پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

په اسـلام کښې د جنګ نظریه
Anonym

په اسـلام کښې د جنګ نظریه

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله، والصلاة والسلام على سيدنا محمد رحمة الله للعالمين، وعلى آله وصحبه ومن اقتدى به وسار على نهجه.. وبعد
په د غو کمو کرښو کي که ناشوني نه وی نو ډیره سخته ده چې زموږ د استاذ امام محمد أبوزهرة رحمه الله په شان زموږ په اوسنی زمانه کی داسلام دیوی وتلی څیري پیژندنه وکړو چې د سلامی ثقافت او پوهنی په فضاء کی الوتنی کړی او د هغه په ژورو سمندرو کي یې غوپي وهلی او د هغو نا معلوم یی جوت کړی او د هغو رازونه او پټ شیان ورته لوڅ شویدی ترڅو هغه د اسلامي نقلی اوعقلی پوهنو او هنرو کی امام شو چی د هغه د زمانی د علماو او د هغه د شاګردانو او مریدانو له خوا هغه ته ګوته نیول کیدله.
علامه شیخ «ابوزهرة» رحمه الله په فقه تشریع او له شریعت څخه په د فاع کی او د شریعت او د نویو قوانینو ترمنځ په مقایسه کې حجت او بلکه داسی بحرو وچې ساحل یې نه درلود، او په اصول فقه، سیرت، د ادیانو ترمنځ په مقایسه او د مجادلي یا دیالکتیک په علم کی وتلی استاذو، همداراز د پخوانو ادیانو، او د نویو عقیدوی جریانو ښه تاریخ پوه وو، او هغه په بیلوبیلو اسلامي زمانو کی د فقهی د مجتهدو امامانو په سیرت او پیژند نه کې زرینه سلسله کتابونه لری لکه څلور امامان ابوحنیفه، اومالک، اوشافعی، اوابن حنبل، اوابن حزم، او امام صادق، او امام زید او ابن تیمیة او داسی نور.
او زه په ازهرشریف کی د پوهنتون په د وره کی دوه کاله د دغه هیبت لرونکی شیخ او امام په شاګردی باندی خوښ بلکه مشرف شوم، په هغو کی یې موږ ته د شخصی حالاتو، یا د نکاح او طلاق او رضاع او نسب او میراث او وصیت د فقهی، او د اصول فقهی تدریس کاوو..او ما تراوسه د الاحوال الشخصیة کتاب له ځان سره ساتلی او هغه ته هرهغه وخت ورګرځم چې د شخصی حالاتو په کومه مسأله کي د مذهبو د فقهی تعقیبولو ته اړتیا پیداشی نو په هغه کې اسان او ژور جواب مومم.
او زما دا په یاد دی چې شیخ ابوزهرة دهیبت، او ښه مظهر، او روڼ مخ خاوند وو او هغه به پخپل علمی لیاقت، او د اسلامي پانګو په علومو کی پخپله پیاوړتیا او په اوسني اجتهاد او د څوعلمی تخصصو په جمعه کولو باندی پخپل قدرت باندی یې زموږ په زړونو کی د هیبت مینی اوبې حده خوښیدو ګډ احساسات اچول، او موږ ته به یې دابن سینا او غزالی او ابن خلدون په شان زموږ موسوعی لوی علماء را په یادول .
او کله چې به موږ خپلی پوښتني مطرح کولی نو دهغه له جوابو څخه به ډاریدلو ځکه هغه به له هغو پوښتنو څخه ډیرغصه کیدو چې هغو محصلینو به کولی چې ځان به یی عالم ګاڼو او یا به غولول شوی وو، او هغوی به یی پخپل شرمونکی تمسخر باندی خپل طبیعی حجم او حدته راوګرځول، او له هغه څخه موږ دا زده کړو چې څرنګه مخکې لدی ښه فکر وکړو چی سوال او پوښتنه وکړو، او په غورسره لوستل او ښه غوږ نیول څرنګه محصل دبې سنجشه سوالو له ډیرو مسئولیْتو څخه خلاصوی..
دا امام پدی باندی بیلیدو چې د شریعت د حکمونو او د زمانی د نویو پیښو په نژدی کولو باندی یې غیرعادی قدرت درلود، او هغه د داسی مجتهد امام نمونه وو چې د هغه عقلی فعالیت د متنو د پوهیدو او د هغو د تدریسولو له حد سره نه وو ولاړ، بلکه له متنو سره یی پداسی دقیقو نظرو سره چال چلند کاوو چې په هغو کی یی هغه نغښتي نوی کیدونکي وړوالي رابرسیره کاوو چې د زمانی اوځای په بدلونو باندی د تطبیقولو وړوی.. دا شیخ پدی باندی مشهور وو چې هغه داسی اجتهادی نظردر لود چی ډیرو هغو کسانو ندی کشف کړی چې له هغه وروسته راغلی او له هغه څخه یی لیکنی کړیدی.
دا کتاب چې په اسلام کښې د جنګ نظریې په هکله دی، چې غیر مسلمانانو لوستونکو ته يې وړاندي کوو، هغه څرګند مثال دی چې په واضح ډول د دي لوی علامه هغه قدرت څرګندوي چې په اسلامی تشریع کښې د «رحمت» مرکزي رول څارلي او څيړلی، تر دی چې د دښمن سره په جنګ کښې هم اسلام رحم ته پاملرنه کوي، او هغه با انصافه لوستونکی به دا وګوري چې څنګه اسلام مسلمانانو ته د وسلي پورته کولو اجازت نه ورکوي مګر هغه وخت چې د ځان څخه پری دفاع وکړي، چې اسلام د توري او جنګ دین ندی، لکه څرنګه چې په ظلم او ناحقه توګه پری متهم دی، او په اسلام کښې د جنګ لپاره د رحمت اخلاق او خلکو باندې د نرمۍ کول دي چې په اوسنيو او پخوانیو هیڅ نظام کښې ساری نه لیدل کیږي، ځکه په اسلام کښې جنګ خپله مقصد یا وسیله نده چې خپله ولکه پراخه او یا څوک د ولکې لاندی راولي او یا هم تیرۍ پری وکړي، بلکه جنګ په اسلام کښې استثنائی او ضرورت له امله دی چې د الله تعالی په لار کښې جهاد بلل کیږي، ترڅو د ژوند کولو حق یې خوندي شي، د مسلمانانو او غیر مسلمانانو د عقیدی د آزادي حق ورکړل شي... همدا ډول نور شبهات او موضوعات به ددی وتلي عالم په قلم رد شي چې د ختیځ مسلمانانو د لاسه ورکړی، همدا ډول هغه سپیڅلی منار یې هم د لاسه ورکړ چې د دی دین په نرمۍ او آسانتیا او رحمت یې ټولو خلکو ته رڼا اچوله.
زمونږ لوی شیخ دی الله تعالی اوبخښې او د لوستونکي څخه هم مننه چې د سمې پوهی ترلاسه کولو لپاره کوښښ کوي، او د هغه علماء کرامو سره د حق پلټنه کوي چې د الله تعالی پیغام رسوي او د یو الله څخه پرته نور د هیچا څخه نه ویریږي.
د ازهر په مشیخه کښې لیکل شوي:
د ربیع الآخر 24/ 1438 هـ
د جنوري میاشتی 22 نیټې 2017 م سره سمون خوري
د ازهر شیخ آحمد الطیب
Print
7560 Rate this article:
3.8

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.