پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د جمعي د لمانځه څخه وروسته په یو عاجل بیان کښي  دازهرشیخ لوی امام د بیت المقدس خلکوته وویل:
Anonym
/ Categories: Main_Category

د جمعي د لمانځه څخه وروسته په یو عاجل بیان کښي دازهرشیخ لوی امام د بیت المقدس خلکوته وویل:

د جمعي د لمانځه څخه وروسته په یو عاجل بیان کښي

دازهرشیخ لوی امام د بیت المقدس خلکوته وویل:

ستاسو مبارزه او پاڅون ستاسو په دغه مسألي باندي د ایمان او هیواد سره د میني په اندازه به وي مونږ له تاسو سره یو او تاسو به یواځي پري نږدو.

بسم الله الرحمن الرحیم

ازهرشریف په ډیري غوصي سره دامریکي اداري له لوري هغه پریکړه غندي او ردوي چي بیت المقدس يي د اشغالګرصهیونزم لپاره د پلازمیني په توګه اعلان کړی، دا یو بي ځایه ګام دی چي نړیوال قوانین تر پښو لاندي کوي او د نړۍ یونیم ملیارده څخه د زیاتو مسلمانانو او همدارنګه دعرب عیسویانو چي دتاریخ په اوږدو کښي دبیت المقدس جوماتونه او کلیساګاني يي دخپلو مسلمانانو ورونو سره یو ځای ساتلي احساسات را پاروي.

مونږ په ازهرشریف کښي دټولي اسلامي نړۍ په نامه دغه بي ځایه ګام غندو او ردوو چي هیڅ قانوني او شرعي حیثیت نلري همدرانګه پدي ټینګار کوو چي دغه ډول اقدام د تاریخ د بدلولو هڅه ده او د ولسونو په راتلونکي باندي تیری دی چي هیڅ د منلو وړ ندی او ترڅو چي په مسلمانانو کښي سا ووي هیڅ کله به هم چپه خوله پاتي نشي.

ټول دي پدي پوه شي چي بیت المقدس د فلسطیني دولت پلازمینه ده چي د اشغالګرو صهیونیانو له لوري په زوره نیول شوي ده او ددي پرته بل څه امکان نلري او هر هغه خوځښت چي ددي سره په ټکر کښی وي ناوړه پایلي به له ځانه سره ولري.

مونږپه پوره ځواک سره خبرداری ورکوو چي ددغه باطلي پریکړي ننګه کول به ناوړه پایلي رامنځته کړي د مسلمانانو او په نړۍ کښي د سولي خوښوونکو په زړونو کښي به د کرکي اور بل کړي او همدارنګه د نړیوالي سولي او ټیکاو لپاره یوه ستره ننګونه کیدلای شي.

دامریکا ددغه پریکړي اخیستونکي دي پوه شي چي په دوو تلو باندي تلل داشغالګر صهیونیزم ملاتړ او د ولسونو د حقوقو پایمالول او همدرانګه د ملتونو میراث او تمدن له منځه وړل غیر تمدني سیاست دی چي نږدی وي او که لیري خو پاتي کیدونکي ندي اوبیت المقدس به د عربو او مسلمانانو لپاره لومړنۍ مسئله وي چي هرګز به زمونږ په زړونو کښي مړ نشي.

مونږ له مصر او ازهر څخه چي دعربو او د اسلام مرکز دی داسلامي او عربي نړۍ مشرانو حکومتونو عربي ټولني د اسلامي همکاریو سازمان او همدارنګه د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چي ددغه پریکړي د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره عاجل خوځښت ترسره کړي، همدرانګه له ټولو ډلو او نړیوالو سازمانونو څخه چي د سولي خوښونکي او د اشغالګرۍ د سیاست ردوونکي وي غوښنه کوو چي ددغه بشری نړیوال ناورین پر ضد یو موټی شي.

همدرانګه دعربي او اسلامي نړۍ ولسونو باندي غږ کوو چي دغه ډول امریکايي صهیوني پلانونه رد کړي او د اقصی شریف په هکله چي لومړنۍ قبله اودریم حرم دی او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم معراج ته د ختو ځای دی پوره پوهه ترلاسه کړي.

په پای کښي په اشغال شوي بیت المقدس کښي خپلو خلکوته وایو ستاسو میړانه او مبارزه ستایو او خپل لاسونه تاسوته درکوو ستاسو مبارزه او پاڅون ستاسو په مسألي باندي د ایمان او هیواد سره د میني په اندازه به وي مونږ له تاسو سره یو او تاسو به یواځي پري نږدو الله جل جلاله پخپلو چارو باندي برلاسی دی خو زیاتره خلک نه پوهیږي.

لکه چي الله جل جلاله فرمايي: « فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا» ژباړه: [بيا كله چي د دوهمي وعدې وخت راغى، نو موږ نور دښمنان پر تاسي مسلط کړل چي هغوى ستاسي څېرې غمګیني کړي؛ او په مسجد (بيت المقدس) کښي په همغه شان ننوځي، لكه څنګه چي مخکي دښمنان ننوتلي ول او پر كوم شي چي د هغو لاس بر شي هغه تباه کړي]. صدق الله العظيم.

Print
6264 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.