پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

د بیت المقدس د ملاتړ په هکله د ازهرشریف نړیوال پریکړه لیک
Anonym
/ Categories: Main_Category

د بیت المقدس د ملاتړ په هکله د ازهرشریف نړیوال پریکړه لیک

بسم الله الرحمن الرحیم

د بیت المقدس د ملاتړ په هکله د ازهرشریف نړیوال پریکړه لیک

دا چي ازهرشریف په عربي او اسلامي نړۍ کښي فکري او روحي مرجع ده، او د عیسویت بیلابیلو اړخونو ته د باور او عزت وړ ده، بلکه د نړۍ ټول آزاد ولسونه او هوښیار ریښتیني خلک ورباندي باور لري، او پدي برخه کښي ازهرشریف دیني او بشري مسؤلیت لري، او د یوولسو پیړیو را پدیخوا دا امانت پخپله غاړه لري او پخپل تاریخ کښي بیلابلي میړاني او دریځونه لري چي د ستایلو وړ دي.

نو ازهرشریف د مسلمانانو د حکماؤ د شورا سره په ګډه مرسته او د مصر د عربي جمهوریت د ولسمشر عبدالفتاح السیسي تر سرپرستۍ لاندي چي د فلسطین د کورواکي اداري مشر محمود عباس هم پکي ګډون کړی وو د بیت المقدس د ملاتړ په موخه په پلازمینه قاهره کښي دازهر د کنفرانسونو په تالار کښي نړیوال کنفرانس جوړ کړی وو، چي د نړۍ د ټولو وچو 86 هیوادونو څخه د فکر او نظر خاوندانو دیني علماء کرامو سیاستمدارانو او د سولي خوښونکو ګډون کړی وو ترڅو د بیت المقدس د هویت او د فلسطینیانو د کرامت ساتني لپاره په نوي لارو چارو خبري وکړي چي د هغوی د خاوري او د بیت المقدس د عربي او روحي هویت ساتنه وشي، او د صهیونیانو د هغو ظلمونو مخنیوی وشي چي د نړیوالو پریکړو په وړاندي ننګوني را ولاړوي او د نړۍ د ولسونو په ځانګړي توګه د څلورو ملیاردو مسلمانانو او عیسویانو احساسات را پاروي، همدارنګه د امریکايي اداري هغو پریکړو ته ځواب ووايي چي تل يي د غاصبو او اشغالګرو صهیونیانو طرفداري کړی.

د 1439هجري کال دربیع الآخر په 29 او د جمادی الأول په لومړۍ نیټه چي د 2018م کال د جنورۍ د میاشتي 17 او 18 نیټي سره سمون خوري د دوو پرله پسي ورځو کښي دبیلابیلو ناستو غونډو اوورکشاپونو څخه وروسته ټول ګډونوال دي هوکړي ته ورسیدل چي د بیت المقدس د ملاتړ لپاره دازهرشریف نړیوال پریکړه لیک صادر کړي چي د لاندنیو بندونو لرونکي ده:

لومړۍ: د کنفرانس ګډونوال د 2011م کال د نومبر په 20 نیټه د بیت المقدس په هکله د ازهرشریف څخه د صادر شوي وثیقي تائید کوي چي پکي د بیت المقدس په عربي هویت باندي ټينګار شوی او د تاریخ په اوږدو کښي د مسلمانانو او عیسویانو لپاره سپیڅلی حرم ګڼل شوی.

دوهم: د کنفرانس ګډونوال ټينګار کوي چي بیت المقدس د فلسطین د هیواد همیشنۍ پلازمینه ده، چي په رسمي ډول ددي اعلان لپاره باید په جدي ډول کار وکړای شي ترڅو نړیوال پري اعتراف وکړي او په ټولو نړیوالو سازمانونو او ادارو کښي بشپړ غړیتوب لاسته راوړي، بیت المقدس یواځي اشغال شوی ځمکه یا فلسطیني داخلي او یا هم عربو قومي مسأله نده بلکه دا یوه لویه مسأله ده ځکه چي دا د مسلمانانو او عیسویانو سپیڅلی حرم او د دوی لپاره عقیدوي مسأله ده، له همدي کبله مسلمانان او عیسویان په ګډه سره د اشغالګرو او ظالمو صهیونیانو د منګولو څخه د آزادۍ لپاره کار کوي او ددي په سپیڅلتیا باندي ټينګار کوي، همدارنګه بشري ټولني دیته هڅوي ترڅو دا د اشغالګرو صهیونیانو د اشغال څخه خلاص کړي.

دریم: د بیت المقدس عربي هویت هیڅ بدلون او عبثیات نه مني ځکه دا د زرګونو کلنو څخه په تاریخ کښي ثابته ده، او د نړیوال صهیونیزم هڅي به ددغه حقیقت په بدلولو او د تاریخ څخه په لري کولو کښي هرګز بریالی نشي چي دعربو او د مسلمانانو د ذهنونو اوضمیرونو څخه دا وباسي، ځکه چي د بیت المقدس عربي هویت د هغوی په داخل کښي د پنځوسو پیړیو ټينګ پاتي شوی، یبوسیون عربو دا د میلاد څخه څلورزره کاله مخکي جوړ کړی یعني د یهودیت د څرګندیدو څخه مخکي دا جوړ شوی ځکه دوی د موسی علیه السلام د شریعت د رامنځته کیدو په وخت کښي پیدا شوي چي د دوی څخه اووه ویشت پیړۍ مخکي دا جوړ شوی، همدارنګه د میلاد څخه مخکي په لسمه پیړۍ کښي د داود او سلیمان علیهما السلام په زمانه کښي هم په بیت المقدس ښار کښي د عبرانیانو د شتون یواځي 415 کاله تیر شوي وو چي بیت المقدس د عربو له لوري دیرش پیړۍ مخکي جوړ شوی وو.

څلورم: د امریکايي اداري وروستۍ ټولي پریکړي چي د بیت المقدس په هکله يي صادري کړي په قطعي ډول سره ردوو او دا د عربي او اسلامي نړۍ او همدارنګه د نوری ټولي نړۍ د آزادو ولسونو لپاره هیڅ کوم ارزښت نلري او په قطعي ډول سره ردوي دا هیڅ کوم تاریخي قانوني او اخلاقي ارزښت نلري ځکه چي تاریخ، قانون، او اخلاق، اشغالګر او غاصب باندي لازموي چي د ملګرو ملتونو دپریکړو سره سم دا اشغال پای ته ورسوي، دغه کنفرانس او تر شا يي ټول عرب او مسلمانان او همدارنګه په ختیځ او لویدیځ کښي ټول آزاد ولسونه خبرداری ورکوي چي که چیرته په فوري ډول ددغو پریکړو څخه چي د بیت المقدس په هکله په وروستیو کښي صادر شوي بیرته په شا نشي نو تاوتریخوالی او تندروي به رامنځته کړي او په ټوله نړۍ کښي به خپور شي.

پنځم: د فلسطینیانو او د عربو د خاوري څخه د اشغالګرو او ظالمو صهیونیانو د اشغال د ختمولو لپاره د ټولو عربي او نړیوالو رسمي او ولسي امکاناتو څخه چي پکي اسلامي عیسوي او یهودي امکانات راځي کار واخیستل شي.

شپږم: دغه کنفرانس د اسلامي او عربي نړۍ د هیوادونو د اسلامي همکاریو او د ملګرو ملتونو د سازمان او همدارنګه د ټولو مدني ټولنو او سازمانونو څخه غوښتنه کوي چي د امریکايي اداري ددغه پریکړي د ودرولو لپاره په چټکه نوګه خوځښت وکړي، ترڅو د شري حقوقو او آزادیو په ضد ددغه ډول ظالمو سیاستونو په وړاندي یو نړیوال عام نظر رامنځته کړي.

اووم: د فلسطیني ولس د میړاني او د ثابت پاتي کیدو ستاینه کوي او د فلسطیني مسألي او همدارنګه د بیت المقدس او اقصی مبارک جومات په حق کښي ددغو ظالمو پریکړو په وړاندي د دوی د پاڅون ملاتړ کوي، د بیت المقدس د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ د ولسي همدردۍ هرکل کوي چي ددغو پریکړو او ظالمو سیاستونو او کړنو په وړاندي په یو صف کښي ولاړ دي، ددغه کنفرانس څخه مونږ ورته ټینګار کوو چي مونږ له دوی سره یو او هیڅکله به هم تاسو شرمنده نکړو او تر هغه به له تاسو سره مل یو چي بیت المقدس آزاد کړو.

اتم: دغه کنفرانس د ټولو عربي اسلامي او د نړۍ د آزادو ولسونو د پیاوړي دریځ څخه ستاینه کوي، او لدوی څخه غواړي چي خپلو مبارزو ته دوام ورکړي ترڅو امریکايي اداره دیته اړ شي چي د خپل دغه پریکړي څخه په شا شي چي د ټولو نړیوالو قوانینو په خلاف ده، همدارنګه دغه کنفرانس داروپايي ټولني او د ټولو هغو هیوادونو د دریځ ستاینه کوي چي د بیت المقدس په اړوند د امریکا د اداري دغه ظالمه پریکړه ردکړي ده او د فلسطیني ولس ملاتړ يي کړی.

نهم: کنفرانس د ازهرشریف د هغه طرحي ملاتړ کوي چي د ازهر د معهدونو او فاکولتو په درسي نصاب کښي د بیت المقدس په هکله بشپړمعلومات ځای پرځای کړي ترڅو د بیت المقدس د مسألي ریښي د ځوانانو په نفسونو او ضمیرونو کښي ټینګ کړي، په عین وخت کښي په عربي اسلامي او په توله نړۍ کښي د تعلیمي ادارو چارواکو او د ټولو سازمانونو او ادارو څخه غواړي چي دغه طرحه پرمخ یوسي.

لسم: دغه کنفرانس پخپله د یهودو عاقل مندان هڅوي ترڅو تاریخ ته اعتبار ورکړي، ځکه پدوی باندي په ټولو ځایونو کښي ظلمونه شوي مګر یواځی د اسلامي تمدن تر سیوري لاندي دوی په امن کښي ژوند کړی، او دوی د هغو صهیونیانو کړني وغندي چي د موسی علیه السلام د لارښونوپه خلاف دي ځکه هغه هیڅکله هم ددي غوښتنه نده کړی چي وژنه وکړي او یا هم د خاوري خاوندان د خپلو کورونو څخه په زور وشړي یا د نورو حقونه له منځه یوسي او د هغوی ځمکي او سپیڅلتيا ځایونه له منځه یوسي.

یولسم: کنفرانس د ازهرشریف هغه طرحه تصویبوي چي 2018م کال يي د بیت المقدس د کال په نامه نومولی، او د ټولو ولسونو ادارو او سازمانونو څخه غواړي چي دغه طرحه پرمخ یوسي ترڅو د بیت المقدس د مسألي خدمت د بیلابیلو اړخونو څخه وشي.

دولسم: کنفرانس ټولي نړیوالي اداري او سازمانونه هڅوي او لدوی څخه غواړي چي د بیت المقدس د ښار دقانوني وضعیت ساتنه وکړي او د هغي په هویت ټينګار وکړي او د فلسطیني ولس د ملاتړ لپاره ټول تدابیر ونیول شي په ځانګړي توګه د بیت المقدس د اوسیدونکو او د هغوی د میړاني ملاتړ وکړي او د هغوی مواردو ته وده ورکړي، او ټول هغه خنډونه له منځه یوسي چي د دوی د بنسټیزو حقونو او د دوی دیني رسمونو په وړاندي رامنځته شوي، چي په ترڅ کښي دوی په بیت المقدس کښي پاتي شي، همدارنګه په عربي او اسلامي نړۍ کښي د سیاسي پریکړي خاوندان هڅوي چي ددي ملاتړ وکړي، او داسي کوم کار ونکړي چي فلسطیني مسألي ته زیان ورسیږي او یا هم د اشغالګرو سره نورمال اړیکو په ګټه وي.

دیارلسم: پدغه کنفرانس کښي د ګډونوالو لویو شخصیتونو او ادارو څخه یوه ګډه کمیټه جوړیږي ترڅو دغه طرحي تعقیب او پلي کړي او د فلسطیني مسألي په ځانګړي توګه د بیت المقدس څخه د ملاتړ لپاره هڅي ترسره کړي، او په ټولو سیمه اییزو او نړیوالو غونډو کښي دا مسأله وړاندي کړي.

په پای کښي وایو بیت المقدس لپاره داسي رب شته چي ددي ساتنه اوملاتړ وکړي اوکه د الله جل جلاله خوښه وي نو پدي کښي به بریالي کیږو.

والسَّلامُ عَلــَـيْكُم ورَحْمَـةُ اللهِ وبَرَكَاتُه

 د 1439ه کال د جمادی الأول په 28 نیټه چي د 2018م کال د جنورۍ د 18 نیټي

 سره سمون خوري د ازهر د کنفرانسونو په تالار کښي ولیکل شو.

احمد الطیب

د ازهر شیخ او د مسلمانانو د حکماؤ د شورا مشر

 

Print
6248 Rate this article:
3.3

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.