پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د لوي امام وینا:  استاد او دکتور احمد الطی د ازهرشریف شیخ د مولود شریف غونډه
Anonym
/ Categories: Main_Category

د لوي امام وینا: استاد او دکتور احمد الطی د ازهرشریف شیخ د مولود شریف غونډه

د لوي امام وینا:

استاد او دکتور احمد الطیب

 

د ازهرشریف شیخ

 

د مولود شریف غونډه

۲۰۱۷م – ۱۴۳۹هـ

 

د ازهرشریف د کنفرانسونو خونه

۱۱ ربیع الأول سنة ۱۴۳۹هـ

الموافق: ۲۹ من دیسمبر سنة ۲۰۱۷م

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله، وصلی الله وسلم علی صاحب هذه الذکری العطرة سيدنا محمد وعلي آله وصحبه الطیبین اطاهرین.

د مصر د عربي جمهوریت ولسمشر – ښاغلی عبد الفتاح السیسی! حفظه الله ورعاه وسدد خطاه.

درنو حاضرینو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.. وبعد/

د مولود شریف لمانځل په حقیقت کې د وروستني نبوت د څرګندیدلو لمانځنه ده، او د الهې وروستنې رسالت لمانځنه ده، چې ټول انسانیت ته یې سم لار وروښودله، د جهل او ګمراهی د تیارو څخه یې ویستل، دا وروسته د دی چې بشری عقل د تعصبی قیوداتو او د قبایلي نظام په لړ کې د یوي کورنی حاکمیت ټینګ وه، وروسته د دی چې انساني ضمیر یې د ظلم د تیارو څخه وژغورلو، د استبداد او استبعاد څخه یې آزاد کړ..د دغه رسالت څښتن د وفات لس کاله لا نه وو پوره چې د سرکشو او ظالمانو سرونه راپورته شول، د یوه واک په بل پسی ونړیدل، انسانیت – په لومړي ځل – پدی پیل کړی وه، چې د ازادی او عدالت خوند یې وڅکلو، د خلکو ترمنځ یې د مساوات او د انسان ورور د بل انسان څخه د ازادولو واجب ورته معلوم شو.

امام طبري په خپل تاریخ کې لیکي چې د اسلامي فتوحاتو یو مشر ربعی بن عامر کله چې (رستم) ورغی، د قدسیه د جنګ څخه مخکې د فارس د پوځ مشر سره خبري پیل کړی، روستم ورته وویل: ولي دلته راغلي یاست؟ ربعي ورته وویل: الله رالیږلي یو چې بندګان د بنده د پیروي پرځای د الله پیروي او عبادت ته وباسو، د دنیا د تنګې څخه یې وسعت ته وباسو، د دغه صحابي په لږو خبرو کې د ازادی او د عدل ارزښت منعکس کیږي، چې دغه جلیل القدر صحابي غواړي خلک په ازادی او عدل کې د نوي دین د سیوري لاندی ژوند وکړي..

مونږ باید دلته د هغه رضی الله تعالی عنه هغه عبارت ته پاملرنه وکړو، چې (من ضیق الدنیا إلى سعادتها) ترڅو پدی پوه شو چې د دین د راتګ څه مخکې خلکو د هغه تنګ او سخت سیاسي نظامونو لاندی ژوند کولو چې د دوي ټول حقوق یې د پخو لاند کړی وو، ټولنیز او اقتصادی حقوق یې د پخو لاندی وو، او دا وروستنی رسالت د عقل، فکر او وجدان د ازادولو لپاره راغلی.. او د انسان د ازادی لاره یې د ازادی او عدل پر بنسټ ولاړ دی، چي هر حق دار ته خپل حق ورکوي، ځکه بغیر د مطلق عدل څخه ازادی هم کوم مفهوم او معنا نلري، بلکه هغه خپل شي رامنځ ته کوي، چې د انسانیت ټول ارزښتونه د خپو لاندی کوي.

 

درنو حاضرینو !

کله چې د دی نبوت څښتن صلی الله علیه وسلم د بشریت د هدایت لپاره ضرورت ګڼل کیده، او د هغه د  لاري پیروي کول هم د ټولو تمدونونو او ټولنو لپاره خطرناک کار بلل کیده.

تاریخ ثابته کړی، چې د تمدونونو سقوط د ځیني اسبابو اوعواملو له امله وه، چې قرآن کریم یې په هکله خبرداری ورکړی وه، چې په کائناتو کې د الله سنت یا عادت بلل شوی، مهم اسباب یې هم د نبوي منهج څخه منحرف کیدل، چې د خلکو او ټولنو د سیاست په برخه کې د رسول الله د هغه اخلاقو څخه سرغړونه ده، چې د ټولوانبیاء کرامو د بعثت څخه هدف همدا وه، چې هغه د ټولو خلکو لپاره رحمت دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: " انما بعثت لاتمم مكارم الاخلاق" ژباړه: زه د ښو اخلاقو د پوره کولو لپاره لیږل شوی یم، . "ياايهاالناس انما انا رحمة مهداة" ژباړه: ای خلکو زه رحمت ته د خدایت کونکی یم، همدا ډول الله تعالی فرمایې: (وما ارسلناک الا رحمة للعالمین). سورة الانبیاء 107.

همدا ډول د انبیاوو د منهج څخه منحرف کیدل د دین څخه انکار او ورسره جنګ کول دی، الحاد ته دعوت کول په الله تعالی ملائکو او اسماني کتابونو رسولانو او د قیامت په ورځې  کفر کول دی، منحرف کیدل په بل ډول هم کیږي، لکه د یوي شاذی ډلي منحرف کیدل، چې دوي پداسی مرض اخته دی، چې دوي فکر کوي د خلکو وصیت دوي ته شوی، او په ځمکه کې د الله تعالی وکیلان دی، او دوي یوازي د دین په تفسیر او احکامو پوهیږي.

دغه ډلي یا هم دغه تروریسي ډلي – د مختلفو نومونو او سرچینو سره – د غلط اعتقاد زیږنده دی، چې الله تعالی د هغه رسول او مؤمنان ټول ورڅخه پنا غواړي، ځکه هغه مسلمانان چې د دوي ډول فکر نه کوي کافر ورته ښکاري، او د دوي په فکر هر کافر مباح الدم مباح المال او ناموس یې ورته مباح ښکاري.. د دا ډول ډلو پیدا کیدل د اسلام په تاریخ کې کومه نوي خبره نده، بلکه په ټولو ادیانو مذهبونو او عقائدو کې داسي ډلي وي، او هغه څه چې اوس  ویل کیږي، چې ګني تروریزم د اسلام صنعت دی، او د غیر مسلمانانو د وژني لپاره کارول کیږي دا خبري اوس بی بازه بلل کیږي، ځکه چې واقعی او روان حالت یې درواغ ثابته وي، او د هغه چا بد نیتونه څرګندوي چې داسي خبري کوي، ځکه د تاریخ او سیاست کتابونه د دی څخه ډک دی چې تروریزم ادیانو ته منسوبوي، سیاسي او ټولنیزو مذهبونه ته منسوبیږي.

نه غواړم دلته خبرې د هغه مصیبت څخه لري بوزم چې د تیري جمعې په ورځ یې د مصریانو زړونو ولړزول، بلکه په ټول شرق او غرب کې انسانیت ولړزولو، د روضة مسجد پیښه ډېره بد پیښه وه، د دی پیښې ترسره کوونه ډېر بد او د تصور څخه بهر خبره وه، د داسې پيښې د ترسره کیدلو توقع نه د انسان او نه هم د ځنګله حیوان څخه کیدله..  د دی مرمیو ویشتل چې په مسجد کې د لمونځ کونکو ژوند واخیست په لومړي قدم کې د الله تعالی او د هغه رسول سره جنګ دی، چې د الله تعالی په کور کې داسي کړنه ترسره کړه.

دا مجرمان لومړي کسان ندی چې داسي جرم په مسجد کې ترسره کوي، بلکه د رسول الله دویم خلیفه عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه هم په مسجد کې وژل شوی چې لمونځ یې ادا کولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په محراب کې ولاړ وه، دریم خلیفه عثمان رضی الله تعالی عنه هم په مسجد کې وژل شوی، هغه هم پداسی حالت کې چې قرآن کریم یې تلاوت کولو، او ویني په هغه مصحف باندی توي شوی چې تلاوت یې پکې کولو. همدا ډول خوارجو او د هغو پخوانیو مشرانو هم علي کرم الله وجهه پداسی وخت کې ووژلو، چې د سهار لمانځه ته وتلو او خلک یې لمانځه ته رابلل چې الصلاة الصلاة یې ویل.

د رسول الله د خلیفاګانو وژنه او شهادت چې په خیانت او غدر سره شوی زمونږ د هغه کورنیو لپاره ډاډګیرنه ده چې د خپلو زړونو ټوټې د لاسه وزکړي.. که چیرته زمونږ اهل د بئر العبد په سیمه کې وډار کړل شو او وه ورول شو، خو د دی خوارجو تاریخ د صحابه کرامو په زورولو کې معلوم دی، چې بریدونه یې پری کول آن علي رض الله تعالی عنه ته به یې کافر ویل، وروسته یې ووژلو، وروسته د دی چې هغه یې ناهیلی کړ او ورڅخه جدا شول.

ښاغلی ولسمشر – مونږ تاسو او زمونږ ملت ته ډاډ ورکوو، او شهیدانو ته د پراخه رحمت او د الله رضا او د جنت غوښتنه کوو، او کورنیو ته یې د صبر غوښتنه کوو همدا ډول زحمیانو او زوریدلو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو.

خپلې خبرې پدی سرا پای ته رسوم، چې ای د رسولانو او انبیاوو سراداره مونږ د ستا د لوړ مقام څخه حیا او خجالت کوو او بښنه درنه غواړو – که چیرته مونږ د ستا پدی مقام باندی هغه چا باندی تیری کړی وي، دوې جاهل دی سخت زړي دی، او له سمې لاري غلط دی، هغوی داسي جرمونه کوي چې ستا دلاري نور هم لري کیږي، د ستا دین او شریعت څخه لري کیږي، چې دا ډول کارونه او د ستا د متسامح رسالت بی ادبي او بي عزتي کوي.. صبا به دوي پوه شي، چې هغه مفسدان په ځمکه کې فساد کوونکې دی، چې د قیامت په ورځ د رسول الله د شفاعت څخه محروم شي، أی منقلب ینقلبون.

 

شُكرًا لِحُسْنِ اسْتِماعُِكم.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته. 

                                                                                                

تحریرا فی 11 من ربیع أول سنة  ۱۴۳۹هـ

الموافق: ۲۹ من نوفمبر سنة 2017م

   

أحـمـد الطـيب

شــيخ الأزهــ

 

.

 

 

 

Print
6503 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.