پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د ازهر وثيقي
Anonym
/ Categories: Main_Category

د ازهر وثيقي

 

د ازهر وثيقي

 

 

 

 

مقدمه

بعد حمد الله و الصلاة و السلام علی رسوله:

ازهر شریف د تاریخ په اوږدو کي د مصر لپاره د ملي یووالي او د هیوادوالۍ د ممبر مشري کړی ده، ازهر د اسلامي امت ضمیر ګڼل کیږي چي د امت درد احساس کوي د هغوی د هیلو او آرزوګانو بیان او د حقونو څخه یی دفاع کوي هدارنګه ازهر د عربي اسلامی امت د کلتور ټینګ او لوړه ماڼۍ ګڼل کیږي چي ډیر ژور او لوی تراث لري او د بنسټیز وسطیت رڼاګانی یی په سیمه اییزه او نړیواله کچه خپاره شوي دی.

ددغو ټولو اړخونو په پام کښي نیولو سره ازهر د اسلامي امت او د نورو ټولو امتونو ترمنځ د تمدني خبرو اترو غوښتنه وکړه ترڅو یو له بل سره ګټی تبادله شي او لوړی بشري ګټی ثابت شي او د امتونو د پیژندني هغه حق هم پر ځای شی چي د قران کریم په سوره حجرات  کي راغلي الله جل جلاله فرمایی: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ان اكرمكم عند الله اتقاكم ان الله عليم خبير)) [الحجرات:13] ژباړه "ای خلکو! تاسي ټول مي له نر او ښځي څخه پیدا کړي یاست او تاسي مي خیلونه او قومونه ګرځولي ياست ترڅو سره وپیژنئ عزتمند په تاسو کښي د الله جل جلاله په نزد هغه څوک دی چي پرهیزګاره وي یقینا الله جل جلاله پوه او خبردار دی".

خو ازهر په عین وخت کښي ټول هغه کارونه ردوي چی اسلامي امت او شریعت ته پکښي زیان رسیږي که دا د هر ځای او هر مصدر څخه وی او پدی لاره کي هڅه کوی ترڅو ټول هغه کارونه سم کړی چي غلط دي او پدی ترڅ کي د بیلابیلو اړخونو سره خبری اتری سرته رسوي.

د همدی کبله ټول پورته ذکر شوي شیان ازهر په ټولو تړونونو او د خبرو اترو په لړ کي چي د نورو ادارو او ملتونو سره یی سرته رسوي د مراجعی او سمون په حیث غوره کړي او د دغو معیارونو په رڼا کي یی ددی تشکیل رامنځته کړی.

ازهر پخپل نوي زماني او پړاو کښي د خبرو اترو اړخونو شرطونو بنسټونو او لید لوري کښي بدلون راوستی او په پیل کښي يي پخپله ازهري خبرو اترو باندي تمرکز کړی او په ټولو اړخونو کښي يي دا سرته رسولی برابره خبره ده چي دغه خبري اتري د مصري او بل مصري د یو عربي او بل عربي او یاهم د یو اسلامي د بل اسلامي سره وي دغه کارونه وروسته لدي سرته ورسیدل چي مخکي خبري اتري یواځی په شکلي ډول سرته رسیدل چي ځیني بهرني معیارونه او حالاتو به دا فرض کړي وو خو اوس دغه کار د ازهر په لاس کښي پریوتلی چي پدي ډګر کښي ثابت او له پخوا څخه تجربه لري او پدي کښي قرآن کریم  د نبي کریم صلی الله علیه وسلم احادیثو او د اسلامي تمدن پرمختللو وختونو او پړاونو ته تکیه کوي.

دا چي علم د ازهر د رسالت بنسټ دی نو د دوو کالو را پدیخوا مو د ازهر د نصاب د سمون لپاره مټي را بډوهلي ترڅو تیت او پرک شوی شیان بیرته را ټول کړو او په ازهر کښي مو د ښوونیز نصاب سمون پیل کړی د ازهر د معهدونو د څانګو سره یوځای یوه بله ځانګړی څانګه  اسلامي او عربي علومو لپاره رامنځته شوي ده چي ددی فارغین کولای شي شرعي او ژبی فاکولتو ته داخل شي او د ازهر د ژور نصاب په بنسټ باندي چي د وسطیت اعتدال منځلاری نصاب دی چي په ترڅ کښي  شلتوت، مراغي، دراز، عبدالرازق، عبدالحلیم، شعراوي او محمد الغزالي په څیر پوهان او لوي عالمان يي رامنځته کړي.

 دغه پورته ذکر شوی کارونه مو د ۲۰۱۱م کال د 25 جنوري د پاڅون څخه مخکي ترسره کړي دا چي اوس پاڅون رامنځته شو نو له مونږ سره يي په نور پرمختګ او سمون کښي مرسته وکړه د کار ډګر مو پراخه او کارونه مو زیات شو خو ددی ټولو لپاره دوه بنسټیزي موخی دی چي باید لاسته راوړل شي لومړی داچي د ازهر کور او موسسه د داخل څخه اصلاح او سم شي چی دا د پوهنتون او د پوهنتون څخه د مخکي پړاو د تعلیمي نصابونو په سمون سره تر سره کیدلای شي او دا د ازهریانو او د ټولو مصریانو لپاره لومړنۍ بنسټیزه غوښتنه او موخه ده او بله موخه داده چي ازهر شریف خپل ملي او اسلامي رول په سمه توګه سره ادا کړي ځکه د هیواد په وړاندی د رول ادا کولو څخه وروسته په سیمه اییزه او نړیواله کچه نور ټول خلک خپل ازهر ته سترګي پ لار دي تر څو خپل رول او رسالت ادا کړي.

د ازهر مشیخي دغه احساس درک کړی او پدغه ډګر کښي یی کوټلي ګامونه اخیستي دی چي د خلکو د تود هرکلي سره مخامخ شوي، ازهر هغه کشماکش چي په ساحه کي روان دی د هغي څخه یی مخ اړولي ځکه هیوادوال ددغه راز کشماکشونو څخه ستړی دی پدغه ډګر کي ازهر د هیواد د بیلابیلو ډلو او ګوندونو استازی او مصري روښانفکران را ټول کړل ترڅو د ازهر د لویو علماؤ سره یو ځاي کیني او دغه حالات وڅیړي همدارنګه د پاڅون  پرمختګونو او اړتیاوي تر څیړني لاندی ونیسي او پداسی اصولو او بنسټونو باندی هوکړه وکړي چی شریعت سره برابر وی او دغه مفکرین او علماء پری راضی وي او همدارنګه د مصر د اوسنی وضعیت د غوښتنو ځواب ووایی او داسی یوه نمونه وړاندی کړی چي ځیني نوری اسلامي ټولنی هم د خپلو ارادو او حالاتو د سمون لپاره ددي څخه ګته پورته کړي.

ددغو علمي او فکري ګډو هڅو او همدارنګه د څو میاشتو په ترڅ کښی د ژورو خبرو اترو پایله او ګټه دا شوه چي لاندیني وثیقی او بیانیی مو صادري کړي چي لوستونکو ته یی وړاندی کوو:

لومړۍ: د دولت د بنسټیز نظام وثیقه ده چی د حاکم او محکوم ترمنځ اړیکه تنظیموي د هغوي حقوق او واجبات معلوموي او په حکم او واک کښی ددیموکراسي له لاری ولسي ګډون تنظیموي او د دولت لپاره داسي انځور رسموي چي ملت او شریعت دواړه تری راضي وي او ترڅنګ یی زمونږ د اوسني زمانی اړتیاوی هم پوره کړي.

د فکري خبرو اترو او ناستو څخه وروسته دي پایلي ته رسیدلی چي دا یو اوسنی قانونی دیموکرات ملی دولت دی او د اوسنی څخه مقصد دادی چی ددری ګونو قواوو ترمنځ جداوالی او واټن موجود وي چي اجرایه مقننه او قضایه قوی دي دغه وثیقه د 2015م کال  د پنځمي میاشتي 19 تاریخ باندي چی د 1432ه کال سره سمون خوري  صادره شوی چي د علمي او سیاسي لورو د تود هرکلي سره مخامخ شوه او د اساسي قانون جوړونکو څخه هیله کوي ترڅو ددغه وثیقي مواد په نوي اساسي قانون کښي ځاي پر ځاي کړي.

دوهم بیان او وثیقه بیا لدی وروسته رامنځته شوه کله چي په مصر کي دیته اړتیا پیدا شوه چي د ازهر شریف څخه باید داسی یوه وثیقه صادره شي چي د بنسټیزو آزادیو د ساتني په برخه کښي ونډه واخلي او د ټولني چاری پری په آزاده توګه سره تنظیم کړی چي مصریان د هغی تر سیوری لاندی ژوند وکړي همدارنګه ددغه آزادیو ترڅنګ د هغوي واجبات معلوم کړي او دا ټول د شریعت په چوکاټ کی سرته ورسوي ترڅو د شریعت مقصدونه او موخی خوندی وي نو دوهمه وثیقه د لومړنی وثیقی څخه دوه میاشتی ورورسته صادره شوه او دا ددی لپاره ترڅو په مصر کښي د پاڅون اړتیاوي پوره کړای شي او وروسته لدی چي لومړنۍ وثیقه د تود هرکلي سره مخامخ شوی وه.

پدغه وثیقه کښي د عقیدي، علمی څیړنی ، ادبي او هنری ابتکاراتو او همدارنګه د بیان د آزادیو لپاره شرعی فلسفی او قانوني اصل بنسټونه بیان کړای شو چي دا ټول په بیلابیلو اړخونو سره د آزادیو اصل او بنسټونه کڼل کیږي.

بیا چي کله د مصر او تونس څخه پرته په نورو عربی هیوادونو لکه یمن، لیبیا، او سوریا کښي عربي پسرلنۍ پاڅونونو او سیاسي خوځښتونو زور واخیست او عربي چاپیریال داسی وګرځید چي د زور او د کینی له کبله دغه ولسونه د ستونزو سره مخامخ شو نو اړینه وه چي ازهر شریف ددغه پاڅون کوونکو ولسونو په حق کي خپل قاطع دریځ بیان کړی همدا وه چي علماؤ او مفکرینو دریمه وثیقه او بیانییه صادره کړه چي د عربي ولسونو د ارادی د ملاتړ ترنامه لاندی ده او ازهر اعلان وکړ هغه حاکم چي د خپل ولس ویني تویوي د هغه د حکومت مشروعیت لمنځه ځي خو چي پاڅون د عامو خلکو له لوری سرته رسیږي او سوله اییز پاڅون وي او موخه یی د ولسونو د هیلو پوره کول وي نه دا چي د عربو او د مسلمانانو په ضد د نورو ځیني قوتونو توطیه او پلان وي بیا دریمه وثیقه او بیانیه د ۲۰۱۱.۱۲.۳ چي د ۱۴۳۲د ذوالحجي دریمي نیټي سره سمون خوري صادره شوه، لدی وروسته بیا کله چي د مصري ګوندونو او ډلو ترمنځ ناندرۍ راپورته شول او د بیلابیلو ډلو ترمنځ د کشماکش د رامنځته کیدو ننګونه پدا شوه پداسی ډول نږدی وه چي د غیرمسئوله کسانو د مداخلی په پایله کښي پاڅون په تاوتریخوالی بدل شي همدا وه چي ازهر یوه بله وثیقه او بیانیه چي د پاڅون د موخو د بشپړتیا او د هغي د سوله اییز روح د بیرته لاسته راوړلو تر نامه لاندی وه صادره کړه او ددغه وثیقي او بیانیی په صادرولو کښي د ازهر د شیخ سره د اسکندریی پاپ شنوده د مصر لومړی وزیر او د ټولو سیاسي ګوندو دیني فکری او سیاسي ډلو استازو ګډون وکړ او دا بیانیه په ۲۰۱۲.۱.۱۱چي ۱۴۳۲.۲.۱۷ سره سمون خوری صادره شوه چي له کبله یی حالات او وضعیت آرام او د بی اتفاقی  لمنه راټوله شوه او همدارنګه د تاوتریخوالی ته د وتلو ننګوني او غوښتنی هم لمنځه ولاړی والحمد لله رب العالمین.

پنځمه بیانیه او وثیقه د قدس شریف په هکله وه کله چي اشغالګر دښمن سپیڅلی ښار د ویجاړی لپاره مخه کړه او د هغه حرم ویجاړول یی غوښتل چي د مسلمانانو لومړنۍ قبله وه او دریم سپیڅلی جومات دی او د مسلمانانو د نبي محمد صلی الله علیه وسلم په معراج کښي لوړو آسمانانو ته د تګ د ختلو ځای دی پدغه وثیقه کښي پدی ټینګار شوی چي د شپیتو پیړیو څخه بیت المقدس د عربانو دی او پدغه سپیڅلي ښار باندی بریدونه د عربو او مسلمانانو له لوري په شا تمبول شوي او دایي د ټولو ادیانو او ملتونو لپاره د عربي او اسلامي حاکمیت لاندی پرانستلي پریښی پدغه وثیقه کی همدارنګه راغلي چي یهود او مجوسیان د خپل دولت له لوری سرکشۍ کارونه سرته رسوي او په سیمه باندي د وسلی په زور ولکه ټینګوی او د سپیڅلي ښار په وړاندی د دښمني سیاست پرمخ وړی دغه وثیقه او بیانیه په ۲۰۱۱ کال د نومبر په شلمه چي د ۱۴۳۲ کال د ذالحجي د څلورویشتمي نیټي سره سمون خوري صادره او خپره شوه.

د ازهر مشیخي وپتیله ترڅو دغه پینځه وثیقي او د هغي نصوص ثبت او تسجیل کړي ترڅو له یوي خوا مصري پاڅون د تراثو ساتنه وشی او له بلي خوا د پاڅون هغه نسلونو ته ګټه ورسوي چي ددغه وثیقو په صادرولو کښي یی ونډه نده اخیستی همدارنګه پدي کي د نورو عربی لوستونکو لپاره  ګټه نشته ځکه پدی سره کولای شي د خپلي ټولني د ارکانو ارزښتونو او حقیقی سمون لپاره ډیر څه ترلاسه کړي چي په ترڅ کي خپل کلتوري او دیني هویت وساتي او د هغو خلکو پلانونه شنډ کړي چي توطیی ورته جوړوي او د نړیوالو د روح سره چي اوس خپور دی سم پرمخ ولاړ شي او د هجرت د پنځلسمي پیړي سره چي د توحید د امت سره څنګه ښایی هماغسي تګ وکړي.

والله غالب علی امره و لکن اکثر الناس لایعلمون.

تحریرا فی مشیخة الازهر

4 جماد الاول سنه 1433

27 مارس سنه 2012م

احمد الطیب

د ازهر شیخ

 

 

الوثيقة الاولي : د مصر د راتلونکي په هکله د ازهرشریف او د یو شمیر غورو روښانفکرانو ګډه وثیقه

د ازهر شیخ لوی امام استاذ دکتور احمد الطیب د سخاوتمندانه نوښت سره سم يو شمير مصري روښانفکران چي د بیلابیلو فکري او دیني ډلو پوري تړلي په ازهرشریف کښي د یو شمیر لویو علماؤ سره راټول شوي وو او په بیلابیلو غونډو کښي يي په مصر کښي د تاریخي او بیلونکي لحظي غوښتني يي وڅيړلي چي د پنځه ویشتم جنورۍ د پاڅون څخه وروسته مصر ورڅخه تیریږي او د هغي د اهمیت څيړنه يي وکړه ترڅو مصر داسي لورته بوځي چي خپلو لوړو موخو ته ورسیږي او د خپل ولس حقونه چي آزادي عزت وقار برابري او ټولنیز عدالت دی خوندي کړي.

ټولو ګډونوالو هوکړه وکړه چي لازمه ده د هیواد راتلونکی د عمومي بنسټونو او بشپړو قاعدو سره وتړل شي چي دا ټول د مصري ټولني د علماؤ او پوهانو له لوري وڅيړل شي او په یو سم او منظم پلان سره سم د هغي د پرمختګ لپاره کار وکړي ترڅو د ټولني د موجودو قواعدو لپاره د فکري ډګرونو مضبوط والی رامنځته شي او برابره طریقه او لار غوره کړای شي.

دا چي ټول د وسطي اسلامي فکر په روښانه کولو کي د ازهر شریف په مهم رول باندي اعتراف کوي او دا د وسطي اسلام مرجع ګڼي نو ټول ګډونوال د ازهر په اهمیت ټینګار کوي او هغه ته د یو لارښوونکی مناری حیثیت ورکوي چي پری لاره رڼا کیږي او د دین او دولت ترمنځ د اړیکي په معلومولو کي هغی ته تکیه کیږي او همدارنګه د سم سیاسی شریعت د بنسټونو په بیانولو کي هغی ته رجوع کوي چي باید په نظر کي ونیول شي ځکه ازهر شریف پدی ډګر کی لویه تجربه لري همدارنګه په علمي او کلتوري برخه کي لوی تاریخ لري چي لاندی اړخونو ته شاملیږي:

۱ـ ددیني علومو په راژوندي کولو او نوښت کي فقی اړخ دی، چي دا د اهل سنت او جماعت د مذهب سره سم سرته رسوي چي د عقل او نقل ترمنځ جمع والی راولي او د شرعي نصوصو لپاره د تاویل د قواعدو مراعت کوي.

۲ـ د آزادی او استقلال لپاره د ملي غورځنګونو په قیادت کي ازهر شریف تاریخي او لوی رول لري.

۳ـ  که د تمدن اړخ ته وګورو نو ازهرشریف بیلابیلو طبعي ادبي هنري علومو په را ژوندي کولو کښي رغنده رول لوبولی.

۴ـ که عملي اړخ ته وګورو نو ازهر په مصري ټولنه او ژوند کښي د ټولنیزو غورځنګونو او د فکر د خاوندانو مشري ترسره کړي ده.

۵-  ددي ترڅنګ نور هم داسي اړخونه شته چي ازهر پکي خپل رول ادا کړی چي په عربي او اسلامي نړۍ کښي د علم مشرۍ پرمختګ او کلتوري جوړښت کي يي ډیره ستره ونډه اخستی.

ټول ګډونوال حرص لري ترڅو پخپلو څیړنو او خبرو اترو کښي د ازهرشریف د لویو علماؤ چي د فکر ودي پرمختګ او د اصلاح خاوندان ؤ د هغوی د تراثو روح په پام کښي ونیسي چي لدي علماؤ څخه شیخ الاسلام حسن العطار او دهغه شاګرد رفاعة الطهطاوي، همدارنګه امام محمد عبده او د هغه شاګردان او د ازهر نور علماء او امامان لکه مراغي محمد عبدالله دراز مصطفی عبدالرازق شلتوت او داسي نور ترنن ورځه پوري علماء او شیخان راځي چي پدغه ډګر کښي يي ونډه اخیستي ده.

همدارنګه د ازهري علماؤ ترڅنګ د مصري ټولني نور د فکر د خاوندانو علماؤ لاسته راوړني هم په پام کښي نیولي هغه علماء چي د بشریت او په نورو علومو کښي يي پرمختګ رامنځته کړی او د مصریانو او عربو لپاره يي په اوسني پرمختګ کښي ونډه اخیستي چي پدي کښي د فلسفي قانون ادبیاتو هنرونو او داسي نور علومو علماء راځي چي د عام فکر وجدان او پوهه کښي يي خپل رول ادا کړی، دوی په بیلابلو برخو کښي اجتهاد کړی او هغه ګډي نقطي یي ایښي دي چي باید پاملرنه ورته وشي ددغو ګډو نقطو ایښودلو موخه داده ترڅو امت خپلو لویو موخوته ورسیږي چي د امت ټول د عقل خاوندان او حکیمان پري راضي وي چي ځیني په لاندي ډول دي:

په اوسني دقیق پړاو کښي د اسلام او دولت ترمنځ د اړیکي په پيژندنه کښي قاطع مبادي او بنسټونه معلومول او دا باید په ګډ توافقی ډول باندي په استراتیژیکي چوکاټ کښي سرته ورسیږي ترڅو د اوسني عصري دولت شکل رسم کړای شي او د حکومت نظام معلوم شي او امت دیته وهڅولی شي ترڅو تمدني پرمختګ رامنځته کړي چي په ترڅ کښي د دیموکراسۍ اوښتون پروسه ثابته او د ټولنیز عدالت ضمانت وشي او مصر لپاره هم ددي ضمانت وکړي چي د پوهي، تولیداتو، علمي بډایني، هوسایني او د سولي زماني ته را کش کړي خو په عین وخت کښي د روحي بشري او کلتوري تراث ساتنه هم وشي او پدي سره د اسلامي مبادیو او بنسټونو ساتنه هم ترسره شي چي د امت او علماؤ او مفکرینو په ضمیر کښي برقرار دي او دا لدي څخه وساتل شي چي څوک ورته پاملرنه ونکړي یا عیبجن نکړي او یاهم د حد څخه تیری او غلط تفسیر يي ونکړي، همدارنګه ددغه بنسټونو ساتنه لدي څخه هم وشي چي بي لاري ډلي لدي څخه غلطه ګټه پورته نکړي هغه ډلي چي دیني ډله اییز او ایډیالوچي نعري پورته کوي چي زمونږ د امت د ثابتو او مشترکو شیانو سره په ټکر کښي وي، او هغه په داسي ډول چي د اعتدال او منځنیتوب«وسطیت» د لاري او همدارنګه د اسلام د اساساتو سره چي آزادي عدالت او برابري ده په ټکر کښي وي او د آسماني ادیانو د زغم او نرمښت څخه لیري وي.

نو له همدي ځایه مونږ ټول ګډونوال په لاندي بنسټونو باندي هوکړه کوو ترڅو د روښانه اسلامي مرجعیت طبیعت معلوم کړو چي په بنسټیز ډول په یو شمیر کلي مسائلو کښي رامنځته کیږی او دا د شرعي نصوصو په رڼا کښي چي په قطعي ډول ثابت او دلالت کوونکي وي چي ددین د صحیح فهم او پوهي تعبیر کوي او دا بنسټونه په لاندي برخو کښي خلاصه کوو:

لومړۍ: د اوسني دیموکرات قانوني ملي دولت د جوړولو ملاتړ

داسي دولت چي په اساسي قانون باندي تکیه وکړي داسي اساسي قانون چي ملت پري راضي وي د دولت د دری ګونو قوو او همدارنګه د حاکمو قانوني ادارو ترمنځ جدا والي موجود وي د حکومت چوکاټ کښي یي معلوم کړی وي او په برابر ډول د ټولو وګړو لپاره د حقوقو او واجباتو ضمانت وکړي د مقنني قوي چاري د ولسي جرګي د وکیلانو په لاس کښي وي پداسي ډول چي د صحیح اسلامي مفاهیمو سره برابر وي اسلام پخپلو قوانینو تمدن او تاریخ کښي د نورو کلتورونو په څیر دیني او کهنوتي دولت نه پیژني چي په خلکو باندي مسلط ؤ او بشریت ورڅخه د تاریخ په ځینو پړاونو کښي سر ټکولو خو اسلام خلکوته واک ورکړی ترڅو خپلي ټولني جوړي او اداره کړي او همدارنګه د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د خپلي خوښي وسائل او اداري وټاکي خو پدي شرط چي د اسلامي شریعت عمومي بنسټونه د قانون جوړوني لپاره اساسي مصدر وي او د نورو اسماني ادیانو تابعدارانوته ددي ضمانت وکړي چي د شخصي احوالو مسائلو کښي خپلو دیني شریعتونو ته تکیه وکړي.

دوهم: په دیموکراسی نظام باندی تکیه کول چي په مستقیم او آزاد ډول ټولټاکنو په اساس رامنځته شوی وي

چی دا پخپله په اسلام کي د شورا د بنسټونو د پلی کولو اوسنی لاره ده چي په ترڅ کي په سوله ییز ډول واک بیلابیلو خلکو ته لیږدول کیږي او د هر چا ځانګړتیاوي معلوموي او د کارونو څخه یی څارنه کوي او د ولس د استازو په وړاندی چارواکی مسئولیت لري او حساب تری اخیستل کیږي، په ټولو قوانینو او پریکړو کي  د خلکو منافع او د هغوي عامو ګټو ته نظر کیږي د دولت چاری یوازی د قانون له لاری پرمخ وړل کیږي د فساد په وړاندی مبارزه او بشپړ شفافیت رامنځته کوي او د معلوماتو په لاسته راوړلو او خپرولو کي آزادي وي.

دریم: په فکر او بیان کي په بنسټیزو آزادیو پابندي وشي همدارنګه په بشپړ ډول د بشر، ښځو او د ماشومانو حقونو ته احترام وشي او د تعددیت پر بنسټ آسماني ادیانو ته په احترام ټینګار وشي او په ټولنه کي هیوادوالی پوری مسئولیت وتړل شي.

څلورم: په بشپړ ډول د نظر د اختلاف د ادابو او د خبرو اترو لپاره د اخلاقو احترام وشي د تکفیر، خیانت، ددین څخه د ناوړه ګټه اخیستنی چي د هیوادوالو ترمنځ د بی اتفاقی، دښمني او د کرکی لامل ګرځي ځان وساتل شي، او ډلییزي فتنی او نژاد پرستی غوښتونو او هڅونو ته د هیواد په حق کي د جرم اعتبار ورکړل شي او د ولس د بیلابیلو ډلو ترمنځ په چال چلند کي په بشپړ ډول په خبرو اترو او متقابل احترام باندي تکیه وکړای شي او د ټولو هیوادوالو ترمنځ په حقوقو او واجباتو کي هیڅ ډول توپیر ترسره نشي.

پنځم: نړیوالو تړونونو او پریکړو ته په پابندوالی ټینګار وشي او د بشریت ترمنځ په اړیکو په تمدن لاسته راوړنو نیونه وشي، چي د اسلامي او عربي کلتور د دودونو سره برابر وي او د مصري ولس لپاره په بیلابیلو زمانو کي د دوی د تمدني تجربی سره سم وي، چي د ټول بشریت لپاره د سوله ییز ژوند او د ښیګڼي د خپراوي پخاطر لوي نموني وړاندی کړي.

شپږم: د مصري امت د وقار او عزت او همدارنګه د هغوي د ملي احترام د ساتنی لپاره د عبادت ځایونو په بشپړل ډول احترام او ساتنه وشي او بغیر له کومو خنډونو څخه په آزاده توګه دخپلو ټولو دیني مراسمو د ترسره کولو ضمانت يي وشی او په بیلابیلو اشکالو څخه د عبادت د ټولو ډولونو احترام وشي بغیر لدي چي د ولس کلتور او د هغوي اصلي دودونو ته کوم سپکاوي ترسره شي همدارنګه زمونږ د ثابتو تمدني ارزښتونو په چوکات کي د بیان د آزادی او همدارنګه د هنری او ادبي ازادیو د ساتني لپاره کار ترسره شي.

اووم: تعلیم علمي څیړني او د عصري معلوماتو ترلاسه کولو ته دومره اعتبار ورکړل شي چي دا په مصر کي د تمدني پرمختګ لپاره یو بنسټ وګڼل شي او په بشپړ ډول هڅي ترسره شي ترڅو پدغو ډګرونو کي چي څه موده يي د لاسه ورکړي بیرته رامنځته شي او د ټولنی ټوله انرژي مصرف کړاي شي ترڅو بیسوادي لمنځه ولاړ شي او د بشري شتمني پانګه اچونه وشي ترڅو په راتلونکي کي لوي پروژی سرته ورسیږي.

اتم: د ټولنیز عدالت او دودي په رامنځته کولو کي د لومړیتوبونو فقه پلي کړای شي د ظلم فساد مخنیوي او بی روزګاري لمنځه یوړل شي او د ټولنی انرژي او ابتکارات په اقتصادي، تولنیز، کلتوري او مطبوعاتي اړخونو کي سرته ورسیږي او د اوسني پرمختګ لپاره زمونږ د ولس د لومړیتوبونو په سر کي راشي همدارنګه په صحي برخه کي دولت مکلف دی چي د ټولو هیوادوالو په وړاندي په برابر ډول حقیقي او جدی ډول ګامونه پورته کړي.

نهم: عربي اسلامي افریقايي او نړیوالو هیوادونو سره د مصر ټینګی اړیکی رامنځته شي د فلسطیني ولسی د حق د لاسته راوړلو لپاره مرسته او د مصر د ارادی د استقلالیت ساتنه وشي، او د مصر تاریخي د مشرۍ رول راوګرځول  شي، دا ټول د همکارۍ او د ګډو ښیګنو په بنسټ ترسره شي همدارنګه د ولسونو ګټی د مرستی او د بشپړ استقلالیت په چوکاټ کي خوندی شی او د ملتونو ترمنځ د عادلی سولی د چاپیریال د ساتنی اود بشریت د پرمختګ لپاره په لوړو انساني کوښښونو کي ګدون ترسره شي.

لسم: د ازهر شریف د استقلالیت د طرحی تایید اود لوړو علماؤ د هیئت او د هغوي ځانګړتیاوی رامنځته شي چي هغوي وکولای شي د ازهر شیخ وټاکی او د ازهري تعلیم د نصابونو د نوښت لپاره په ګډه کار وشي ترڅو خپل اصلي فکري رول ترلاسه کړي، او په بیلابیلو برخو کي د نړۍ په کچه اغیزه رامنځته کړي.

یوولسم: په اسلامي چارو، علومو، تراثو، فقهي او اوسنیو فکري اجتهاداتو کښي ازهر شریف یواځینی لوری دی چی دا کارونه په هغه پوری ځانګړی کیږي په عین وخت کي د نظر په ورکولو کي چي لازم علمي شرطونه پکي موجود وي د نورو حق سلب نکړای شي خو پدی شرط چي د خبرو اترو د ادابو پابندي وکړي، او د امت د علماؤ له لوري چي په څه اتفاق شوی وي د هغي احترام وکړي د ازهر شریف علماء او پدغه غونډه کي نور ګډونوال د فکر خاوندان چي ددغي بیانیی په جوړولو کي يي ونډه اخیستی ده د مصر د ټولو سیاسي ګوندونو او اړخونو څخه غوښتنه کوي چي په ګډه سره د مصر په سیاسي اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره کار وکړي او دا کار پدغه بیانیه کي د راغلي اساسي بنسټونو په چوکاټ کي ترسره کړي.

 

 

 

 

 

الوثیقة الثانیة : د ازهر شریف او د پوهانو لخوا د عربي ملتونو د ملاتړ بیانیه

د ازهر شریف د لوي علماء کرامو په ادراک، او د نورو پوهانو په ګډون ددغه تاریخي مرحلي د غوښتنو پر اساس چې د عربي نړۍ ملتونه قانوني غوښتنی لري چې عدالت، آزادي او ډیموکراسی ده او پدی لړ کې د مبارزي کولو سره مخامخ دی، ترڅو د تمدن لاره د سره بیا پیل کړي، چې د آزادی روح یې د اسلامی سریعت د لارښوونو او د واک ترلاسه کولو فقهي قوانینو څخه ترلاسه کړی، چې د لوي ګټو او مصلحتونو ترلاسه کولو په برخه کې مهم رول لري، په مصر او عربي نړۍ کې د فکري قیادت له خوا د ټولو آزادی غوښتونکو ملاتړ کوی چې د ظالمانو او د اشغالګرو په مقابل کې د آزادی د حرکتونو ملاتړ کوي، او پدی ایمان درلودل چې ټول امت د پرمختګ او نهضت خواته لاړ شي، ددغه تاریخي مشکلاتو څخه د ځان ایستل، او د هېوادوالو لپاره د حقوقو او ټولنیز عدالت تر لاسه کولو لپاره کار وکړی، چې د شریعت د اوصولو او مبادیو مطابق وي، چې په لړ کې د عقل، دین، نفس، ناموس او مال ساتنه وکړل شي.

او د ظالمو حکومتونو او چارواکو مخنیوي چې عربي ټولني یې د تمدن په زمانه کښې د داخلیدو څخه راګرځولی وی، او د پرمختګ مخه یې ډب کړی چې د خپلو هېوادونو د اقتصادی پرمختګ او په کامله توګه د نهضت خواته د حرت لپاره: مونږ لاندی یوه برخه وثائق خپروو چې د مصري ټولنې مختلف فکري رنګونه پکې ګډ دی، چې ددوي لخوا هغه موضوعات څیړل شوی چې په لړ کې د عربي د پاڅونونو د غوښتنو پر اساس دا وثائق چمتو شوی چې د مختلفو سیاسي او فکر توجهاتو په نظر کې نیولو سره د اسلامی فکر د مبادیو په نظر کی نیولی دی، چې د د عربي ملتونو د خپلواکی او غوښتنو سره سم پدی لاندو ټکو باندی موافقه کړی، چې د ازهر شریف په مشري دی وثائقو ته د احترام په نظر باید وکتل شي:

لومړۍ: د وک واګې باید د دین او قانون له نظره د خلکو په خوښه یو چا ته وسپارل شي، چې په آزادانه توګه او په پاکی سره په شفاف او ډیموراتک ډول باید دا ټاکنه ترسره شي، ځکه د زمانی منظم هغه بدیل بلل کیږی چې د دولت د چارو لپاره عصري چاره بلل کیږي، چې د واک لاس ته راوړلو لپاره همدا لار په  اوسنی زمانه کې مناسبه لار بلل کیږي چې په قانوني ډول د چارو ویش تنفیذی او قضایې قواوی او د دوي ترمنځ د خپلواک ډول غوره کول، او ترڅنګ یې د څارنی کار ترسره کول پوښتنه او حساب کتاب پکې ترسره کیږي، چې همدغه برخه د قانونیت حاکمولو او د ټولو لپاره د واک ورکولو مصدر بلل کیږي.

ډير وخت ځیني چارواکي  قرآن کریم د نصوصو څخه په ګټه اخیستنه خپلواکونه ټینګوي چې یو مثال یې دای  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ  .

چې ددی آیت کریمه د سیاق څخه غافله دی ځکه ددی څخه مخکې الله تعالی فرمایې: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ.

ځکه دلته د امانت او واک په چارو کې د عدل د شرطونو نه مراعات کول، ملتنو ته دا حق ورکوی چې د خپل حق غوښتنه وکړي او عدالت پلي کړي، د ظلم او استبداد مخه ونیسي، هو پدی برخه کې ځیني فقهاؤ د صبر کولو غوښتنه کړی ترڅو د ملت امنیت او آرامی وساتل شی خو ترڅنګ یې بیا فقهي د ظالم پاچا پرضد ذ بغوت غوښتنه هم کوي ترڅو خپل حقوق ترلاسه کړي، ترڅو د امت او ټولنو د سالم ساتلو او ضرر رسولو مخنیوی وکړي.

دویم: هغه وخت چې مخالفی ملي ډلې په سوله ییزه توګه خپل غږ پورته کوی دا د هغو حق دی او د چارواکو د اصلاح او د هغوي د لارښووني سمه لار بلل کیږي، که چیرته چارواکی د ملتونو آوار ته غوږ نه نیسي او هغه اړین اصلاحات نه راولي چې ضرورت یې لیدل کیږي، بلکه د هغه ملي غوښتنو لپاره هیڅ نه کوي چې آزادیو عدالت او انصاف غوښتنه ده، نو دغه مخالف خلک چې د اصلاخاتو غوښتونکې دوي بغیان نه بلل کبږي، بلکه بغیان هغه خلک دی چې ددوی په هکله په فقه كې مفصل بیان راغلی چې هغوي باید د ټولني څخه ګوښه کړل شي، د هغه مخالفینو په مقابل کې وسله اخیستل کیږي ځکه هغوي په ځمکه کښې فساد کوي، ولی ملي سوله ییز حرکتونه کول د بشر د حقوق اصل بلل کیږي چې نړیوالو وثائقو کښې منل شوي، بلکه دا هغه ملي وظیفه ده چې د ټولنی د اصلاح او د چارواکو د سمولو لپاره ضروري چاره بلل کیږي، او د چارواکو لخوا باید د دوي غوښتنو ته بغیر د کوم عناد او مشکل څخه پرته جواب وویل شي.

دریم: د هرډول ملي او سوله ییز احتجاج په زور سره مخنیوی کول، د سولییزو وطنوالو د ویني تویول د ملت او حکومت ترمنځ د شوی موافقي څخه سرغړونه بلل کیږي، او د حکومت مشروعیت له مینځه وړي، او په خوښه سره د حکومتوالی کولو حق له مینځه وړي، کله چې واک په سرکشی سره پر مخ ځي، ظلم تیرۍ او د بي ګناه وطنوالو د وینو تویول، ترڅو په غیر قانوني ډول په واک کې پاتي شي چې د ملت خوښې پرته په دوي باندی واک کوي دا ډول واکداري د جرمونو څخه ډکه ده، ملت حق لري چې داسی مسلط شوي مشران له مینځه له واک څخه لري کړی او محاکمه کړل شي، بلکه ټول نظام باید بدل کړل شي، که هر ډول د فتنو او د پریو د پلانونو پلمی هم وړاندی کیږي، د پاکی او بي ګناه ویني تویول د قانوني حکومت او د همدي نظام له مینځوړول ترمینځ جدا کوونکی خط بلل کیږي. زمونږ په ټولو هېوادونو کې پوځونه باید خپل قانونی مسېولیت ته متوجه شی چې د بهر څخه د وطن د ورانیدو مخنیوی کوی، پوځونه وطنوالو د ویرولو او زورولو سبب نشي تر څو د خپلو وطنوالو ویني وبوهوي ځکه: مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا (32):

څلورم: د پاڅون کوونکو لپاره ضرور ده چې په کامله توګه د هغه کړنو څخه ځانونه لري وساتي چې د وینی تویدنی سبب کیږي، او د بهرنیو قواوو سره د لاس درلودلو څخه ډډه وکړي، که په هر ډول وي ترڅو د بهرنیانو لپاره د لاس وهنی زمینه برابره نکړي چې هغه اشغالکرو او سرکشو لخوا ددوی قانوني حکومت او ملت دواړو لپاره لوي خطر دی. پدی وخت کښې د حکومت مخالفی ډلي باید د ملي یووالي لپاره کار وکړي چې ددوی لومړۍ دنده هم همدغه ده. پاڅونکوونکی باید د عدالت او آزادی د خوب ریښتیاکیدلو لپاره هڅې وکړي او د هغه طائفی قومي او مذهبي فتنو د مخنیوي لپاره کار وکړي، ترڅو ملي یووالی وساتل شي، د هیوادالو حقوقو ته احترام ولري، او ټول قوت پدی مصرف کړی چې اتفاق ملي یووالی وساتی، او د راتلونکي لپاره په مساوات او عدل په پلي کولو وتوانیږي، ترڅو ددوي پاڅون طائفی او مذهبي غنیمتونو باندی بدل نشی، چې دیني حساسیتونه راوپروي، بلکه پاڅونکوونکی باید د هيواد مؤسسات او بنسټونه وساتي، ترڅو د هېواد ثروت له مینځه یو نه سي، او یا هم د هيواد دوښمنانو ته د لاس وهنی زمینه برابره نکړي، چې د اختلافاتو او یو بل سره پدی لړ کې د سیالیو نندري رامینځ ته نکړي، چې پداسی کولو سره د هغه قوتونو سره مرسته کیږي چې هغوي زمونږ د وطنونو د خیګڼو ترلاسه کولو لپاره طمعه لري.

پنځم: ددغه اسلامي او قانوني مبادیو په اساس چې د تمدن رامینځ ته کولو د وعی لپاره مهم بلل کیږي؛ د ازهر شریف علماء کرام د فکر او کلتور پوهان د عربي نړۍ د ملتونو د هغه غوښتنو په کامله توګه ملاتړ کوي چې د اصلاح او نوښت غوښتونکی دی، په ټولنه کې د آزادیو او ټولنیز عدالت رامینځ ته کولو لپاره چې په تونس، مصر او لیبیا کې کامیابه شول او په سوریه او یمن کې لاهم حالت خراب دی، هلته لاهم د خلکو په وحشي توګه د ځپلو هڅه کوي، او د عربي او اسلامي ټولنو لپاره پدی هیله یو چې وړاندي شوی نوختونه په ډېر لږ قیمت او ضرر ره کامابۍ ته ورسیږي، او پدی ټینګار کوي چې ملتونه د چارواکو په ټاکنه کښې مطلق خپلواک دی، او دا د ملتونو دنده ده چې حاکمان سرکشی او ظلم ته پری نږدی، ځکه د هر چارواکی قانونیت د ملت د ارادی سره تړلی، او د ملي مخالفو ډلو مخالفت پدی شرط چې سوله ییز وي په اسلامی شریعت کې دا ددوي حق دی ترڅو ضرر رامینځ ته نشي ددی ورآخوا چې په ټولو نړیالو قوانینو او وثائقو کې د بشر د حقوقو څخه بلل شوي.

شپږم: د ازهر شریف علماء کرام او نور ورسره پوهان د عربي او اسلامي نړۍ حاکمانو او چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د سیاسی او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره لاس په کار شی او د ډیموکراتیکو بدلونونو لپاره چمتوالی ونیسي، ځکه د ملتونو ویښیدل خامخا نن او یا صبا ورځ پیښیږي، د یو حاکم او چارواکي په وس کی هم دا نده چې د آزادی لمر په دوو ګوتو پټ کړي، او دا هم د شرم خبره ده چې عربي سیمه او ځیني اسلامی هېوادونه اوس په نړۍ کې د استبداد لاندی او په وروسته پاتی حالت کي ژوند وکړی، او دا کړني په ظلم او بهتان سره اسلام ته منسوبی شي چې اسلامې کلتور او ثقافت ورڅخه پاک دی، همدا ډول دی هېوادونو ته مناسبه ده چې ډېر ژر د نهضت او تمدن اسبابو ته لاس اوږد کړی او د پرمختللی ټیکنالوېی څخه کار واخلي او د خپلی بشري انرژۍ څخه ګټه پورته کړي چې وطنوالو ته خدمتونه ږړاندی کړی او د ټول بشریت د نیبخته کولو په چاره کې برخه واخلي.

دا پداسی حال کې ده چې د استبداد او طغیان ساتونکي خلک دی دا ګمان نکوي چې دوي به د ظالمانو په سرنوشت اخته نشي، او یا دوی کولای شي د خپلو ملتونو د ګمراه کولو چار ترسره کړي، پدی زمانه کې د اړیکړ ټینکول ډېر اسان دی، د دیني سیادت مبادي او د روښانه تمدن او همدا ډول د مبارزي او قرباني ورکولو مثالونه په عربي نړۍ کښې په ډېریدو دی، دی ټولو خلکو سره مرسته کړی چې د ویښیدو شمعه بله وساتي، د آزادی بیرغ یې پورته کړی، او د مظلومو ملتونو لپاره دا هیله پیدا شوی چې د کامیابی تر وخته به خپله مبارزه روانه ساتي. چې په دین د نا خبره خلکو مخه ډپ کړي، چې دوي د اسلامی لارښوونو نوم بد کړي، دوی د ظلم سرکشی  استبداد غوښتونکي دی چې ددی عبث چارو لړۍ لاپسی روانه ده.

والله غالب على امره ولكن أكثر الناس لايعلمون. {یوسف:21{

یاربه تا ته دا دعاء کوو چې په مونږ رحمت وکړه او زړونو ته مو هدایت وکړه، مونږ سره په اتفاق کړه، او یا رب العالمین ته زمونږ څخه فتنی لري کړه.

تحریرا فی مشیخة الأزهر:

3 من ذي الحجة سنة 1432 هـ

30 من أكتوبر سنة 2011م .

 

أحمد الطيب

شيخ الأزهر

 

 

 

 

الوثیقة الثالثة :

                  بسم الله الرحمن الرحیم

ازهرشریف

د ازهر د شیخ دفتر

)د بنسټیزو آزادیو د سیستم په هکله د ازهر او د روښانفکرانو ګډه اعلامیه)

وروسته لدي چي د آزادۍ لپاره پاڅونونه سرته ورسیدل او د بیلابیلو ډلو سره يي د بشپړ پرمختګ روح او فکر پیدا کړ نو مصري عربي او اسلامي امت د خپلو علماء کرامو مفکرینو او روښانفکرانو څخه هیله پیدا کړه او غوښتنه يي وکړه ترڅو د اسلامی شریعت د عمومی بنسټونو او په نړیوالو قوانینو او میثاقونو کښي د آزادیو د بنسټونو ترمنځ اړیکه معلومه کړي د آزادیو هغه بنسټونه چي د مصري ولس لپاره د تمدن په برخه کښي ښه تجربه وه ترڅو خپل بنسټونه او خپل ثوابت پری پیاوړي کړي همدارنګه هغه شرطونه معلوم کړي چی د پرمختګ د خوځښت ساتنه کوي او د راتلونکي لپاره نوي ډګرونه پرانیزي.

 دغه آزادۍ عبارت دي د عقیدي آزادي د فکر او د بیان  آزادي د علمي څیړنی آزادي د ادبي او هنري ابتکاراتو آزادي څخه چی د اسلامي شریعت د مقاصدو او د ثابتو بنسټونو او د اوسني قوانینو په پام کي نیولو سره سرته ورسیږي او په ترڅ کي په بشری پوهه کښي پرمختګ رامنځته شي او د امت لپاره یو روحي انرژي وګرزي همدا د پرمختګ او د ودي لامل کیږي همدارنګه د مادي او معنوي ترقۍ لامل ګرځي، نو پدغه ډګر کي باید پرله پسی هڅي ترسره شي او هغه پداسي ډول چي قانوني او ښه کلتوري خطاب د روښانه دیني خطاب سره یو ځای شي او د خپلو موخو او مقصدونو لاسته راوړلو لپاره هوکړه وکړي او په ګډه سره د ښه او ګټور راتلونکي لپاره کار وکړي.

نو د همدي لپاره د ازهرشریف تر سرپرستۍ لاندي یو شمیر هغه ازهري علماء او مصري روښانفکران را ټول شول چي د ازهر لومړنی وثیقه یی صادره کړی وه او له هغي وروسته یی بیا د عربي ولسونو د خوځښت او پاڅونونو چي د آزادۍ او ديموکراسۍ لپاره یی سرته رسول د ملاتړ پخاطر بله دوهمه وثیقه او بیانیه صادره کړي وه دوی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او په ګډه سره یی د آزادیو او د بشری حقوقو لپاره ګډي فکري نقطی وڅیړلی او په پای کي یی ددغه آزادیو لپاره په یو شمیر بنسټونو او قواعدو باندی هوکړه وکړه د ا ټولي د اوسني تاریخي پړاو د غوښتنو او دټولنیز توافق د بنسټ د ساتني او همدارنګه د دیموکراسۍ لپاره په  اوښتونکي پړاو کښي د عامو ګټو د ساتنی لپاره سرته ورسول ترڅو ملت وکولای شي چي په برابر او سالم ډول او همدارنګه د الله جل جلاله د لوري د مرستی څخه وروسته د خپل دولت اساسي اداري  د قانون په رڼا کي جوړی کړی.

دا ټول باید پداسی ډول سرته ورسیږي  چي د ځینو خود غرضه غوښتنو د خپراوي مخنیوی وشي هغه غوښتني چي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر تر نامه لاندی په عامو او خاصو آزادیو کي مداخله کوي ځکه دغه کار د اوسني مصر تمدني او ټولنیز پرمختګ سره برابر ندی او پدغه وخت کی هیواد یووالی او په دین باندي سم او وسطي پوهی ته اړتیا لري چي دا د ازهر دیني رسالت او د ټولنی او هیواد په وړاندی مسئولیت دی.

لومړی: د عقیدي آزادي

 د عقیدي آزادي چی ورسره د ټولو لپاره د بشپړی هیوادوالی حق تړلی او هغه داسي چي ټول په حقوقو او واجباتو کښي سره په بشپړ ډول برابر وي چي د اوسني ټولنیز نظام جوړښت لپاره یوه بنسټیزه تیږه ګڼل کیږي او دا آزادي په قطعی دینی نصونو او همدارنګه په څرګندو د اساسی قوانینو مادو باندي ثابت شوی الله جل جلاله فرمایی: ((لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ))[البقرة :256] ژباړه "د دین په منلو کي هیڅ زور نشته " . ((فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ))[الکهف: 29]. ژباړه: الله تعالی د ګواښ او وعید په ډول وایې: د چا چې خوښه وي ایمان دی راوړي او د چا چې خوښه وی کفر دی وکړي".

ددي آیاتونو سره سم په دین کښي هر ډول د زور کارول جرم دی او همدارنګه ددین له کبله ظلم او د خلکو ترمنځ توپیر کول جرم دی په ټولنه کي هر وګړي اختیار لري چي څنګه یی خوښه وي هماغسی افکارو ته غاړه کیږدي او د ا پداسی ډول چي د اسمانی عقایدو په ساتنه کی د ټولنی حق ته زیان ونه رسوي ځکه دری الهی ادیان سپیڅلتیا لري، وګړي ازادي لري چي خپل دیني مراسم سرته ورسوي خو باید یو د بل سپیڅلو ځایونو ته زیان ونه رسوي او په وینا او په کړني سره د هغي حرمت زیانمن نکړي او همدارنګه د عام نظام ساتنه وکړي دا چي عربي نړۍ د اسمانی وحي د راښکته کیدو او د الهي ادیانو د رامنځته کیدو ځای دی نو دوی ډیر زیات مسئولیت لري چي د الهی ادیانو سپیڅلتیا مراعت او د هغي د سپیڅلو ځایونو احترام وکړي او همدارنګه په هغه باندی د باورلرونکو آزادي عزت او په ورورولۍ سره يي حقونه وساتي د عقیدی د آزادۍ د حق څخه دا رامنځته کیږي چي د ډول ډول والي او د اختلاف د حق مراعت وشي هر هیوادوال باندی لازمه ده چی د نورو د احساساتو مراعت وکړي او د هغوی سره ځان په هیواوالی ګډو کارونواو همدارنګه په ټولو حقوقو او واجباتو کی په پیاوړي بنسټ سره ځان برابر وګڼی.

همدارنګه د عقیدي د آزادی د احترام څخه دا رامنځته کیږي چي دتکفیر او د نورو د صحني څخه د لري کولو غوښتنی رد کړای شي همدارنګه هغه لید لوری رد کړای شي چي د نورو عقایدو غندنه او بی احترامی کوی او پدغه عقایدو سره د مومنانو په ضمیرونو کی د تشویش اچولو هڅه کوي او ددی ټولو مخنیوی باید د قوانینو په رڼا کی او همدارنګه په هغه قطعی او ښکاره احکامو باندی سرته ورسیږی چي د مسلمانانو علماؤ رامنځته کړی او اسلامی شریعت په هغی ټینګار کړی دی لکه چي په حدیث شریف کښي هم پدي ټینګار شوی، د مدیني منوري د خلکو امام مالک او نورو امامانو پدغه برخه کښي ویلي که چیرته یو قول چي یو چا ویلی وي د سلو اړخونو څخه د کفر احتمال لري او د یو اړخ څخه د ایمان احتمال پکي وي نو دغه قول ایمان باندي حمل کیږي او په کفر باندي د هغي حمل کول جائز ندي، د اجتهاد او د شریعت امامانو په اسلام کښي عقل ته ډیره لویه مرتبه ورکړي ده او د سرو زرو دغه قاعده يي مونږ ته پریښي ده چي فرمايي که چیرته عقل او نقل یو له بل سره ټکر کي راشي نو عقل ته لومړیتوب ورکول کیږي او په نقل کښي تاویل رامنځته کیږي ترڅو د عامو ګټو ساتنه او د شریعت په مقصدونو باندي عمل وشي.

دوهم: د فکر او د بیان آزادي 

د نظر او د بیان آزادي د ټولو آزادیو مور ګڼل کیږي، د بیان د آزادیو تعبیر کول په بیلابیلو وسائلو باندي رامنځته کیږي چي د لیکني خطابت هنري تولیدات ډیجیټلي ټولنیزي رسنۍ او داسي نور راځي دا د ټولنیزو آزادیو یوه نښه ده چي د وګړو پوري یواځي تړلي نده بلکه لدي څخه هم آوړي او د ګوندونو جوړښت او د مدني ټولنو د سازمانونو پوري رسیږي همدارنګه دغه آزادي چاپي اوریدونکی او لیدونکي او همدارنګه ټولنیزو رسنیو ته هم شاملیږي، او د رايي د ورکولو لپاره د اړینو معلوماتو د ترلاسه کولو آزادیو ضمانت باید د اساسي قوانینو په مادو کښي سرته ورسیږي چي د نورو هغه عادي قوانینو څخه پورته وي چي پکښي تغیر او تبدیل راځي.

 په مصر کښي د اساسي قانون عالي محکمي د بیان د آزادیو د مفهوم چوکاټ نورهم پراخ کړی چي سالمي نیوکي ته هم شاملیږي هر څومره چي په سختو ټکو سره وي او پدي هکله يي داسي ویلي: په عامو مسائلو کښي د بیان آزادي باندي باید کوم ډول قیدونه نه وي بلکه باید پدي برخه کښي اجازه ورکړل شي او زغم وشي، خو یوه خبره چي ضروري ده هغه داده چي باید د دریو الهي ادیانو د عقائدو او دودونو او دیني مراسمو احترام وشي ځکه که داسي ونه شي نو بیا د یووالي او ملي امنیت لپاره خطر رامنځته کیږي، هیڅوک حق نلري چي د بیان د آزادۍ په نامه د ډله اییزو فتنو د پورته کولو لپاره  مذهبي نعري ووهي، پدغه برخه کښي په علمي رايي سره د اجتهاد حق ضمانت شوی خو چي دلیل ولري او همدارنګه د متخصصو خلکو له لوري سرته ورسیږي او لکه چي مخکي مو د علمي څیړني د آزادۍ په ځای کښي وویل ددي ضمانت شوی خو چي پاروونکي کارونه پري ترسره نشي.  

پدغه وثیقه کښي ټول ګډونوال اعلان کوي چي د بیان آزادي د دیموکراسۍ لپاره یوه حقیقي بڼه ده، دوی همدارنګه غوښتنه کوي چي نوي نسلونه باید را پورته کړای شي او هغوی ته  د آزادۍ کلتور د نطر اختلاف او د نورو د احترام کولو باندي روزنه ورکړل شي، همدارنګه ټول ګډونوال په دیني کلتوري سیاسي او د رسنیو له کارکوونکو څخه هیله لري ترڅو پخپلو کړنو کښي دغه مهم اړخ مراعت کړي او په حکمت سره باید یو داسي عام نظر رامنځته کړي چي زغم ولري او په ډګرونو کښي پراخوالی همدارنګه خبرواترو او د تعصب له منځه وړلو لپاره کار وکړي او ددغه کارونو د سرته رسولو لپاره باید د اسلامي فکر تمدني دودونه چي د زغم لرونکي دي رامنځته کړای شي چي د اجتهاد لویو علماؤ پدي هکله ویلي: زما سم نظر د غلطۍ احتمال لري او د بل چا غلطه رایه د سمون احتمال لري، نو له همدي کبله د بیان د آزادۍ د خوندیتوب لپاره ددي پرته بله لاره نشته چي د خبرو اترو ادب په نظر کښي ونیول شي او همدارنګه د دلیل ځواب په دلیل ورکړل شي دا ټول د هغو تمدني دودونو سره سم سرته ورسیږي چي په پرمختللي ټولنو کښي پلي کیږي.

دریم: د علمي څیړني آزادي

په بشري طبعي ریاضي او نورو علومو کي په جدی او ریښتیا ډول علمي څیړنه د بشریت د پرمختګ لپاره یو اساس ګڼل کیږي همدارنګه دا یوه وسیله ده ترڅو د نړۍ بیلابیلی لاری کشف د هغي قوانین وپیژندل شي او همدارنګه دا ټول بیا د بشریت د ښیګڼی لپاره وکارول شي دغه څیړنه امکان نلري چي په بشپړ ډول سرته ورسیږي او خپل نظري او تطبیقي ګټه لاسته راوړی مګر دا چي د امت انرژي پدی کي مصرف شي او خپل ټول شته امکانات ددي لپاره وکاروي د قران کریم آیتونه دیته هڅونه کوي چی د نړۍ او د بشریت په هکله نظر فکر استنباط قیاس او سوچ وکړای شي ترڅو د هغي لاری او قوانین کشف کړای شي. نو له همدي کبله ددي لپاره لاره هواره شوه ترڅو د ختیځي نړۍ په تاریخ کي یو لوي علمي پرمختګ رامنځته شي او په واقعیت کي دا کارونه سرته ورسیږي چي په ترڅ کي ختیځ او لویدیځ کي بشریت ته خوښي ور وبښي ددی کارونو مشری اسلامي علماؤ ترسره کړ او د هغي رڼا یی خپره کړه او لکه څنګه چي معلومه او ثابته ده د لویدیځو هیوادونو د پرمختګ لپاره یوه رڼا وګرځیدله، لکه چي مجتهدین وایی بیلابیلو فنونو او معارفو کي په عمومي ډول فکر کول یوه اسلامي فریضه ده نو نظری او ازمایښتی علمي څیړنه ددغه فکر لپاره یوه وسیله ده.

 ددي د مهمو شرطونو څخه دادي چي څیړننیزي اداری او همدارنګه متخصص علماء د ازمایښتونو د فرضیاتو او د احتمالاتو لپاره په بشپړ ډول اکاډمیکه ازداي  ولري او د هغي امتحان په دقیقوعلمي  معیارونو باندی ترسره کړي دغه اداری حق لري چی ګټه رسوونکی فکر او خیال ولري او همدارنګه د نویو پایلو لاسته راوړلو لپاره چی د بشریت پوهی ته اضافه کیږي کافی تجربه ولري پدی کي باید دوي د علم د اخلاقو منهج او ثابتو کارونو څخه بل خواته نظر ونکړي مسلمانانو لوی علماء درلودل لکه رازي، ابن الهیثم، ابن النفیس او داسی نور....چي په څو پیړیو کي د علمي پوهی رامنځته کوونکی او همدارنګه په ختیځ او لویدیځ کي د لویو مخکښانو څخه وو.

اوس بیا ددی وخت راغلی چي عربی او اسلامي امت دغه ډګر ته را ودانګي او د پوهی په زمانه کښي ځان داخل کړي علم اوس فوځي او اقتصادی ځواک لپاره یوه سرچینه او همدارنګه د پرمختګ، ودی او د هوسایني لپاره یو لامل ګرځیدلی او آزاده علمي څیړنه د تعلیم د پرمختګ د علمي فکر د خپراوي او د تولیداتو د مرکزونو د پرمختګ پوری تړاو لری چي ددی لپاره  لویه بودیجه ځانګړی کیږي او پدی برخه کي بیلابیلی کاری ډلی رامنځته کیږي او د لویو پروژو طرحی وړاندی کیږي دا ټول ددی غوښتنه کوی چي د علمی او بشری څیړنی د ضمانت لپاره یو اوچت او لوړ چت موجود وي.

 نږدی وه چي لویدیځ ټول علمي پرمختګونه پخپل لاس کي واخلي او د علم لاره یوازی ځان پوری وتړي که چیرته په ختيځ کي د جاپان چین هند او د جنوب ختیځي اسیا پرمختګ نه وی رامنځته شوی هغه پرمختګ چي داسي رڼا کوونکي نموني يي وړاندي کړي چي د ختیځ توانمندي يي ثابته کړه چي کولای شي دغه احتکار مات او له منځه یوسي او د پراخو دروازو څخه د علم او پوهي عصر ته داخل شي، اوس ددی وخت راغلی چی مصریان، عرب او مسلمانان علمي او تمدني سیالی ډګر ته ور ودانګي او دوي روحی مادی او بشري او داسی نور د پرمختګ د شرطونو څخه برخمن دي چي کولای شي دا کارونه پداسی نړۍ کي سرته ورسوي چي پکي بیوزلو او شاته پاتی خلکو احترام نکیږي.

څلورم: د ادبي او هنري ابتکاراتو آزادي

ابتکار څو ډولونو ته ویشل کیږي چي یو علمي ابتکار دی دا هغه دی چي د علمي څیړنی سره اړه ولري او بل ادبي او مسلکي ابتکار دی چي د ادب بیلابیلو ډولونو سره تړاو لري چي پدی کي شعرونه، سندری، ډرامی، کیسی، روایتونه، تیاتر، او ځیني نور لیدونکی هنرونه او همدارنګه سینمایی، تلویزیوني، موسیقي او پدغه ډګر کي نور بیلابیل هنرونه راځي، ادب او هنر په ټولییز ډول په واقعیت باندی د پوهی د ودی او همدارنګه د خیال او فکر د فعالیت او د ښه احساس رامنځته کول او د انساني حواسو سمونه او په هغی کي پرمختګ راوستل او د ژوند او د ټولنی سره د بشر د تجربی ژوروالی رامنځته کوي کله کله په ټولنی نیوکه هم کوي خو موخه یی دا وي ترڅو ټولنه ددغه حالت څخه غوره حالت ته وګرځي په واقعیت کي دا ټول لوړی دندي دي چي ادب او هنر یی سرته رسوي او موخه یی دا وی ترڅو ژبه، کلتور، خیال او فکر فعال او پرمختګ پکی رامنځته کړي خو په عین وخت کی باید د لوړو دیني ارزښتونو او همدارنګه د اخلاقي فضیلتونو مراعت وکړي.

د عربي ژبي ځانګړتیا دا ده چي د ادب او بلاغت له پلوه ډیره بډاینه لري تر دی چي قرآن کریم هم په عربي ژبه راغلی چي په بلاغت او اعجاز کښي آخري درجي ته رسیدلی چي ورسره عربي ژبه نوره هم ښایسته شوي او بشپړوالی لورته تللی پدي کښي د شعر نثر او حکمت هنرونه رامنځته شوي او د تاریخ په اوږدو کښي بغیر له کوم مشقت څخه په ټولو هنرونو کښي په آزادۍ سره د ټولو خلکو له لوري چي د عربي سره آشنايي لري په شعرونو او لیکنو کښي خپله وړتیا ښودلي ده، زیاتره علماء کرام چي د عربي او اسلامي کلتور سره يي سر او کار وو هغوی که شیخان وو او که امامان په ټولو ډولونو سره د شعر او د کیسو ویونکي هم وو.

بنسټیزه قاعده چي د ابتکاراتو او د هنرونو د آزادۍ حد ټاکي هغه داده چي له یو اړخه ټولنه دا ومني او له بل اړخه ددي توان ولري چي په ادبي او هنري ابتکار کښي تراث او نوښت نغښتی وي خو پدي شرط چي دیني او اخلاقي ارزښتونو ته زیان ونه رسوي، ادبي او هنري ابتکار د ټولني د پوهي په خوځښت او د وجدان د بډایني د بنسټیزو آزادیو په سیستم کښي یو د مهمو نښو څخه شمیرل کیږي، او هرکله چي آزادي ټینګ او رامنځته شي نو دا پخپله ددي ښودنه کوي چي ټولنه پرمخ تللي ده، ادب او هنر د ټولنو د ضمیرونو لپاره ښیښه ده او د ټولنو د ثوابتو او بدلونونو لپاره رښتینی تعبیر دی چي پکي د خپلو هیلو پخاطر د غوره راتلونکي لپاره ښه انځور وړاندي کوي الله جل جلاله دي مونږ په هغه څه کښي بریالي کړي چي خیر او ښيګڼه پکي وي.

أحمــــــد الطـيب

شـيخ الأزهــر

تحريراً في مشيخة الأزهر: 14 من  صفـــر ســنة 1433ﻫ المــــــوافـق 8   مــن يناير سـنـة  2012 م.

 

 

 

الوثیقة الرابعة : د مصر د پاڅون د اهدافو او خپل مقصد د ترلاسه کولو په هکله د ازهرشریف اعلامیه

 

د ازهر شریف لخوا دغه ملي نوښت چې د وزیرانو شورا هم پکې ګډون لري، د مصر کنیسه، او پدی تاریخي ورځ کې د خلکو استازي، چې د مصري پاڅون لومړۍ ورځ ده چې نړۍ یې په دی ډول کړنۍ سره حیران کړه، چې په کامله توګه سولییزه وه، او د ښځو او نرو لخوا پدی ټینګار کیدو چې باید ملی یووالی وساتی، چې د نړۍ ترټولو د اړیکو او ټیکنالوژی نوي یڼه یې وکاروله، ترڅو د پاڅون لوړي هدفونه ترلاسه کړي، هغه هم: مصر د فساد او ضعف، د ظلم او زور زیاتی څخه خلاصون دی، - پدی ورځ کښې ټول مصر هغه ځای ته راګرځي چې پاڅون دلته زږیدلای، د هېواد ملي او مخلصو ځوانانو دلته قرباني ورکړی، هغوي چې د مصر لپاره یې خپل روحونه فداء کړل، مصر نن یوځل بیا د تحریر میدان ته راځي، چې په خپلو عربی حروفو د نړۍ ټولو ژبو ته ننوت، چې د ډیموکراسۍ روح یې د شرق او غرب ملتونو ته ورسولو.

نن د مصر میدان، د مصر پارلمان، د مصر پوځ د مصر عربیت، د مصر اسلام د مصر مسیحیت، د مصر تاریخ و تمدن، د مصر حاضر او راتلونکی، د مصر اصیل تدین، د مصر په کامله توګه مدني آزادۍ، نن ټولي نړۍ ته په کامله توګه د پاڅون په ډول ځان وښودلو، چې دغه وطني ملي مسئولیتونه یې اعلان کړل:

۱ـ ددغه میدان د هغه روح ساتل څنګه چې د پاڅون په اتلسو شپو او ورځو کې وه، چې د مصر تاریخ ته یې بدلون ورکړ، او د ټول وطن بچیان یې په یوه خبره راغونډ کړل.

۲ـ ملي تعاهد چې –  مخکي یاد شوي ټول ارزښتونه به ساتی – ترڅو د پنځویشتم جنوري د پاڅون هدونه پوره کړي.

۳ـ د دی وطن د ملي یووالي ټولی برخي باید وساتی، بغیر ددی چې کومي برخی ته نقصان او یا هم زورزیاتی ورسره ونه شي.

۴ـ د هر وګړي دا حق چې په زبیعي ډول به د قانون مطابق محاکمه کیږي، ملکي خلک به په عسکري محاکمو کښې نه محاکمه کیږي، او ټول سیاسي بندیان باید خوشي شي.

۵ـ په فساد کاکړ او ظالم واکمنان باید ډېر ژر محاکمه شي، چې ظلم هم ورسره ونه شي بلکه په عدل او انصاف سره معامله ورسره وشي.

۶ـ د شهیدانو د کورنیو ټول حقوق ورکول د ټپیانو په کامله توګه علاج هغوي ته د عوض ورکول او په کامله توګه باید د هغوي پالنه وشي.

۷ـ د ډیموکراسۍ پر اساس د دولت د بنسټونو رغونه او په ټاکل شوي وخت کښې بغیر د زنډ څخه ملکي اداري ته د واک سپارل دی.

۸ـ د هغه ټاکنو د نتائجو اعلانول چې په شفاف ډول ترسره شوي، د ځونانو ترمنځ همکاري او د ملت له خوا د ټاکل شوي نماینده ګانو لخوا د مصر د راتلونکی لپاره د ډیموکراسۍ په فضا کي کار کول چې د قانوني پارلمان او ملي یووالی په رڼا کي کار کوی.

۹ـ د زوروونکو سیاستونو مخنیوی، په ټولیزه توګه د فساد له مینځه وړل، او په ریښتیني توګه د مصري اقتصاد په خپو ودرولو لپاره کار کول دی، ترڅو د مصر ټولو امکاناتو څخه کار اخیستل وشي، او ټولنیز عالت رامینځ ته کړی.

۱۰ـ په سیمه کې د مصر ملي رول فعالول، په نړیوال سیاست کې داسی ګډون چې خپلواک وی د بل چا د سیوری لاندی نوي.

۱۱ـ ملي پوځ – چې د وطن ساتونکی د پاڅونونو ملاتړۍ دی – د مصر د پولو لو ملي امنیت ساتنو باید وروګرځي.

۱۲ـ د ملت د انرژۍ څخه ګټه پورته کول، او په خاصه توګه پاڅونکوونکو ځوانانو ته  رول ورکول چې د ټولنۍ او دولت په رغونه کښې ورڅخه ګټه واخیستل شي، د وروسته پاتیوالی او د فقر او مرضونو سره مبارزه وکړي، مصر په اقتصادی، سیاسي او اخلاقي ډګر کښې د عربو او مسلمانی ټولنۍ لپاره مثال وګرځول شي.

الله تعالی ښه لیدونکی دی، په هغه مو حساب دی او ښه وکیل دی.

تحريرا في مشيخة الازهر :

17 من صفر سنة 1433هـ

11 من يناير سنة 2012 م

أحمد الطيب

شيخ الأزهر

 

 

الوثیقة الخامسة : د قدس شریف اعلامیه

 

پداسی وخت کښې چې د قدس شریف ښارګوټي د صهیوني هویت لپاره کش کیږي، او په قدسی حرم کښې د اسلامي مقدساتو پر ضد د صهیونیانو تیري په زیاتیدو دی – چې ددوي په زړه كښې د اقصی مبارک مسجد دی – چې ددغه حرم شریف د نښو د ننګونو لپاره صهیونان ډول ډول پروژي وړاندي کوی، چې وروستی د قدس د ریل ګاډي پروژه ده، ازهر شریف چې د اسلامي نړۍ د علم قبله ده، چې د امت د پيښو سره تړاو لري او د عادلنه موضوعاتو مدافع دی – هغه که ملي او یاهم اسلامی وی، داسی اعلان کوي:

لومړۍ:

د قدس عربیت د تاریخ په اوږدو کې د شپیتو پیړیو پخوانی دی.. چې یبوسیون عربانو په څلور زرم کال کښې د میلاد څخه مخکې آباد کړی.. یعني د انبیاؤ پلار ابراهیم علیه السلام څخه یویشت پیړۍ مخکې .. او د یهودیت د څرګندیدو څخه مخکې چې د موسی علیه السلام شریعت دی – او د موسی علیه السلام څخه اوویشت پیړۍ د مخه.

دویم:

 د موسی علیه السلام شریعت او تورات، په مصر کښې څرکند شوی چې په هیروغلیفی ژبه وه، مخکې ددی چې بني اسرائیل غزا کوونکي د کنعان ځمکې ته ورشي، د عبري ژبي د څرګندیدو څخه سل کاله مخکې. له همدي کبله یهود او عبرانی ژبه د قدس او فلسطین سره هیځ تړاو نلري.

دریم:

په قدس کې د عبرانی موجودیت د 415 کلونو نه زیاتیږي، چې د داود او سلیمان علیهما السلام په زمانه کښې د میلاد مه څخه مخکي په لسمه پیړۍ کښې.. هغه موجودیت هم ناڅاپي او تیریدونکی دی، دا د عربی قدس شریف د جوړیدلو وروسته چې دیرش پیړۍ پری تیری شوی.

څلورم:

هرکله چې قدس مختلف جنګونه او غزاګانی او غزا کوونکی لیدلی، د تاریخ پیښی دا مونږ ته به ګوته کوي چې ټولو غزاکوونکو پدی کار کړی چې دا ښار د ځان ثابت کړی او د نورو پرځای ځان ته منسوبوی.. دا کار بابلیانو کړی.. اغریق او ومانیانو هم کړی.. همدا ډول صلیبیانو کړي .. وروسته صهیونیانو کړي چې په همدي لار روان دی او دا تیري کوونکي اوس پدی کار کوي خپل هویت پکي ثابت کړی د ځان یې وبولي او د عربو موحودیت پکي د مینځه یوسي.

ټولو هغه غزاکوونکو چې قدس نیولای همدا کار یې کړي، فقط اسلام دی چې په ټولو شرائعو او مللو اعتراف کوي، د ټولو مقدساتو احترام کوي، او ددی ښار په مقدس والي باندی ټینګار کوي چې د ټولو ادیانو او مللو پیرویانو ترمنځ هم دا خبره مشهوره ده.. دا هغه موضوع ده چې په قدس باندی د عربانو ولکه ددی ضمانت کوي چې د ټولو ادیانو پیروانو ګټه پکې خوندی ده، دا د الله تعالی هغه ښار دی چې د الله تعالی ټولو مخلوقاتو او بنده ګانو لپاره یې دروازی پرانیستی دی.

پنځم:

د قدس شریف نیول او د هویت بدلول یې – چې معاصره حمله ده – دا د هغه توفقنامو څخه سرغړونه ده چې نړیوالو قانون د ځمکې او د هغه ځمکې د اوسیدونکو او د اشغال شوی ځمکو د هویت بدلولو مخالفت کوي، له همدي کبله د قدس شریف د هویت بدلون د نړیوال قانون مخالف دی، سره ددی چې تاریخي حقائق د قدس عربيوالی څرګندوي، چې یبوسیون عربانو شپیته پیړۍ د مخه جوړ کړی.

شپږم:

ازهر شریف – چې شاته یې ټول عرب او د شرق او غرب مسلمانان دی، د دا ډول پروژو جوړولو مخالف دی، او صهیونی کائن او هغه قوا چې د دوي ملاتړ کوي اسی کول په سیمه بلکه په ټوله نړۍ کې سوله د ګواښ سره مخامخ ده، صهیونی کائڼ او ورسره ملاتړو ته یې دا ور په زړه کوو چې – صلیبیانو د هغه په پرتله چې صهیونیانو اشغال کړي قدس د هغو هم ډېر اشغال کړی وه، قدس د صلیبیانو په لاس کښې د صهیونیانو په پرتله د ډېر وخت لپاره پاتی شوی.. ددی سره سره بیاهم تاریخ خپل اثر پریښې دی، چې د اشغال د صفحي په اړولو سره پای ته نه رسیږي، چې په مقدساتو او نورو حقوقو باندی د تیري کوونکو آثار لا هم پاتی.

صهیونان د لویدیځ امپریالي ظالم قوت سره تړاو لري، چې د قدس د هویت د بدلون کوشش کوي، بلکه دوي د یهودو په راتلونکی باندي لوبي کوی، او د اسلامی امت په مقابل کښې د هغه سرو کرښو هم ورتیریږي، چې د مسلمانانو شمیر د ټول بشریت څلورمه برخه جوړوي، چې دا امت کلای شي ډېر ژر د خپل حق ترلاسه کولو لپاره مبارزه پيل کړي.

قدس یوازي نیول شوی ځمګه نده، بلکه ددی مخکي او وروسته د اسلام او مسیحیت مقدس حرم بلل کیږي.. د قدس موضوع فقط د فلسطین موضوع نده بلکه دا عربي نۍ قومي موضوع هم ده، ددی ټول ورآخوا دا د اسلامي نړۍ د عقیدی موضوع ده، او مسلمانان ددی لپاره جهاد کوي چې دغه ځمکه د صهیونانو د غصب او ولکی څخه وباسي، چې دا حالت مونږ ته د قدس شریف مقدس والي په ګوته کوي، چې باید د ټولو مقدساتو ساتنی لپار اسرائیلی احتکار او د صهیونی هویت جوړولو د مخنیوی لپاره کار وکړي.

ازهر شریف د نړۍ ټولو خپلواکو څخه غوښتنه کوي چې د عربو ملاتړ وکړي ترڅو قدس او فلسطین آزاد کړي.. همدا ډول د هغه عقلو یهودو څخه هم غړښتنه کوي چې تاریخ هیر نکړي، چې په هرځای کښې دوي زوریدلی دی مګر اسلامی تمدن ورسره ظلم ندی کړی.

ازهرشریف بیا هم پدی ټینګار کوي چې د قدس د هویت بدلون او د قدس شریف د حرم د نښو له مینځه وړل هغه سور خط دی چې په سر کې په خپله د صهیوني کیان د فلسطین په ځمکه له مینځه تلو سبب ګرځي.

مخکې صلاح الدین ایوبي د قدس شریف د آزادولو لار مونږ ته په نخه کړي، کله یې چې صلیبی پاچا ریچارډ قلب الاسد ته ولیکل: دا فکر مه کوه چې مونږ به قدس د همیش لپاره درته پریږدو، او هیڅکله هم د مسلمان ملت په حیث د خپل حق څخه نه تیریږو.. او دا مکنه نده چې ددی ځمکي په سر یو کاڼی هم وخوځوي چې ترڅو جهاد روان وي.

تاریخ د صلاح الدین خبري ریښتیني کړی، او هر عاقل ته معلومیدیږی، او تاریخ د الله تعالی هغه عدت دی چې بدلیږي نا او تغیر نه کوي، وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ (21) ژباړه: الله تعالی په خپل کار عالب ذات دی لکن ډېر خلک نه پوهیږي.

 وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ (227)

تحريرا في مشيخة الازهر :

24  من ذی الحجة سنة 1432هـ

20  من نومبر سنة 2011 م

أحمد الطيب

شيخ الأزهر

 

 

فهـــــــــــرس

 

الوثيقة الاولي : د مصر د راتلونکي په هکله د ازهرشریف او د یو شمیر غورو روښانفکرانو ګډه وثیقه  15

الوثیقة الثانیة : د ازهر شریف او د پوهانو لخوا د عربي ملتونو د ملاتړ بیانیه  33

الوثیقة الثالثة : 45

الوثیقة الرابعة : د مصر د پاڅون د اهدافو او خپل مقصد د ترلاسه کولو په هکله د ازهرشریف اعلامیه  63

الوثیقة الخامسة : د قدس شریف اعلامیه. 69

 

                       

Print
10292 Rate this article:
5.0

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.