم او دریم واده په نسبت به دا ضرر څنګه وي چي د ظلم ویره پکې وي ، بلکه کله که د ظلم نیت او ددي قصد هم پکي وي چي لومړۍ ښځي ته ضرر ورسیږي؟

ښائي یو څوک ووائي : که چیرته ښځي ته ضرر رسیږي نو هغه حق لري چي د طلاق غوښتنه وکړي، که خاوند يي ظلم کوي نو خلع دي وکړي، خاوند پریږده چي څوک غواړي او خوښوي هلته د ولاړشي ، او ښځه پریږده یابه راضي شي او یابه هم خلع وکړي .

ځما ځواب په دی هکله دادی : د دغه پورته وینا سره سم ښځي ته دوه ضرره رسیږي یو د لري والي ضرر، او بل دیته مجبوریږي چي خپل ټول حقوق قرباني کړي لکه څنګه چي د خلع حکم هم همداسي دی ، داپه داسي وخت کي چي خاوند ته بیا دوه ګټي رسیږي، اول داچي په دي توانیږي ترڅو خپله ناوړه غوښتنه چي شریعت د هغي د تهذیب غوښتنه کوي لاسته راوړي، او دوهم دا چي د ښځي ټول هغه حقوق اخلي چي د ظلم له امله دغه ښځه دیته اړه شوي ده ترڅو له دغه حقوقو څخه لاس په سرشي.

***

ښائي همدا سبب وي چي د فقهاؤ په خبرو کي د هغه واده د اباحت مسألي ته له نږدی او لري څخه اشاره نده شوی چي د ظلم ویره پکي وي ، چي ښځه بیا وروسته ددي اختیار ولري چي که راضي وي پاتي دی شي او که نه وي نو خلع دی واخلی، بلکه په دغه ځای کي د فقهاؤ خبري په یو مورد کي راغلي او هغه داچي د خپل د ژوند ملګري سره د ګډ ژوند تر پیلولو مخکي باید اخلاقي مسؤلیت پرځان ومني .

دا ځکه چي واده پخپله یو حق دی مخکي له دي چي دا د زړه میلان او یاهم عارضي غوښتنه وي، او دا یو لوی مسؤلیت دی چي قرآن کریم ددي تعبیر په پخي او ټینګي وعدي باندي کړی لکه چي الله جل جلاله فرمائي :[او څنګه اخلۍ تاسو دا مال چي رسیدلی تاسو نه یوبل ته او هغوی تاسو څخه پخه او ټینګه وعده اخستي ده ](دسورة نسا‌ء 21 آیات) ، واده ددی لپاره ندی مشروع شوی چي د خپل ژوند ملګري سره دوکه وکړی، بلکه د واده قوانین د کورنۍ او د ټولني د مصلحت او ګټي لپاره فرض شوي دي.

همدارنګه هغه سرشمیرنه چي د کوڅو په بي سرپرسته ماشومانو  باندي سرته رسیدلی ده پکي دا ثابته شوي ده چی 90 سلنه له دوی څخه دهغو کورنیو قربانیان دی چي د واده او طلاق ګډوډي پکي رامنځته شوي ده.

 

 

***

 همدارنګه تل د ټولنیزو او اخلاقي جرمونو ډولونه چي د بی سرپرسته کوڅو ماشومانو له امله رامنځته کیږي دا ټول هماغه ظلم ته ور ګرځي چي دشرعي حق په استعمال کي ترسره شوی دی، او یاهم په نیمائي شرعي حقیقت پوه شوي، او په نیمائي نورو باندي غلط پوه شوي، چي دا ټول ددي لامل ګرځیدلی ترڅو په فقه کي د نصوصو او د واقعیت ترمنځ ارتباط له منځه ولاړشي.

ددي لامل ځما په فکر، او د بیلابیلو تجربو له مخي دادی چي دعلماؤ او فقهاؤ ترمنځ چي د فتوی ورکولو وړتیا لري ویره ستر مانع ګرځیدلی چي اجتهاد وکړي او یاهم په حکم، دلیل، او دحکم په محل  کي نظر ورکړي ، همدارنګه هغه مصالحو او مفاسدو ته وګوري چي ورته وړاندي کیږي.

او دا ډیر د افسوس ځای دی چي زه نن دلته دا ثبت کړم او ووایم چي د خلکو ضروریتونو سره تړلي موضوعاتو او احکامو د نوي کولو ، او د اجتهاد کولو په برخه کي د نن ورځي د علماؤ څخه د تیري پیړۍ علماء کرامو ډیر جرأت درلود.

د مثال په توګه که ووایو چي ځمونږ علماء کرامو په هغه وخت کې دا اجتهاد کړی ؤ چي په یو لفظ سره د دری طلاقو یادول یواځی یو طلاق رامنځته کوي، سره له دي چي دامت دعلماؤ شبه اجماع ددی په خلاف وه، او قاضي عبدالوهاب مالکي نظر داؤ چي دا د بدعتیانو قول دی، او ابن عبد البر بیا ویلي چي دا د اهل علم د ویناؤ څخه نده.

 

***

 خو د ازهر علماؤ په میړاني سره دغه ستونزه حل کړه او هیڅ کومه ویره یي ونکړه او رسمي فتوی يي وویستله چي په سیمه کي يي  د خپره شوي مذاهبو په خلاف وه، علماؤ په دي باندي دا فتوی رد نکړه چي په فقهي تراثو کي يي سند نه ؤ ، بلکه فتوی يي ورکړه چي په داسي صیغي سره یواځی یو طلاق رامنځته کیږي.

دغه اجتهاد د تیري پیړۍ په کال 1929م کي ترسره شوی ؤ، چي بیا د شخصي احوالو د قانون په نص کی هم ولیکل شوه ، او مصري دار الافتاء د 90 کلونو راپدیخوا په همدي فتوی باندي پرمخ ځي ، دا په داسي حال کي ده چي اوس همدغه دارالافتاء او د اسلامي څیړنو مرکز هغو سختو مسائلو او موضوعاتو ته نه داخلیږي چي دکورنۍ د ژوند لپاره ډیر مهم دي له هغه څخه چي په یو لفظ باندي دری طلاقه راځي او که نه راځي ، او له دي څخه دوی او د امت علماء ممانعت کوي او د ویري څخه دي مسائلوته نه داخلیږي، همدارنګه د اجتهاد دروازه دهغه چا پرمخ هم تړي چي ددغه امت د دردونو غم ورسره وي او اهمیت ورکوي ، چي دا ددی لامل ګرځي او نږدی ده چي ددي لامل شي چي د خلکو او ټولنو له منځه شریعت لري شي ، او یواځي د څیړني او د درس دائرو کي پاتي شي.

او ځیني اوسني علماء کرام په دي پوه شوي دي چي د اجتهاد څخه دفقهاؤ منع کول به اسلامي ټولني داسي چاته پریږدي چي څه يي خوښه وي هغه به پري وتپي ، او دا یو ډول په دي مسئله کي واقع کیدل دي چي دین د ژوند څخه جدا کوي ، او ژوند له دین څخه چي دغه شعار مونږ نه منو او بیا په واقعیت کي همدا کار سرته رسوو.

ډیرو درنو علماء کرامو :

مونږ باید پدی اعتراف وکړو چی په یو حقیقی کړکیچ کی ژوند کوو چی د هغی تاوان مسلمانانو ته رسیږی دا مسلمانان که هر څنګه او هر چیرته وی او دا د هغه ویری او ممانعت نتیجه ده چی د شریعت سره تعامل نشو کولای ،هغه شریعت چی د هر ځای او د هری زمانی لپاره راغلی ترڅو مونږ ته د  واقعو او نویو پیښو په هکله مناسب ځواب راکړی همدارنګه مقاصدو ته نظر نه ترسره کیږی چی دا پخپله په اجتهاد باندی اغیزه لری او یو عالم چی یو شرعی حکم بیانوی د هغه پیښی ځای ته نظر نه کوی ترڅو یو مناسب حکم وکړی همدارنګه دا د هغو فتواګانو په پایله کی رامنځته شوی دی چی د نورو هیوادونو څخه وارد شوی او د ټولنو احوال یی په نظر کی ندی نیولی.

 او هغه دیوال یی نړولی دی چی عروفونو ،عادتونو ،کلتور، ژبی او د جنس تر منځ موجود دی تر دی چی فتوا یوه ګرځیدلی ده، چی په هر ځای کی مسلمان پری فتوا ورکوی هرڅومره چی هیواد او وطن یی فرق ولری همدارنګه که حالت یی هم بدل شی چی د جګړی ،سولی ، بډاینی ،فقر ،علم او د ناپوهی حالات پری راځی نو آیا دا عقل منی چی مسلمان دی د شکل له اړخه په ټولو متشابهو کارونو کی یوه فتوا ورکړی چی په واقعت کی دا کارونه توپیر لری د ضرر او د ګټی احتمالات يې په قاهره،  نیامی، مقدیشو، جاګارتا، نوی ډیلۍ ، مسکو، پاریس ،او یا داسی نور په ختیځ او لویدیځ کی متمدنو او کلیوالو سیمو کي توپیر لري.

***

 

 

د کنفرانس موضوع ته راځم چې ګران ورور او ښاغلي د مصر لوي مفتي څخه اجازه غواړم چې د مسلمانانو لږه کیو د کلمي په هکله خپله نظر څرګند ګړم، د لږه کیو کلمه زمونږ اسلامي ټولنو ته نوي راغلی او ازهرشریف په خپلو بیانیاؤ او وثائقو کښې دا کلمه نه کاره وي، ځکه د لږه کیو کلمه د ځان سره د ګوښه والی او تحقیر احساس لیږدوي، چې د فتنی او بی اتفاقئ لپاره زمینه برابره وي، بلکه دا کلمه د پیل څخه هر هغه څوک چې په اقلیت کښې دی د هغوي ډېر دیني او مدني حقونه له منځه وړي، هر هغه څه باندی چې زه پوهیږم داده چې زمونږ اسلامي ټولنی د لږه کي کلمه نه پیږنې، بلکه بده یې ګڼي او نه یې کاره وي، او ددی پرځای په کامله توګه د طبعیت معنا پداسی ډول پیژني لکه څنګه چې د مدینی منوری په وثیقه او یا تړون کښې راغلي، ځکه په اسلام کښې طبیعت حقوق او واجبات یا مسئولیتونه لري چې په رڼا کښې یې ټول په مساوي توګه د هغه اساس مطابق ژوند کوي چې په پلي کولو سره یې عدل او مساوات رامنځ ته کیږي، ﴿إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ﴾ (ژباړه: الله تعالی په عدل او نیکې باندی امر کوي) "ددوي لپاره هرهغه څه دی چې مونږ یې لرو، او په دوی هم هغه مسئولیتونه دی چې په مونږ باندی دي" که په بریتانیه کښې یو مسلمان وګړئ د بریتانیه طبیعت لري په کامله توګه ټول حقوق او واجبات باید تر سره کړي، همدا رنګه یو مصرۍ عیسوي وګړئ مصري طبیعت لري چې ټول حقوق او واجبات په پوره توګه باید ولري او تر سره یې کړي، پدی ډول د طبیعت لرونکي لپاره د اقلیت کلمه کارول دده په طبیعت درلودلو کښې د توپیر او اختلاف په معنا ده... زما په فکر په اروپا کښې د مسلمانانو ترمنځ د طبیعت په هکله پوهه او همدا ډول د نورو مختلفو کلتورونو او هویتونو درلودونکو لپاره د طبیعت په هکله پوهه ډېره ضرور ده ترڅو په هغه ټولنو کښې په مثبت ډول جزب شي، چې پدی هکله مي د ډېرو غربي هېوادونو په پلازمینو کښې یادونه کړی ده، دا هغه څه دي چې د هېواد امن ساتي، او یو چا ته د هېواد سره د تړاو احساس ورکوي چې د ټولنی د یووالي لپاره ډېره مهمه بلل کېږي، همدا ډول د ډېرو کلتورونو په یوه ټولنه کښې د ژوند کولو لپاره زمینه برابره وي، او د پردیوالي هغه احساس له منځه وړي چې د وطن سره د میني مخنیوئ کوي، او هغه فکر یې هم له منځه ځي چې ګنې دی د کمښت او یا د اقلیت احساس وکړي، که چیرته مونږ پدی کښې کامیاب شو چې د مسلمانانو په عقلونو کښې د طبیعت پوهه پیدا کړو دا هغه کار دی چې مونږ به وکولای شو ترڅو د ښکیلاک ګرو د ذریعی مخه ونیسو چې د اقلیت موضوه په سیاسي کړکیچونو کښې دوي ډېره مطرح کوي، او نوی ښکیلاک د هېوادونو د ټوټه کولو لپاره د اقلیت موضوع د جنګ د لومړۍ کرښې په توګه کاروي.

مګر د فتوا لپاره د امامانو چمتو کول ډېر مهم کار دی، او دا یې ډېر ښه کار وکړ چې د مصر دار الإفتاء دی کار ته پام شو چې ډېره مهمه او خطرناکه موضوع ده، پدی هکله خبری اوږدیږي، خو ازهر په بهر کښې د امامانو په روزنه کښې پوره ونډه اخیستی چې په بهر کښې په ډېرو برخو کښې مسلمانان ورته ضرورت لري، او د ازهر شریف د فارعینو نړیوال سازمان له خوا په قاهره کښې پنځه سوه اته دیرش 538 امامان د افغانستان، پاکستان، د عراق کردستان، چین، اندونیسیا، بریتانیه، یمن او نور افریقایې او د جنوبي امریکه هېوادونو امامان روزلي دي.

 او زما سپارښتنه داده که پدی برخه کښې د ازهر د فارغینو نړیوال سازمان سره همغږي شئ ترڅو ښه نتیجه ولري.

ښاغلیو او آغلیو!

خبری مي اوږدی کړی بښنه غواړم.

د غوږ نیولو مو مننه.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛

 

 

Print
5760 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.