پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د مینمار په هکله د ازهر بیانیه
Anonym
/ Categories: Main_Category

د مینمار په هکله د ازهر بیانیه

بسم الله الرحمن الرحیم

د مینمار په هکله د ازهر بیانیه

  • د روهنګیا مسلمانان د هغه وحشي او بربري حملو سره مخامخ دی، چې د بشریت په تاریخ کې ساری نلري
  • په میانمار کې د نه انساني کړنو په هکله د نړۍ ضمیر هم مړ دی
  • ټول هغه نړیوال پروتوکولونه چې د انساني حقوقو په هکله دی، فقط د کاغذ پر مخ یو دروغجن خبر بلل کیږي
  • د روهنګیا مسلمانان چې د کوم حالت سره مخامخ دی، د ځنګله وحشي کړنی او اسلوب رایادوي
  • که چیرته دا کار د اسلام څخه پرته د کوم بل دین پیراوانو سره شوی وای، نړیوالو سازمانونو به بل دریځ درلود
  • په میانمار کې دیني مشرانو د ازهر وړاندیز ته هیڅ اهمیت ورنکړ، بلکه د دولت اورپکې پوځ سره یې په یو لاس ټولوژنه ترسره کړه
  • د میانمار مسلمانو وګړو ټولوژنه به د میانمار په تاریخ کې یو نه هیریدونکي پیښه وي
  • ازهر شریف به د دی نه انساني تیریو په مقابل کې چپ پاتی نشي
  • ازهر شریف به د عربي اسلامي او نړیوالو حرکتونو مشري وکړي ترڅو رواني ټولوژنی پای ته ورسوي
  • دا ډول جرمونه د تروریستي جرمونو د ترسره کیدو لپاره لار هواره وي چې نړۍ ورڅخه زوریږي
  • هغه انساني چیغه پورته کوو، چې د وطنوالو ترمنځ د دیني او عنصري تمییز مخه ونیول شي
  • د هغه چا متضاد دریځ په هکله تاسف کوو، چې په یو لاس کې د نوبل د سولي جایزه، او په بل لاس د جرمونو ملاتړ کوی، هغه جرمونه چې سوله له مینځه وړي

د ازهرشریف له لوري بیانیه

د څو ورځو را پدیخوا نړۍ د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لاري ویروونکي خطرناک او زړه ته ټکان ورکوونکي انځورونه ولیدل چي د میانمار په راخین ولایت کښي د وژني شړلو سوځوني ټولنیزه وژنه او وحشي وژني او بریدونه سرته ورسیدل چي له کبله يي په سلګونه ښځي ماشومان ځوانان او سپین ګیري قرباني شول، چارواکو هلته دغه خلک دیته اړ ویستل ترڅو د خپلو کورونو او سیمو څخه وتښتي دغه وحشیانه کړني يي د داسي بریدونو او فشار لاندي سرته ورسول چي لدي مخکښي بشریت دا ډول وحشیانه ظلمونه او بریدونه نه ؤ پیژندلي ځینو له دغو مظلومانو څخه د مزل او تللو د درد له امله ساه ورکړه ځیني د لوږي تندي او د لمر د تیزو وړانګو له کبله وفات شو او ځیني نور هم د سمندر څپو وخوړل وروسته لدي چي دوی د ویري څخه د سمندر کښتیوته وتښتیدل او هلته يي د ظلم څخه پناه یوړه.

دغه غیر انساني او زړه ته ټکان ورکوونکي کارونه به هیڅکله هم نه ؤ پیښ شوي که چیرته د نړۍ ضمیر او احساس مړ نه وای چي ورسره د ضمیر خاوندان او ترڅنګ يي د اخلاقو او د انسانیت لوړي معناګاني هم مړي شوي دي چي د دي د مرګ سره د عدالت آزادۍ او د بشري حقوقو غږونه هم چپ شوي او دا ټول د هدیرو د مړو په څير ګرځيدلي، ټول هغه نړیوال میثاقونه او قوانین چي د بشري حقوقو د ساتني د ولسونو د هوسایني ملاتړ کوي ترڅو ولسونه پخپله خاوره کښي په عزت سره ژوند وکړي دا ټول هڅي په کاغز باندي لیکل پاتي شوي چي هیڅ اغیزه نلري، لکه دا اوس داسي دروغ ګرځیدلي چي د دغو لیکنو د رنګ د پیسو په اندازه هم ارزښت نلري.

د روهینګا مسلمانان چي په غیر انساني ډول د ټول وژني سره مخامخ دي دوی لپاره یواځي دا بسنه نکوي چي په دوی د شوي ظلمونو غندنه وشي او دا اوس کومه ګټه هم نه رسوي ځکه په دوی باندي دومره وحشت روان دی چي مونږ ته په ځنګلونو کښي د وحشي ځناورو د کړنو او د طریقو یادونه کوي، د خجالت څخه  ډکي هغه غوښتني چي نړیوال سازمانونه او د بشري حقوقو ټولني په میانمار کښي د بورما د فوځ د وحشت او د تیري څخه د مسلمانانو د ژغورني لپاره کوي بي ګټي دي او دا یو ډول بي معنی غوښتني او د وخت ضایعه کول دي مونږ پدي باور لرو که چیرته د میانمار دغه وګړي یهودیان عیسویان بودایان او یا هم د اسلام پرته د بل دین او ملت پیروان وای نو ددغه سازمانونو دریځ به داسي نه وو لکه اوس چي دی بلکه  د دوی دریځ به ډیر پیاوړی چټک او عملي وای.

ازهرشریف د مسلمانانو د حکماؤ د شورا په مرسته د روان کال په پیل کښي د مصر په پلازمینه قاهره کښي د راخین ولایت بیلابیلي ښکیلي ډلي سره را ټول کړل ترڅو د هغوی لیدلوري سره نږدی کړي چي پدي کښی دمیانمار د ټولو ادیانو او نژادونو ځوانانو مشرانو او استازو ګډون کړی وو چي پدي کښي راهبان او دیني مشران هم اغلي وو ترڅو د سولي خبرو اترو له لاري ددغه مسئلي د حل لپاره لومړنۍ ګام پورته شي، خو په میانمار کښي ځيني دیني مشرانو ددغه هڅو کامیابي نه غوښتله همدا وه چي دغه هڅي په ځای پاتي شو او ددغه دیني مشرانو مړه ضمیرونو دوی ته دا اجازه ورکړه چي د هیواد د وسله وال فوځ د تندرو غړو سره لاس یو کړي ترڅو د خپلو مسلمانانو هیوادوالو په وړاندي ټول وژنه او د نژاد پرستۍ غیر انساني کارونه ترسره کړي دايي پداسي وحشت سره سرته ورسول چي انسانیت پري شرمیږي، دغه دریز او کړني چي ټول ادیان هغه ردوي د میانمار په تاریخ کښي د پیغور یوه کرښه ده چي د وخت په تیریدو سره به هیڅله هم له منځه ولاړ نشي.

ازهرشریف چي خپل نړیوال رسالت باندي باوري او پابند دی او پدي برخه کښي دیني او انساني مسؤلیت لري ترڅو ددغو غیر انساني سرغړونو او وحشتونو په وړاندي لاس تړلی پاتي نشي، ازهرشریف په عربي اسلامي او نړیواله کچه د بشري خوځښتونو مشري پيل کړي ده ترڅو په میانمار کښي دغه ټول وژني ودروي چي قرباني پکښي یواځي ددغه هیواد مسلمانان ورکوي، ازهرشریف په ټوله نړۍ کښي د ادارو سازمانونو او د بشري حقوقو د ټولنو څخه غوښتنه کوي ترڅو خپل مسؤلیت ادا کړي او ددغو وحشي جرمونو د پلټني لپاره لاس په کار شي ترڅو ددغو ټول وژوونکو په ضد باندي کړني ترسره کړي او د عدل نړیوالي محکمي ته راکش کړي ترڅو د جګړو د مجرمانو په څیر محاکمه شی دا د هغو وحشي او ټکان ورکوونکو ظلمونو په بدل کښي چي دوی ترسره کړي دي.

ټول باید پدي پوه شي او دا په نظر کښي ونیسي چي دغه ډول جرمونه ددي لامل کیږي چي د ترهګرۍ د جرمونو د ترسره کولو لپاره پري هڅونه وشي چي ټول بشریت د هغي څخه سر ټکوی.

مونږ لدغه ځای یعني مصر څخه چي د عربو او اسلام زړه دی او د ازهرشریف څخه انساني چیغه پورته کوو او د عربي ټولني اسلامي همکاریو سازمان اروپایی ټولني ملګرو ملتونو په ځانګړي توګه د امنیت نړیوالي شورا او ددي ټول څخه مخکښي د عربي او اسلامي هیوادونو د پریګړي د خاوندانو څخه غواړو ترڅو د خپل توان سره سم په میانمار کښي په واکمنانو باندي سیاسي او اقتصادي فشارونه راولي ترڅو برابر او سمي لاري ته راشي او د هیوادونړو ترمنځ دیني او نژادی توپیر سیاست ودروي.

هیره ده نه وي چی ازهر شریف پدي هکله ډیر د تأسف اظهار کوي د هغه د دریځ په هکله چي په یو لاس کښي د سولۍ نوبل جائزه لري او په بل لاس باندي دغه وحشیانه جرمونو ته اجازه ورکوي چي دغه ډول جرمونه سوله له منځه وړي او د سولي څخه یو داسي کلمه جوړوی چي هیڅ معني ونلري.

په پاي کښي خپل بورمایی ورونو ته وایو د دغه ظالم او تیری کونکي دښمن په وړاندي ودریږي مونږ له تاسی  سره یو او هرګز به تاسو خجلته نکړو الله جل جلاله ستاسو ساتونکي او مددکونکي دی او پدي پوه شي چي الله د مفسدانو کارونه نه سموي لکه چي فرمایی: (﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ﴾).ژباړه:« او ظالمانو ته به ډیره ژر معلومه شي  چې هغوی له څه سرنوشت سره مخامخ کیږي ».

Print
5285 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.