پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د ازهرشریف د لویو علماء کرامو د هیئت بیانیه
Anonym
/ Categories: Main_Category

د ازهرشریف د لویو علماء کرامو د هیئت بیانیه

 

د ازهرشریف د لویو علماء کرامو هیئت اعلان وکړ هغه کړني چې د صهیوني یرغلګرو چارواکو لخوا په قدسی حرم کې ترسره کیږي په شرعي او قانوني ډول باطل دی، چې هیڅ ډول انساني او متمدن اصل سره تړاو نلري، له همدي کبله ازهرشریف په نړۍ کې د یوملیارد او اووسوه میلیونه مسلمانانو په استازیتوب داسی بی مسئولیته او پاروونکي چاري ردوي، چې صهیوني اشغالګر ټولي نړیوالې پریکړې ننګوي او دا کړني ترسره کوي.

یو ځل بیا یادونه کوو چې د اقصی مسجد او مبارک چاپیریال یې لکه څنګه چې په قرآن کریم کې راغلي د لومړیو دوو قبلوو څخه بلل کیږي او دریم حرمین بلل کیږي د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لار ده، او یو د هغه مسجدونو څخه دی چې د ورتللو غوښتنه یې شوی.

همدا ډول ازهرشریف د لویو هېوادونو او د یونسکو سازمان او د اسلامي او نړیوالو سازمانونو او د بشری حقوقو د سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې خپله وظیفه ترسره کړی په قدس او فلسطین کی د الله تعالی د کورونو د آزادولو او په نړۍ کې د عبادت ځایونه دی د سیاسی او عنصري منګولو څخه وژغوري.. ازهر شریف ټولي نړۍ ته خبرداری ورکوي چې ددی عدواني کړنو په مقابل کي چپ پاتی نه شی ځکه د داسی کړنو ترسره کول د دینې جنګونو لپاره لار پرانیزي، د نړۍ سوله ییز حالت ننګوي بلکه وچ او لانده دواړه د ځان سره سوزي.

له همدي کبله ازهرشریف د علمي تعلیمي او په اسلامي هېوادونو کې د اوقافو وزارتونو څخه غوښتنه کوي چې د فلسطین او قدس قضیه ته توجه وکړي او په خپلو درسي او تربیوي منهجونو او په مسجدونو کي په خطبو کې، همدا ډول په کلتوري او د رسنیو په پروګرامونو کې باید د قدس موضوع ته پاملرنه وشي.

ازهرشریف د ټولو کنیسه ګانو د هغه دریځ درانوي کوي چې په اشغال شوی ځمکو کې د مسجدونو سره یووالی اعلان کړی، او د کنیساو څخه  آذان پورته کیږي، سره ددی چې په مسجدونو بندیز لګول شوی چې آذان تري پورته نشی، دا کړنه د مسیحیانو لخوا په روحي ډول د مرستی او ښه ګاونډیتوب او د آسماني ادیانو ترمینځ د متبادل احترام څرګنودونه کوي.

پدی وخت کې ازهرشریف اعلان کوي چې د قدس شریف په هکله راتلونکي سیپټمبر میاشت کې نړیوال کنفرانس جوړوي – که د الله تعالی خوښه وه – د فلسطیني موضوع په هکله به مهمي پریکړي او ددی موضوع سره تړلي سازمانونو سره به اړیکي نیسي او موضوع به څیړل کیږي.

ازهرشریف دا نه هیروي او یوځل بیا هغه مغرورو خلکو ته وریادوي چې که الله تعالی مهلت هم ورکوي خو همغه الله تعالی غافل هم ندی، قدس او اقصی به د مسلمانانو په زړونو کې پاتي وی او د دوي لپاره به مهمه او لومړۍ موضوع بلل کیږي.

 

 

 

Print
5745 Rate this article:
2.0

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.