پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د انساني ورورولۍ په نړیواله ناسته کې د ازهر د شیخ لوی امام او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا مشر استاذ دکتور احمد الطیب وینا
Anonym

د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د انساني ورورولۍ په نړیواله ناسته کې د ازهر د شیخ لوی امام او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا مشر استاذ دکتور احمد الطیب وینا

 

 

 

 

د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د انساني ورورولۍ په نړیواله ناسته کې د ازهر د شیخ لوی امام او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا مشر استاذ دکتور احمد الطیب وینا

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

زما ګران ملګری او ورور د کاتولیک کلیسا مشر پاپ فرانسیس ګران ورور ښاغلی شیخ محمد بن زاید او د هغه ورور ښاغلی شیخ محمد بن راشد او د متحده عربی اماراتو د دولت ټولو مشرانو:

السلام علیکم ورحمه الله و برکاته وبعد:

زه خپلي خبري د متحده عربی اماراتو د دولت مشرانو او د ولس څخه په مننه پیلوم چې دغه تاریخي غونډه یي جوړه کړه چې پکې د اديانو مشران علماء د کلیسا استازي د سیاست فکر ادب او د رسنیو کارکوونکو پکښې کډون کړی دی دغه نړیوال شخصیات چې نن د ابوظبۍ په پاکه خاوره کښې ټول شوي دي دوی ټولی نړۍ ته د انساني ورورولۍ وثیقه وړاندي کوي چې پکښې د سولي د کلتور خپراوی او همدارنګه نورو ته احترام او درناوی او د ټول بشریت لپاره د هوسایني ژوند رامنځته کول دي چې د کرکي ظلم  تاوتریخوالي او د ویني د تویدونو د کلتور مخنیوی وکړي او دوی د نړۍ د مشرانو او سیاست جوړونکو او همدارنګه د هغه چا څخه غوښتنه کوي چې د ولسونو برخلیک یې په لاس کښی دی او پوځی او اقتصادي زبر ځواک دي چې په فوري ډول سره د وینو د تویدني مخنیوی وکړي او بیګناه کسانو وژل ودروي او ټولو کړکیچونو فتنو او بیهوده جګړو ته د پای ټکی کیږدي چې په ترڅ کښې یي تمدنی شاتګ رامنځته کیږي او د دریمی نړیوالی جګړي خبرداری ورکوي.

درنو ګډونوالو زه یو داسي نسل سره تړاولرم چې امکان لري ورته د جنګونو نسل ووایو چې دغه کلمه له ځانه سره څومره ویره رعب او کړاونه لرې ماته لا تراوسه د دویمی نړیوالی جګړي څخه وروسته د خلکو خبري یادي دي چې ددغه جګړي د ناخوالو ویجاړیو په هکله یي کولي زما عمر لسو کالو ته نه وو رسیدلی چې د ۱۹۵۶میلادي کال د اکتوبر په میاشت کښې په مونږ باندي دری اړخیزه برید او جګړه ترسره شوه  ما پخپلو سترګو باندي ولیدل چې الوتکو د اقصر د ښار هوایي ډګر بمبارولو او ډیری سختي شپي مو په توره تیاره کښې تیری کړی چې تر سهاره پوري به زمونږ سترګی نه پټیدلی او څمڅو ته به تلو ترڅو هلته ځانونه پټ کړو سره لدي چې سخته تیاره به وه دغه ټول زما په حافظه کښې داسي خوندي دي چې ګویا پدي باندي شپیته کاله نه وی تیر شوي او دا کارونه پرون ترسره شوي وي لس کاله ددغه جګړي څخه نه وو تیر شوي چې د ۱۹۶۷زیږديز کال جګړه پیل شوه چې دا د مخکني جګړي څخه ډیره سخته وه چې ټولی ویجاړۍ او کړاونه مو ولیدل او له هغي وروسته بیا شپږ کاله اقتصادي جګړي سره لاس او ګریوان وو او پدي شپو ورځو کښې  مونږ د خوشحالۍ سا نه وه اخیستی مګر دا چې په ۱۹۷۳میلادي کال کې د آزادۍ جګړه سرته ورسیدله او برلاسی شو چې په ترڅ کښې ټولو عربو ته خپل عزت بیرته راوګرځولو او هغوی ته یي یو واری بیا درنښت او کرامت ورپه برخه کړ او ددي توانمندي يي ورکړه چې کولای شی چې ظلم او خاوندان يي له منځه یوسي او د اشغالګرو او تجاوزګرانو شان او شوکت مات کړي په هغه وخت کښې مونږ دا ګومان وکړ چې جګړي نور پای ته ورسیدلي او مونږ د سولي برقرارۍ او د تولید زمانه پیل کړه.

خو دغه چاري ډیر دوام ونکړ او لږه موده وروسته بیا دغه حالات بدل شول او مونږ د یوي نوی خبیثی جګړي سره لاس او ګریوان شو چې هغه ترهګري نومیږی چې دغه جګړه په نوي یمو لسیزو کښې پیل شوه او ورڅ تر بلی دا غزیده تردي چې نن د نړۍ ختیځ او لویديځ په ټولو برخو کښې شتون لري بیا د دوه زرم کال ځخه وروسته د نوي پیړۍ د پیل په وخت کښې هیلي راټوکیدلی وي چې د تاوتریخوالی ترهګری او د بیګناه خلکو چې پکښې ښځی سړی او ماشومان راځي کچه به راټیټه شی خو دغه هیله دریم ځلي هم له منځه ولاړه دا په هغه وخت کښې کله چې ددغه پیړۍ په پیل کښې د سپټمبر په یولسمه نیټه د نیویارک په ښار کښې سوداګریز برجونه والوزولی شول چې له کبله یي اسلام او مسلمانانو ډیره لویه قرباني ورکړه او یو نیم میلیارد څخه زیات مسلمانان د څو کسانو له کبله چې شمیر یي د ګوتو په اندازه وو وځورولی شول له دغه پیښي څخه ناوړه او منفی ګټه پورته شوه او نړیوالو رسنیو هم د اسلام مبارک دين ته یو داسي انځور ورکړ چې پکښې ویني تویږي او  مسلمانان يي نړۍ ته داسي ور وپیژندل چې ګویا دوی وحشیان او ویني تویونکی دي چې د ټولو تمدنونو او پرمختللو ټولنو لپاره یو ستر ګواښ دي همدغه رسنۍ پدي بریالي شول چې د لویديځوالو په نفسونو کښې د مسلمانانو په ضد کرکه او ویره خپره کړي او په هغوی باندي د ویری او رعب حالت برلاسی شو چې یواځی د ترهګرو څخه د دوی ویره نه وه بلکی د هر هغه چا څخه یي ویره کوله چې هغه به مسلمان وو.

درنو ښاغلو او آغلو:

د انساني ورورولۍ ددغه وثیقی چې نن یي مونږ پرانستنه کوو او ددغه پاکي خاوري څخه ددي اعلان کوو ددي فکر هغه وخت رامنځته شو چې زه د خپل ګران ورور او ملګری فرانسیس سره د هغه په کور کښې میلمه وم چي په ګردي میز باندي ناست وو چې هلته یو ځوان دغه طرحه وړاندي کړه چې دا پخپله د پاپ فرانسیس او د زما د تايېد او د ملاتړ وړ وګرځیدله او د څو څو کرته خبرو اترو وروسته چې پکښې مونږ د نړۍ حالات او اوضاع وڅیړله او همدارنګه د وژنو بی وزلۍ ویجاړۍ او همدارنګه د کونډو رنډو یتیمانو مظلومانو او ویرودونکو او د هغه کسانو حالات مو وڅیړل چې د خپلو هیوادونو او کورونو څخه بی کوره شوي وو چې الهی اديان څنګه کولای شی دوی لپاره د ژغورني یوه کړۍ شی ترڅو ددغه بدبختی څخه وباسی هغه څه چې ماته ډیر د اهمیت وړ وه هغه دا چې زما د ګران ملګری فرانسیس او زما فکر او نظر په بشپړ ډول سره برابر وو او هر یو زمونږ څخه د مسؤلیت احساس کولو چې الله په آخرت کښې زمونږ څخه پوښتنه کوي او زما ګران ملګری د ډیر نرم زړه خاوند دی چې د ټولو خلکو په کړاونو او ستونزو باندي يی زړه درديږی بغیر ددي چې د هغوی ترمنځ توپیر وکړي.

هغه مهمي نقطي چې مونږ په هغي هوکړه کړی وه هغه دا ده چې ټول الهی اديان د هغو غورځنګونو او وسله والو ډلو څخه بیزاره دي چې اوس ورته ترهګری ډلی ویل کیږی هغه که هرڅوک وی د هر دين عقیدي او فکر خاوند وی همدارنګه هغوی که په هر خاوره باندي دغه ترهګري او جرمونه سرته رسوي د هغه څخه بیزاره دي ځکه چې دوی قاتلین او د وینو تویونکی دي او د الله او د هغه په رسالتونو باندي يی تیری کړی دی په ختیځ او لویديځ کښې چارواکی باید خپله دنده ادا کړی او دغه تجاوزګران ونیسی او په ډیر ځواک سره ددوی مخنیوی وکړي ترڅو د خلکو د روحونو د عقایدو او د عبادت ځایونو ساتنه وشی چې ددوی د جرمونو څخه په امن کې شې.

همدارنګه مونږ هوکړه کړی ده چې ټول اديان پدي باندي اجماع لري چې د وینو تویول حرام دي او الله د نفس وژنه په ټولو الهی رسالتونو کښې حرامه ګرځولی ده موسی علیه السلام پخپلو لسو وصیتونو کښې چې د سینا د دښتی د حوریب په غره باندي یي ولوستل پدي باندي ټینګار کړی دی او ویلی یي دي چې تاسو وژل زنا او غلا مکوئ، بیا عیسی علیه السلام هم د جلیل د غرونو د یو غر څخه چې د فلسطین د کفر ناهوم سیمی ته نږدی پروت دي پخپلو پاکو اخلاقي خزانو کښې چې د موعظه الجبل په نامه پیژندل کیږي په همدي باندي ټینګار کړی دي او عیسی علیه السلام هم په هغه څه باندي ټینګار کړی دي چې موسی علیع السلام ویلی وو او ویلی دي تاسو اوریدلی دي چې پخوانیو ویلی وو چې تاسو وژل مکوئ ځکه څوک چې وژل وکړي نو په هغه باندي د قضا حکم واجبیږی او زه تاسو ته وایم څوک چې پخپل ورور باندي غوصه شی هغه باندي هم د قضاء حکم واجبیږی او څوک چې ورته ووایي چې ای جاهله نو د جهنم اور پری واجبیږی محمد صلی الله علیه وسلم چې کله راغی نو خلکو ته یي د عرفات د غره څخه چې د نوموړی آخری خطبه وه چې هغه ته د خطبه الوداع نوم هم ورکړ شوی دی هغه هم د هغه څه اعلان وکړ چې له هغه څخه مخکی د هغه ورونو اعلان کړی وو او زیاته یي کړه (ای خلکو قسم په الله زه نه پوهیږم چې ښایي زه له نن څخه وروسته پدغه ځای کښې تاسو ته بله خطبه وړاندي نکړم نوالله دي په هغه چا باندي رحم وکړي چې زما دغه خبري نن اوري او ځان پري پوهوي ای خلکو ستاسو ویني مالونه ستاسو ابرو په تاسو باندي حرام دي لکه د ستاسو ددي نن ورځی په څیر پدغه ښار کښې او تاسو به د خپل رب سره مخامخ کیږۍ او هغه به ستاسو د اعمالو پوښتنه کوي خبردارڅوک چې دلته حاضر دي هغوی دي هغه چاته دا خبري ورسوی چې هغوی دلته نشته)ڼ همدارنګه نوموړی فرمایلی دي څوک چې د مور او د هغه د ځوی ترمنځ جلاوالی راولی الله به د هغه او د ملګرو ترمنڅ به د قیامت په ورځ جلاوالی راولي څوک چې خپل ورور ته اوسپنه نیغوی نو ملایکی په هغه باندي لعنت وایي اګر که هغه خپل ورور یي هم وی.

ددي ترڅنګ لسګونه نور قرآني ایتونه هم شته چې د نفس وژل یي حرام ګرځولی او اعلان یي کړی دی هر هغه څوک چې یو نفس ووژنی دا داسي دی چې ګویا ټول خلک یي وژلي وي او څوک چې یو نفس راژوندي کړی دا داسي دی چې ګویا ټول خلک یي ژوندي کړی وي.

ډیرو درنو تاسو یوي خبري ته پاملرنه وکړئ هغه دا چې د الله له لوری د ټولو رسالتونو یوه خبره ده او معنی یي هم یوه ده او ځایونه یي هم سره نږدي دي چي انبیاؤ خپلي ویناوی اورولی دي چې هغه د مصر د سینا په دښته کښې طور غر دي او همدارنګه د فلسطین غرونه دي اود عربی په نیمه ټاپو وزمه کښې د مکی د ښار د عرفات غر دي نو لدي څخه په څرګند ډول دا معلومیږی چې دا خبره سمه نده چې ویل کیږي اديان د جګړو اساسی لامل دي او تاریخ پدي باندي شاهد دي نو د همدي لپاره دوی د اوسنی تمدن پاڅون رامنڅته کړ چې په دين او اخلاقو باندي یي ترسره کړ او دين او اخلاق یي د ټولني د چارو څخه لري کړ او دا لوی درواغ د ځوانانو او د خلکو په پوهه کښې داسي جاري شو لکه اور چې په وچو لرګیو باندي لګیږی په ځانګړی توګه په لویديځ کښې دا کار رامنځته شو چې ددي تر شا د الحاد او د مادي فلسفی د ګډوډیو مذاهب او همدارنګه آزادي په نامه بیلابیلی چاری ترسره شول چې تجربوی علومو د دين ځای ونیوو سره لدي چې دری پیړۍ پدغه کار باندي سرته ورسیدل چې دوی په الله او په الهی اديانو باندي پاڅون اعلان کړی وو خو پایله کښې یي یو لوی ناورین رامنځته شو چې په  ټولو اړخونو سره ویلای شو چې دا یو لوی ناورین دی چې اوسنی معاصر انسان ته یي ویره او غم رامنځته کړ چې لدي څخه  هیڅوک انکار نشی کولای مګر هغه څوک چې انکار کوونکی وی.

 هغه حقیقت چې لازمه ده دغه درواغ پری مونږ له منځه یوسو هغه دا دی چې د اوسنی نړۍ د کړکیچونو لومړنۍ لامل د انساني ضمیر او د دينی اخلاقو نه شتون ته ګرځی ځکه چې فردي غوښتنی مادي شهوتونه او الهاد او بی معنی فلسفی حاکم شوي دي چې د انسان څخه یي اله جوړ کړی دي او د الله او همدارنګه د مومنانو څخه یي لري کړی دي او دوی لوړ ارزښتونه چې یواځی همدا ارزښتونه کولي شی چې د انسان د ناوړو غوښتنو مخنیوی وکړي او همدارنګه دا خوندي شی دوی په ټوکو باندي نیولي دي.

هغه جګړي چې د اديانو په نامه پیل شوي وي او خلک پکښې وژل شوي دي او د اديانو بیرغونه یي پورته کړی دي نو اديانو څخه ددي پوښتنه نشی کیدلی بلکی ددي پوښتنه د هغو ظالمانه سیاستونو څخه کیدلی شی چې د اديانو ځینو خلکو څخه یي ناوړه ګټه پورته کړی ده او د داسي اغراضو لپاره یي کارولی دي چې دين هغه نه پیژنی او نه یي ورته درناوی لري او مونږ پدي اقرار کوو چې څینو اديانو خلک شته چې سپيڅلی نصوصو کښې یي تاویل راوستی دی چې غلط تاویل یي پکښې کړی خو مونږ پدي باندي اقرار هیڅکله هم نه کوو چې که چېرته یو څوک دين په ښه توګه سره ولولی نو هیڅکله به هم دغو ګمراهانو ته اجازه ورنکړی چې دوی ځانونه الهی اديانو ته منسوب کړی او همدارنګه دوی ته دا اجازه نه ورکوي چې دوی خیانت وکړي ځکه چې دوی هغه څه چې الله نازل کړی په سمه توګه سره ندي رسولي خو د نصوصو څخه غلطه ګټه پورته کول او انحراف پکښې راوستل یواځی د اديانو په نصوصو کښې ندي راغلی چې په خلکو باندي د برید کولو لپاره ناوړه ګټه تری پورته شی بلکی دا په سیاسی چارو کښې هم رامنځته شوي ځکه دا د نړیوالو ځینو مواثیقو ځینی نصوص چې د نړیوالی سولي لپاره ایښودل شوي دي په غلطه توګه استعمال کړی شوي دي او په هغه هیوادونو باندي پری جګړه سرته رسیدلی ده چې هغه با امنه دي او هغه په بشپړ ډول سره ویجاړ کړی شوي دي او دغه نصوصو هیڅ ډول ممانعت ندي رامنځته کړی ځکه چې ددغه غلطو سیاستونو له وجی دا غلط استعمال کړی شوي دي او همدارنګه د هغو کونډو رنډواو یتیمانو څخه یي بخښنه نده غوښتی چې د هغوی په حساب چې د هغوی په وړاندي ظلم او زیاتی شوی دی پدي هکله ښکاره بیلابیل بیلګی شته چې د ورځی د لمر په شان ټولو ته ښکاره دي.

د همدي لپاره مونږ پدغه وثیقه کښې په ټولو باندي غږ کړی دي چې د کرکي تاوتریخوالی او د تعصب د رامنځته کیدو د ټکو لپاره د اديانو او د مذاهبو د نومونو د کاروني څخه ډډه وکړي او همدارنګه په هغه وخت کښې چې دوی د قتل ترهګری ظلم او د ویجاړی کارونه سرته رسوی د الله د نوم د کارونی څخه ډډه وکړي او ټولی نړۍ ته دا مونږ غږ کوو او دا ورته ښایو چې الله جل جلاله خلک ددي لپاره ندي پیدا کړی چې ووژلی شی یا عذاب ورکړی شی یا هم په هغوی باندي د هغوی په ژوند او معاشره کښې تنګسیا راوستلی شی الله جل جلاله لدي څخه غني ذات دی چې د هغه په نامه روحونه او ویني تویي شی او یا هم د هغه په نامه بل څوک ویرولی شی.

د غونډی درنو ګډونوالو زه پدي یقین لرم چې دغه ډول طرحی چې ضروری طرحی دي او ښه ارزښتونه د انساني ورورولۍ د رامنځته کیدو لپاره زمونږ په عربی نړۍ کښې هرومرو ښه نتیجه راوړی او د الله په فضل او کرم سره د مصر په عربی جمهوریت کښې دغه کار پیل شوي دی ځکه چې څو ورځی مخکښې په نوي اداري پلازمینه کښې لومړنی لوی مسجد او کلیسا څنګ ترڅنګ پرانستل شو چې دا پخپله د زغم او د ایانو ترمنځ د ورورولی د ټینګښت لپاره یوه تاریخي ګام دی چې دغه کار د مصر د عربی جمهوریت د ولسمشر عبدالفتاح السیسی تر سرپرستۍ لاندي سرته ورسیدل.

 او بله ضروری خبره چې په ختیځ کښې خپلو مسلمانانو ورونو ته مخامخ کومه هغه دا چې تاسو په هر څای کښې خپل عیسوی ورونه پخپل غیږه کښې ونیسۍ ځکه چې هغوی زمونږ سره په وطن کښې شریک او زمونږ ورونه دي ځکه چې قرانکریم مونږ ته ددي یادونه کړی ده چې دوی مونږ ته ډیر نژدي دي او الله فرمایي:(ذٰلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ) ژباړه:« دا له دې امله چي په هغوى کښي عبادت كوونكي عالمان او تارك الدنيا فقيران موندل کیږي او په هغوى کښي نفسي غرور نشته. » نو عیسویان چې پکښې ټول عیسویان راځی د هغوی زړونو کښې ښیګڼه او نرمښت وی نو الله د هغوی په زړونو کښې دغه ښه خصلتونه اچولی دي او الله په سورت حديد کښې پدي هکله فرمایي: (وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَءَاتَيْنٰهُ الْإِنجِيلَ وَجَعَلْنَا فِى قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً) ژباړه:« او له هغو ټولو وروسته مو عیسي (ع) د مریم زوی ولېږه او هغه ته مو انجيل ورکړ. او كومو كسانو چي د هغه پيروي غوره کړه، د هغو په زړونو کښي موږ خواخوږي او رحم واچوه. ».

مونږ مسلمانانو ته لازمه ده دا هیر نکړو چې عیسویانو په لومړی سر کښې چې کله اسلام نوی راغی نو مسلمانان یي په خپل غیږه کښې نیولی وو او هغوی یي د بت پرستی او د شرک له ظلمونو څخه ساتلی وو ځکه چې بت پرستانو او مشرکانو غوښتل چې هغوی پخپل څای کښې له منځه یوسی او دا په هغه وخت کښې چې کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم پخپلو صحابه ؤ کښې ضعیفو خلکو ته امر وکړ کله چې په هغوی باندي د قریشو لخوا ظلمونه شروع شول او سختي یي پری راوړه نو ورته یي وفرمایل چې تاسی حبشی ته ولاړ شئ ځکه چې هلته داسي یو پاچا شته چې د هغه ترڅنګ په هیچا باندي ظلم نکیږي او دغه عیسوی پاچا دوي پخپل عیسوی دولت کښې یي هغوی له ځانه سره ومنل او د هغوی عزت یي وکړ او د قریشو څخه یي وساتل بیا یي بیرته مدينی منوری ته په هغه وخت کښې ولیږل چې کله د اسلام ستنی قوی شول او په هغه ځای کښې برلاسی شول.

بله خبره په ختیځ کښې زه خپلو مسیحی ورونو ته کوم تاسو ددغه امت یوه برخه یاست او تاسی هیوادوال یاست تاسو لږکۍ نه یاست او تاسو څخه هیله کوم چې خپل ځانونه د لږکیو د بدي اصطلاح د کلتور څخه وساتۍ ځکه چې تاسو د نورو هیوادوالو په څیر د بشپړو حقوقو او واجباتو لرونکي هیوادوال یاستی او تاسی پدي پوه شئ چې زمونږ یووالی یواځینی هغه لاره ده چې هر ډول سازشونه پری له منځه وړلی شو چې هغوی د عیسویانو او د مسلمانانو ترمنځ توپیر نکوي کله چې هغوی ته فرصت ملاو شی نو خپل بد کارونه سرته رسوی.

او بله خبره هم په لویديځ کښې خپلو مسلمانانو هیوادوالو ته کومه چې تاسو پخپلو ټولنو کښې ورګډ شئ او پداسي ډول سره مثبت ګډون وی تاسو د خپلو دينی هویت ساتنه وکړئ لکه څنګه چې تاسو ددغو ټولنو د قوانینو ساتنه او درناوی کوي او تاسو پدي پوه شئ چې ددغو ټولنو امنیت ستاسو شرعی مسؤلیت او دينی امانت دی چې ستاسو په غاړو کښې پروت دی چې تاسو به د الله په وړاندي ددي په هکله به له تاسو پوښتنه کیږی او که چېرته داسي قوانین پدغه هیوادونو کښې صادر شی چې په تاسو باندي داسي څه فرضوی چې ستاسو د شریعت سره مخالفت ولري نو قانونی لارو ته مراجعه وکړئ ځکه چې دغه قانونی لاری دي چې تاسو ته ستاسو حقوق بیرته واپس کوي او ستاسو د آزدای ساتنه کوي.

 همدارنګه په ختیځ او لویديځ کښې په ټولو ځوانانو باندي غږ کوم چې راتلونکی تاسو لپاره دی او تاسو باید خپل ځانونه په اخلاقو علم او پوهی باندي سمبال کړی او تاسی دغه وثیقه یو قانون او بنسټ وګڼئ ترڅو خپل ژوند پري روان کړئ تاسو ددغه وثیقی په واسطه کولای شی چې داسي راتلونکی ولرئ چې د کړکیچونو او د دردونو څخه خالی وي ددغه وثیقی څخه ګټه پورته کړئ ترڅو تاسو ته ښیکڼه ورسوی او شر له منځه یوسی او د کرکي په له منځه وړنه کښې تری ګټه پورته کړی او  خپلو اولادونو ته دغه وثیقه وروپیژنئ او ورته وښایي ځکه چې دا د مدينی منوری د وثیقی په امتداد او د موعظه الجبل په امتداد رامنځته شوي دی دغه وثیقه د ګډو انساني ښیګڼو او د اخلاقی بنسټونو ساتونکی دی.

زه به له خپل ګران ورور پاپ سره چې زمونږ څومره عمر پاتی دی او همدارنګه د ټول دينی مشرانو سره د ټولنو د ساتنو او برقراری لپاره کار کوم دلته مونږ ته لازمه ده چې د ټولنو د امنیت لپاره د اديانو د ټلوالی دغه کنفرانس چې په ابوظبی کښې په تیر نومبر میاشت کښې جوړ شوی وو ستاینه وکړو چې دا د ازهر شریف او د واتیکان په ملاټر رامنځته شوی وو چې دنړې له ګوډ ګوډ څخه پکښی مشران راغلی ترڅو د ماشومانو د کرامت د ساتنی لپاره پخبل مسؤلیت باندی خبری وکړی.

په پای کښې زه د خپل ګران  ورور ښاغلی شیخ محمد بن زاید څخه مننه کوم چې دغه تاریخی طرحه یی وړاندی کړه او د انسانی ورورولۍ د وثیقی د لاسلیک کولو د مراسمو لپاره یی زمینه برابره کړه چې مونږ هیله لرو ددی تړون څخه وروسته به د ولسونو ترمنځ سوله برقراره شی او همدارنګه د ختیځ لویدیځ د شمال او د جنوب ترمنځ به مینه او د متقابل احترام احساس راژوندی کړی.

همدارنګه زه د ښاغلی شیخ عبدالله بن زاید او د ټولو ځوانانو څخه مننه کوم چې ددغه ناستی لپاره زمینه برابره کړه او په ښه ډول تنظیم یی وکړو ترڅو په ښه ډول سره دغه غونډه ترسره شی او د الله ددغه وینا سره سم چې فرمایی:(وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ) ژباړه:« خلكو ته د هغو په شيانو کښي تاوان مه اړوئ » زه هغو دوو ځوانانو څخه مننه کوم چې د انسانی ورورولۍ د وثیقی په جوړولو کښې د لومړی څخه تر نن ورځه پوری چې دغه نړیوال کنفرانس پری رامنځته شو خپلی هڅی یی ندی سپمولی چې هغه زما دوه بچیان دي لومړی ښاغلی قاضی محمد عبدالسلام چې د ازهر د شیخ پخوانی سلاکار او بل هم د پاپ فرانسیس شخصی سکرتر یو انس لحظی جید دی نو د هغوی دواړو او له هر هغه چا څخه مننه کوم چې د دغه ناستی د بریا لپاره یی زیار ویستلی دی زه ټولو څخه مننه کوم او د درناوی مراتب ورته وړاندي کوم.

او له تاسو ټولو څخه مننه کوم چې زما خبري مو په غور سره واوریدي.

والسلام علیکم ورحمه الله و برکاته

احمد الطیب

د ازهر شیخ

Print
10513 Rate this article:
1.0

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.