پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

په پرتګال کي د لوى امام او د ازهر د شيخ وينا. 2018
Anonym
/ Categories: Main_Category

په پرتګال کي د لوى امام او د ازهر د شيخ وينا. 2018

بسم الله الرحمن الرحيم

د اوسنیو ټولنو کړکیچ او دیني ارزښتونه

له تاسو ټولو څخه مننه کوم او ښه راغلاست درته وایم:

 د نن ورځي خبري چې زه یې تاسو ته وړاندي کوم د ازهر شریف او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا د مسئولیتونو اود فعالیتونو په لړ کې راځي چې هڅه کوي ترڅو د ختیځ او د لویدیځ ترمنځ د خبرو اترو بنسټ پراخه کړي او پدغه ډګر کښي د اروپا افریقا او د آسیا د لویو وچو په بیلابیلو پلازمینو کښي دا پلي کړي.

ددغه فعالیت موخه داده چې یو انسان د بل ورور انسان سره د تمدن د پیژندني په برخه کښي اړیکي ټینګي کړي د هغوی ترمنځ که هر څومره توپیر موجود وي او د هغوي نژاد ژبي عقیدي او ادیان توپیر ولري همدارنګه د هغوي کلتورونه دودونه او رواجونه یو له بل سره توپیر ولري خو بیا هم یو له بل سره اړیکي پیاوړي کړي او پدي باندي ټینګار وکړي چې پخپلو منځو کښی دیني ګډ شیان لري او همدارنګه مؤمنان او هغه څوک چې په اسماني ادیانو باندي باور لري د هغوي ترمنځ ګډ دیني شیان شته همدارنګه د هغو کسانو ترمنځ چې په اسماني ادیانو باندي باور نلري خو ادیانو ته احترام کوي نو هغوی ددي په اهمیت باندي پوهیږي چي ادیان د اوسني نړۍ د پرمختک په لاره کښي څومره رغنده رول لوبولی شی او کولای شي چې اوسنې نړۍ بیرته په کومه لاره روان کړي دا وروسته لدی چې د سمي لاری څخه وتلي ده او همدارنګه دیته نژدي شوی ده چې د اخلاقي ځان وژني سره مشابه کړای شي او په یو عام ګډوډي کښی غرق کړی شوي ده چي لدي مخکښي هیڅکله د بشریت تاریخ داسی حالات ندي پیژندلي.

درنو حاضرینو ښایي ټولو ته دا څرګنده شوی وي چې هغوی شرقیان وي او که غربیان چې زمونږ اوسنی نړۍ نن ورځ په بیلابیلو سختو کړکیچونو باندي تیریږي چې په سر کښی هم اقتصادي کړکیچ دی چې په ترڅ کښی بي وزلي او لوږه رامنځته شوي ده او همدارنګه ځوانان بیکاره شوي او پورونه پري زیات شوي او د بډایانو او د بي وزلو ترمنځ فاصله زیاته شوي ده همدارنګه د چاپیریال کړکیچ او د اوسني نړۍ سیاست کړکیچونه رامنځته شوي دي چې په ترڅ کښی ناوړه کړکیچونه جګړي او همدارنګه د نړۍ په کچه د واک د پراختیا لپاره هڅي ترسره کیږي او همدارنګه ګډوډي خپره شوي ده چې په ترڅ کښی کورني نظام له منځه تللی او ښځو ته هیڅ پاملرنه نه کیږي([1]) او ددي ترڅنګ ځیني نور کړکیچونه او ستونزي اخلاقي ټولنیز او بشري ناروغیاني  شته چې د یوویشتمي پیړۍ انسان ته یې نا امیدي او ناکامي رسولی ده او په هغه باندي یې د ژوند خوند خراب کړي پداسي ډول چې د هغه باک او ضمیر نا آرامه کړی دی.

دغو کړکیچونو د لویدیځ پوهان او دیني علماء دیته وهڅول چې پدي کښی فکر وکړي او هغه څه له منځه یوسي چې د نړۍ په ګوډ ګوډ کښي رامنځته شوی او همدارنګه هغه توری وریځي لري کړي چې ویجاړي او غرقول رامنځته کوي او پدغه ډګر کښی نظر او فکر وکړي چې په ترڅ کښي یې نړیوال کنفرانسونه رامنځته کړل چې مهم کنفرانس یې د نړۍ د ادیانو دوهم کنفرانس وو چې په هغي کښی د بیلابیلو ادیانو استازي رابلل شوي وو او د نړیوال اخلاقو ترنامه لاندی دغه کنفرانس رامنځته شوی وو ترڅو یو نوی نړیوال نظام رامنځته کړي چې ددغه کړکیچونو څخه مونږ وباسي او ثابت او معلوم لارښوني وکړي او هغه پداسي ډول سره چې داسي یو کلتور ته پابند ووسو چې د تاوتریخوالی څخه خالي وي او ټولو ژوندي مخلوقاتو ته درناوی ولرو او یو د بل سره د همکاری کلتور عام کړو او یو بشپړ عدالت لرونکی اقتصادي نظام رامنځته کړو همدارنګه د زغم او د نرمښت کلتور ته پابندي وکړو او د سړي او د ښځي ترمنځ په حقوقو او واجباتو کښي د برابروالي کلتور رامنځته کړو([2]).

دغه بیانېي ته په درنښت او په لوړ نظر لیدلی شي ځکه چې دغه بیانیه ددی لامل شوه چې خبرداری ورکړي ترڅو هغه مهم رول چې دیني علماء د نوي نړیوال نظام په جوړونه کښی ادا کولی شي ترسره کړي او هغه پداسی ډول سره چې لومړي دوی پخپلو منځو کښی د دایمي سولي او روغه جوړي د رامنځته کولو لپاره کار وکړي مخکي لدي چې د خلکو ترمنځ د سولي زیری ورکړي دا ځکه چې ترڅو په هغوی باندي دغه د حکمت څخه ډکه وینا تطبیق نشي چې وايي: د چا نه چې یو څه ورک شوی وي هغه بل چاته نشي ورکولی د همدي لپاره لومړي باید دوی پخپلو منځو کښی دا کار رامنځته کړي همدارنګه دغه بیاني دیته اشاره کوي چې په نړۍ کښي سوله ترهغه وخته پوري نشي راتلی ترڅو چې د ادیانو ترمنځ سوله نوي راغلی چې یو د بل درناوی وکړي او د ادیانو ترمنځ سوله د دوي ترمنځ د خبرو اترو پرته نشي رامنځته کیدلی او د بشریت بقاء د نړیوالو اخلاقو پرته نشي کیدلی.

مونږ په بشپړ ډول سره ددغه مسائلو تائیدي کوو او ورسره په اتفاق یو که چیرته مقصد ددي څخه دا وي چې اخلاقي ادیان د خلکو په منځ کښی عام کړی شي ترڅو د هغوي ناوړه کړني له منځه ولاړ شي ځکه چې ادیان په ډیر لوي شمیر کښی اخلاقي کړني لري چې په ترڅ کښي عدالت او برابروالی رامنځته کیدلای شي او په ترڅ کښی خلکو ته دا وریاد کړي چې سوله باندي زیاته پاملرنه وکړي ځکه چې سوله د خلکو لپاره د خوړو او د څښاک په څیر یو ضروي کار دي.

او که چیرته مقصد لدي څخه دا وي چې د ادیانو ترمنځ د هر څه د مخه باید سوله رامنځته شي چې دا دي منفي معني ته اشاره کوي او هغه دا چي هغه جګړي باید ودرولي شي  چې ادیانو د هغي اور بل کړی او ددي مسؤلیت او همدارنګه د ویني د توییدو مسئولیت په ادیانو باندي واچول شي او د هغه مقولی او وینا تاکید وکړی شي چې وایې په جګړوکښي اصلی لامل دین دی نو زما په آند د بیلابیلو ادیانو علما دا خبره نه مني او پدي باندي باور نلري بلکي ددی برخلاف فکر لري او هغه دا چې د الهي دین نه موجودیت او یا دا چې د هغي لري کول او یا دا چې د صحني څخه لمنځه وړل او یا دا چې هغي ته سپک کتل او په الله جل جلاله باندی د ایمان لرلو باندی ملنډی وهل او نافرماني کول او د دیني اخلاقو څخه سرغړونه کول دا پخپله د جګړو رامنځته کیدو بنسټ او لامل وو او دا ددي لامل شوی وو چې د مخکینې پیړي او د یویشتمي پیړی په سر کښي جګړه رامنځته کړي یویشتمه پیړۍ چې د علم او د پرمختګ پیړۍ ده او د بشري حقوقو د ساتني او همدارنګه د نړیوالي سولي او د قوانینو د ساتني پیړۍ وه، مونږ ددي څخه هم انکار نه کوو چې بیلابیلي ناوړي جګړي رامنځته شوي دي چې څو لسیزو دوام کړی او په هغي کښی د دین څخه ګټه پورته کړی شوی او دین یې د خپلو جګړو د پرمخ وړلو لپاره کارولی دی خو دین د دغو جګړو د قربانیانو په سر کښي راځي او پدي کښی ډیر تاوان یې کړی دی او ددي اقرار هیڅ کله هم نه کوي.

درنو علماؤ اجازه راکړۍ چې خپله حیرانتیا ښکاره کړم ترڅو څوک چې دغه وینا وړاندی کوي چې ګویا دین د جګړو د رامنځته کیدو لامل دی او دا زمونږ د ځوانانو ذهنونو ته وراچوی بلکي زمونږ بیلابیلو علماؤ ته هم دا وړاندي کوي او هغوي پدي باندي مجبوره کوي چې ورسره دا ومني چي د بشريت د پرمختګ او د سولي د رامنځته کیدو لپاره بله لاره نشته مګر دا چې دین د خلکو د ژوند او د لارښونو د مرکزونو څخه وویستل شی او د ټولني څخه لري کړای شی او همدارنګه دا یو فردي کار وګرځولی شي چې د مؤمن د زړه څخه بل چیرته تجاوز نکوي پداسی ډول سره چې د ټولنو په سلوک کښی هیڅ اغیزه ونلري برابره خبره ده چې دغه اغیزه کمه وي اوکه زیاته دغه ډول خبری او باور وړاندی کول ددی لامل شوي دي چې د الحاد دروازي پرانستلی شي او زمونږ د ځوانانو په وړاندي یې بیلابلیي ستونزی رامنځته کړي دي او پدي سره ددغه زماني انسان ترټولو غوره شئ چې د یو مخلوق په توګه باید ولري چې هغه اخلاق دي هغه ورڅخه لمنځه تللی ځکه چې اخلاق دده په فطرت او په طبیعت کښي موجود دي، علمي حقیقت ددي ښودنه کوي هغه کار چې بیلابیل لاملونه ولري صحي نده چې د هغي په تفسیر کښي یو سبب ته اشاره وکړی شي.

په تیر او اوسني زمانه کښی څیړني دا وایي چې دین یواځي بسنه نکوي چې مونږ د جګړو د رامنځته کیدو تعبیر پري وکړو ځکه چې د جګړو د رامنځته کیدو اسباب ډیر دي چې پدي کې نفسی ټولنیز او اقتصادي اسباب راځي او د دین څخه پرته نور لاملونه هم شته لکه د واک او د ځواک د خپلولو سره مینه همدارنګه په هیوادونو باندی د تیري کوونکو د مخنیوي لپاره په خلکو لازموي چې د هغي څخه دفاع وکړي او همدارنګه د خپلو کلتورونو او ځانونو ساتنه وکړي همدارنګه بل لامل یې دا دی چې ځیني هیلي لري چې د نورو په درامدونو باندي  برلاسې شي او همدارنګه د برلاسې مینه ده چې ځیني هیوادونه یې لري همدارنګه ځیني د وسلو سوداګر دی چې غواړي جګړه دوام وکړي او هڅه کوي چې باید کړکیچونه همداسي دوام پیدا کړي([3]).

ځیني داسي ګومان کوي هغه خبري چې زه تاسو ته کوم دا د ادیانو د بډایني مثالونه دي چې مونږ ډیر اوریدلي دي او زمونږ ژوند لدي څخه پرته هم پرمخ ځي او په هغه ډول یې مخ ته بوځو لکه څنګه چې مونږ یې خوښوو او هیله ورته لرو بغیر لدي چې اخلاقي او ایماني عقاید او قواعدو ته اړتیا ولري او همدارنګه بغیر لدي چې جزیئات او لدي پرته نورو مسائلو ته اشاره وکړی شي خوددغه ګومان او ددي په څیر ګومان کونکي په غوره حالت کښي ندی بلکي دوي د بشریت د واقعیت څخه ناخبره دي او د هغی په پوهه باندي نه پوهیږي او همدارنګه دوی پدي کښي عاجزه پاتي دي چې د هغي اړخونه او مسئولیت ومني چې لومړی په بل چا باندي احساس کول او د هغي څخه مرسته کول ترڅو خپل بشپړ حقونه ترلاسه کړي چې په سرکښي د  ژوند حق دی او په سوله کښی د هغه ژوند دی او د غه کوتاهی پخپله ددي ښودنه کوي چې باید دین موجود وی او دین د خلکو په ژوند کښي ډیر لوي اهمیت لري ځکه دین یواځیني هغه ځواک دی چې مسلمان لدي څخه ساتي چې د یو چا د شخصي غوښتونو او همدارنګه د ظلم ښکار شي او همدارنګه ددی څخه ساتي چې د خپل ځان ساتنه وکړي او خپله خوښی رامنځته کړي اګر که دا د نورو په سرونو باندي هم وي بلکي دین یواځینی هغه ویښونکی دی چې د مسئولیت  غږ کوي او ضمیر دیته هڅوي ترڅو د بشریت په وړاندي خپل مسئولیت ادا کړي او زه ګومان کوم چي دغه اخلاق د غوراوي او د سم پرمختګ لپاره چې افراد رامنځته کوي او همدارنګه د هیوادونو او د ولسونو لپاره یوه بهترینه تله ده.

ددي لپاره یوه بیلګه وړاندي کوم چي دین د هغي غوښتنه کړی او مونږ پري باور لرو هغه دا چې د دفاع پخاطر د الله جل جلاله په لاره کښي او د کمزورو سړیو ښځو او ماشومانو د ژغورني په لاره کښي جهاد يي برابر ګرځولی([4]) لکه چي الله جل جلاله فرمايي: ﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا﴾ [النساء: 75] ژباړه: «اخر څه دليل دى، چي تاسي د الله په لاره کښي د هغو بېوسو نارينه، ښځو او ماشومانو په خاطر نه جنګېږئ چي كمزوري کړای شوي، تر فشار لاندي نيول شويدي او فريادونه كوي چي: «اې زموږ ربه، موږ له دې وطنه چي اوسيدونكي یې ظالمان دي وباسه؛ او له خپل لوري څخه زموږ كوم سرپرست او مرستندوى پيدا کړه».

یوه بیلګه درته وړاندي کوم چې پکښي د بل چا لپاره د قربانۍ ښودنه کوي اګرکه هغه له تا سره په دین کښي هم اختلاف ولري، الله جل جلاله چې مسلمانانوته د جهاد اجازه ورکړه نو دا د دوو کارونو لپاره وه:

لومړۍ: د هغه ظلم لیري کولو لپاره ېي د بت پرستانو ظالمانو له لوري پري سرته رسیدلو.

دوهم: په الهي ادیانو باندي د باور کوونکو چې پکي یهود عیسویان اومسلمانان راځي د عقیدي او دیندارۍ د آزادۍ د حق ساتنه وه لکه چې الله جل جلاله فرمايي: ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ * الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴾ [الحج: 39-40] ژباړه: «هغو كسانو ته (د جکړې) اجازه ورکړه شوه چې پر خلاف یې په جګړه لاس پوري کیږي، ځكه چې هغوى مظلومان دي؛ او الله په يقيني ډول د هغو د ملاتړ وس لري.، دا هغه كسان دي چې له خپلو كورونو څخه په ناحقه وايستل شول، یوازي پدې جرم چې هغوى وايي: «زموږ رب الله دى». كه الله خلك يو د بل په وسيله دفع نکړي، نو خانقاوي، كليساوي، عبادتخانې او جوماتونه چې په هغو کښي د الله نوم ډېر زيات اخيستل کیږي، ټول به ونړول شي. الله به هرو مرو له هغو كسانو سره مرسته وکړي، چي د هغه مرسته وکړي. الله ډېر زورور او برلاسى دى».

پدغه آیات کښي په ښکاره ډول څرګنده شوي ده چې په اسلام کښي د جګړي د روا کیدو د لاملونو څخه لومړۍ لامل د مظلومو خلکو سره مرسته کول دي ترڅو د هغوی دا حق پرځای شي چې د نورو په څیر په امن کښي ژوند وکړي، دا یو داسي غوښتنه ده چې سالم عقل د هغي په مشروعیت او روا والي کښي هیڅ شک نکوي لدي څخه دا هم څرګندیږي چې په آیات کښي جګړه ددي لپاره روا شوي ده ترڅو د شرک او مشرکانو د بریدونو په ضد د آسماني ادیانو څخه دفاع وکړي، پدغه ځای کښي عجیبه خبره دا ده چې په اسلام کښي یواځي ددغه دین ددفاع لپاره جګړه نده واجب شوی بلکه د نورو اسماني ادیانو د عبادت د آزادۍ د حق د ساتني لپاره هم لازم شوی، ددغه آیات په تفسیر کښي ابن عباس رضی الله عنه وايي: د اسلام مبارک دین او د هغي تابعداران د اهل ذمه ؤ څخه به دفاع کوي([5]) مفسرینو څخه د خانقاو عبادتخانو او کلیساو په هکله پوښتنه وشوه چې د اسلام د پلان لاندي راځي، د هغوی ځواب دا ؤ چې دغه ټول ځایونه د مومنانو په ځایونو کښي داخلیږي اګرکه پدي کښي عبادتونه توپیر کوي، امام رازي رحمه الله ددغه ځایونو څخه د دفاع معنی یواځي د موسې او عیسې علیهم السلام پوري ځانګړی کړی ندی بلکه ټینګار يې کړی چې د اسلام د مبارک دین موخه ددغه ځایونو د دفاع څخه دا ده چې دغه ځایونه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په وخت کښي ړنک نشي ځکه د هغه د وینا سره سم پدغه ځایونو کښي د الله جل جلاله ذکر کیږي نو دا د بوتانو د عبادت ځایونو په څیر ندي([6])، نو پدغه مبارک آیات کښي د مسلمانانو پرته د نورو اسماني ادیانو د پیروانو د عبادت ځایونو د دفاع امر هم شوی.

 دغه تفسیر چې زه یي تاسي ته وړاندي کوم د مجاملي په ډول دا خبري نه کوم بلکي دا هغه تفسیر دی چې پخپله د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په ژوند کښي چې د میلادی کال اوومه پیړۍ وه څرګند شوی دی او مسلمانانو د بیلابیلو زمانو او نسلونو په ترڅ کښي مونږ ته رانقل کړي دي او دوي د ابن عباس رضی الله عنه د تفسیر بیان کړی چې هغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تره او نږدی شاګرد یې وو بیا له هغه وروسته د هجرت په څلورمه پیړۍ باندي د طبری تفسیر او د هجرت په اوومه پیړۍ باندي امام رازي دغه تفسیر کړی دی دا هغه تفسیرونه وو چې ما ددي زده کړه کړی ده په هغه وخت کښي چې زه د تیری پیړۍ په پنځوسمو او شپیتمو لسیزو کښي په ازهر کښی شاګرد وم او نن ورځ مونږ دا خپلو شاګردانو ته ورښایو په ځانګړی توګه د ازهر د اصول دین د تفسیر په څانګه کښي مونږ دا خپلو شاګردانو ته وړاندي کوو.

هغه څه چې ددي د بیانولو څخه زه غواړم تاسو ته ووایم هغه دا دي هغه اخلاق چې د ادیانو لخوا وړاندی شوي دي او دغه ادیان ددي لپاره مرجع او د هغي اصولو لپاره قاعده ګرځیدلی ده او همدارنګه د هغه د فروعاتو لپاره یو مصدر دی دا هغه اخلاق دي چې د مادي اخلاقو په وړاندی مقاومت کوي چې په دین باندی غالبه شوي او عبثیات یې وړاندي کړی دي تر اوسه پوري دوه پیړۍ دغه عبثي اخلاقو باندي تیر شو چې په ترڅ کښي بیلابیلي جګړي رامنځته شو او له کبله یې په زرګونه بیګناه خلک ووژل شو زه د دوو نړیوالو جګړو او یا د هغي پرته د تیرو پیړیو د جګړو یادونه نه کوم چې په اروپا او نورو ځایونو کښي رامنځته شوي بلکي زه د هغو عبثو جګړو یادونه کوم چې زمونږ په هیوادونو کښي رامنځته شوی دي زه د هغه دولت یادونه کوم چې په بشپړ ډول ویجاړ کړای شو او په څو ساعتونو کښي په هغي باندی بمبار وشو او تر نن ورځي ویجاړ پاتی شو زه د عراق په هکله خبري کوم چې د ۲۰۰۳ میلادی کال کې ورباندي دا جګړه رامنځته شوه چې ترشا یې ویجاړي دردونه او غمونه پریښودل چې لاتراوسه پوري پای ته ندي رسیدلی زه د سوريي په هکله خبری کوم چې په هغي کښي دا څرګنده شوي ده چي د دوو اسلامي مذهبونو ترمنځ جګړه نده چې هغه سنیان او شیعه ګان دي لکه څنګه چې ځیني په خباثت ډول باندي ددي رواج کوي بلکي دا خبره څرګنده شوي ده چې دلته د دوو نړیوالو مذهبونو ترمنځ جګړه روانه ده چې دغه خاوره کښی یې د خپلو وسلو د صادرولو لپاره یو بازار موندلی دی او وینی تویوي زه تاسو ته خپلو سپیڅلو ځایونو او ستاسو د سپیڅلو ځایونو په هکله خبري کوم چې په فلسطین کښي موجود دي او نن ورځ دغه سپڅيلي ځایونه د ځواک او د ظالمانو ترولکي لاندی دي چې د ویجاړي او د خلکو د شړلو سیاست یې غوره کړي دي همدغه خبری د یمن او د لیبیا او د نورو هیوادونو په هکله هم کولای شو زه د هغه ویجاړي سیمي په هکله خبري کوم چې د وینو ډنډونه پکښي رامنځته شوي دي او همدارنګه د بي وزلي ناروغۍ او د وژونکو وسلو د تجربو لپاره یوه سیمه ګرځیدلي ده.

ددغه ټولو ناوړه ویجاړیو او تاوتریخوالو ترشا چې په ترڅ کښي د منځني ختیځ ولسونه ورڅخه کړیږي یو بنسټیز لامل شته او هغه دا چې لویدیځوالو پرمختګ کړی دی او د ځواک خاوندان شوي دي او دغه قوت یې د اوسني عصر او زماني څخه ترلاسه کړی دی او د دین سره یې پریکون اعلان کړی دی او خپل شا یې هغه بشري تراثو ته اړولي ده چې په هغي کښي خزاني موجودي دي او په هغي کښی  صحیح معلومات او هغه اخلاق موجود دي چې په الهي وحي سره راغلي دي او د د غه نوي زماني او عصر سره انسان خپل واقعي هویت دلاسه ورکړی دی او هغه یې په ماهیت باندي بدل کړی او همدارنګه خپل دغه صفت یې چې یو عاقل مخلوق دی لري کړی دی او خپل ځان ته یې یو مادي او اقتصادي مخلوق صفت ورکړي دي دا انسان داسي زړه نلري چې ودر دیږي او د بل چا په بدبختیو او ویجاړی باندی خفه شي بلکی دده زړه یواځي د صناعت سوداګرۍ او په بازار کښي د توکو او پیسو د عرض طلب او د بازار د پرمختګ او همدارنګه د بازار د نرخونو د ټیټوالي او پورته والي پوري تړلی دی([7]).

درنو حاضرینو زه نه غواړم چې په تاسو باندی لدي څخه زیات بوج راولم هغه څه چې زه غواړم تاسو ته پری ټینګار وکړم هغه دا چې زه دلته ددي لپاره نه یم راغلی چي  تاسو ته د اسلامي دین صفت وکړم بلکي زه تاسو ته ددي لپاره راغلي یم چې تاسو ته دا بیان کړم چې د اسلام مبارک دین د نورو الهی ادیانو په وړاندي څومره پراخ نظر لري او خپلي دروازي یې پرانستلی دي او هغه پداسی ډول سره چې الهي بیلابیل ادیان نشته بلکي ټول یو دین دی چې ټولو انبیاؤ او رسولانو د آدم علیه السلام څخه نیولی بیا نوح ابراهیم موسې او عیسې علیه السلام او همدارنګه د محمد صلی الله علیه وسلم باندي پایته رسیدلی او ټولو د یو الهي دین زیری خلکو ته ورکړي او د الهي او اسمانی رسالتونو ترمنځ ګډ عناصرو څخه چې د عقیدي څخه وروسته راځي هغه اخلاق دي چې په لسو وصیتونو او همدارنګه د جبل په لارښونو او د قرانکریم په لارښونو کښي راغلي دي مونږ مسلمانانو په قران باندي ایمان تر هغه پوري نه بشپړیږي مګر دا چې د ابراهیم علیه السلام په صحیفو د موسې په تورات د عیسې علیه السلام په انجیل باندي هم باور ولرو مونږ پخپل سپیڅلي کتاب کښي لولو چې الله جل جلاله تورات او انجیل ته د نور او د هدایت صفت ورکړی دی او قرانکریم د هغي داوړو تصدیق کونکي دی او انبیاء ټول سره ورونه دي دوی يې د هغه ورونو سره مشابه کړي چې د یو پلار او د بیلابیلو مورګانو څخه وي لکه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د یو پلار صفت یی الهي دین ته ورکړی چې په هغي کښي ټول سره برابر دي او د یو بل سره تړلي دي او بیلابیل مورګانی لري چې دایي د شریعتونو د حلالو او حرامو احکامو سره مشابه کړي دي او دا یې د زماني او د ځاي په بدلیدو سره تړلي چې یو شریعت د بل شریعت څخه توپیر لري همدارنګه مونږ پدی باور او ایمان لرو چې عیسې علیه السلام د الله جل جلاله رسول دی او یو روح ؤ چې مریم ته يې لیږلي ؤمونږ په قران کښي د عیسې علیه السلام د تابعدارانو صفت پداسي ډول سره کوو چې هغوی مسلمانانو ته په مینه او محبت کښي ډیر نژدی دي او الله جل جلاله د هغوی په زړونو کښي نرمښت اچولی دی چې د زماني په اوږدو کښی هغوي د نورو څخه توپیر لري الله جل جلاله فرمایي: ﴿وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً﴾ [الحديد: 27] ژباړه: « او كومو كسانو چې د هغه پيروي غوره کړه، د هغو په زړونو کښي موږ خواخوږي او رحم واچوه».

اسلامي تاریخ هم د مسلمانانو او د عیسویانو ترمنځ ددغه میني شاهد دی اسلامی تاریخ د پیل څخه تراوسه پوري د مینی او د محبت بیلابیلي پیښي ثبت کړي دي دا خبره ثابته ده چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغه صحابه چې بي وزلي او کمزوري وو په مکه مکرمه کښي د بت پرستانو لخوا د سخت عذاب سره مخامخ شو او کله چې په هغوی باندي تنګسیا راغله نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغوی ته امر وکړ او هغوی یې یو عیسوي دولت ته ولیږل چيېیو عیسوي پاچا یې لرلو او هغه حبشه وه او پاچا یې نجاشي وو مسلمانانو هلته دوه ځلي هجرت کړی دی او د هغوی ترڅنګ يې په ښه ډول سره ژوند کړی دی او د هغه خلکو له لوري پري پاملرنه کیده او ساتنه یې کیدله او ښه میلمه پالنه یې کړی ده او د هغوی د دین ساتنه یې کړي ده او په حبشه کښي يې هغوی د نورو د زوروني او د نیوني څخه بچ کړي دي.

والسَّلامُ عَلــَـيْكُم ورَحْمَـةُ اللهِ وبَرَكَاتُه؛

په لشپونه کښي په لاندي نیټه ولیکل شو:                                احمد الطیب                  د جمادی الآخر26نیټه 1439ه. 14 مارچ 2018م.                              د ازهر شیخ

 

([1]) طه عبدالرحمن د نړیوال اخلاقو حدود لومړۍ ګڼه جون 2008م، پدي کښي دکتور طه د نړیوال اخلاقو د اعلان  په هکله چي په 1993م کال کښي په شیکاګو کښي صادر شو خبري کړي او پدي باندي يي نیوکه کړي ده ځکه چي په اخلاقي برخه کښي يي دین د مرجع په توګه نده ټاکلی او وړاندیز يي کړی اسلام باید د مرجع په توګه غوره کړي ځه اخلاقو له پلوه بډايي دین دی.

([2]) هانز کینګ د اخلاقو لپاره نړیوال معیارونه ولي دي؟ د نړیوالتوب په زمانه کښي دین او اخلاق، ژباړه: ثابت عید وړاندي کونکی: محمد عماره ص (262-272) دار عید زیوریخ 2010م.

([3]) مخکینی مصدر 20.

([4]) د استاذ عقاد چي په قرآني فلسفه کښي وړاندي کړي د اسلامي عقائدو موسوعه 5: 31- 32 عصري مکتبه 2015م.

([5]) الرازي پخوانی مصدر ص 41.

([6]) پخوانی مصدر.

([7]) دغه کلمي د استاذ عقاد د کتاب څخه اخیستل شوي 13 کرښه.

Print
7221 Rate this article:
5.0

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.