پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د ټولنو په کرارۍ کښي د فتوی د رولو تر نامه لاندي د مصر د دارالإفتا  په کنفرانس کښي د ازهر د شیخ لوی  امام استا‍ذ دکتور احمد الطیب وینا
Anonym
/ Categories: Main_Category

د ټولنو په کرارۍ کښي د فتوی د رولو تر نامه لاندي د مصر د دارالإفتا په کنفرانس کښي د ازهر د شیخ لوی امام استا‍ذ دکتور احمد الطیب وینا

 

 

 

 

      د ټولنو په کرارۍ کښي د فتوی د رولو تر نامه لاندي د مصر د دارالإفتا

په کنفرانس کښي د ازهر د شیخ لوی

امام استا‍ذ دکتور احمد الطیب وینا

 

دغه کنفرانس د 1439ﻫ کال د محرم د میاشتي د 26-28 نیټي پوري چي د 2017م کال د اکتوبرد میاشتي17-19نیټي سره سمون خوري په قاهره کښي د مدینة نصر په الماسه هوټل کښي سرته ورسید.

 

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدُ لله، وصلَّى الله وسَلَّم وبارك على سَيدِنا محمَّد وعلى آلِه، وصحبِه أجمَعين.

ښاغل درنو د فتوی او د علم خاوندانو او درنو حاضرینو!

السَّلامُ عليكُم ورحمةُ الله وبرَكَاتُه.. وبعد؛

د خپل ګران او عزتمند ورور د مصر لوی مفتي استاذ دکتور شوقي علام سره یوځای تاسو ښاغلو ته ستاسو په دوهم هیواد مصر کښي هرکلی کوم، چي د تمدنونو انبیاؤ او د ادیانو د رامنځته کیدو خاوره ده، همدارنګه تاسوته د ازهرشریف په هیواد کښي هرکلی کوم چي په ختیځ او لویدیځ کښي د وسطیت کلا او د مسلمانانو د عقلونو کعبه ده.

درنو او ښاغلو هیله لرم چي اجازه راکړۍ ترڅو ستاسو په وړاندي په لنډ ډول د فتوی په مسائلو کښي معاصر او اکاډمیک څیړنه وکړم، برابره خبره ده چي د ټولني د اړتیاؤ دپوره کولو لپاره د شرعي فتوی د رولو سره اړه ولري یا د خلکو د ژوند او د هغوی د احوالوسره اړه ولري یا دا چي فتواګاني څنګه دیته برابر کړو ترڅو نوي واقیعتونو او مسائلو ته ځواب ووایی یا لدي پرته نور مسائل چي د څیړنیز فقهي طبیعت سره اړه لري، باید یادونه وکړم چي د تیر کال په کنفرانس کښی مي ددي بعضي اړخونه وړاندي کړی وو چي د واده او د طلاق په مسائلو کښی د ګډوډيو مخنیوی همدارنګه د با انصافه شریعت او حق په نامه په ښځو د ظلم مخنیوی او د بی وزلو او مظلومو ته انصاف ورکول وو.

ننی مهم کنفرانس کښي چي د ولسمشر عبدالفتاح السیسي ترسرپرستۍ لاندي جوړ شوی زما خبري داسي دي چي په زړه باندي راغلي کشالي کموي او نفسونه خوشحالوي ځکه د خبرو بنسټ ته داخلیږم او پدي کښي د علم خاوندانو د شریعت او د آسماني ادیانو د ساتونکو لپاره یو شکایت هم لرم ځکه اوس ډګر د اصلي او ارزښتناکو او آزادو پیسو پرځای ناچل او بي ارزښته پیسو نیولی او لګیا دي د الله جل جلاله شریعت خلکوته رسوي د علم ځیني دعوی کووونکي داسی څه وړاندي کوي چي اسلام ته زیان رسوي همدارنګه په قران کریم احادیثو او د مسلمانانو په تراث باندی تیری کوي او حال داچي دوی د علماؤ په ځایونو باندی ناست دي چي هر یو خپل رول په ډیر جرأت سره ادا کوي او د دوي کړنی د هیچا څخه پټی ندي چي ددغه ګډوډیو له کبله خلکوته زیان او تنګسیا رسیدلي ده او پدغه کړاو باندي فکر کوي چي بل داسي کړاو نشته چي خطر يي لدي څخه زیات وي اګر که د ژوند او د ژوند د اړتیاوو نور خطرونه هم شته خو لدي ټولو څخه دا لوی خطر دی.

زمونږ په عربي او اسلامي نړۍ کښی د پخوا څخه او لا تراوسه پوري د فتوا چاري د علم پرهیزګارۍ او د دین په احکامو باندی امانت لرونکو ته سپارل شوي دي، او دارالإفتاګاني یواځیني هغه اړخونه دي چي خلک یی پیژني او کله چي ورته په دیني او دنیاوي چارو کښی کومه مسئله رامنځته شي دالله جل جلاله د حکم د پیژندنی لپاره د هغوي دراوزه وهي او د دي هیله لري چي د هغوي په لارښونو سره ژوند یی په سمه لاره پرمخ ولاړشي او ذمه یی لمنځه ځي او د الله جل جلاله لوري ته هیله او امید لري.

د مفتي ټاکل پدي معنی ده چی د هغه چا ټاکل دي چي د الله جل جلاله له لوري راغلي شیان خلکو ته رسوي، هغه ورځ ماته یاده ده چی د فتوا چاري ما فقیر بنده ته وسپارل شوي چی ستاسی په وړاندی ولاړ یم ډیر وخت می د ویري فکر کولو چي حلال حرام نکړم او حرام حلال نکړم پدی نه ویریدم چی فقهی پوهه مي کمه وي ځکه زه هغه نسل ته منسوب یم چي د لویو علماؤ شاګردي مي کړی ده او په اصولو او فروعو باندي مي په برابر ډول اهتمام کړی دي په ځانکړی توګه د فقهي په مضمون کښی  چي د درس زیاتر ساعتونه د هغه په برخه شوي ځکه نهه کاله په اونۍ کښي پینځه ورځي د سهار لومړني ساعت کښي مو فقه لوستله، د تیري پیړۍ د شپیتمو لسیزو په پیل کښي چي کله د اصول الدین پوهنځي ته راغلو د شخصی احوالو او د اصول فقی مضامین مو د لوي عالم او فقیه امام محمد ابوزهره رحمه الله څخه دوه پرله پسي کلونو کښي ولوستل همدغه فقهی اصولي او ددي ترڅنګ د نورو علومو لوستنه وه چي ماته یی دا جرأت راکړ ترڅو د دارلإفتا دنده قبوله کړم او هڅه مي وکړه ترڅو د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وړاندی کړم او د ا راته څرګنده شوه چی ځینی داسي مسائل شته چی  امکان نلري یو مفتی هغه ته ځواب ووایی هغه سره که هر څومره د فقي او د اصولو علم موجود وی لکه د بانکونو د بدن د غړو د نقلولو د شودو د بانکونو د غیر طبعي زیږیدني لپاره  د پیچکاري یا د مور په خیټه کښي د ماشوم تعینول  او یا هم ځیني نور مسائل.

د خپلي ذمه وارۍ د سرته رسولو په خاطر مي دغه ډول مسائل  د اسلامي څیړني د مرکز په غونډو کښی څیړنی لپاره وړاندي کول ځکه هلته د بیلابیلو اختصاصاتو خاوندان وو چي په دارالافتا کښي يي شتون نه درلود لکه داکتران، اقتصاد، بانکونو او د وراثي هندسی علماء د قانون استاذان او یا داسي نور متخصصین هلته وو بیا مو هغه رایه تائیدوله چي پدغه غونډو کښی به تصویب شوه.

پدغه برخه کښی زه خپله یوه تجربه وړاندی کوم ما زمونږ د پخواني لوي امام او د ازهرشیخ استاذ دکتور محمد سیدطنطاوي رحمه الله سره یو ځاي د مستشار فاروق سیف النصر سره ولیدل چي هغه د عدل وزیر وو زه ویریدمه چي ښایی ماته ځیني داسی لارښوني وکړي چي ما د خپلو ملګرو او د نورو څخه اوریدلي وو خو زه حیران شوم کله چي هغه ماته وویل دا پریکړه مو تاته وسپارله ستا ضمیر چي څه وایی هماغه ووایه او هغه څه ووایه چی د الله په وړاندي د مسئولیت څخه تا خلاص کړی ځکه مونږ خپله ذمه واري خلاصه کړه او پریکړه مو تاته وسپارله.

د دارالإفتا چاري مي د یو نیم کال په ترڅ کښي پرمخ یوړل په بشپړ آزادۍ او ناپیلتوب سره مي کارترسره کړ چي د چارواکو خلکو رسنیو او مطبوعاتو له لوری بشپړ احترام او ملاتړ کیدلو، خو اوس پدي ورځو کښي د صحیح علم او د فتوا په خاوندانو باندي یو ډول فشارونه او تنګسیاوي رامنځته شوی مقصد مي د مسلمانانو په تراث باندی بریدونه دي چي د هغه د پوهي او فهم وړتیا نلري همدارنګه علم کلتور نلري او د نړۍ یو نیم میلیارد مسلمانانو ته چي ددغه تراثو ساتونکي  دي او د ارزښت په سترګه ورته ګوري  ادب او احترام نلري، ددغه برید ترڅنګ د دروغو ادعاګاني هم وړاندی کوي ترڅو ځوانان په شک کښی واچوي لکه د روښن فکرۍ د ابتکار د آزادی او د وینا د آزدای ادعاګاني دي بلکه د بدلون حق هم ورکوي اګر که په دین او شریعت کښی هم وي، نن ورځ عادتا او په تکراري ډول د فقهاؤ نظرونه د خپل سیاق او دلالت څخه ویستل کیږي او نا اشنا خبري پکښي ګرځوي چي د منلو او اوریدلو وړ نه وي او خوند تري نه اخیستل کیږي او دا بیا په مطبوعاتو کښي نشروي چي له کبله یی په اسلامی شریعت او د مسلمانانو په فقهي احکامو باندي د خبرو اترو له لاری خلاصیږي او غلط شیان ورپوري تړل کیږي چي د ناپوهۍ له کبله دا رامنځته شوی، ځکه دوی نشي کولای چي پخپله د کړني په توصیف او د هغي د شرعي اغیزو ترمنځ توپیر وکړي ځکه کله کله داسی وي چي ددی دواړو ترمنځ د ختیځ او لویديځ په اندازه لریوالی موجود وي او کله کله دغه فعل یا کړنه او د هغه څخه رامنځته کیدونکی اغیزي د افتراضي حالاتو څخه وي چي په ذهن کښی دعقلي احتمال له کبله رامنځته شوی وي چي په واقعیت کښی شتون ونلري یا داسی افتراضات وی  د بی لاری شوی فطرتونو خاوندان په هغه کښي ښکیل وي چي د لویدیځ د اوسنی تمدن د قوانینو او نړیوالو تړونونو لخوا یی ساتنه کیږي.

داسی ښکاري چې د دی ګډوډی پيښيدلو توقع کیدله، په خاصه توګه د هغه توپان له کبله چې زمونږ سیمه یې وځپله، هغه څه يې چې له منځه وړي هغه تللي دي، او هغه څه چې تراوسه پاتی دی د هغوي په اجنډه کې ځای لري..

لکن هغه څه چې د چا په زړه کې نه راګرځیدل، چې دی علم ته یې نسبت کیږي او د علم په کالیو ښایسته شوي، دوي په پیسو او مالونو دوکه شوي دی، چې د دي ډول درواغو په جوړولو کې ورسره شریک دی، ترڅو دوي د باطل شاهیدان وي چې د خلکو ترمنځ همدغه درواغو ته ترویج ورکړي..

درنو حاضرینو ښاغلو او آغلو، مونږ ټول باید پدی فکر وکړو، چې د ټولو ادیانو ترمنځ یوازینی دین اسلام دی چې د دومره کرکي سره مخامخ دی، او مونږ پوښتنه کوو، چې آیا د یهودو لپاره داسی پروګرامونه تاسو لیدلی او یا مو هم اوریدلی، چې په عبري او یا هم نورو ژبو خپریږي، چې د تلمود او تورات څخه د مسخري هغه ماډلونه خپروي، چې په څرګنده یهودي کورنی د دین او شریعت څخه اړوي؟ آیا زمونږ پدی عربي چاپیریال کې مو لیدلي چې انجیل پسی د مسخرو پروګرامونه جوړه وي؟ او یا هم مسیحیانو ته داسی تبلیغ کوي چې ګنې د خپل دین د لارښوونو څخه لاس واخلی، که چیرته داسی حملي څنګه چې په اسلام باندی بی پوښتني تیریږي او ورسره مخامخ یو او علماء هم ورته ګوري په بل چا به په اسانی سره تیر شی؟!

درنو علماء کرامو!

        دا کومه اتفاق یا ناڅاپه پیښه نده، چې په څو کلونو کې دی عربي او اسلامي هېوادونه په کامله توګه وناړول شي، د هغه غوښتنو او شعارونو سره سره چې پدی هکله ورکول کیږي، او دا ناري وهې چې باید ددوي غرور او هیبت ورمات کړل شي، او زمونږ دی تقلید ته چې زمونږ اولادونه پري فخر کوي، دوی ورته په سپکه سترګه ګوري او داسی چلند ورسره کوي، چې په اوسني فرهنګ ورته ځای نشته، او دا پلان هم ورسره لري، چې د مسلمانانو تراث او میراث له منځه یوسي او د مسلمانانو د امامانو سپکوی هم کوي، او پدی غصب کې د اسلامي تمدن پرضد د توتیه څرګندونه کوي.

د دی سره په څنګ کې په ازهر شریف باندی هم پلان شوي نیوکې کیږي، آن چې اوس بیخي د هری تروریستي پیښي وروسته ازهر باندی نیوکه کیږي او درسي میتود باندی نیوکي کیږي، دا کار په دوو وختونو کې ترسره کیږي، هرکله چې کومه تروریستي پيښه کیږي او یاهم چې کله ازهر په داخل او یا هم خارج کې کومه کامیابی ترلاسه کوي، د دی لپاره پلان داسی جوړ وي چې یاخو یې څوک یادونه نکوي او یا هم د ښوکړنو پټول، یا هم هغه کوچنیو تیروتنو پسی ګرځې چې غټی کړی او پرضد یې تبیلغات وکړي، اوما سره داسی تفسیر نشته چې ولي د تروریستي پیښو او اسلام ترمنځ ربط ورکول کیږي، مګر چې مسلمانانو ته غلط معلمومات ورکړی او د مسلمانانو پام د هغه حقیقت څخه واړوي، چې د تروریزم ریښتیني جوړوونکې وپيژني، دا – زما په نظر – هغه نړیوال ظالم سیاست دی، چې د انساني ورورولی په هکله هیڅ نه پیژني. نه په عامه توګه اخلاق پیژني.. دا هغه هیوادونه دی، چې اقتصاد یې د وسلو په تجات ولاړ دی، د دوی غوښتنه داده چې باید فتني رامنځ ته کړی او په مسلمانو هېوادونو کې باید داخلي جنګونه رامنځ ته کړي.

ددی ترڅنګ هرډول ټولنیزو همجنس بازیو غوښتنه د بشري حقوقو ترنوم لاندی کیږي، او داسی عجیب او غیر متوقع جرئت چې د شرق ځوانان یې کوي هغه ځوانان چې په سړیتوب یې شهرت درلود، او په فطري ډول د منحرفو او داسی وژونکو ناروغیو پاک ول. او د هغه نابلده مخ څخه هم پرده پورته شوه، چې د سړي او ښځې ترمنځ په میراث کې مساوات غواړي، یا هم د غیر مسلمان سره د مسلمانی ښځی واده کول، دا د «السيداو» تړون نوی فصل بلل کیږي، چې د سړي او ښځې ترمنځ هرډول توپیر له منځه وړي، د عربو او مسلمانانو څخه اوس غوښتل کیږي، چې پدی هکله خپل تحفظات لغوا کړي..

درنو حاضرینو!

        که چیرته ما څخه زما د رایې غوښتنه وشي، زما نظر دادی، چې د فتوا په هکله پدي لوي کنفرانس کې زه وړاندیز کوم، چې په اسلامي او عربي نړۍ کې په ټولو شرعی پوهنځیو او د اسلامي علومو په ښونځیو کې د «فتوا او د علومو» څانګې پرانستل شي، چې د لومړي کال څخه پيلیږي، او داسی میتود ورته جوړ کړل شي، چې موسوعی ډول ولري او فقط د فقه علومو لپاره خاص نوي، بلکه په دقیق ډول د ټیکنالوېی د علومو او همدا ډول د نقلي او عقلي علومو، سره د دی چې منطق او د فقهي مسئلو د څیړلو لپاره د جدل او دلیل برخي ته هم پام وشي، او د مقاصد الشریعة برخي ته پکې خاصه پاملرنه وشي، په خاصه توګه معاصر لوري ته یې باید ډېره توجه وشي.

د ازهر پوهنتون او مسجد دواړه دی موضوع ته ډېر زیات اهمیت ورکوی، او دستاسو ښاغلو نظریاتو ته هم پدی موضوع کې سترګي په لار یو.

د ټولو څخه مننه.

والسَّلامُ عليكُم ورَحمـــة الله وبركاته؛

  تحريراً في مشيخة الأزهر:

                                       26 من المحـــرم سـنة 1439ﻫ                                                                             أحـمـد الطــيب

         المــــــوافـق: 17 من أكتوبر ســـنة 2017 م                                       دازهر شیخ

 

 

 

 

Print
5916 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.