پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

تجريبي
Anonym
/ Categories: Main_Category

تجريبي

                                                   بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله والصلاة والسلام على سيدنا رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن اهتدى بهداه.

درنو حاضرینو!

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته.

تاسو ښاغلو ته په ازهر شریف کښې ښه راغلاست وایم، چې د مسلمانانو حکماؤ شورا په بلنه دا غونډه ترسره کیږي، د کلیساو نړیوالی شورا ګرانو میلمانو ته ښه راغلاست وایم، او محترم پلاوي ته یې ښه راغلاست وایم چې د نړۍ په کچه د مسیحیانو استازیتوب کوي، او په سر کښې ښاغلي دکتور/ اولاف فیکس ټاویټ – چې د کلیساو د نړیوالې شورا عمومي منشي دی، هغه سړۍ چې د مسلمانانو د حکماو شورا پکې د خیر څخه ډک زړه لیدلی چې په لومړي ځل په جنیوا کښې ټولو ته څرګنده شوه چې ټولو ته یې زړه د خیر ډک او ټولو نړیوالو ته د سولې خیر او نیکبختې غوښتنه کوي، چې د څرګندنو څخه یې دا ښکاري. چې د نفس په آرامتیا او د ضمیر د راحت څخه یې ښکاري، چې داسې کول د الهې ادیانو پغام او غوښتنه ده، چې ټول په همدې راڅرخې لکه عقائد، عبادات، معاملات او اخلاق..

د ستاسې ښاغلو حاضرینو په اجازه به زه خپلي خبرې د هغه ځایه پیل کړم چې زمونږ په لومړۍ لیدنه کښې چې تیر کال په جنیوا کښې د 2016 م کال د اکتوبر په میاشت کښې په کوم ځای پاې ته رسیدلی وی، چې: د هغه خنډونو د مینځه وړل دی کوم چې په ختیځ او لویدیځ کښې د خلکو ترمنځ د سولې، عدل او محبت د خپریدو مخه نیسې، او پدې موافقه شوی وه چې راتلونکې ناسته په ازهر کښې په قاهره کښې ترسره کیږي، چې هغه د نن غونډه ده، او د هغې وروسته د پیغامونو د لاري دی پایلې ته رسیدلې وو چې د نن ورځې موضوع به: «د ینې مشرانو له خوا به په هغه ابتکاراتو باندې کار کیږي چې د هېوادوالی او ګډ ژوند رامنځ ته کولو سبب کیږي».

زه ګمان کوم چې دا موضوع – او شاید زه خطا وم – دا هغه موضوع ده چې زمونږ په عربي او اسلامي ختیځ کښې د دینې مشرانو د اهتمام وړ وګرځې، ځکه دا هغه لوی ننګونه ده چې پدې لړ کښې د تروریزم او ورته کړنې چې غواړي په شرق او غرب کښې د ځوانانو عقلونه بي لاري کړي او د دوي په ‌ذهنونو او تصوراتو کښې «د اسلامي دولت» په هکله غلط فکرونه واچوي، او غواړي هغه مفاهیم او اصطلاحات چې د اسلامي فقهې او شریعت څخه  د «عثماني خلافت» څخه چې په 124م کال کښې ونړیدو وتلي د هغې وروسته یو ځل بیا د اهل الذمة جزیه او اسارت... راژوندې کړي...تر آخره.

کله چې په تیرو زمانو کښې اسلامې خلافت کښې په هغه وخت کښې هم د غیر مسلمانانو لپاره د معینو قوانینو جوړولو ته اړتیا وا چې د هغه زمانې د حالاتو سره برابر وو، دا منطقې خبره ده بلکه دا خپله اسلامې فقه ده چې د خلافت په دولت کښې د غیر مسلمانانو لپاره داسي احکام جوړ کړل شي، هغه سیاسې نظام چې بدلیږي باید خامخه ورسره ډېر یا لږ تړلي احکام بدل شي، چې ددی نظام سره تړلي وو، چې په هغه اساس باندي په اسلامي دولت کښې د غیر مسلمانانو سره کوم ډول اړیکې جوړي وی.

ددی ننګونو ترمنځ هغوي کوښښ کوی چې په معاصرو حکومتونو کښې هغه نظامونه رامنځ ته کړي چې ددوي په ذهنونو کښې دی چې د شریعت او فقه سره کوم سبب او اړیکه نلري، بلکه د اسلامي شریعت او د تل پاتي نصوصو سره یې کومه رابطه نشته، له همدي ځایه مونږ ته معلومیږي چې د داسي غلط او مریض فهم د لاسه څومره لوي خطر سره مخامخ کیږو چې د قرآن او نبوي سنتو معصومو ارزښتونو او د یوي معلومې زمانې او وخت لپاره د علماؤ د اجتهاد ترمنځ ګډوډي رامنځ ته کیږي، بیا هم ددی اختلافاتو حالاتو او نورو ظروفو سره سره د «هېوادوالی» موضوع هغه لومړۍ مطلب دی چې باید د ادیانو مشران پکې خبري وکړي ترڅو په دی اوهامو باندې په عملي توګه رد وکړل شي، ځکه چې دغه وهم لرونکو ته په مادې او معنوي دواړو برخو کښې مرسته رسیږي، ځکه چې ددي اوهامو د مخنیوي لپاره مبارزه د الله تعالی په لار کښې لوي جهاد بلل کیږي او له همدې لاري اسلام د عزت او ویاړ دور ته ګرځولای شو، او زه پدې کښې هیڅ شک نلرم چې هېواد پالنه د غیر مسلمانانو لپاره د فقهې قاعدې تطبیق بلل کیږي، او زما مقصد دلته هغه قاعده ده چې «لهم ما لنا وعليهم ما علينا» ژباړه: هغه څه چې زمونږ لپاره دی ددوي لپاره هم دی او هغه څه چې مونږ باندې دی په دوي هم دی. په معاصره زمانه کښې یې ژباړه داسې ده چې په حقوقو او واجباتو کښې مطلق مساوات دی.. او خوشحاله یم چې ووایم: ازهر شریف او د مسمانانو د حکماو شورا په ګډه د تیرې فبروري په میاشت کښې هم ددی عنوان لاندي چې «آزادي او هېواد پالنه .. تنوع او بشپړتیا» کنفرانس جوړ کړی و، او په اوسانې زمانه کښې په لومړي ځل پکښې اعلان وشو چې: د هېواد پالنې نظام خالص اسلامي نظام دی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم په لومړني اسلامی دولت کښې چې د مدینې دولت دی پلئ کړی وه.

لکن – هیله ده چې زما خبره سمه وي – چې دا غږ به هم په لویدیځ کښې ډېر و نه ځلیږي، ځکه هلته هيواد پالنه کومه ننګونه نده بلکه په هغه ټولنو کښې لا د مخه د هيوادوالو ترمنځ په حقوقو او واجباتو کښې مساوات موجود دی.

ولی هلته لوي ننګونه بیا د اسلاموفوبيا پديده ده چې ډېره خطرناکه ده، ځکه چې د واوري د کاڼې غوندي په غټیدو ده ځکه د ریښتینې ادیانو مقاصدو او فلسفو له خوا د بیان سره نده مخ چې روحي عقلي او خلقي کمال سره انسان نیکبختی ته رسوي. او د هغه څه څخه ډې ویریږم چې «د اسلاموفوبيا» پديده به نور ډېر ژر په «دینو فوبیا» باندې بدله شي، ځکه افق تیار په تورو وریځو د ادیانو لپاره پټ دی، او په خاصه توګه دغه واړو لوي ادیانو ته چې مسیحیت او اسلام دي.

د الحادی فکر څښتنان وایې چې په ختیځ کښې صلیبي جنګونه د مسیحیت له لاسه شوي، او په لویدیځ کښې هم دینې جنګونه رامنځ ته کړي، او اسلام تروریزم ورانکاري، چاودني رمنځ ته کوي، او د خلکو ژوند د ویري له کبله په جهنم بدلوي، ملحدان وايې بله حل لاره نشته ترڅو په نهایې ډول ادیان د خلکو د ژوند څخه لري نه کړو، که چیرته دوي سوله او آرام ژوند کول غواړي.. هغوي مونږ ته دا نه وایې هغه جنګونه چې دین پکې هیڅ رول نه درلود ولی رامنځ ته شوي؟ هغه جنګونه چې ملحدانو او د ادیانو نه منونکو کړي، لکه عربي متل چې وایې په هغه جنکونو کښې د ادیانو نه آس او نه اوښ موجود ول. څوک چې مونږ ته د اوسنیو مذاهبو د وژنو یادونه کوي شمیره یې څرګنده ده: خو تاریخ مونږ ته د هغه په ملیونونو وژنو، کډوالو او تعدیبولو چې د دروغجنو نبواتو په لار کښې وژل شوی چې تر اوسه یو د هغوي هم نه وریښتینئ، هغه څه چې وروسته څرګند شول هغه هم فقط په کاغذ باندي هغه لیکل ثابت پاتي شول چې دوي په دروغو د نبوت دعواوي کولي، بلکه عملي کول یې اصلا مستحیل ول([1])..

زه له تاسو څخه بښنه غواړم چي ما دغه موضوع لږه اوږده کړه خو هغه ویره چي ماته راغلي ده د هغه انځور باید تاسوته وړاندي کړم چي د دین د راتلونکي سره اړه لري او د دین د هغه رسالت سره اړه لري چي په هغي باندي علماء کرام او لوی شخصیتونه باور لري او دهغي په لاره روان دي، مونږ ټول پوهیږو چي غیر اخلاقي ترتیبات د دین د ویجاړۍ او دهغي دمضمون د له منځه وړلو لپاره یو پیل دی، او په ډیر تأسف سره باید ووایم چي د ځوانانو په چلند کښي دي ځای پیدا کړی پداسي ډول چي قانون يي ملاتړ کوي، ټولنه ورته لاره برابروي او نړیوالتوب يي په خلکو کښي رواج کوي، او دا ټول د مومنانو او ملحدانو ترمنځ ژر وي او که وروسته وي د یوي خونړي جګړي د رامنځته کیدو لپاره لومړني کارونه دي.

د آسماني ادیانو ترمنځ ستونزي امکان نلري چي پخپلو منځو کښي د کشماکش له لاري حل شي، زما په اند ددي د حل لپاره لومړنۍ ګام دادی چي د دوی ترمنځ ترینګلتیا له منځه یوړل شي، او د تاریخي میراثونو څخه باید مونږ یواځی منفي اغیزي غوره نکړو او پداسي وخت کښي هغه باید مونږ ډګرته ونه غورځوو چي د ادیانو د دشمنانو سره مو اوږده جګړه روانه ده او د داسي بلا سره مخامخ یو چي خپل ځان يي داسي چمتو کړی چي ټول را ټول کړي.

نو د همدي موخي لپاره چي د خپلو سترګو په وړاندي مو نیولی چي مقصد مو تري د دیني ادارو ترمنځ یو له بل سره پیژند ګلوي او تفاهم دی پخپله ازهر هڅه کړي ده ترڅو په اروپا کښي د لویو دیني ادارو د مشرانو سه وګوري چي په واتیکان لندن جینیوا فلورنسا پارس او برلین ښارونو کښي يي دغه لیدني سرته رسولي دي، او د سولي کاروانونه يي آسیا اروپا افریقا امریکا او د نړۍ نورو پلازمینو ته لیږلي دي.

ډیرو ښاغلو:  مونږ دلته په ازهر کښي شپه او ورځ کار کوو ترڅو په مصر کښي د عیسویانو سره خپله هیوادوالي او ورورولي ټینګ کړو، تاسو که په سمه توګه سره فکر وکړۍ نو مونږ دلته د ازهرشریف د مشیخي په زړه کښي د مصر بیت العائلي کمیسون جوړ کړی، همدرانګه تاسو باید د ازهرشریف وروستۍ اعلان ولولۍ چي د هیوادوالۍ او د ګډ ژوند په هکله يي خپور کړی وو، په هغه اعلان کښي د لږکیو کلمو پرځای د هیوادوالۍ کلمه کارولی وه ځکه د لږکیو کلمه ازهر پداسي ډول سره لري کړي ده چی بیرته ګرځیدل ورته نشته، زما په اند دا دواړه عملي ګامونه وو چي د ځمکي په سر پورته شو او که د الله جل جلاله خوښه وي نو پدغه لاره کښي به نور ګامونه هم پورته شي.

ډیرو درمنو او عزتمندو ورونو له تاسو څخه هیله کوم چي د رسنیو په درواغو باندي باور مکوۍ چي ترهګري د اسلام پوري تړي، او مسلمانانو باندي تور پوري کوي چي د خپلو عیسوي هیوادوالو او ورونو سره ظلم کوي، په وروستیو دوو چاودنو کښي چي مصر کښي رامنځته شو اسلام او ازهرشریف تورنوي، دغه ډول درواغ او بي عقلي خبري هغه څوک چي عقل لري او د پیښو څیړنه په سم ډول کوي نو هیڅکله دغه خبري نه مني، زه نه غواړم چي ستاسو ارزښتناک وخت ددغه درواغو په دلیلونو کښي ضایع کړم ځکه پدي کښي د ټولو پولو څخه تیری شوی دی.

زه غواړم ستاسو نظر یو حقیقت ته واړوم هغه دا چی د ارقامو د شمیرني په ثبوت سره واقعیت دا ثابته کړي ده چي ترهګري د عیسویانو څخه مخکښي مسلمانان په نښه کوي، که چیرته دلیل غواړۍ چي هیڅ شک او جګړه پکښي نه وي نو د سرشمیرنو او کشفي اداروته ولاړشۍ او په عراق سوریه او مصر کښي د وژل شویو عیسویانو او مسلمانانو شمیر وګورۍ او بیا هغه مقایسه کړۍ نو تاسوته به څرګنده شي چی ترهګري دین او وطن نلري او هغه هیڅ باک نلري چي په کومو وینو باندي تنده ماته کړي برابره خبره ده چي دغه وینه د مسلمان وي که د عیسوي او که د ملحد وي، د هغه موخه یواځی د هیوادونو ناکراري ده هغه که د جومات کلیسا بازار یا د عادي مومنانو غونډه وي او یا هم د کومي بلي  وسیلي څخه وي خو خپلي موخي ته ځان رسوي.

او پدي ترڅ کښي ازهرشریف هیله لري چي په جینیوا کښي د کلیساګانو شورا د اسلام څخه دکرکي او ویري د غوښتنو د مخنیوي لپاره کار وکړي او د عیسویت او اسلامیت ترمنځ د خبرو اترو له لیاري خپل ګامونه پورته کړی هغه خبري اتري چي د دغه شورا لخوا په رسمي ډول په کال 1982م کښي د اسلامي نړیوال کانفرانس کښي چي د سریلانکا په پلازمینه کولومبو کښي سرته رسیدلی وو دا خبري پیل شوي وو.

یو واري بیا تاسو ښاغلوته ښه راغلاست وایم او تاسوته په مصر کښي د ښه وخت لرلو امید لرم او له تاسو څخه مننه کوم چي دلته مو تشریف راوړی دی چي د هر مصري په زړه کښي ارزښتناک دی.

د ښه غوږ نیوني څخه مو مننه کوم.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

احمد الطیب

د ازهر شیخ

د ازهر په مشیخه کښي ولیکل شو: د رجب میاشت کال 1438ه چي د 2017م کال د اپریل د میاشتي سره سمون خوري.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

هغه فقره چي په بیان کښي نده ځای پرځای شوی

خو د هیوادوالۍ نظام په ډیري چټکۍ سره بدلون پیدا کړ دا وروسته لدي چي اسلامي فتحي او بریاوي پراخي شوي او په فتحه شوي هیوادونو کښي د مسلمانانو اړیکي د نورو څخه پراخي شوی، نو دلته لازمه وه چي د مسلمانانو په دولت کښي د غیر مسلم اړیکه معلومه شي، همدا وو چي د اهل ذمه اصطلاح را برڅیره شوه او مقصد يي دادی چي عیسوي یا یهودي د حقوقو او وجایبو د برابروالي له اړخه د الله جل جلاله او د هغه د رسول په ذمه کښي وي.

 

 

 

 

 

[1]- انظر العقاد: الشيوعية والإنسانية (بتصرف) ص: 15

Print
5020 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.