پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

تجريبي
Anonym
/ Categories: Main_Category

تجريبي

بسم الله الرحمن الرحیم

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته..

د خپلو خبرو په پیل کښي خوښ ګڼم چي تاسو ټولو ښاغلو ته ښه راغلاست ووایم، په ځانګړی توګه د مصر درنو میلمنوته ښه راغلاست وایم.

د ختیځو او لویدیځو کلیساګانو ډیرو درنو  کاهنانو او مشرانو...!

د زغم نرمښت او د فضیلت خاوندانو!

ښاغلو او آغلو!

تاسو ټولو ښاغلوته ښه راغلاست وایم او له تاسو څخه ډیره مننه کوم چي مهرباني مو وکړه  د ازهرشریف او د مسلمانانو حکماؤ د شورا بلنه مو ومنله او د سولي لپاره د ازهر په نړیوال کنفرانس کښي مو ګډون وکړ، دا زمونږ لومړنۍ کنفرانس ندی چي دغه موضوع پکښي څیړل کیږي او لوی ګومان دا کیږي چي دا به آخرنۍ کنفرانس هم نه وي چي دا موضوع څیړي، دا ماته د ویاړ ځای دی چي د پرانستني په غونډه کښي زه هم یو له هغو کسانو څخه یم چي خپلي ویناوي وړاندي کوي، زه احساس کوم چي د نړیوالي سولي موضوع کښي که هرڅومره څيړنه وشي نو نور هم زیاتي څیړني تحلیل او تعقیبولو ته اړتیا لري، ځکه د نړیوالي سولي مفهوم د هغو سختو کیسو او ستونزمنو مساېلو څخه دی چي د هرهغه عقل لپاره چي د منطق د قواعدو او د فکر د حقیقتونو مراعات کوي زیات وضاحت ته اړتیا لري، دا ټول د هغه سرګردانۍ له کبله چي فرضونه پکښي ګمراه کیږي او د هغي په تیارو کښي دلیلونه او قیاسونه ګډوډیږي، داسي بریښي چي سوله د بشریت په ژوند کښي اساس او قاعده نه ګڼل کیږي لکه چي د تاریخ د فیلسوفانو څخه د سولي د نظريي طرفداران دا خبره کوي او ټینګار کوي چي سوله د بشریت په ژوند کښي یو اساس او قاعده ده  چي جګړه او تاوتریخوالی د دغه قاعدي څخه یوه استثنا او لري والی دی، بیا د جګړي د نظريي طرفداران بل نظر لري او وايي د بشریت تاریخ داسي دی لکه د وینو موجونه او تاریخ مونږ ته خبر راکړی چي بشریت د بشپړ سولي  تر سیوري لاندي اوږدي زماني لپاره ژوند ندی کړی تر دي چي ځیني امریکايي لیکوالانو ثبت کړي چي بشریت د خپل لیکل شوي تاریخ په اوږدو کښي چي دری نیم زره کالوته رسیږي  پدي کښي دوی یواځي 268 کاله په سوله کښي ژوند کړی او پاتي کلونه په جګړو کښي بوخت وو نو له همدي کبله د امریکي یو مشهور لیکوال جورج ویلي: سوله لدي څخه هم ناتوانه ده چي د خپل ځان ساتنه وکړي([1]).

او بي له شکه چي ددغه کشماکش له کبله چي د سولي د مفهوم په لاسته راوړلو کښي رامنځته شوی ډیری خلک دیته اړ شوي ترڅو په نورو لوړو سرچینو او مصادرو کښي د دي پلټنه وکړي یا په بل عبارت پداسي مصادرو کښي يي پلټنه کوي چي د زماني او ځای څخه تیریږي او د چاپیریال څخه نه اغیزمن کیږي او نه هم د  ځانګړو حالاتو او تاریخي بدلونونو سره اغیزمن کیږي، زما مقصد د لوړو مصادرو څخه چي د بدلون ګټي مقصد او کوتاه نظرۍ څخه لوړ دي مقصد مي تري الهي ادیان او د هغي سپیڅلي نصونه دي چي مونږ باید ورته رجوع وکړو لکه څنګه چي تیت شوي مارغان خپلي پیاوړي ځالي ته رجوع کوي.

ډیر ښاغلو او آغلو درنو حاضرینو اجازه راکړۍ چي دغه سریزه پای ته ورسوم ځکه فکر کوم لږه اوږده شوه او په اسلام کښي د سولي د فلسفي په هکله لنډو خبروته راشم هغه اسلام چي زه ورته غاړه ایږدم د هغي په رڼا سره د حق د پیژندني لار ګورم او دهغي په رڼا کښي د کړنو او سلوک ښیګڼي او افکار پیژنم، مهمه ده چي ووایم هرهغه څه چي د سولي په هکله په اسلام کښي ویل شوي هماغه شیان په مسیحیت او یهودیت کښي هم ویل شوي، دا د دي لپاره نه وایم چي تاسو ښاغلو ته مجامله وکړم اګرکه ستاسو مجامله کول پدغه ځای کښي ښه خبره ده، خو زما عقیدي چي ما د قرآن کریم څخه اخستي ده ماته يي د مسلمان په صفت دا راښودلي چي د محمد صلی الله علیه وسلم رسالت د عیس موسی ابراهیم او د نوح علیهم السلام د رسالتونو څخه کوم جلا او مستقل دین ندی، بلکه دا د یو دین په ځنځیر کښي آخرنۍ کړۍ ده چي د آدم څخه پیل او د اسلام په نبي باندي پای ته رسیدلي ده ، او دغه ټول رسالتونه د اول څخه ترآخره پوري په مفهوم او مضمون کښي یوله بل سره برابر دي او د عملي بدلیدونکي تشریعاتو څخه پرته په بل څه کښي توپیر نلري، ځکه هر رسالت عملي شریعت لري چي د هغي زماني او ځای او همدارنګه د هغي د باور کوونکو سره برابر وی.

د وخت د کمښت له امله ټول هغه آیاتونه نشم راوړلی چي پدي ټینګار کوي هغه چي محمد صلی الله علیه وسلم ته الله جل جلاله په وحيي کښي څه ورکړی عین هماغه څه دي چي نوح ابراهیم موسی عیسی علیهم السلام ته ورکړي وو، او دا مونږ ته ددي تفسیر راکوي چي ټول ادیان په لوړو فضیلتونو او په لوړو اخلاقو، په خو وصیتونو او په لارښوونو کښي سره برابر دي چي په آیاتونو کښي همدا راغلي دي.

او په اسلام کښي د سولي د فلسفي د تصور په هکله که راشو نو ستاسو په اجازه زه تاسوته دا د پیغامونو له لاري وړاندي کوم چي په منطقي ډول یوله بل سره ترتیب شوي دا پیغامونه په لاندي ډول دي:

قرآن کریم د خلکو ترمنځ د اختلاف او بدلون اعتراف کړی چي په دین عقیده ژبه او رنګ کښي یوله بل سره لري او د الله جل جلاله همداسي خوښه وه چي خپل بندګان همداسي یوله بل سره توپیر لرونکي پیدا کړي، او اختلاف یا توپیر په بندګانو کښي د الله جل جلاله یو ډول سنت دي چي هیڅ بدلون او زوال سره به مخ کیږي تردي چي دنیا له منځه تللی نه وي.

په دین کښي د اختلاف د واقعیت په ترڅ کښي په منطقي ډول د عقیدي د آزادۍ حق رامنځته کیږي، ځکه د عقیدي آزادي او په دین کښي اختلاف یو معنی لري، بیا د عقیدي د آزادۍ په ترڅ کښي دا لازمیږي چي په دین کښي زور نشته او قرآن کریم په ښکاره ډول د عقیدي د آزادۍ اقرار کړی نو ددي سره دا هم لازمیږي چي په عقایدو کښي د زور څخه کار اخستل روا ندي.

کله چي مونږ په عقیده کښي د دوو اختلاف لرونکو او د عقایدو په غوراوي کښي د أزادو خلکو ترمنځ د اړیکو ارزیابي کوو نو ګورو چي قرآن په ښکاره ډول دغه اړیکه په دوو چوکاټونو کښي بیان کړي ده:

لومړۍ: د خبرو اترو چوکاټ، هرډول خبري اتري نه بلکه ښه او ګټوري خبري اتري مراد دي، په ځانګړي ډول که د مسلمان خبري د عیسوي یا یهودي سره وي الله جل جلاله فرمايی: (﴿وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ﴾ [العنكبوت:46]، ﴿وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْناً﴾ [البقرة:83]. ژباړه «تاسو د اهل کتابو سره جګړي مکوۍ مګر په هغه ډول چي ښه وي، او خلکوته ښه خبري کوۍ».

دوهم چوکاټ: د پیژندني چوکاټ چي مقصد يي یو د بل ترمنځ تفاهم همکاري او په یو بل باندي اغیزمن کیدل دي الله جل جلاله فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ﴾ [الحجرات :13]،ژباړه « ای خلکو مونږ تاسو د نر او ښځي څخه پیدا کړي یاست او په تاسو کښي مو څانګي او ټبرونه جوړ کړي ددي لپاره چي یو بل وپیژنۍ عزتمند په تاسو کښي هغه څوک دی چي پرهیزګاره وي الله جل جلاله پوه او خبردار دی»، مونږ ته يي لومړۍ د اصل یووالی بیان کړ بیا يي د پیژندني د اړیکو بیان وکړ.

ګرانو ورونو لدي څخه مونږ ته دا څرګندیږي چي قرآن کریم د خلکو ترمنځ اړیکه د یو بل پیژندني اړیکه ګرځولي ده چي دا پخپله د اختلاف او د عقیدي د آزادۍ د طبیعت منطقي پایله ده.

په اسلام کښې جنګونه د ضرورت لپاره دی، دا هغه استثنایې حالت دی چې بل لار نوي موجوده، او دا د نبي کیم صال الله علیه وسلم نصیحت دی: «لَا تَمَنَّوْا لِقَاءَ الْعَدُوِّ وَسَلُوا اللَّهَ الْعَافِيَةَ»، "ژباړه: د دوښمن سره د مخامخ کیدو هیله مه کوي او د الله تعالی څخه سلامتیا وغواړی". په اسلام کښې جنګونه د حملي ندی چې په چا حمله وکړل شي بلکه دفاعي دی، د مسلمانانو لپاره لومړۍ تشریع چې د جنګ اباحت پکښې ګیږي او د سلاح اخیستلو اجازت ورکول کیږي له دی امله چې د ظلم محنیوی وشي او د مظلومانو دفاع وشي، ﴿ أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ﴾ [الحج: 39]، هغه کسانو ته جنګ اجازت ورکړل شوی چې ظلم پري شوی او الله تعالی د دوي په مرسته کولو قادر دی. او په اسلام کښې د جنګ مشروعیت ددی لپاره ندی چې فقط د مسجد څخه دفاع وشي بلکه په همدي ډول د کنیساګانو او یهودو معبدونه هم باید وساتل شي دفاع ورڅخه وشي، که ته دا تعجب کوی چې خپل بچیان د نورو ادیانو د دفاع په خاطر قربانوي تعجب وکړه، خو دوي د نورو ادیانو د عبادت ځایونو امنیت باید وساتي..

هغه پوښتنه چې ډېر خلک ورته حیران دی هغه داده چې: اسلام ولي غیر مسلمانان وژني؟ جواب دادی چې ددی نوم لاندې نه وژني چې هغوي کافر دی، ځکه چې دا څنګه امکان لري چې مسلمانان په جنګونو کښې هغه قرآن هم د ځان سره لیږدوي چې وایې: ﴿فَمَن شَاء فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاء فَلْيَكْفُرْ﴾، ژباوړه: د هغه چا چې خوښه وی اسلام دی راوړي او که خوښه یې وی کافر دی شي. اسلام څنګه ددی له امله جنګ کوي چې نور خلک په دین کښې په زور سره داخل کړی، او قرآن وایې: ﴿لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ﴾.. ژباړه: دین په چا باندې په زور نه منل کیږي.. اسلام ددی ددی نوم لاندي جنګ نه کوي کفر سره یې جنګ دی بلکه د تیري ګوونکي سره جنګ کوي، ځکه اسلام ددی ترمنځ فرق نه کوي چې تیري ګوونکي مسلمان دی او که کافر، بلکه هر تیري کوونکي سره جنګ کوي: ﴿وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ﴾ [الحجرات: 9]. ژباړه: که چیرته د مؤمنانو دوه ډلی خپل منخ کښې جنګ کوي د هغو ترمنځ سوله وکړی، که چیرته یوه ډله په هغه بله ډله بندي تیری کوي د هغه تیري کوونکي ډلی سره جنګ وکړي ترڅو د الله تعالی امر ته غاړه کیږدي.

دغه لنډه کتنه چې په مقدسو نصوصو باندي بنا ده مونږ ته دا څرګنده وي چې اسلام د سولي دین دی په چا د تیري کولو دین ندی، او ټول الهې ادیان پدې کښې سره شریک دی چې د سولي موضوع په ټولو کښې محوري نقطه ده.

ددی څخه وروسته هم ځینې پوښتنو ته راځم چې خپلې خبری پری پای ته رسوم هغه:

هرکله چې د اسلام هغه نصوص چې ځینې می دلته یاد کړل کله چې دا دین د نورو دومره احترام کوي او ى هغو ى عقائدو احترام کوي، ولي دی دین ته خلک د تروریزم نسبت کوي؟ که چیرته وویل شي: ځکه هغه کسان چې تروریستان دی مسلمانان دی؟ آیا ویل کیږي چې مسیحیت د تروریزم دین دی، ځکه د مسیحیت په نوم هم خلکو تروریرستي کړی؟! آیا ویل کیږي چې  یهودیت د تروریزم دین دی، ځکه په نوم يې ډېري بدي پیښې او کارونه ترسره شوي؟ که چیرته ووایو چې ادیان د ځیني هغه کسانو په کړنو مه محاکمه کوي چې په هغه دین ایمان لري، نوداسی ولي د اسلام په هکله نه ویل کیږي؟ ولي د اسلاموفوبیا ترنوم لاندي بندې، مظلوم ساتل کیږي او په دوروغو سره ظلم پري کیږي.

آیا دا امکان لري چې پداسې نادر کنفرانس کې چې همدا اوس جوړ شوی وویل شي چې ادیان د تروریزم د تهمت څخه پاک دی؟ آیا کولای شو که په اشاري سره هم وي چې په حیاء سره ووایو هغه تور تروریزم چې په ختیځ کښې که د هر نوم لاندي وي د مسلمانانو روحونه قربانوي دوي د اسلامي شریعت او د مسلمانانو د قرآن سره په هیڅ ډول تړاو نلري؟

مننه د خبرو د اوږدبدو څخه بخښنه غواړم.

والسَّلامُ عَلــَـيْكُم ورَحْمَـةُ اللهِ وبَرَكَاتُه؛

 د ازهر شریف په مشیخه کښې لیکل شوی:

1 من شعبان سـنة 1438ﻫ                                                                                                      أحـمـد الطــيب

       المــــــوافـق:  27  من  أبــريل ســـنة 2017 م                                                           شـــيخ الأزهـــر 

 

 

 

 

 

[1] - د غوره نړۍ لپاره سولي کتاب وګورۍ چي عبد الفتاح محسن بدوي ص 15- 27.

Print
4772 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.