پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

بشري حقوق
Anonym
/ Categories: مقالات

بشري حقوق

 

که په عام ډول مونږ د انسانیت په تاریخ کي بشري حقوقو موضوع ته وګورو او د هغه  بنسټ ولټوو چی په عام فکر کي دا حقوق پر هغي تمرکز کوي نو ګورو چي دا د څو شیانو ترمنځ راځي او بناء کیږي چي یا د طبعي حق بنسټ دي، یا ددیني او اخلاقي لارښوونو، او یا هم په وضعي بنسټ باندی بنا کیږي.

د څو پیړیو راپدي خوا د انسان په فکر کي د بشري حقوقو پوهي پر اړوند ډیر پرمختګ شوي او دا وروسته له دي چي د انسانانو د ډلو ترمنځ په داخل کی داوږدي مودي راهیسي کشمکش روان وو چي په پاي کي ددغه مفهوم لپاره اوسني فکر رامنځته شو، چي په ځانګړی ډول په هغو بنسټونو او مبادیو باندی تمرکز کوي چي اروپایان دهغي غوښتنه کوي.

د نن ورځي پوري چي د بشري حقوقو پر اړوند کومي مناقشي سرته رسیدلي دي کله د یواو کله د بل ځاي څخه ځیني داسي غږونه پورته کیږي چي په اسلام باندی تور پوری کوي او وایي دا داسي دین دي چي بشري حقوق نه پیژني، او په قصدي او غیر قصدي ډول د بشري حقوقو په برخه کي د اسلام لارښونو څخه سترګی پټوي او ځان پري ناپوهه بولي.

 ترڅو هر څه خپل ځاي کي کیښودل شي او هغه غلط فکرونه سم شي چی پدی برخه کي موجود دي، نو دغه مسئله د هغه بنسټونو له اړخه لاندی بیانووچی اسلامي فکر په هغي بنا شوي دي: په اسلامي شریعت کي د هر څیړونکي لپاره دا څرګنده ده چي د هغه مقاصد له اول څخه تر اوسه ددي لپاره راغلي ترڅو په دین او دنیا دواړو کي د خلکو ګټی خوندي کړي، او په هر حکم د احکامو د اسلام کي د پنځو ضروري شیانو د ساتنی مراعات شوی چي هغه عبارت دي له دین، نفس، عقل، نسل، او مال څخه او دا په هر ملت کي د آبادۍ بنسټونه ګڼل کیږي، یا هم د اسلام په حکمونو کي د حاجاتو د ساتنی مراعات شوی چي د راکړي ورکړي یو ډول  دي او یا هم د تحسیناتو د ساتنی مراعات شوي چي دا ښه اخلاقو ته راجع کیږي، د دغه ډولونو بشپړوالی او ثبوت باید رامنځته شي([1]).

ددغه دري ډولونو د ساتني چی مخکي مو ورته اشاره وکړه معنی داده چي د هر  ډول تیری څخه یی ساتنه وشي، او دغه ساتنه د هر وګړي حق دی، نو ددغه کلمي د معنی سره سم دا دبشر لپاره حقوق دي، په اسلام کي په عام ډول بشري حقوق دوه اساسي حقونو ته ګرځي چي یو یي د انسان حق په برابروالي کي دی او بل هم د آزادۍ حق دی، او د بشر نور ټول حقوق ددغه دوو حقونو څخه اخیستل شوي.

په برابروالي او مساوات کي د انسان حق قرآن کریم په دوو بنسټیزو قاعدو باندی بنا کړی چی یو د بشریت داصل یووالی، او بل هم هر انسان ته د انساني کرامت شمولیت دی.

که د بشریت د اصل یووالی مسألی ته راشو نو قرآن کریم په هغي باندی په ښکاره ډول ټینګار کړي چي هیڅ ډول تأویل نه قبلوي او اشاره یي کړي ده چي ټول خلک د یو نفس څخه پیدا کړی شوي دي، نو له همدی لپاره په اسلام کي د ډلو، طبقو، جنسونواو یا هم د ځینو ولسونو لپاره د نورو ولسونو په مقابل کی هیڅ ډول طبعی ځانګړتیاوي نشته.

همدارنګه د پیغمبر صل الله علیه وسلم په احادیثو کي هم په دغه حقیقت باندی ټینکار شوی لکه د حجة الوداع په مشهوره خطبه کي چي راغلي: ((أيها الناس، إن ربكم واحد، وإن أباكم واحد، كلكم لآدم، وآدم من تراب، إن أكرمكم عند الله أتقاكم، ليس لعربي فضل على أعجمي إلا بالتقوى))([2]) ژباړه "اي خلکو! بیشکه ستاسو رب یو دی، پلار مو یو دی، تاسو ټول د آدم څخه پیدا یاست، او آدم د خاورو څخه پیدا دی، په تاسو کي عزتمند دالله په نزد پرهیزګاره په تاسو کي دی، عرب په عجمو باندي برتریت نه لري مګر داچي پرهیزګاره وي" .

 مونږ ګورو چي په اسلام کي د وګړو ترمنځ د غوراوی مقیاس د خلکو ترمنځ پیژندل شوی مقیاسونو څخه توپير لري، اودغه مقیاسد انسان لپاره  داخلي بډایني ده، چي  روحي دریځ او اړخ ورسره تړلی دی، او دا دیته هڅوي ترڅو ګټورکارونه وکړي، او د سولي، عدالت، او د حق په لاره کي زیارونه وباسي، او دغه مقیاس لکه چی په قرآن کریم او د پیغمبر صل الله علیه وسلم احادیثو کي راغلی تقوی ده، چي مقصد یي نیک کارونه دي او دا د انسان هر یو کار ته شاملیږي چي په دغه ژوند کي یی ترسره کوي برابره خبره ده چي دا کار دنیاوي وي او که دیني وي، خو چي مقصد یی داوي چي د الله جل جلاله لپاره یی کوي او خلکو ته ګټه ورسوي او ضرر له هغوي لری کړي .

او دوهمه قاعده د مساوات یا د برابروالی دا ده چي انساني کرامت ټول بشریت ته شاملیږي او دا مونږ په مخکي حدیث کي څرګند کړ، الله جل جلاله د غه کرامت بغیر له کوم استثناء څخه ټولو خلکو ته ورکړی ترڅو د بشریت د هر وګړي د ساتني لپاره دیوال شي، د شتمن غریب، د حاکم او محکوم ترمنځ توپیر نشته، دوی ټول د الله جل جلاله او د قانون پر وړاندي او همدارنګه په عامه حقونو کي  سره برابر دي.

 دا څرګنده ده چي د مساوات یا برابروالی حق په اسلامي ټولنه  کي د مسلمانانو او غیر مسلمانانو تر منځ یوشان ده او د هغی ضمانت شوی او دلته هغه اسلامي قانوني قاعده جاري کیږي چي وائي: ((دوی د پاره هغه څه دي چي مونږ دپاره دي او په هغوی هغه څه دي چي په مونږ باندي دي))([3]).

که چیرته د اسلامي نړۍ په بیلابیلو سیمو کي د بشري حقوقو ساتنه او مراعت په سمه توګه سره نه کیږي او د اسلام دښمنانو ته دا موقع برابریږي چي ور باندی دا تور پوری کړي چي له بشري حقوقو څخه خالي دی، نو اسلام د خلکو لخوا د غلطو کړنو مسئول نه دي اګر که دا کارونه د هغه تر نامه لاندی ترسره کړای شي، او څوک چي غواړي داسلام حقیقي لارښوونی په دغه ډګر کي وپیژني نو د اسلام اصلي سرچینو کي  دی وګوري او د خلکو په غلطو سلوکونو او روشونو او همدارنګه په باطلو تفسیرونو کي دي نه ګوري ځکه دا اسلام په بشپړه توګه سره ردوي.

***

 

([1]) الموافقات للشاطبي.

[2])) رواه الامام احمد في مسنده من حديث ابي  نضرة.

[3])) رواه النسائي في سننه كتاب  تحريم الدم.

Print
7297 Rate this article:
4.0

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.