پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

په قزاقستان کې د ښاغلي لوى إمام وينا
Anonym
/ Categories: مقالات

په قزاقستان کې د ښاغلي لوى إمام وينا

د ګومالیف اوراسي د ملي پوهنتون رئیس استاذ دکتور یارلان باتا چیفس سیدیکون.

د پوهنتون درنو استاذانو  شاګردانو د غونډي ټولو ګډونوالو ښاغلو او آغلو السلام علیکم و رحمه الله و برکاته!

خوښ ګڼم چې د خپلو  خبرو په پیل کښي له تاسو څخه مننه وکړم او ستاسو د پوهنتون رئيس استاذانو شاګردانو او کارکونکو څخه مننه وکړم چې ماته مو بلنه راکړه ترڅو ددغه لوی پوهنتون څخه لیدنه وکړم داسي پوهنتون چې د سیمي د ولسونو ډیری هیلي یې پوره کړي دي او ددي هیله لري چې د نړۍ د پوهنتونونو او علمي ادارو په منځ کښي د تعلیم يه برخه کښي مناسب ځای لاسته راوړي برابره خبره ده چې هغه علمي وي که کلتوري، هنري او یا هم مسلکي وي، ستاسو د اوراسیه دغه پوهنتون څلورم میلادي کال یې لا ندي پوره شوی چې د اروپایي او سیمه ایزو پوهنتونونو د رابطي یو غړی ګرځیدلی دی همدارنګه د نړۍ په کچه د بیلابیلو نړیوالو سازمانونو او د لوړو زده کړو په اکادیمیکو ادارو یو غړی ګرځیدلی دی.

بي له شکه دغه ډول ګامونه چې پورته شوي او پرمختګ پکښي راغلی دی ددي ترشا یو ښه تعلیم پدغه پوهنتون کښي شته او همدارنګه ویخ عقلونه شته چې شپي او ورځي هڅي کوي ترڅو دغه ځای لاسته رواړي، او همدغه هڅي دي چې زمونږ اسلامي ولسونه ورته اړتیا لري او د خپلو علماؤ او ځوانانونو څخه ددی هیله لري چې د پوهنتون د تعلیم او  د هغه څخه په مخکي مرحله کښي سرته ورسیږي همدارنګه دغه هیله دوی د ښونکو فکراو د ادب خاوندانو او  د هنرونو د خاوندانو او د رسنیو د کارکوونکو څخه هم لري، او دا کوم سخت کار ندي او نه هم ډیره لري خبره ده خو که د بدلون لپاره شرایط برابر شي نو دغه بدلون راتللی شي لکه چې قرانکریم کښي الله جل جلاله فرمایي: « إن الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بأنفسهم» [الرعد: 11] ژباړه: (حقيقت دا دى چې الله د هیڅ قوم حالت نه بدلوي، تر څو پوري چې هغوى خپل اوصاف نه وي بدل کړي).

دغه ایات په هر هغه څه کښي یو عام قانون دی چې د بدلون اراده موجوده وي بلکه دا یو داسي قانون  چې ټولي هغه هڅي بریالیتوب ته رسوي چې د ودي پرمختګ او د هوسایني په لاره کښي سرته رسیږي سره لدی چې دغه قانون مونږ یاد کړی دی او د زړه څخه یې پیژنو او زمونږ او ستاسي بچیان د تعلیم په بیلابیلو پړاوونو کښي دا لولي خو مونږ پخپلو عملي او د ژوند په چارو کښي ندي پلي کړی.

زه د زړه له کومي ددغه پوهنتون د پرمخ وړونکو څخه مننه کوم او همدارنګه د هغوي د هڅو د عقلونو او د ارادو ستاینه کوم چې پدغه ډګر کښي يې سرته رسولي دي.

درنو شاګردانو او ګډونوالو!

زه تاسو ته یو واری بیا دا نه وړاندي کوم چې د اسلام اړخونه د  قرانکریم د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سنت او د تمدن په برخه کښي چې عقل او علم ته یې لري وړاندي کړم ځکه چې پدې خبرو تاسو هم داسي پوهیږۍ لکه څنګه چې زه پوهیږم خو نن تاسو ته زه د اسلامي تمدن د عام چوکاټ په هکله خبري کوم چې پدې کښي علم پوهه او سلوک راځي دا یو داسي چوکاټ دی چې د یو مثلث شکل سره مشابهت لري چې دری ضلعي ولري دری واړه ضلع یې یو له بل سره برابري وي، لومړنۍ ضلع یې الهي وحي ده چې انساني عقل ته راغلی ده او بل هم هغه عقل دی چې په فکر او قواعدو سره راغلي وي او د وحي د لارښونو تابعداري يې کړي وي او بل اړخ هم اخلاق دي چې په دقیق ډول سره پدې کښي  جدا والی راولي چې څه ښه دي او څه بد.

پدغه ډګر کښي لومړی وحي راځي چې پدې کښي هغه الهي قطعې نصوص راځي چې د الله جل جلاله له لوري راغلي دي، چې پدي کښي د قرانکریم نصوص راځي او همدارنګه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغه افعال او اقوال راځي چې په قطعې ډول سره ثابت شوي دي ځکه چې هغه یو نبي دی او الله جل جلاله خلکو ته رالیږلي دی او په هغه څه باندي یې رالیږلي دی چې ورته امر یې کړی ترڅو خلکو ته ورسوي چې پدې کښي د شریعت لارښوني او د هغه تبلیغ راځي چې خلکو ته یې ورسوي، ورپسي بیا دوهم عقل دی چې دا بیا د مکلفیت لپاره لومړني شرط دی ترڅو الهي وینا چې انسان ته کیږي په هغه باندي انسان پوه شي او د هغه په فهم باندي ځان ورسوي، او قران کریم چې کله انسان ته خطاب کړی دی پدې باندي يې په بشپړ ډول سره تکیه کړی ده او همدارنګه په هره خبره کښي یې دیته نظر کړېدی چې د هغه چا سره خبری وکړي چې هغه پوهه او د خبرو اترو وړتیا ولري.

که چیرته د قران کریم په پاڼو کښي نظر وکړي نو ته به دا لویه مرتبه درک کړي چې دعقل او د پوهي ټول فعالیتونو ته يې ورکړي ده برابره خبره ده دا که د حس د لاری نه وي که د استنباط او د دلیل نیوني د لاری نه، د قرانکریم په ۱۲۰ ایتونو کښي د عقل د کلمي او د هغه د مشتقاتو او یا هم داسي کلمي راغلي دي چې په فکر او سوچ باندي دلالت کوي او همدارنګه په تکراري ډول سره بیلابیل داسي کلمي راغلي دي چې د خلکو پام دیته را اړوي لکه د بیلګي په توګه یعلمون، یعقلون ، یتدبرون، یتفکرون، ینذرون، یسمعون، یفقهون او ددي په څیر نور داسي کلیمي، ددی ترڅنګ پ قرانکریم کښي په ډیر دقت ډول سره د علم د مرتبی ښودنه شوی ده او هغه داسي چې د علم چې هغه یو یقیني کار دی چې په مقابل کښي هيڅ بل څه نه قبلوي او د شک ترمنځ یې توپیر کړی دی او الله جل جلاله هغه کسانو ته خبرداری ورکړی دی چې د علم او د شک ترمنځ  ګډوډي راولي لکه چې الله جل جلاله فرمایي: «وما لهم به من علم إن يتبعون إلا الظن وإن الظن لا يغني من الحق شيئا، فأعرض عن من تولى عن ذكرنا ولم يرد إلا الحياة الدنيا، ذلك مبلغهم من العلم إن ربك هو أعلم بمن ضل عن سبيله وهو أعلم بمن اهتدى» [النجم: 28 – 30] ژباړه: (پداسي حال کښي چې له دوى سره د دغي معاملې هیڅ علم نشته، دوى تش د ګومان پيروي كوي، او ګومان د حق پر ځاى هیڅ په كار نشي راتلای، نو [اې پېغمبره (ص)!] څوك چې زموږ له ذكر څخه مخ اړوي او د دُنيا له ژوند څخه پرته یې بل هدف نه وي، هغه پر خپل حال پرېږده، د دغو خلكو د پوهي اندازه یوازي همدغه ده. پدې خبره ستا رب ښه پوهیږي چې د هغه د لاري څخه څوك لار ورکي دي او څوك پر سمه لاره دي).

پدغه چوکاټ کښي دریم اړخ د اخلاقو اړخ دی چې د سلوک تصرفاتو فردي کورنۍ او د ټولني د چارو سره اړه لري، دا چې ستاسو وخت زیات ونه نیسمه نو پدغه اړخ کښي زه یواځي دوه کارونه بیانومه:

لومړۍ: په اسلام کښي اخلاقي اړخ ثابت حکم دی چې هیڅ ډول خوځښت پرمختګ او تغیر پکښي نه رامنځته کیږي چې په ټولو مقیاسونو معیارونو مادی او حسي چارو کښي باید په نظر کښي ونیول شي، ځکه دوکه فریب ټول هغه رذیل کارونه دي چې مقیاسونه او معیارونه له منځه وړي برابره خبره ده چې دغه مقیاس په مخصوصو شیانو کښي وي او که یواځي په عقلي شیانو کښي همدارنګه لازمه ده چي د اخلاقو قواعد د تمدن د خوځښت لپآره حاکم وي او د تاریخ سمونکي وي نو د همدي لپاره دا به ډیره سخته وي چې ددی فکر وکړي شي چې په مسلمانانو باندي داسې وخت راغلي دي چې دوي په نورو باندي برلاسي شوي وي او د هغوي وژل یې جایز کړي وي او یا هم هغوي د بل چا ارادي ته مجبور کړي وي، د اسلامي اخلاقو په تله کښي ښه کارونه په ټولو حالاتو کښي ښه دي تر آخري زماني پوری او بد کارونه هم تر آخری زماني پوری بد دي.

دوهم: په اسلام کښي اخلاق د عبادتونو بنسټ ګڼل کیږي پدې معنی سره چې په اسلام کښي عبادت د اخلاقو پرته نشي ترسره کیدلی هر څومره چې د عبادت ترسره کونکي د هغې قیودات په نظر کښي ونیسي او هغه ادا کړي، عجیبه پدې کښي دا ده چې د مسلمان عبادت په بیلابیلو ډولونو سره ده که چیرته د عملي اخلاقو فضیلتونه یې په نظر کښي نه وي نیولی نو بي ګټي ګرځي پدې هکله نبي کریم صلي الله علیه وسلم ته وویل شول هغه فلانکي ښځه شپي لمانځه ته ودریږي او د ورځي روژه نیسي خو خپلو ګاونډیانو ته په ژبي سره زیان رسوي نبي کریم وفرمایل په هغه کښي خیر نشته هغه به په  اور کښي وي هغوي ورته وویل هغه بله فلانکي  ښځه فرضي لمونځونه کوي او د ډوډۍ څخه صدقه ورکوي او ددی پرته بل څه نه ترسره کوي او چاته زیان هم نه رسوي نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هغه به په جنت کښي وي او بیا یې وفرمایل چې مؤمن مسلمان باید مینه او محبت ولري او په هغه چا کښي خیر او ښیګڼه نشته چې مینه او محبت نلري همدارنګه نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بنده پخپلو نیکو اخلاقو سره د اخرت لوړي درجی او لوي لوي مرتبي ترلاسه کوي اګر که په عبادت کښي کمزوری هم وي او همدارنګه بنده پخپلو بدو اخلاقو سره د جهنم دروازی ځانته خلاصوي اګر که هغه ډیر عبادت کونکي هم وي.

د غونډي درنو ګډونوالو!

تاسو ټول پوهیږۍ چې د ازهر شریف تاریخ هغه که د ازهر شریف د جومات تاریخ وي او که د ازهر شریف د پوهنتون د علومو او پوهي لپاره ۹۷۲ میلادي کال ته راګرځي یعني ۱۰۴۶ کاله پری تیر شوي دي او ځه تاسو ته ویلي شم چې د ازهر شریف تعلیمي نصاب ټول د دغه چوکاټ په داخل کښي جوړ شوي دی چې مخکي ما تاسو ته اشاره وکړه چې پدې کښي د نصوصو د علومو او همدارنګه د عقلي علومو او د ذوقي علومو تدریس ترسره کیږي که نصي علومو ته راشو نو پدې کښي ټول هغه علوم راځي چې د قرانکریم د نصوصو څخه رامنځته شوي دي همدارنګه نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احایثو چې پدې کښي تفسیر د علومو قرآن او حدیث او د هغې علوم فقه اصول فقه  سیرت د عقیدي بنسټونه او همدارنګه ددي اړوند نور لوي مسائل راځي.

که عقلي علومو ته راشو نو پدې کښي علم کلام فلسفه په بیلابیلو مدرسو او عصرونو پدې کښي راځي همدارنګه د منطق علم د بحث او د مناظری اداب د اختلاف علم اوسنی منطق او د بحث طریقې راځي چې پدې کښي وړاندي کیږي.

او د ذوقي علومو څخه مقصد اسلامي تصوفي علوم دی چې په بیلابیلو مدرسو او په بیلابیلو ډولونو سره وړاندي کیږي چې هغه پخپله اداب اخلاق او د فضایلو علوم راځي نو پدې سره ویلی شو چې د ازهر شریف تعلیمي نصاب په ریښتیا سره د اسلام د وسطیت منځلاریتوب او د هغې د ریښتني روح نمایندګي کوي او د هغه تراثو چې پکښي عقلي او نقلي راځي ساتنه کوي.

دلته دا مهمه ده چې زه دلته دی خبری ته اشاره وکړم چې د تراثو په علومو کښي تعلیمي بڼه داسي ده چې ددغه تراثو په شرحه او وضاحت باندي اعتماد کوو خو په عین وخت کښي د خبرو اترو او د نورو د رایو د درناوي کلتور هم په نظر کښي نیسو او همدارنګه د مذاهبو ترمنځ د اختلافاتو درناوی کوو او دا په ټولو علومو کښي پلي کوو، نو دا د دي لامل کیږي چې د ازهر شاګرد د لومړیو څخه د اختلاف د مشروعیت څخه خبریږي او د بیلابیلو رایو سره چال او چلند کوي ځکه چې دا د نص د پوهیدني په برخه کښی د هغوي اجتهادات دي او هیڅ یو مذهب ددی حق نلري چې نور مذهبونه له منځه یوسي او یا هم هغوي ته په کم نظر وګوري تر هغه پوری چې دغه مذاهب د شریعت څخه دلیل او یا هم عقلي دلیلونه ولري نو له همدي ځایه ویلی شوي دي چې د علماؤ اختلاف کښي رحمت دی یعني د خلکو لپآره په دین او دنیا کښي پراخوالي دی امام شاطبي پخپل کتاب موافقات کښي د خلیفه عمر بن عبدالعزیز دغه وینا را اخیستی ده چې هغه ویلي: زه دا خوښ ګڼم چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اصحابو اختلاف کړی ځکه که چیرته هغوی یو قول په ټولو مسائلو کښي لرلاي نو خلک به په ډیر تنګسیا کښي وو ځکه چې هغوي داسي امامان دي چې باید د هغوي اقتدا وکړی شي نو همدا ده چې د هر یو قول چې خلک واخلي په هغي کښي هغوي ته رحمت او پراختیا وي.

نو له همدی ځایه ویلی شم چې د ازهر شریف شاګردان لدی څخه لری شوي دي چې د تند روو ډلو او د تندرو افکارو په جال کښي وغورځیږي او همدارنګه دوي لدي څخه لري شوي دي چې وسله والو ډلو کښي ور داخل شي چې خلک ددین په نامه وژني او ددغه دین د نبي په نامه باندي  خلک وژني او حال دا چې هغه الله جل جلاله د ټولی نړۍ لپاره رحمت رالیږلي دی برابره خبره ده چې هغه که انسانان وي که حیوانات وي که نباتات وي او که جمادات وي.

د غونډي درنو ګډونوالو!

ددغه ښکلي هیواد څخه زما لیدنه چې نن مو له تاسو سره پدغه علمي ناستي پیل کړه زما په حافظه کښي هغه علمي او لغوي اړیکي راځي چې زما عقل او ژبه د قزاقستان د خاوري او د هغه د شاوخوا سیمي سره تړلی ده زه چې کله د ازهر شریف د اصول دین د پوهنځي د عقیدی او د فلسفي د څانګي شاګرد وم چې دا په تیرو شپیتو لسیزو کښي وو نو ما خپله څیړنه په اسلامي فلسفه کښي د کیندي د فلسفی څخه پیل کړ چې هغه د عربو یو فیلسوف وو او بیا د قزاقستان یو لوي د اسلام فیلسوف ابی نصر الفارابي وو چې هغه د فاراب په سیمه کښی په ۲۶۰ هجري کال کښي چې د ۸۷۴ میلادي کال سره سمون خوري زیږدلی وو هغه یواځي اسلامي فیلسوف نه وو بلکي نړیوال فیلسوف وو او لا تر اوسه پوری ختيځ او لویدیځ کښي بیلابیل پوهنتونونه د هغه فلسفه تدریسوي او د هغه فلسفه په ټولو اړخونو کښي چې په هغې کښي میتافیزیکي، سیاسي ټولنیز اړخ راځي تدریسیږي او همدارنګه د هغه د موسیقی په اړخ کښي موندني او ځیني نور اړخونه راځي چې ترسره کړي یې دي او د هغه ساده ژوند چې د پرهیزګاری څخه ډک وو او مادیاتو ته یې نه کتل نو همدا ده چې د ډیرو خلکو حیرانتیا یې ځانته ځانګړی کړي وه مونږ یو بل فارابي هم لرو چې هغه اوسنې دی هغه ابو ابراهیم اسحاق فارابي دی چې ددیوان ادب د کتاب خاوند دی او همدارنګه یو ځانګړي مسلک لري چې بل چا هغه مسلک ندي پرمخ وړلي نو همدا ده چې دا لومړني عربي معجم دی چې رامنځته شوی دی او پدې ورستیو کښي په قاهره کښي په څلورو جلدونو کښي چاپ شوی دی د لغوي علومو دغه لوي عالم د علامه جوهري اسماعیل بن حماد تره دی چې هغه هم د فاراب د علماؤ څخه ګڼل کیده او د معجم الصحاح خاوند دی چې په په عربي ژبه کښی هیڅ داسي لیکوال نشته چې هغه ته یې رجوع نه وي کړی.

دغه علماء او امامان ما د یو نموني په توګه وړاندی کړل چې د اسلامي فکر په رامنځته کولو کښي یې ډیر رول لوبولی دی ددی په څیر په  سلګونه نور هم شته چې د قزاقستان په خاوره کښي رامنځته شوي او په ټوله اسلامي نړۍ کښي د علم او د فکر رڼا خپره کړی ده، نو ددغه تاریخي سابقی ته د زمانی په اوږدو کښي لیدنو سره قزاقستان خاوره ددی وړتیا لري چې ددی په هکله وویل شي چې دا د مسلمانانو د عقل او د عربي ژبی د پرمختګ لپآره یوه مهمه خاوره وه.

ازهر شریف خپلي دروازي د قزاقستان د شاګردانو په وړاندی پرانیزي ترڅو پدې پوهنتون کښي خپلي زده کړي ترسره کړي او پدې لاره کښي ددغه تاریخ مراعت کوي او دغه سابقي ته ګوری چې قزاقستان یو د مهمو هیوادنو څخه ګڼل کیږي او پدې باندي ټینګار کوي چې ددغه هیواد سره اړیکي ولري.

 

ډیرو درنو او ښاغلو!

 ستاسو دغه پوهنتون چې ماته یې فخري دکتورا راکړه دا په واقعیت کښي ازهر شریف جامع جومات او پوهنتون علماؤ استاذانو شاګردانو او همدارنګه په ختیځ او لویديځ کښی ټولو مسلمانانو ته درناوی دی او د خلکو پام دیته راګرځوي چې د ازهر شریف رسالت نړیوال رسالت دی چې د اسلام د بنسټونو په خپراوي کښي مهم رول لري چې دا په سولي او د بشریت ترمنځ  په ورورولي باندي ولاړ دی او همدارنګه د نورو د رایي درناوي او د هغوي منلو باندي ولاړ دی اګر که د هغوي هر ډول عقیده وي او هر رنګ جنس او د ژبي څخه چې وي ځکه ټول  الله جل جلاله پیدا کړي او د هغه بندګان دي او ټول خلک د خولي د غاښونو په څیر یو له بل سره برابر دي لکه څنګه چې پدې هکله نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم مونږ ته خبری کړی دي او پخپل اخرني خطبه کښي چې په حجة الوداع کښي سرته ورسوله فرمایلي دي: ستاسو رب یو دی ستاسو پلار یو دي هیڅ عرب په عجم باندي فضیلت نلري او نه هم عجم په عربو باندي نه سپین په تور باندي نه تور په په سپین باندي مګر دا چې څوک پرهیزګاره وي تاسو ټول د آدم علیه السلام اولاده یاست او آدم علیه السلام د خاوری څخه پید اشوی.

نو هغه دین چې پدغه بنسټ باندي ولاړ وي دا ناممکنه ده چې هغه ته دا صفت ورکړی شي چې دا د وینی یا د وژني د چاودنو او یا هم د ترور دین دی ځکه چې دغه ډول ناوړه جرمونه د الله جل جلاله او د هغه د رسول سره خیانت دی او په اسلام او مسلمانانو باندي  دروغ  تړل دي او د هغوی سره ښکاره ظلم دی.

Print
6436 Rate this article:
1.0

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.