ازهرشریف خبرداری ورکړی چي دبیت المقدس په فلسطیني او عربي هویت باندي هر ډول عبث کارونه به ناوړه پایلي ولري
ازهرشریف د رسنیو له لاري هغه خبرونه څاري چي امریکايي اداره نیت لري ترڅو بیت المقدس باندي د صهیونیزم د پلازمیني په توګه اعتراف وکړي.
ازهرشریف ددغه ګام په پورته کولوباندي سخت خبرداری ورکوي، او ټینګار کوي چي دغه ډول اعلان د ټولو مسلمانانو احساس او غوصه را پاروي، نړیواله سوله د ننګوني سره مخامخ کوي او همدارنګه د نړۍ په کچه کشماکش ویش او کرکه رامنځته کوي.
ازهرشریف ټينګار کوي چي په ښکاره په لویه پیمانه دصهیونیزم طرفداري او د ملګرو ملتونو د هغو پریکړو مخنیوی چي د دوی د جرمونو د له منځه وړلو لپاره صادر شوي دوی نور هم دیته هڅولي ترڅو په اشغال شوي فلسطیني خاوره کښي د بشریت خاوري او د سپیڅلو ځایونو په وړاندي خپلو جرمونو ته دوام ورکړي، له همدي کبله د نړۍ ولسونو په نړیوالي ټولني باندي خپل باور د لاسه ورکړی او دا یو د هغو مهمو لاملونو څخه دی چي له کبله يي په نړۍ کښي ترهګري خپره شوي ده.
ازهرشریف ټينګار کوي چي د بیت المقدس فلسطیني او عربی هویت د بدلون وړ ندی، او د ملګرو ملتونو ټولو میثاقونو اشغالګرو ځواکونو باندي لازمي کړي ده چي پدغه خاوره کښي بدلون رانولي او هر هغه کړني چي ددغه میثاقونو په خلاف سرته رسیږي په هغي اعتراف نشي کیدلای.
همدارنګه ازهرشریف د نړۍ عاقلانو او نړیوالو ادارو څخه چي په سر کښي هم ملګري ملتونه او د دوی عمومي اسمبلي راځي غوښتنه کوي چي ددغه راز کارونو مخنیوی وکړي ځکه چي نړیوال امنیت او سوله د ننګوني سره مخامخ کوي، همدارنګه ازهرشریف د اسلامي او عربي هیوادونو څخه غوښتنه کوي چي په ګډه سره ددغه پریکړي د مخنیوي لپاره کار وکړي.