د ازهر مرستندویه پلاوی بیګلادیش ته رسیدلی ترڅو سبا چهار شنبی د مرستو ویش پیل کړي
نن سه شنبی د ازهر شریف مرستندویه پلاوی بنګلادیش کې د کوکس بازار ښار د روهنګیا مسلمانانو د کډوالو پنډغالی ته ورسیدو، ترڅو سبا چهارشنبی د ازهر شریف لیږل شوی مرستي په کډوالو وویشل شي.
دا هغه مرستې دی چې د انساني همدردۍ له امله د ازهرشریف او د مسلمانانو د حکماوو شورا لخوا د روهنګیا مسلمانانو ته وړاندی کیږي، چې ډېر ژر به د ازهرشریف لوي امام او د مسلمانانو د علماوو شوار مشر استاذ او دکتور احمد الطیب هم په بنګلادیش کې د روهنګیا مسلمانانو د کډوالو د پڼغالو څخه لیدنه وکړي.
د ازهرشریف مرستندویه پلاوي چې د مرستو لپاره ټاکل شوي د سیمې څخه لیدنه وکړه، چې په لومړۍ مرحله کې به لس زره د خوراکې توکو کرتونونه، لس زره کمپلی ویشل کیږي، او په دویم پړاو کې به عذائی او طیبي مرستي واستول شوي، چې د مسلمانانو د حکماوو شورا لخوا وړاندي کیږي، ځکه د کوکس بازار ښار کې د کډوالو کچه زیاته ده، او یوازي پدی ښار کې په لسګونو زره هغه کډوال اوسیږي چې لا هم په خیمو کې ژوند کوي، چې د هوا حلت هم په بدلیدو دی.