پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د ازهرشریف د لویو علماؤ د هیئت بیانیه
Anonym
/ Categories: Main_Category

د ازهرشریف د لویو علماؤ د هیئت بیانیه

د ازهرشریف د لویو علماؤ د هیئت بیانیه

د ازهرشریف د لویو علماؤ هیئت نن سي شنبه د 1439هجري قمري کال د ربیع الأول د میاشتي په 23 نیټه چي د 2017م کال د ډیسمبر د میاشتي د 12 نیټي سره سمون خوري د ازهرشریف د شیخ لوی امام استاذ دکتور احمد الطیب تر مشرۍ لاندي بیړنۍ غونډه ترسره کړه، پدغه غونډه کښي يي د امریکي د هغه پریکړي په هکله خبري وکړي چي بیت المقدس يي د اشغالګر صهیوني دولت د پلازمیني په توګه اعلان کړی، پدغه غونډه کښي لاندي پریکړي ترسره شول:

لومړۍ: د لویو علماؤ هیئت د امریکي د اداري دغه ناوړه پریکړه چي هیڅ تاریخي او قانوني سند نلري په قطعي ډول ردوي، او لکه چي مخکښي د ازهرشیخ او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا مشر اعلان کړی وو او دغه پریکړي همدارنګه د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک بنس سره لیدنه يي رد کړي وه یوواري بیا پري ټينګار کوي، دا د ازهرشریف د هغو تاریخي دریځونو په چوکاټ کښي راځي چي د فلسطین د مسئلي په اړه يي لري، ازهرشریف پدي سره د یو ملیارد او اووه سوه ملیونو څخه د زیاتو مسلمانانو د احساساتو تعبیر کوي، همدارنګه دغه هیئت د مصر د قبطي کلیسا د پریکړي درناوی کوي چي ورته دریځ يي غوره کړی او ددغه پریکړي څخه وروسته پاپ تواضروس د امریکي د مرسیال ولسمشر سره لیدل رد کړي.

دوهم: د لویو علماؤ هیئت ټينګار کوي چي دغه ډول ناوړه او د تاریخ خلاف پریکړي په واقعیت کښي هیڅ بدلون نشي راوستلای، ځکه بیت المقدس فلسطیني عربي او اسلامي خاوره ده، دا داسي واقعیتونه دي چي دغه ډول ناوړه پریکړي نشي له منځه وړلای او نه هم په ظلم سره د یو چا طرفداري دا ضایعه کولای شي.

دریم: د لویو علماؤ هیئت د ټولو حکومتونو او همدرانګه د عربي او اسلامي سازمانونو څخه غوښتنه کوي چي د بیت المقدس او د فلسطین په وړاندي خپل مسؤلیت ادا کړي او ددغه پریکړو له منځه وړلو لپاره د ټولو لازمو سیاسي او قانوني لارو څخه کار واخلي، همدرانګه د ټولو حکومتونو او نړیوالو ادارو په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو او امنیت شورا او همدارنګه د نړۍ د ټولو آزادو ولسونو او عاقلانو څخه غوښتنه کوي چي په جدي ډول ددغه ظالمانه پریکړو څخه د مشروعیت لري کولو لپاره په چټک ډول خوځښت وکړي، او پدغه لار کښي هیئت د ټولو آزادو هیوادونو او په نړۍ کښي د مسؤلو حکومتونو دریځونه ستايي چي د امریکي پریکړه يي رد کړي ده او د دوی په سر کښي اروپايي ټولنه روسیه او چین راځي، همدارنګه د فلسطینیانو د پاڅون ملاتړ کوي چي فلسطیني ولس پکښي خپلي ویني زمونږ د مقدساتو اوسپیڅلو ځایونو د ساتني لپاره قرباني کوي نو پدي ترڅ کښي د توانمندو عربو او مسلمانانو څخه غواړي چي فلسطیني ولس سره مادي مرستي وکړي.

څلورم: د لویو علماؤ هیئت په عربي او اسلامي هیوادونو کښي ټولو علمي او تعلیمي ادارو د اوقافو وزارتونو او د دارالافتاء ادارو څخه غوښتنه کوي چي پخپل ښوونیز او روزنیز نصاب د جمعي خطبو او همدرانګه په کلتوري او رسنیزو پروګرامونو کښي دبیت المقدس او فلسطین مسئلي ته اهتمام او ځای ورکړي ترڅو پدغه مهمه مسئله باندي پوهاوی رامنځته شي، او پدي ترڅ کښي د لویو علماؤ هیئت پریکړه کړي ده چي د ازهر د ښوونیز په ټولو پړاونو کښي د فلسطیني مسئلي د تدریس د میکانیزم د جوړولو لپاره یوه کمیټه جوړه کړي چي د هغي اعلان به د بیت المقدس د ملاتړ لپاره د ازهر او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا په کنفرانس کښي وشي.

پنځم: د لویو علماؤ هیئت ټینګار کوي چي د بیت المقدس فلسطیني اوعربي هویت د بدلون وړ ندی، او د ملګرو ملتونو ټولو میثاقونو په اشغالګر او غاصب باندي دا لازمي ګرځولی چي د بیت المقدس وضعیت ته بدلون ورنکړي او داسي کړني سرته ونه رسوي چي ددي خلاف وي، نو د امریکي اداره هم باید پدي پوهه شي چي دا کومه امپراطوري نده چي په نړۍ به حکومت کوي او د ولسونو سرنوشت به ټاکي او د هغوی حقونه او مقدسات به پایمالوي.

شپږم: د لویو علماؤ هیئت خبرداری ورکوي چي د صهیوني اداري سره د نورمالو اړیکو د رامنځته کیدو هڅي باید ترسره نشي تر هغه پوري چي د اشغال شویو عربي ځمکو څخه په شا نشي او داسي فلسطیني مستقل دولت رامنځته نشي چي پلازمینه يي بیت المقدس وي.

اووم: د لویو علماؤ د هیئت اداره به همداسي غونډو ته ادامه ورکوي ترڅو شیبه په شیبه د بدولونونو څارنه وکړي او د بیت المقدس په ملاتړ د نړیوال کنفرانس لپاره لازمي سپارښتني وړاندي کړي چي ټاکل شوي ده راتلونکي جنوري د میاشتي په 17 او 18 نیټه د ازهرشریف او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا په ګډه مرسته ترسره شي.   

Print
5510 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.