پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

ازهر شریف  جنسي ځورونه شرعا حرام او غندل شوی سلوک او کړنه ده چې په هیڅ ډول جواز نلري
Anonym
/ Categories: مقالات

ازهر شریف جنسي ځورونه شرعا حرام او غندل شوی سلوک او کړنه ده چې په هیڅ ډول جواز نلري

ازهر شریف

جنسي ځورونه شرعا حرام او غندل شوی سلوک او کړنه ده چې په هیڅ ډول جواز نلري

ازهر شریف په وروستیو کښي د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لاري د جنسي ځوروني بیلابیلي واقعي له نږدی څارلي، تر دي چې دغه پیښي په ځیني حالاتو کښي دي کچي  ته رسیدلي چې د جنسي ځورونکو له لوري په هغه چا باندي چې د ښځو د حیا او ناموس ساتنه يې کوله برید پري ترسره شوی، له همدي کبله ځيني خلک دا هڅه کوي چې د ښځو کالي د جنسي ځورونکو د سلوک لپاره یوه پلمه وګرځوي او یا هم ښځه پدغه ګناه کښي د جرم کوونکي سره شریکه کړي.

 پدغه ډګر کښي ازهر شریف پدې ټینګار کوي چې جنسي ځورونه که په اشاري سره وي او یا په خبري سره او یا هم په کړني سره حرام او ناوړه سلوک دی چې کوونکي یې شرعا ګنهګار دی همدارنګه دا داسي کړنه ده چې برابر او سم نفسونه تری نفرت کوي او کونکي ملامتوي او همدارنګه په ټولو قوانینو او شریعتونو کښي دا یو جرم ګڼل شوی لکه چې الله جل جلاله فرمایي: «وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنٰتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًا» ژباړه: (او كوم كسان چې مؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو ته بي ګناه په ناحقه اذيت رسوي، هغوی د يوغټ بهتان او ښكاره ګناه پيټي پر خپلو اوږو اخيستي دى(.

ازهر شریف ټینګار کوي چې جنسي ځورونه په مطلق ډول بغیر له کوم شرط څخه یو جرم دی او ځورونکي يې مجرم دی، د ښځو د جامو سره د جنسي ځوروني تړل یو غلط تعبیر دی ځکه چې په جنسي ځورونه کښي د ښځي په ځانګړتیا آزادۍ او کرامت باندي تیری دی، همدارنګه د دغه ناوړه پدیدی خپراوی د دی لامل کیدلای شي چې د امنیت احساس لمنځه ولاړ شي او په ناموس او حرمت باندي تیری وشي.

ازهر شریف پدې ټینګار کوي چې د ټولنو وده او پرمختګ پدغو ټولنو کښي ښځو ته په چال چلند او هغوی ته د درناوي له لاری اندازه کیږي چې هغوي څومره د خونديتوب او د امنیت احساس کوي کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم اراده وکړه چې د اسلام د شان لوړوالی او د هغې د ارکانو د استقرار ښودنه وکړي نو په امنیت باندي د ښځو د احساس اشاره یې وکړه لکه چې په حدیث کښي راځي: ته به یوه مسافره ښځه وګوری چې د کوفی د حیری سیمی څخه راځي او د کعبی څخه طواف کوي او د الله جل جلاله څخه پرته د بل چا څخه نه ویریږي.

او پدې لاره کښي ازهر شریف غوښتنه کوي چې د جنسي ځوروني لپاره داسی قوانین رامنځته شي چې کونکي ته سخته جزاء ورکړل شي، همدارنګه د اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوي چې د جنسي ځوروني د مخنیوي او د خطرونو په هکله عامه پوهاوي رامنځته کړي او خلکو ته د هغي ناوړه اغیزي چي په اخلاقو او ابرو باندي راځي بیان کړي په ځانګړي توګه ماشومانو جنسي ځوروني مخنیوی وشي، او پدی ډګر کښی د رسنیو له لاری بیلابیل داسی پروګرامونه وړاندی شي چي خلکوته وښائي چي  د جنسي ځورونی په وخت کښی د هغي د مخنیوي لپآره څه ترسره کړي ترڅو د جنسي ځوروني مخنیوی وشي او د هغه ښځو ساتنه وشي چې جنسي ځورونه پری ترسره کیږي، همدارنګه د ټولو رسنیو څخه غوښتنه کیږي چې د هغو پروګرامونو د خپراوي څخه ډډه وکړي چې جنسي ځوروني ته لارښودنه کیږي او یا هم په کوم ډول نور خلک دیته هڅول کیږي.

Print
5502 Rate this article:
5.0

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.