پښتو (افغانستان)

د نړۍ په ټولو ژبو د ازهر شریف د منځلاریتوب خپرولو لوی منبر

 

په نوي اداري پلازمینه کښې د عیسی علیه السلام د زوکړی په نامه د لويي کلیسا د پرانستني په مراسمو کښې لوی امام وویل:
Anonym
/ Categories: مقالات

په نوي اداري پلازمینه کښې د عیسی علیه السلام د زوکړی په نامه د لويي کلیسا د پرانستني په مراسمو کښې لوی امام وویل:

په نوي اداري پلازمینه کښې د عیسی علیه السلام د زوکړی په نامه د لويي کلیسا د پرانستني په مراسمو کښې لوی امام وویل:

  • که تاریخ ته وګورئ نو تاسو ته به جوته شې چې په مصر کښې زیاتره کلیساګانې د مسلمانانو په زمانه کښې جوړي شوې دې.
  • اسلامي دولت په شرعي ډول د عیسویانو د کلیساګانو د ساتني ضمانت کوي چي دا کومه مجامله نه بلکه شرعي حکم دی.
  • د کلیساګانو په ساتنه کښې مسلمانان باید د خپلو عیسوي ورونو څخه مخکي وي.
  • جومات او کلیسا دواړه په غښتلي ډول د هغه چا په وړاندي دریدلي چي د هیواد د امنیت او برقرارۍ د له منځه وړلو لپاره يي هڅه کړی.
  • مونږ په یو داسي تاریخي پړاو کښې یو چې د عیسویت او اسلام په تاریخ کښې لدي مخکښې ندی رامنځته شوی.
  • په نوې ادارې پلازمینه کښې جومات او کلیسا د ټول مصر په کچه د عبادت په ماڼیو کښې لوی ماڼۍ دي.
  • مصر ددي حق لري چې پدغه لویه لاسته راوړنه باندي افتخار وکړي او همدا مصر دی چې د ادیانو ترمنځ د ورورولۍ په رامنځته کولو کښې غوره او خه نمونه ګڼل کیږي.

 

د یکشنبي په ماښام په نوي اداري پلازمینه کښې د عیسی علیه السلام د زوکړي ترنامه لاندي د کلیسا د پرانستني په مراسمو کښې لوی امام او د ازهر شریف شیخ استاذ دکتور احمد طیب وینا وکړه، هغه پخپلو خبرو کښې  خوښي څرګنده کړه چي د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د ورور هیواد فلسطین ولسمشر محمود عباس او په مصر کښې د قبطي عیسویانو مشر پاپ تواضروس سره په ګډه د عبادت لپاره دوه لوی ماڼۍ پرانیزې چي یو د الفتاح العلیم جومات او بل هم د عیسی علیه السلام د زوکړي په نامه کلیسا ده.

نوموړي زیاته کړه چې دوی په یو تاریخې پړاو کښې دي چې ښائې لدي مخکښي د اسلام او د عیسویت په تاریخ کښې داسي نه وي رامنځته شوی څومره چې زه پوهیږم په تاریخ کښې داسي ندي رامنځته شوي چي کلیسا او جومات دي په یو وخت پیل شوی وي او په یو وخت دي خلاص شوی وي ترڅو د مسلمانانو او د هغوی د ورونو عیسویانو ترمنځ د میني او ورورولۍ د پیاوړتیا لپاره دي ترسره شوی وي خو نن ورځ مو ولیدل چي همداسي وشول او مونږ ګورو چي نن دغه دواړه هم جومات او هم کلیسا د نقاشۍ هنري او مسلکي ډلو له لوري پداسي ډول سره جوړ شوي چي مصر حق لري افتخار پري وکړي او د نوي ادارې پلازمني ښائست يې لاپسې زیات کړی.

لوی امام پخپلو خبرو کښې د ولسمشر عبدالفتاح السیسي څخه مننه وکړه چي دغه لوی کار يې ترسره کړی، هغه همدارنګه په مصر کښې د قبطي عیسویانو مشر پاپ تواضروس او د مصر دننه او بهر کښې ټولو عیسویانوته ددغه نوي کلیسا د جوړوني مبارکي ورکړه او ټینګار يې وکړ چي بي له شکه دغه کلیسا به د فتاح العلیم جومات سره په ګډه د هغه چا په وړاندي ولاړ وي چي غواړي پدغه هیواد کښې د مذهبي فتنو په رامنځته کولو او د برقرارۍ په له منځه وړلو کښې هڅه وکړي.

لوی امام پخپلو خبرو کښې د کلیساګانو په هکله د اسلام دریځ څرګند کړ او وي ویل چې دا په اسلام کښې یوه فیصله کړی شوی موضوع ده او هغه پداسي ډول چې اسلام او اسلامي دولت د کلیساګانو د ساتني ضمانت کړی او دا یو شرعي حکم دی، دا چې شریعت مسلمانان مکلف کړې چي د جوماتونو ساتنه وکړي همداسې يي په همدي اندازه پدي هم مکلف کړي چې د کلیساګانو ساتنه وکړي او مسلمانان باید د کلیساګانو په ساتنه کښې د خپلو عیسوي ورونو څخه مخکي وي، زه دا خبره د مجاملي په ډول نه کوم بلکه دا یو حکم دی چې د قرآن کریم د آیات څخه را اخیستل شوی چې مونږ ټولوته یاد دی اګر که ځیني وخت ددغه آیات معنی په تأسف سره بعضو باندي ستونزمنه وي چي پوه شې، پدغه آیات کښې مسلمانان پدي مکلف شوي او اجازه ورکړل شوی ده چې د یهودو مسلمانانو او د عیسویانو د عبادت خانو په ساتنه کښې په ګډه سره دفاع وکړي لکه چې الله جل جلاله فرمايي: «وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا» ژباړه: (كه الله خلك يو د بل په وسيله دفع نکړي، نو خانقاوي، كليساوي، عبادتخانې او جوماتونه چي په هغو کښي د الله نوم ډېر زيات اخيستل کیږي، ټول به ونړول شي).

لوی امام خبرداری ورکړ چې باید هغه فتوی ګاني اوس وړاندي نشي چې په ځانګړي وخت او حالاتو کښې صادر شوي او هغه دا چې ګویا په اسلام کښې د کلیساګانو جوړول روا ندي، دا د علم او حق څخه لیري خبره ده او لویه غلطي ده تاسو که تاریخ وګورۍ نو درته جوته به شي چې په مصر کښې زیاتره کلیساګاني د مسلمانانو په زمانه کښې جوړي شوي.

د خپلو خبرو په پای کښې د ازهر شیخ د ولسمشر عبدالفتاح السیسي څخه یو واري بیا مننه وکړه چې دغه لوی کار يې ترسره کړی او مصر ته يې ددي حق ورکړی چې افتخار پرې وکړي همدارنګه مصر د ادیانو ترمنځ مینه او ورورولۍ کښې یو پیشوا او غوره نمونه يې هیواد دی په ځانګړي ډول د اسلام او عیسویت ترمنځ، لوی امام همدارنګه د ټولو هغو مصري تخنیکي لویو ټیمونو څخه مننه وکړه چي دغه دواړه جومات او کلیسا يي په ټاکل شوي وخت کښي په ښه ډول جوړ او سرته ورسول چې د ټولو د ستایني وړ وګرځيدل.

Print
7141 Rate this article:
No rating

Please login or register to post comments.

أقسم بالله العظيم أن أكون مخلصًا لديني ولمصر وللأزهر الشريف, وأن أراقب الله في أداء مهمتى بالمركز, مسخرًا علمي وخبرتى لنشر الدعوة الإسلامية, وأن أكون ملازمًا لوسطية الأزهر الشريف, ومحافظًا على قيمه وتقاليده, وأن أؤدي عملي بالأمانة والإخلاص, وأن ألتزم بما ورد في ميثاق العمل بالمركز, والله على ما أقول شهيد.