پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د جمعي په ورځ په سینا کښي د ترهګریز برید له کبله مصري ولس ته د ازهرشریف د شیخ لوی امام استاذ دکتور احمد الطیب د وینا متن
Anonym
/ Categories: Main_Category

د جمعي په ورځ په سینا کښي د ترهګریز برید له کبله مصري ولس ته د ازهرشریف د شیخ لوی امام استاذ دکتور احمد الطیب د وینا متن

-ازهرشریف د الله جل جلاله په فضل او کرم او د مصري ولس په میړاني سره د ګمراه فکر په له منځه وړلو کښي مخ په وړاندي روان دی

- زمونږ ګران مصر د دي توان لري چي د ترهګرۍ ریښي وباسي او ناپوهه ډلي له منځه یوسي

ازهرشریف د عریش په روضي جومات کښي د جمعي د لمانځه پرمهال د بي ګناه شهیدانو ته د تسلیت ځانګړي مراتب وړاندي کوي، دوی په لمانځه ولاړ وو چي د وژونکو مجرمو او د ویني تویونکو ډلو له لوري پري ناڅاپه د خیانت ګولۍ او بمونه پري وغورځول شول، مونږ ټولو مصریانوته یوواري بیا ټینګار کوو چي دغه د خیانت څخه ډک برید چي په لمونځ کوونکي يي په نښه کړي په واقعیت کښي دوی ستاسو هیوادونه ستاسو ژوند ستاسو عزم او ستاسو اصرار په نښه کوي او نه غواړي چي په امن او سوله کښي ژوند وکړۍ.

همدارنګه مونږ ټینګار کوو چي دغه ډول خبیث عملیات د هغوی د دین اخلاقو او یا هم د ځواک ښودنه نکوي بلکه دا ددي ښودنه کوي چي دوی د دین څخه تښتي او پخپلو نفسونو کښي دوی ناکامه شوي او د مایوسۍ سره مخامخ دي.

هغه څه چي نن ورځ رامنځته شوي یوواري بیا مونږ تکراروو او ټینګار کوو چي ددغه وحشي ترهګرو لومړنۍ موخه مصر او دمصر اولس جوماتونه کلیساګاني میړنی فوځ او اتل امنیتي ځواکونه دي چي په نښه کړي، خو د مصر ساتنه الله کوي او هیڅکله به هم مات نشي او د الله تعالی په مرسته ددي توان لري چي د ترهګرۍ ریښي وباسي او ناپوهه ډلي همدارنګه د کفر او دتیارو بلونکي له منځه یوسي.

سره لدي چي مونږ ته لوی مصیبت او خفګان را رسیدلی خو بیا هم مونږ د الله تعالی فیصلی او قدر باندي ایمان او باور لرو او د الله جل جلاله پدغه وینا باندي چي فرمايي: . وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ بې زړه کېږئ مه، اندېښمن کېږئ مه. همدا تاسي برلاسي ياست، كه تاسي مؤمنان اوسئ.

مونږ په عربي او اسلامي امت او همدارنګه د ترهګرۍ په ضد ریښتیني مبارزینو باندي غږ کوو چي مصر سره او ږه په اوږه یو صف کښي ودریږي او یو بل ته لاس ورکړي او مصر ددغه نړیوالي خبیثي ترهګرۍ ته یواځي پري نږدي.

په ختیځ او لویدیځ کښي د نړۍ آزاد ولسونه باید دا معلوم کړي چي ددغه ترهګرۍ شاته د چا لاس دی او څوک دوی ته پیسي او وسلي ورکوي او څوک ورته خوندي ځایونه برابروي او مرسته ورسره کوي.

ازهرشریف د الله تعالی په فضل او کرم سره او همدارنګه د مصري ولس په میړاني سره ددغه ګمراه فکر په له منځه وړلو کښي مخ په وړاندي روان دی او د امت ځوانان به ساتي ترڅو د ترهګرو په ځاله کښي واقع نشي، او دغه ډول باطل او ناوړه کارونه نشي کولای چي د ازهرشریف هغه رسالت له منځه یوسي چي د زرو کلنو را پدیخوا روان دی.

Print
5940 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.