پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د بیت المقدس څخه د ملاتړ په موخه د ازهر په نړیوال کنفرانس کښي د ازهرشریف د شیخ لوی امام او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا رئیس استاذ دکتور احمد الطیب وینا
Anonym
/ Categories: Main_Category

د بیت المقدس څخه د ملاتړ په موخه د ازهر په نړیوال کنفرانس کښي د ازهرشریف د شیخ لوی امام او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا رئیس استاذ دکتور احمد الطیب وینا

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

 

د بیت المقدس څخه د ملاتړ په موخه د ازهر په نړیوال کنفرانس کښي د ازهرشریف د شیخ لوی امام او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا رئیس استاذ دکتور احمد الطیب وینا

 

دغه کنفرانس د 1439هجري کال د ربیع الآخر په 29 او د جمادی الأول په 1 نیټه چي د 2018م کال د جنورۍ د میاشتي 17 او 18 نیټي سره سمون خوري د پلازمیني قاهري په مدینه نصر سیمه کښي د ازهر د کنفرانسونو په تالار کښي جوړ شوی ؤ.

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله والصلاة والسلام علی سیدنا رسول الله، و علی آله و صحبه و من سار علی دربه.

ښاغلی د فلسطین د کورواکي اداري مشر محمود عباس !

ډیرو د رنو ښاغلو ګډونوالو!

خویندو او ورونو!

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته...

تاسو درنو او ښاغلو ته ستاسو په دوهم کور مصر او د ازهرشریف په انګړ کښي هرکلی وایم، او له تاسو څخه مننه کوم چي دلته راغلۍ او د بیت المقدس او مسجد اقصی څخه د ملاتړ په نړیوال کنفرانس کښي مو ګډون وکړ چي زمونږ د ټولو لومړنۍ قبله او دریم د حرمینو او معراج ته د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ختلو ځای دی.

دغه کنفرانس چي د مصر د عربی جمهوریت د ولسمشر ښاغلي عبدالفتاح السیسي تر سرپرستۍ لاندي جوړ شوی چي همیشه يي د مصري ولس سره یوځای د فلسطین د مسئلي څخه دفاع کړی په ځانګړي توګه پدي وروستیو کښي د ظالمو سیاستونو او بي مسؤلیته پریکړو په وړاندي يي بیلابیل کارونه سرته رسولي، نو د نوموړي او د ټولو عربي او اسلامي هیوادونو چارواکو او مشرانو او د نړۍ د ټولو هغو عزتمندو مشرانو څخه مننه کوم چي د فلسطین او د هغي د ولس مقدساتو او ځمکي څخه دفاع کړي ده، پدي لاره کښي ورته د بریالیتوب دعا کوو ترڅو په پوره ځواک او عزم سره د حق او عدالت په لور کښي ودریږي ترڅو د بي وزلو سره انصاف وشي.

ښاغلو او آغلو!

د تیري پیړۍ د 1948م کال د اپریل د میاشتي را پدیخوا ازهرشریف د فلسطین مسجد اقصی او په بیت المقدس کښي د عیسویانو د مقدساتو د ملاتړ په موخه بیلابیلي ناستي او کنفرانسونه جوړ کړي، چي د 1948م کال څخه تر د 1988 م کاله پوري په پرله پسي ډول 11 کنفرانسونه يي جوړ کړي چي دغو کنفرانسونوته د افریقا آسیا او اروپا څخه د مسلمانانو او عیسویانو لوی علماء او مفکرین راغلي، او دغو کنفرانسونو ته په ډیر دقت او ژوره توګه بحثونه او څیړني وړاندي کړي او دا د هغه ناروغ په څير ګرځيدلی چي ناروغي يي زیاتیږي او دوا يي د لاسه ورکړی.

هر ځل پدغه کنفرانسونو کښي د اشغالګرو صهیونیانو تیری چي د مسلمانانو او عیسویانو په مقدساتو باندي کوي همدارنګه د مسجد اقصی اشغال بیا سوځول او د هغي د حرمت څخه سرغړونه غیر قانوني کیندني د تونلونو جوړول او پدغه ساحه کښي وژني او د عیسویانو د آثارو له منځه وړل چي پکي کلیساګاني او د بیت المقدس نور مقدسات راځي ټول هغه څه دي چي د اشغالګرو له لوري پری تیری کیږي او دا ټول کارونه پدغو کنفرانسونو کښي غندل شوي([1]).

نن ورځ ازهرشریف 30 کاله وروسته د وروستۍ کنفرانس څخه چي د فلسطیني مسألي او د اسلامي او عیسوي مقدساتو په هکله يي جوړ کړی ؤ خپل دولسم کنفرانس جوړوي، سره لدي چي زمونږ د نن ورځي په کنفرانس کښي د ختیځ او لویدیځ څخه د روښانه عقل او د ویښ ضمیر خاوندان را ټول شوي خو بیا هم دا هیله تري نه کیږي چي پدغه مسأله کښي یو څه نوی زیات کړي او یاهم زمونږ ددي مسألي په علمي تاریخي او سیاسي اړخ کښي بدلون راولي، خو بیا هم دغه کنفرانس یو واري بیا د خطر زنګ وهي او یوواري بیا د عزم او د تصمیم نیولو لمبه چي زمونږ په زړونو کښی مړه شوي ده بلوي، او پدي برخه کښي د عربو، مسلمانو، عیسویانو، او د نړۍ هوښیارو مشرانو اجماع پدي باندي راولي چي په یوویشتمه پیړۍ کښی د وحشي صهیونیانو د عبثو کارونو په وړاندي ثابت ودریږي

هغه صهیونیزم چي نړیوال سیاست يي ملاتړی دی او هغه څه چي دغه صهیونزم رامنځته کوي او خپل سیاست پرمخ بیايي د هغي څخه نړیوال سیاست نشي وتلای او زړونه ریږدي که چیرته د یوي ګوتي د څوکي په اندازه د دوی د سیاست څخه په وتلو فکر وکړي.

لکه چي د علم کلام علماء وايي په قطعي ډول سره زه پدي عقیده یم چي هر اشغال له منځه تلونکی دی اګرکه نن ورځ داسي بریښي چي دا ناممکن وي خو ورځي تیریږي، او د غصب کوونکي انجام معلوم دی د ظالم د ظلم پای څرګند او حتمي دی اګرکه ډیره موده هم تیره شي، په ختیځ کښي د روم د تاریخ پوښتنه وکړۍ په عربي نیمه ټاپووزمه کښي د فارس د تاریخ پوښتنه وکړۍ، د صلیبي اشغالګرو څخه پوښتنه وکړۍ چي په فلسطین کښي دوه سوه کاله پاتي شو، د هغو هیوادونو څخه پوښتنه وکړۍ چي پدي عقیده ؤ د دوی لخوا اشغال شوي هیوادونه به همیشه همداسي پاتي وي، د اروپايي اشغالګرانو څخه پوښتنه وکړۍ چي څنګه د مغرب الجزائر تونس مصر شام عراق هند انډونیسیا او صومال څخه بهر شول، لدي ټولو څخه پوښتنه وکړۍ ترڅو یوواري بیا پدي پوه شۍ چي د اشغالګرو او تیری کوونکو انجام زوال دی، او هر هغه ځواک چي په بل چا باندي ځان په زوره برلاس کوي او تجاوز کوي نو لکه چي ابن خلدون ویلي هغوی به هرومرو له منځه ځي، او زمونږ د عربي ژبي شاعر ریښتیا ویلي: ددغه زماني شپي د حمل په څير دومره اوږدي شوي* او دومره درندي شوي چي هر نا آشنا شی زیږوي*، نو دا یو الهي سنت او حقیقت دی او پدي کښي هر ډول شک کول علم عقل او د فکر امانت دارۍ ته په سپک نظر لیدل دي([2]).

خو دغه حقیقت یو بل حقیقت سره تړل شوی چي لدي څخه مخکښي دی او دا پري تړل شوی او هغه دا چي د ځواک او د قوت لرل دي چي دښمن پري ویرولای شي او غرور يي مات او خپل حساب تري واخیستل شي ترڅو د ظلم تیري د کولو څخه مخکښي زر ځلي فکر وکړي، سره لدي الله جل جلاله پوهیږي چي مونږ د سولي غوښتونکي یو خو داسي سوله چي په عدالت او احترام باندي ولاړ وي او هغه حقونوته پکښي وفا وشي چي د خرڅولو او اخیستلو وړتیا نلري، داسي سوله وي چي ذلت او کمزورتیا نه پیژني، د هیوادونو یو لویشت خاوره نه لاندي کوي او په مقدساتو باندي تیری نکوي، داسي سوله وي چي د علم تعلیم اقتصاد او د بازورونو د سمون ملاتړ وکړي په دوو تلو باندي تلل له منځه یوسي او هر هغه لاس پري کړي چي په ولس او خاوره باندي تیری کوي.

دا چي زمونږ په اوسني زمانه کښي مونږ د داسي یو دښمن سره ژوند کوو چي د زور پرته بله ژبه نه پیژني، نو د الله جل جلاله او تاریخ په وړاندي مونږ هیڅ عذر نلرو چي د دوی په وړاندي کمزوري او ذلیله پاتي شواو حال دا چي زمونږ په لاس کښي د قوت ټول وسائل او د هغي مادي او بشري سرچیني موجود دي.

زه پدي آند یم چي په 48او 67 همدارنګه لدي پرته په نورو جګړو کښي چي مونږه ماتي وخوړه صهیونیانو مونږ ته ماتي نده راکړی بلکه مونږ پخپلو لاسونو باندي خپلو ځانونوته ماتي ورکړی، ځکه چي د خطرونو په اندازه کښي مونږ غلط شوي یو او ډیر لنډ مو لیدلي او د جدیت په ځای کښي مو له کمزورتیا څخه کار آخیستی، داسي امت چي بیلابیلو ډلو ته ویشل شوی هویت يي له منځه تللای څنګه کولای شي چي د داسي یو دښمن سره مخامخ شي چي په کلک عقیدي او د یو بیرغ لاندي جګړه کوي دا خو پریږده چي د هغوی شان شوکت له منځه یوسو الله جل جلاله ریښتیا ویلي چي فرمايي: « وَلَا تَنٰازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ» ژباړه « او په خپلو منځو کښي شخړه مه كوئ، كه نه نو په تاسي کښي به كمزوري پيدا شي، برم د مقاومت توان به مو لاړ شي»

درنو حاضرینو!

زه پدي په بشپړه توګه سره پوهیږم چي زما دا خبري به کوم نوی څه ونلري چي یاد کړای شي، او دغه خبري د دردونو او کړاونو له منځه را ووځي ددي اغیزه به د سیاست علم او فکر د هغو بیانونو څخه زیات نه وي چي د اویا کالو را پدیخوا مونږ آورو، چي هیڅ کوم داسي بدلون يي ندی رامنځته کړی چي د یادولو وړ وي او نه يي هم د دښمن مخه نیولي ده چي نوري خاوري او ځمکي لاندي نکړي، او نه يي د هغو وینو او قربانیو مخه نیولي ده چي هره ورځ بهیږي او نه يي هم د هغو کړاونو مخنیوی کړی چي په زندانونو کښي ورسره فلسطیني ځوانان ولس ښځي او ماشومان لاس او ګریوان دي، ځکه دغه ولس د اشغالګرو په وړاندي لکه دیوال ولاړ دی چي نه کږیږي داسي صبر لري چي نه ختمیږي او داسي قوي اراده لري چي هیڅ ډول کمزورتیا پکي نشته.

هو ښايي زما د خبرو او زمونږ ددغه کنفرانس په هکله هم دا وویل شي، خو ښايي تاسو به له ماسره په یو نظر نه یاست پدي کښي چي دغه کنفرانس د تیرو کنفرانسونو څخه توپیر لري، ځکه دا پداسي حالاتو کښي جوړیږي چي د تیر سره توپیر لري او دا  د راټولي شویو وریځو په څير دی چي د سخت طوفان سیلۍ او سیلابونوخبرداری ورکوي، ځکه د سیمي د ویش او تجزيي لړۍ پیل شوي ده او صهیونیزم په سیمه باندي د پولیس په څير ګومارل شوی ترڅو خپلي چاري پرمخ بوځي او څه چي غواړي ترسره يي کړي او سیمي هیوادونه لدي څخه پرته بل څه نشي کولای چي  د هغي څخه واوري او تابعداري يي وکړي.

 که چیرته دغه نړۍ ته وکتلای شي او د اتلانتیک سواحلو همدارنګه د سور سمندر اړخونو یمن عراق او سوريي ته ولیدلای شي نو دا به را برڅيره شي چي مسأله ډیره لویه ده او پدي برخه کښي د ویناؤ او شعارونو ورکول د هغه مکر د اندازي سره برابره نده چي په مونږ ترسره کیږي، او که چیرته مونږ ددي مقابله په هغه ډول وکړو چي د اوه پیړیو را پدیخوا روان دی نو راتلونکي نسلونه به په مونږ لعنت ووايي او زمونږ لمسیان به پدي شرمیږي چي مونږ د هغوی پلرونه او نیکونه وو.

زه هیله لرم چي زمونږ دغه کنفرانس د تیر په څير نه بلکي عملي پایلي ولري ترڅو د ټولو هغو توانمندیو څخه ګټه پورته شي چي پدغه برخه کښي لري او وړي او لويي هڅي ترسره شي ترڅو دا پلي کړو چي پدي کښي لومړۍ او مهم کار دا دی چي مونږ په فلسطیني مسألي باندي په عام ډول او د بیت المقدس په هکله په خاص ډول پوهه ترلاسه کړو، یو تریخ حقیقت دا دی چي د تعلیم په ټولو پړاوونو کښي زمونږ د ښووني او روزني په نصاب کښی دیته بشپړ ځای ندی ورکړل شوی چي له کبله يي په ملیونونه عربو او مسلمانانو ځوانانو زهنونه ددغه مسألي د بشپړي پوهي څخه عاجزه پاتي شوي، مونږ هیڅ داسي نصاب نلرو چي پکي ددغه مسألي خطر تاریخ په هکله خبري شوی وي چي په راتلونکي زمونږ په ځوانانو باندي څه اغیزه لري چي د فلسطین دفاع په لاس کښي آخلي او حال دا چي دوی پدي هکله معلومات نلري، بلخواته که بیا د صهیونیانو ځوانانوته ولیدل شي نو د ماشومتوب څخه هغوی په مکتبونو غزلونو عبادتونو او په ټولو چارو کښي پدي باندي روزل کیږي او هغوی ته د د نژادپرستۍ درس ورکول کیږي ترڅو د هر عرب او مسلمان سره کرکه ولري، د ښووني او روزني د نصاب ترڅنګ دعربي او اسلامي نړۍ په رسنیو کښي هم مونږ دغه مسأله لکه څنګه چي لازمه ده نده وړاندي کړی د فلسطین او بیت المقدس په هکله خبري د یو خبر په څیر تیریږي او یا هم یو عادي راپور وړاندي کیږي چي خبریال بیا بل خبر پیلوي چي هیڅ کومه اغیزه يي نده رامنځته کړی.

دوهمه طرحه زما دا ده چي د امریکي د ولسمشر هغه ظالمانه پریکړه چي د 128 څخه زیاتو هیوادونو او د نړۍ ټولو امن او سولي خوښوونکو ولسونو رد کړي ده لازمه ده چي د هغي مقابله په نوي عربي او اسلامي فکر باندي ترسره شي او د بیت المقدس په عربي هویت  د اسلامي او عیسوي مقدساتو په حرمت باندي ټینګار وشي ترڅو خپلو خاوندانوته بیرته را وګرځي، او دغه ټینګار یو ډول سیما اییز او نړیوال کلتور وګرځولای شي او پدي لاره کښي عربي او اسلامي رسنۍ خپله دنده سرته ورسوي ځکه دا هغه ډګر دی چي مونږ پکي ماتي خوړلي ده او دښمن پدي توانیدلای چي دا د ځان تابع کړي.

همدرانګه مونږ د بیت المقدس مسألي ته یواځی د دیني اړخه نظر ونکړو برابره خبره ده چي هغه اسلامي وي او که عیسوي، او نا اشنا خبره دا ده چي د فلسطیني مسألي په حل کښي دیني اړخ ته نظر نه کیږي او حال دا چي د صهیونیانو ټولي ورقي یواځي دیني دي چي هیڅ کوم اعتبار نلري دوی د خپل ځان څخحه داسي دیني نصوص رامنځته کړي چي د خپلو ناروا کړنو او د ځمکو د غصبولو په برخه کښي تري کار آخلي او پدي باندي د خلکو په وینو آبرو او مالونو باندي تیری کوي، د اوسني صهیوني عیسویت په لاس کښي څه شی دي چي د دوی تر شا اودریږي او ملاتړ يي کوي او هغه څه ورته وړاندي کوي چي هغوی يي خواهش ولري دوی هم د هغوی په څير په هغو غلطو دیني تفسیرونو باندي تکیه کوي چي د کلیسا پاپانو او د عیسویت علماؤ کاهنانو هغه په کلکو ټکو سره رد کړي دي.

او زما بله طرحه چي تاسو درنو حاضرینو ته يي وړاندي کوم ترڅو تاسو پکي نظر ورکړۍ هغه دا دی چي د 1918م کال د بیت المقدس د کال په توګه غوره کړای شي ترڅو هغه وپیژنو او د بیت المقدس اوسیدونکو سره مادي او معنوي مرستي او ملاتړ يي وکړو او پدي لاره کښي کلتوري او د رسنیو په برخه کښي فعالیتونه سرته ورسوو، او دا رسمي سازمانونه لکه د عربي هیوادونو ټولنه د اسلامي همکاریو سازمان عربي او اسلامي دیني اداري او پوهنتونونه د مدني ټولنو سازمانونه او ځیني نوري اداري په غاړه واخلي ترڅو په سمه توګه سره سرته ورسیږي.

زه خپلي خبري ختموم ځکه ویره لرم چي ډیري اوږدي نکړم او په امت باندي غږ کوم چي پخپلو ځانونو باندي اعتماد وکړي او په الله جل جلاله او خپلو نفسونو باندي باوري ووسي، او د هغه چا په وعدو باندي تکیه ونکړي چي په ښکاره زمونږ لپاره د ټاکل شویو سرو کرښو څخه تیری کوي الله جل جلاله ریښتیا ویلي چي فرمايي: «وَلَا تَرْكَنُوٓا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ» ژباړه: « د دغو ظالمانو لوري ته يو بڅرى مه كږېږئ، كه نه نو دوزخ به مو ونغاړي. او تاسي به كوم داسي دوست او سرپرست ونه مومئ چي د خداى څخه مو وژغورلای شي او له هیڅ يو ځاى څخه به تاسي ته مرسته ونه رسیږي».

د غوږ نیوني څخه مو مننه کوم

والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

احمد الطیب

د ازهر شیخ

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

[1])) د پاپ جریجوریوس د سرو زرو میاشت کتاب وګورۍ 1977م.

[2])) د استاذ عقاد د کتاب ابراهیم د انبیاؤ پلار دی ص 14 لومړۍ جلد عصري مکتبه بیروت 2015م.

Print
6205 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.