ازهر شریف یوواري بیا د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کښي د مصر د سیاسي مشرتابه خوځښت او د نړۍ په کچه د دوی د هڅو ملاتړ کوي
لوی امام وايي: مونږ چي څه لرو د هرڅه څخه هیواد غوره دی او مونږ د فکري ترهګرۍ د ماتي لپاره پیاوړي عزم او اصرار لرو
ازهرشریف یوواري بیا د مصري دولت د مشرانو او د بیلابیلو ادارو د هغو هڅو ملاتړ وکړه چي د ترهګرۍ د مخنیوي او د ترهګریزو وسله والو ډلو له منځه وړلو کښي سرته رسوي هغه ډلي چي ګډودۍ رامنځته کوي او دهیوادونو امنیت او کراري د ننګونو سره مخامخ کوي، ازهرشریف هیله لري چي نړیواله ټولنه باید په دغه ډګر کښي هڅي ګړندۍ کړي.
د ازهر شیخ او لوی امام ټینګار کوي چي ازهرشریف د نړۍ د سولي لپاره د نړیوالي ټولني د هڅو سره یوځای د ترهګریز او تندرو فکر د مخنیوي لپاره پیاوړی عزم او څرګند اصرار لري، هغه همدارنګه د ټولو هغو با اخلاصه هڅو ملاتړ وکړه چي د مصر د سیاسي مشرتابه لخوا د دغه توري ترهګرۍ څخه د بي ګناه وګړو د ژغورني په برخه کښي سرته رسوي، هغه ترهګري چي کومه ځانګړی سیمه نه بلکه ټوله نړۍ د ننګوني سره مخامخ کوي.
ازهرشریف چي د ټولي نړۍ په کچه د مسلمانانو لومړنۍ مرجع ده چي د تندرو افکارو د مخنیوي لپاره علمي او فکري استراتیژي لري، همدارنګه ځوانانو ته پوهه ورکوي چي د تندرو ترهګرو ډلو پیغامونه او کړني ډیر خطر لري او پدي سره د اسلام او د مسلمانانو رنګ بدوي، د ازهرشریف بیلابیلي اداري او په ټوله نړۍ کښي د ازهر علماء د صحیح دین زغم لرونکی کلتور ګډژوند او ټولنیزي سولي خپراوي لپاره بیلابیل پروګرامونه سرته رسوي.
ازهرشریف د مصر لوی اولس څخه غواړي ترڅو د دولت د هغو نه ستړی کیدونکي هلوځلو ترشا ودریږي چي د ترهګرۍ د مخنیوي په ډګر کښي سرته رسوي.
الله جل جلاله دي مصر د هري بدۍ څخه وساتي