پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

لوی امام هیله ښودلي ده چي د 2018م کال به د ښیګڼي سولي عدالت او د زغم کال وي ترڅو د بی وزلو او محرومو خلکو د دردونو لپاره دوا شي
Anonym
/ Categories: Main_Category

لوی امام هیله ښودلي ده چي د 2018م کال به د ښیګڼي سولي عدالت او د زغم کال وي ترڅو د بی وزلو او محرومو خلکو د دردونو لپاره دوا شي

 

د ازهرشیخ او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا رئیس لوی امام استاذ دکتور احمد الطیب هیله ښودلي ده چي د 2018م کال به د ټول بشریت لپاره خیر ښیګڼي او د سولي کال وي، او غوښتنه يي کړي ده چي په ټوله نړۍ کښي د زغم او د ګډ ژوند کلتور د خپراوي لپاره ټول کار وکړي او دنژاد پرستۍ تندروۍ او د ترهګرۍ ټولي پدیدي له منخه یوسي.

لوی امام ټینګارکړی چي د نوي کال په راتګ سره مونږ ټولو باندي لازمي ده چي په ګډه سره د عدالت او د برابرۍ د ارزښت د خپراوي لپاره کار وکړو، او په ټوله نړۍ کښي د بي وزلو محرومو او مظلومو خلکو دردونو لپاره دوا شو ترڅو د بیلابیلو ټولنو د خلکو ترمنځ د خبرو اترو کلتور خپور شي.

لوی امام همدرانګه ټینګارکړی چي د تیرو کلنو تجربي او د پخواني او اوسني تاریخ پاڼي پدي ټینګار کوي چي د بشریت لپاره سوله او هوساینه داسي چاره ده چي ویش نه قبلوي، او دا ناممکنه ده چي د نړۍ یوه برخه کښي دي سول او هوساینه وي اوبله برخه دي د ګډودیو او د محرومیت په اور کښي سوځيږي، نو له همدي لپاره نړیواله ټولنه باید پخپل پوره ځواک سره د یوي داسي نړۍ لپاره خوځښت وکړي چي د لوږي بي وزلۍ او بي توجهۍ څخه خالي وي، د افریقا په لویه وچه کښي لوږه په بورما کښي ظلمونه د فلسطین اشغال او د فلسطیني ولس د حقونو او د سپیڅأو ځایونو د له منځه وړلو هڅي دا ټول هغه ضروري مسائل دي چي په نوي کال کښي باید نړۍ ورته پاملرنه وکړي.

لوی امام الله جل جلاله ته خپل لاسونه لپه کوي ترڅو نوی کال زمونږ د ګران مصر همدانګه عربي او اسلامي نړۍ د پرمختګ او ترقۍ لپاره د کار، ورکړي، کوښښونو، او د هڅو کال وي، ترڅو په ګډه سره د نړۍ د پرمختګ او ودي لپاره کاروکړو چي په ترڅ کښي د ټول بشریت لپاره امنیت سوله هوساینه رامنځته شي او غوره راتلونکی ولري.

Print
4804 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.