پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

په 2017 کال کې د ازهر دسولې په نړيوال کنفراس کې د واتيکان پاپ ته د لوى إمام د هرکلي وينا
Anonym
/ Categories: Main_Category

په 2017 کال کې د ازهر دسولې په نړيوال کنفراس کې د واتيکان پاپ ته د لوى إمام د هرکلي وينا

بسم الله الرحمن الرحيم

د واتیکان پاپ ښاغلی فرانسیس.

ښاغلو درنو حاضرینو، تاسو ټولوته د اسلام د مبارک دین په سلام هرکلی کوم چي عبارت دی له:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، څخه.

د ازهرشریف او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا له لوري تاسوته هرکلی وایم، او د زړه له کومي له تاسو څخه مننه کوم چي زمونږه بلنه مو ومنله مصر او ازهر شریف ته مو تشریف راوړ چي پدي سره مو د ازهر غږ ته لبیک وویل او هغه تاریخي مسؤلیت مو ادا کړ چي زمونږ د ټولو په غاړه دی، د الهي ادیانو مشران علماء کرام او روحانیون ددي لپاره را ټول شوي ترڅو له منځه تلل شوی سوله بیرته راولي چي د هغي غوښتنه ولسونه هیوادونه ناروغان او کړیدلي خلک کوي، خپله مخه صحرا ته کوي او د خپلو هیوادونو څخه نورو هیوادونو ته تیښتي او نه پوهیږي چي هلته به ورسیږي او که په لاره کي د مرګ، هلاکت او د غرق کیدو سره به مخامخ شي چي ټوټي ټوټي د بحر په غاړو کښي پراته وي چي دا یو لوی بشري ناورین دی چي ژور خفګان رامنځته کوي مونږ به د واقعیت څخه تیری نه وي کړی که ووایو په تاریخ کي لدي څخه مخکی داسی حالت نه دي رامنځته شوی.

د عقل او د ویښ ضمیر خاوندان ددغه ناورینونو تر شا د قناعت بخشه لامل په لټه کي دي چي له امله یی مونږ ته ډیر زیانونه رسیدلی چي خپل هیوادونه او روحونه موپکی قرباني کړي دوي لاتر اوسه داسی منطقی لامل پیدا کولو باندي بریالی شوي نه دی چي دغه ویجاړی او ناورینونو ته جواز ورکړی چی له امله یی د بیوزلو، یتیمانو، کنډو او په سپین ږیرو باندی سیوری غوړولی مګر دوی یو لامل پیدا کړی چی تر یوی اندازی پوری عقل هم مني او هغه د وسلو سوداګري او بازاردی چي د  مرګ د کارخانو بیرته فعالولو لپاره یوه لاره ده او د ناوړو لارو څخه د شتمنیو لاسته راوړل او د نړیوالی ټولنی له لوری ناوړه پریکړی چي له امله یی ترینګلتیا او د دین په نامه د فتنو خپرول او همدارنګه نژادي او  ډلییزی چغی وهل او د یو هیواد د وګړو ترمنځ مذهبي اختلافات راپارول دي چي له امله یی ژوند د دوزخ په شان ګرځي .

او نااشنا خبره خو داده چي دغه تود کړکیچ او ناورین په یویشتمه پیړی کی رامنځته کیږي  چي د تمدن، پرمختک، پوهی، علمي  د تکنالوجی او د بشری حقوقو د ساتنی پیړۍ ده او همدارنګه د سولی د ادارو زمانه ده چي دنده یی په نړی کی د سولی او د امنیت ساتنه ده او ددی ادارو قوانین د ځواک کارونه او په نړیوالو اړیکو کي په هغی سره تهدید ورکول جرم ګني، همدارنګه دا زمانه د بیلابیلو بشری فلسفو او مذاهبو زمانه ده چي د ټولو خلکو ترمنځ د برابری زیری ورکوي پداسی ډول چي ټولنه یوه طبقه ده همدارنګه داسی نوښت رامنځته شوی چي دین ته پکی نظر نه دی شوی او د نوښت څخه وروسته بیا په اوسنی زمانه کی په ټولنیزو او فلسفي چارو کي بیلابیلی لاسته راوړنی رامنځته شوی.

اساسی پوښتنه اوس دلته دا رامنځته کیږي چي څنګه نړیواله سوله اوس ددغه پرمختګونو سره یوه ورکه باغیچه ګرځیدلی ده؟ او څنګه د بشری حقوقو په زمانه کی د جنایت څخه ډک کارونه سرته رسیږي چي له دی مخکی په هیڅ زمانه کی سرته نه وو رسیدلی؟؟

زما په آند چي پدی کي به تاسی هم له ماسره موافق یاست ځواب دادی چي اوسنی تمدن الهی ادیان له پامه غورځولی او همدارنګه هغه ټینګ ارزښتونه یی له پامه غورځولي چي د ګټو موخو غوښتونو او خواهشاتو په بدلیدو سره هغه نه بدلیږي چي لومړی د هغی څخه د ورورولی یو د بل پیژندنی او د خلکو ترمنځ د رحم ارزښت دی او هغوی ته دا یادونه کول چي ټول مخلوق  الله جل جلاله پیدا کړی او په دوی کي الله جل جلاله ته هغه څوک ډیر خوښ دی چي خپلو خلکو ته ګټه ورسوي دا ددی لپاره چي نړی د وحشی حیواناتو یو ځنګل ونه ګرځي چی یو د بل په غوښو باندی ژوند کوي.

لكه څرنګه چي په ختیځ او لویدیځ کي علما او مفکرین پري ټینګار کوي په اسماني رسالتونو د پوهی پرته بله د حل لاره نشته او هغه پداسی ډول چي اوسنی بی لاری کوونکی خطاب د ژورو نیوکو سره مخامخ شي او انسانی عقل د فلسفی د فقر او تشی څخه لری کړای شي همدارنګه د ظلم او خلکو په ژوند باندی د برلاسه فردی عقل مخنیوی وشي او د نوښت ددغو مذاهبو او د خیالی او وجدانی فلسفی ستاینه ونشي او لکه څنګه چی فیلسوفان او باور لرونکی وایی دا ټول باید د ورورولی او د رحم په فضا کي بیرته ترتیب کړای شي او دغه ترتیب به د دوا په څیر وي چي د فلسفی په مذاهبو کي ژوند رامنخته کړی او هغی لپاره علمي او ټولنیز عملی قالبونه رامنځته کړی او دغه دوا یوازی د دین په دواخانه کي پیدا کیږي.

زما په اند ځمکه اوس دیته اړ او چمتو شوی ده چي د سولی عدالت او د برابری د ارزښتونو د پلی کولو لپاره ادیان خپل رول ادا کړی او د انسان احترام وکړای شي هغه که د هر دین رنګ، نژاد او د ژبی خاوند وي او په قران کریم کي چي مسلمانان سهار او ماښام لولی الله جل جلاله فرمایی: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا) (او په ریښتیا چې مونږ بنې ادم ته ډیر عزت ور کړی،په وچه او لمده کښې مو هغه ته سپرلی ور کړی،له پاکو څیزونو نه مو هغه ته روزي ور کړی او په خپلو ډیرو مخلوقاتو مو هغه ته ډیر زیات غوره والې وربښلې دی).

ولي ددی څخه مخکې مونږ باید پدی کار وکړو چې په ادیانو پوري تړل شوي غلط مفهوم اصلاح او د منځه یوسو، او د دین هغه غلط تطبیق هم له منځه یوسو چې دروغجن دی او د خلکو ترمنځ کراهیت او تاوتریخوالی رامنځته کوي.. که داسی ونکړو مونږ ادیان د ځینې هغه د ګوتو په شمار مؤمنانو له امله محاکمه کوو چې دغه او هغه دین ته یې نسبت کیږي، نو اسلام د تروریزم دین ندی چې څینې مؤمنان یې ځینې نصوص اخلي جاهلانا او غلط فاسد تأویلات یې کوي، او د هغي وروسته پدي غلط مفهوم سره د خلکو وینې تویوي او په ځمکه کښې فساد کوي او ځينې خلک پیدا کیږي چې د دوي مالي ملاتړ کوي وسله ورکوي او اوزنه ورکوي.. همدا ډول مسیحیت د تروریزم دین ندی ځکه د مسیحیت ځینې پیروان د صلیب په اخستلو سره بي ګناه ارواح اخلي چې د سړي او ښځې ماشوم او جنګیالي او بندي ترمنځ توپیر نه کوي، همدا ډول یهودیت د تروریزم دین ندی چې د موسی علیه السلام لارښوونی پدي ډول کاروي چې ځمکې پري اشغال کړي، چې په لړ کښې میلیونونه خلک قرباني شول او د حق خاوند فلسطیني ملت پکې مغلوب شوي، بلکه په همدي ډول د اروپا تمدن د دوو نړیوالو جنګونو د پیښیدو له امله د تروریزم تمدن ندي چې د اروپا په زړه کښې دا جنګونه پیښ شول او په لړ کښې د اویا میلیونو زیات وګړي ووژل شول، همدا ډول امریکه یې تمدن تروریست نه بلل کیږي کله چې د اتومي بم په استعمال سره په هیروشیما او نګازاکي کښې بشر او کاڼې ټول له منځه یوړل، که چیرته د تهمتونو دغه دروازه خلاصه کړو - لکه څرنګه چې نن په اسلام را خلاصه ده – هیڅ دین او تمدن به سالم پاتي نشي بلکه تاریخ به د تاوتریخوالی او تروریزم د تور څخه په امان پاتي نشي.

ښاغلي پاپ مونږ د ستاسړ د هغه څرګندونو ستاینه کوو چې حق مو پکښې ویلای، او د اسلام څخه مو د تاوتریخوالی او د تروریزم تور په مقابل کښې دفاع کړی، مونږ په تاسو او د لویدیځ او ختیځ کنیساګانو د پاپانو په خبرو کښې هغه څه لیدلي چې د ادیانو عقائدو او سمبوبلونه ته احترام لري، او د هغه چا په مخ کښې ولاړ دی چې سپکاوي کوي، او د هغه چا مخنیوي کوي چې د مؤمنانو ترمنځ فتنې جوړه وي..

هو ازهري شریف کوشش کوي او دی هڅي ته دوام ورکوي چې د ګډ ژوند کولو زمینه برابره کړي او د خبرو اترو کلتور مروج کړي، او د بل د عقائدې احترام وساتي، او هغوي ته ضرر ونه رسوي، او په ګډه یو د بل سره همکاري ته دوام ورکوي، همدا ډول د ادیانو په مقابل کښې شته ستونځې مونږ د ادیانو مشران ننګوي زیاتی دی او باید مخنیوي وکړل شي.

مونږ په ګډه باید د کمزورو او وږو او ویریدلو، بندیانو او په ځمکه کښې د زوریدلو سره بغیر د کوم توپیر څخه مرسته وکړو.

مونږ په ګډه باید د کورنیو د چارو هغه ټولنو او مؤسسو سره مرسته وکړو چې د اخلاقي ستونځو سره مخامخ دی، د علمي څیړنو د سرکشی او د ځینې څیړونکو انحرافات او د هغوي د اوهام مخنیوی، او د اپیریال څخه د فساد او مفسیدینو ورکولو باندي کار وکړو.

همدا ډول په ګډه سره د سلطې لرونکو هغه پالیسیو مخه ونیسو چې د تمدونونو ترمنځ ټکر رامنځ ته کوي، او تاریخ له منځه وړي، د الحاد او کفر لپاره کار کوي، د دماغي عملګرا او د بي دینې د هڅو مخنیوی، او ټول هغه څه چې ددی څخه په هرځای کښې بدبختي را ولاړیږي.

او د خبرو په وروستی شیبه کښې د رحمن او رحیم الله څخه غوښتنه کوم چې زمونږ دا غونډه د ریښتینې همکاري په لور پیل وګرځوي چې ټول د سولي کلتور او وروروالی او ګډ ژوند لپاره کار وکړو.

د ټولو څخه مننه.

والسَّلامُ عَلــَـيْكُم ورَحْمَـةُ اللهِ وبَرَكَاتُه؛

  تحريراً في مشيخة الأزهر:

                                  2 من شعبان سـنة 1438ﻫ                                                                                                          أحـمـد الطــيب

       المــــــوافـق:  28  من  أبــريل ســـنة 2017 م                                                           شـــيخ الأزهـــر 

 

 

 

 

Print
5194 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.